Categories

اعلان

Loading…

افغانستان له خپلې خاورې د پاکستان پر ضد د هند د کار اخیستلو ادعا رد کړه

تاند- د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د کراچۍ ښار په وروستۍ حمله کې د افغانستان له خاورې د کار اخیستلو ادعا رد کړه.

د چهارشنبې په ورخ د کراچۍ په چورنګي سیمه کې د اسماعلیه فرقې د پیروانو پر یوه بس وسله والو کسانو برید وکړ او ۴۳ تنه یې ووژل.

پرون د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وویل، چې د هندوستان استخباراتي ادره “را” په پاکستان کې په تروریستي فعاليتونو کې لاس لري او د افغانستان له خاورې د پاکستان پرضد کار اخلي.

د پاکستان د باندنیو چارو وزارت ویاند قاضي خلیل الله وویل، افغانستان ته يې خپله اندېښنه څرګنده کړې او دواړو خواوو په دې موافقه کړې، چې خپلې خاورې به د يو بل پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکېب مستغني ازادي راډیو ته وویل:«د افغانستان اسلامي جمهوریت په خپله داسي هیواد دی چې له کلونو راهیسي یې د نړیوال تروریزم زیانونه لیدلي. همدا اوس هم تروریزم او افراطیت هره ورځ د افغانستان په اسلامي جمهوریت کې انسانان قرباني کوي. افغانستان د تروریزم د لوی قرباني په توګه له تروریزم سره په صادقانه او غوڅه مبارزه کې د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره همکار دی.»

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وروسته له دې له افغانستان سره د کراچۍ پېښه وتړله چې د پاکستان صدراعظم نوازشريف، د پوځ لوى درستيز او د استخباراتي ادارې ISI مشر د تيرې (سې شنبه) په ورځ په يوه ورځني سفر کابل ته راغلل او له افغان چارواکو سره يې په دوه اړخيزو او سيمه ييزو مسلو خبرې. وکړې.

که څه هم دواړو خواوو په دغو ليدنو کتنو کې په دې سلا وکړه چې د نه لاسوهنې پالیسۍ ته به ژمن وي او اجازه به نه ورکوي چې د یو هېواد له خاورې څخه د بل هېواد پر ضد کار واخیستل شي، خو قاضي خليل الله وايي چې پاکستان د را د فعاليتونو په اړه تشويش لري او په دې اړه يې افغان حکومت هم خبر کړى دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ښاغلی مستغني وايي چې افغانستان تل ویلي او بیا هم وايي چې هیڅ هیواد ته به اجازه ورنه کړي چې له خاورې څخه یې د بل هیواد پر ضد کار واخلي.

7 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *