Categories

اعلان

Loading…

د لندن د يارانو ادبي غونډه/ سليم شاه

نن دمی لسمه نيټه ده· د سالون په دروازه كې دوه درې تنه په يو وخت لكه د توت نيالگي راشنه شول· دروازه تړلې ده· د رستورانت خاونده (بې بې) نشته· يوكس كاركوونكې راځي دحال پوښتنه كوي· سوله مل صيب ورته وايي موږ دا سالون ريزرف كړی، موږ غونډه لرو· دمخه مو د رستورانت بي بي  ته ويلي وو· خو كاركوونكي ځان ناخبره اچوي· وايي زه به پوښتنه وكړم · درستورانت خاوند ته زنگ وهي · بيا راځي وايي: ژر به سالون تيار شي  تاسې مه وارخطا كيږي· خو په څنگ كې اشنا چې د غربت اوجلا وطنۍ غم يې ورته ټول وجود وريږداوه  له ځانه سره دا ټپه  زمزمه كړه:

په پيښور كې مې زړه تنگ شو    خدای مې دی درولي پراخه ديوه گله ·

ديوه گل دكونړونو يوه تنگه ښكلي دره ده۔ ميړونه يې په توره اوجگړه كې ډېر مشهور دي۔ خلك يې په نرخ ،څلې ،جرگه او د پښتونولي په دود اودستور كې هم وتلي اونمونه دي · خو اوس هغه تنگه دره چې پراخه وه موږ ملګری دغربت له غمه ليرې پراته اودسوتهال يوه رستورانت ته ولاړ يو، چې دناستي ځاي پيدا اوخپل شعر اوكيسه ولولو۔دهيواد کيسه هم وړيا ده ۔ دداسی کسانو په لاس ورغلې چې بس اغه داجمل خټک شعر دی چې وايي : په زمانه يو څو غټان قابض دي-خدايه په تا رانه مليان قابض دي  ·

خبره دنن ورځې دپلان شوی غونډ په باب ده · نن هم شاعران ،ليكوالان ياران ،خبر لوڅ، اونقد كوونكي ياران راټوليږي · ټولوته پنځه نيمې بجې ويل شوی دي · دسوتهال دگڼ بازار له سره لمر الوزي · دموټر و پاركنگ هم تش شوی دی  ، فيشني نجوني هم نه بريښي۔ دوكانداران ورو ورو هټۍ بندوي  خو زموږكار اوس پيل كيږي · څه كار ؟ اغه دكوم شاعر خبره ده چې وايي :

چې پرې غم غلطوم درې مې همدم دي     يو قلم دويم كتاب دريم مې اشعار خپل

Londoشيبه واوښته درستورانت كاركوونكي اشاره وكړه  اوپه غير گرامري پښتو يې ووي 🙁 رادۍ(راځۍ ) د سالون  سينگار وشو · جوړ شو · ميزونه هم پريوتل اوڅوكی هم سوری شوې ·)) سپين جان هم چې په خپلو بريتو كې يې دتل په څير موسكا درلوده ،راننووت ، سليم حيات هم دسړې جگړې د فاتح په څير  خپلې څوكۍ ته كښيناست · سيال شينواري له ټولو سره مينه ناك روغبړ وكړ · خو داوار هم بې كامه واله راغلي وو · ماويل جاردې شم كامې چې يو اچوم دوه خيږي · خو هغه وويل: نه نن هم دا يو زه يوازې  يم ·دويم نشته · ټكور هم چی په دې ورځو كې لږ چوپ دی، روغبړ وكړ · زړه مي وو چې ورته ووايم چې خبري خو وړيا دې خو كوه كنه حال دې وايه ؟·

خو هغه وويل : څه به ووايو دا مو حال دا مو احوال · غلام حضرت اعظمي لغماني بيا غير حاضر وو ماته هغه ټپه را ياده شوه  چې وايي: ستا يارانه دزاوی خوړ دی ·دزاوې  خوړ تر غنم لوه پورې وينه

خو بل ملگري وويل : كيدای شی اعظمي صيب دفاشيزم پر ضد دبري دورځې دنمانځلو له پاره په مراسمو كې برخه اخيستي وي · خو په خوا كې بل ملگري وويل: فكر كوم اوس دواليبال دلوبې سرويس تبديل دی ، هغه نمانځنې چې پخوا به خلك ديموكراتيك كولي اوس يې عطا نور كوي · نقش بدل شويي دې خو كيدای شي اعظمي به چيرته دطبقاتي مبارزې په تشريح كولو كې بند پاتې وي ·

پير محمد باوري هم بيا ټس ···وويل اودخپلو ټوكو خورجين يې زموږ مخ كې خالي نه كړ ·

خو په ټوله كې ياران خپلو ميزونو ته چوپ اوغلي ناست ول · له وطن څخه دليرې والي ستونزه او دتیرو خاطروياد دهر يوه په ذهن كې چورليده · شعر اوشاعرۍ دېوي شيبې له پاره پاتې شوه · په هيواد كې دترهگرۍ دغوبل اودلويو چارواكو په كيسه جوړوونكو كارنامو پيل شوه ·

يو تن وويل : هغه زه پيژنم · يو وخت يېدپيښور په کنچنې موټرو کې  كلنيري  كوله  · دولسم ټولگی يې هم نه دی لوستې  · بل وويل : دا ځكه خو يې ابله ورځ ديوه پوهنتون په مراسمو كې پروفيسورانوته لكچر وركاوه · خوبل را غبرگه کړه : هغه اوس واجب الاحترام اومصوون الانتقاد دی ۔دهغه له خولي چې هره كليمه راو وځي بايد هغه دكاڼی كرښه وي۔ كارل ماركس رښتيا ويلي وو۔ طلا اوسره زر هر څه دي ۔ سړي ته شخصيت وركوي · بل وويل : كلاشينكوف  اوراكټ لانچر هر څه دي سړي ته سره زر وركوي · بيا يو څلور پنځه ميرمنې  اوبيا قدرت ·بل زياته كړه : كاشكې چې ماركس  دا هم ويلي واېې چې سړې ته علميت هم ورکوي · دجلال اباد پيښې ياد ډير شاخ وپنجی پيدا كړي۔  خو كرگر غږ كړ: سوله مل جانه غونډه چالانوه · خو هغه په ځواب كې وويل : سپين به قومانده په لاس كې واخلي  · تيره غونډه خو سليم حيات پر مخ بوتله · سپين وويل  دابه ښه وي چې نن هم د دې غونډي جلالتمابي وكړي · داداسې پوست دی چې چا سوغات نه دی وركړي  اونه خو دچا بخچش (بخشش ) دی  ·((درحقيقت مالك هر شی خدا است · )) ااين امانت برای ابد نزد ماست ·

خو كرگر وويل : زور همه چيز است · سړي ته جرت هم وركوي اودغونډي مشري هم  · بس دوعا وشوه چې سليم حيات به غونډه پر مخ بوخي :

سليم حيات بسم اله كړه:  له كرگر نه يې وغوښتل  چې كيسه ووايي۔خو  كرگر وويل چې ښه به وي چې غونډه په شعر پيل كړۍ  شاعران  شعر گويند وماهران  مهر ·

غونډه په شعر پيل شوه تكل دتل په څير دخپلو شعرونوپه  لوستلو پيل وكړ۔  په لومړي سر كې يې څو ازاد مقطعي شعرونه ولوستل · وروسته يې يو غزل اوبيا يی يو منثور شعر ولوست · دلته دټولو شعرونو راوړل زموږ خبري اوږدوي  خو څو لنډي كوچنۍ قطعي چې بحث پرې وشو را نقلوو:

نااميدي

زه له بندې کړکۍ ښکته
هغې کرښې ته ګورم
چې د دوو موازي
سیندو ترمنځ
د بیلتون نښه ده۔

افسوس

شپه شوه
تیارې مې سیوری
له ځمکې جګ کړ
ډیرې ناویلې
سندرې
پاتې شوې
او هغه مې
چې تاته ویله
متن يې په روح کې
ورژید۔

سندرې

ما هغه د ګلاب
سندره
تاته لیکلې
هغه مې هم
تاته لیکلې
چې متن يې
موسیقي غږوي
او دا هم تاته
لیکم
چې پیل يې
ستا له کرکې
وزیږید·

خوب

برگه مرغۍ د تلیفون
پر منحني سیم خوب وړې وه
باد لکه د مور
اولبارې ماشوم
د شنې جلګې د پاسه
په مزه،مزه زنګوله

دتكل دشعرونو له لوستلو وروسته په شعر خبرې پيل شوې · سوله مل شينوارې چې دخپلو خبرو له پاره يې يو ه ژوره ساه واخيسته · يو لاس يې په سترگه كيښوده وې مښله وې ويل : ((دشعرونو په تعريف كېې دا مهمه ده اوبايد له پامه ونه ووځي چې وزن ،تصوير اوتخيل  اومفكوره ولري · هغه سره له دې چې حاضرو شعروو ته سيده اشاره ونه كړه خو دهغه عمومي خبرې مانا هم ددې عناصرو په اړوند پوښتنه وه · ټكور هم دخپل سكوت كنگل مات كړ·  اوپه سر كې يې دتل په څير دحمزه بابا يو بيت ووېلي ،وې ويل زه ډېرې خبري نه لرم · خودا شعرونه دمعاصر شعر په قالب كې نه راځي · ددې له پاره چې له داسي شعرونو  خوند  واخلو، وخت ته اړتيا ده۔

په همدې لړ كې له تكل نه غوښتنه وشوه چې دشعر دبحث په پای كې خپل نظريات څرگند كړي · په غونډه كې يوښاغلی  اوراغلي ميلمه ثنا الله خان يوسفزي هم گډون كړې وو،هغه   وويل : دشعر دوزن اوقافيي په باب خو زما نظر دادی چې قافيه شاعر محدودوي خپل نظر په بشپړه توگه نه شي څرگندولی زه دازاد شعر پلوي يم ·كرگر وويل : دشعر په تعريف پسې به ډېر ليرې نه ځو ·تخيل ،تصوير اومفكوره دشعر مهم ټكي دي · خو كله نا كله شاعر په ابهام كې پر مخ ځي  اوددې ابهام له پاره سمبوليكه ژبه كاروي ۔ خويو شی بايد هير نه کړو  چې سمبولونه هغه څه نه دي چې دچا زړه وغواړي اوپه خپل اند يو څه دسمبول په توگه وكاروي ·سمبول په ټولنه كې دلاسبرې فرهنگ پورې اړه لري دلاسبري كلاسيك(منل شوې ) ادب كې ريښې لري · دادب اوارواپوهنې سره تړاو لري ۔دټولني داساطبيرو اورواياتو سره تړاو لري · اوپه  عمده توگه له اساطيرو اودټولنيزناخود اگاه سره تړاو لري · ښه به دا وي چې دسمبولونو ټولنيزه –فرهنگي اوارواپوهنيزه زمينه په پام كې ونيول شي  ·

خو تكل صيب په پای كې وويل : زه چې شعر ليكم  پرې فكر كوم · كوم تصوير چې  وړاندې كوم پر هغه فكركوم چې خبرې تكراري نه شي · دبل داغيز لاندې نه وي  · په غزل اونورو ډولونو كې كليمات تكراريږي · زما هدف دا نه دی چې نوې ايجادات وكړم · كه موږ دژوند پخوانو شيانو ته كښينو، لاره به وركه كړو · زه چې خپل شعر ته گورم اووزن ته گورم نو وزن لري ، دلته په دې شعرونو كې وزن شته  ·ټكور وويل  نو په دې اساس اړه ده چې وزن تعريف شي ·

د شعر دوزن تعريف :

د رپوټ ليکوونکي وپتييله چې لږ څه دشعر دوزن په اړوند  وليکي نو دا څو کرښي يې دمالوماتو په نيت وکښلي ۔

 ايراني پوه شفيع کدکني په خپل اثر موسيقي شعر کې ليکي :

((خواجه نصير الدين طوسي په معيار الاشعار كې ليكي : (( اما وزن هيائتې است تابع نظام ترتيب حركات وسكنات وتناسب ان در عدد ومقدار كه نفس از ادراك ان هيات لذتې مخصوص يابد كه انرا دراين موضع وزن خوانند ·))  ) شفيع كدكني زياتوي  : دوزن په باب ډېر تعريفونه وړاندي شويدي چې هر  يو دانتقاد لاندي راځي ،چې البته جامع اومانع تعريف لا په نظر نه دی راغلی · خو كيدای شي ډير ښه تعريف داوي چې ووايو : وزن دمتعددو اجزاو په منځ كې يو ډول تناسب دی ، دداسی كيفيت تناسب دی  چې دوحدت دادراك حاصل وي۔ كه په مكان كې واقع وي هغه ته قرينه وايي اوكه په زمان كې واقع وي وزن يې بولي · )) دشعر دوزن په باب وايي : دنظم اودنثرتوپير په دې كې دی چې شعر په خپل وجود كې ټاكلي اهنگونه را ټولوي · اوله هغو نه خاص شكل جوړوي ۔بيا ددې اهنگونو له تكرار نه وزن جوړيږي · هر څومره چې دا تناسب زيات وي وزن خوندوركيږي · اوزيات احساس كيږي۔ پاتي دي نه وې چې دهر ملت دكلماتو جوړښت دهغو دشعر له پاره وزن ايجادوي · چې دنورو اولسونو دشعر له وزن سره توپير لري · (( دشعرونو مستعمل  اوازن اوايقاعات داولسونو  داختلاف په اساس مختلف دي · ))

درويش درانې په خپل اثر پښتو عروض كې ليكي : سيلاب په شعر كې بل څه اووزن بل څه دي ·  نوموړی دخوشحال بابا دا يوه مصرع راوړي وايي : كه علاج لره مې راشي مسيحا هم

هغه وايي : نو يو خو په دې پوهيږو چې وزن په كې شته دوهمه خبره داده چې په اوږودواله كې دولس سيلابه ده · اوس په دغه بحر كې كه موږ غزل وليكو نو دالازمي گڼو چې ددغه غزل دهرې مصرعې اوږودواله به دوولس سيلابه وي ، نه كم نه زيات ۔ عام شاعران داسې گڼي چې كه دوې دغسي وكړي نو غزل به يې دوزن په اړه سم وي ۔ كه سړی دغي مسالي ته لږ نور ځير شي اوتش دومره وكړي چې دخوشحال دپورتني مصرعې ټكي لږ څه تر له واړوي نو وبه ويني چې سيلابونه به يې هماغه دولس وي خو وزن به يې مات شوی وي بلكې مصرع به په جمله  بدله شوي وي اوهغه داسی :

كه مې علاج لره مسيحا هم راشي ·

په دې جمله كې راغلي ټول ټكي هاغه دي چې دخوشحال په مصرعه كې راغلي او بدلون يې تش په ترتيب كې راغی · دترتيب دغه بدلون يې دسيلابونو پر شمير باندې هيڅ اثر نه دی اچولي · سيلابونه يې اوس هم دوولس دي خو وزن پكې نشته · ددې مطلب داشو چې يوازې دسيلابونو شمير دوزن له پاره كافي نه دی دا څه بل شې هم غواړي ۔

درويش دراني دورته سيلابونو په اساس نور مثالونه هم راوړي اوبحث اوږدوي · خو نچوړ يې داسې راباسي وايي : رښتيا خبره داده چې يواځې دسيلابونو شمیر دوزن له پاره كافي نه دی دا څه بل داسې شی هم غواړي چې له سيلابونو سره يې يو ځای كړو اووزن ترې راوباسو اودغه شی  ((لی يا اهنگ )) ( ريتم   )  دی۔ مطلب داچې يوه مصرعه دسيلابونو ديوه ټاكلي شمير تر څنگ لی يا اهنگ هم غواړي ·په اصل كې دغه لی يا اهنگ هم له سيلابونو را پيدا كيږي خو چې څنگه را پيدا كيږي په دې موږ هله پوهيدای شو چې لومړی ځان په دې خبر كړو چې : سيلاب يواځي سيلاب نه دی بلكې هغه دوه قسمونه لري ·هركله چې دغه دوه ډوله سيلابونه په يو خاص اوټاكلي ترتيب په يوه مصرعه كې راشي  نو يو خاص ډول( لیيا ريتم ) ورڅخه پيداشي اوكه دغه ترتيب بدل شي نو لې يې هم ورسره بدليږي · ···)) ·

دتكل له خبرو وروسته له اكبرگر نه غوښتنه وشوه چې كيسه واوروي · هغه خپله نوې كيسه چې نوم يې دې: له تورتمه روايت دی !ولوستله · دكيسې له لوستلو وروسته حيدري وويل : دكيسې ژبې اوجوړښت ماته خوند را كړ۔  دلته دتورتم كليمه ډېره تكرار شوې ده خو دا تكرار يې بې خونده نه بلكې خوندور دی ·

ټكور هم په خپل وار وويل : عنوان يې هم شاعرانه دی دتورتم مفهوم ډير ښه غزيدلی دی · دظلم اوبربريت سمبول دی اوپه ښه توگه كاريدلی دی · هغه زياته كړه · كه داتورتم رڼا شوی وای يا ورپسې  رڼا واي نو ښه به وای ؟

يوسفزي صيب څرگنده كړه : تورتم ، نامعلوم اومغلقه پريښوونه دداستان لوستونكی فكر كولو ته را بولي ·

سيال شينواري وويل : دلته تورتم مفهوم دنامالومه حالت څرگندونه كوي · كله چې سحر اوسباوون مالوم نه دی نو داد كيسه ليكوونكی گناه نه ده  ژوند ډېر پيچلی اوهر څه نا مالومه دي ·

سوله مل وويل 🙁 زه اوږده تبصره نه كوم خو كه روښتيا ووايم  · په خولای چې ماته يې خوند راكړ ·))

سليم حيات زياته كړه : يوه خبره مي داده چې په كيسه كې هيڅ سهار نه راځي همدا دتورتم خبره ده  · خو پيغام يې ښكلي اوروښانه دی · كوم منظر چې وړاندې كيږي په زړه پوری دی ·

په پای كې سوله مل شينواري نه غوښتنه وشوه چې خپله كيسه ولولي · دهغه كيسه نوی دنده نوميده چې دكيڼ اړخ رژيمونو كې دهدف پر ځای  دفرد دكردار بدلون ترسيموي،  ولوستله · داستان په ډېره ښه ژبه كښل شوی وو ۔كيسه هم په  زړه پورې وه ۔ دكركتر هدف دا نه وي چې جنايت وكړي · خو هدف داسې وي چې هغه اړ كيږي اوسړي ته يې د((سارتر دككړ لاسونه)) اودهوگو (دککړ لاسونو کرکتر )  داستان ذهن ته را وړي  ·  غونډه دشپې لس بجې شا وخوا پای ته ورسيده ·

پای ۔

8 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *