Categories

اعلان

Loading…

دا له نن څخه د پنځه څلوېښتو کلونو مخکې کیسه ده

احسان الله ارینزی

زما په ماما خیلو کې یو څوک و چې ملنګ نومېده چې پلرونه او نیکونه یې ټول بېسواده تېر شوي وو او دی هم په دې وژونکي ناروغۍ اخته و! ملنګ دومره بې علمه، بې کماله وزګاره او لټ سړی و چې په رښتیا  (ملنګ) شوی او د پیر صیب د دربار مرید و، توره پګړۍ، اوږده خیرنه ږیره، یو څو سره او شنه رومالونه، ژړ کچکول، څو ګوتمۍ، د بوډاګانو په شان لکڼه او یوه مسینه پنجه چې جګه به یې ګرځوله.

ملنګ به میاشت، دوه میاشتې وروسته کابل ته راته. څو ورځې به زموږ په کور کې استوګن و، پيرخانې ته به یې تګ راتګ کاوه. له هغه ځایه څخه به یې د لاهور چاپ سره او شنه تعویذونه ورسره واخستل او بېرته به د بېسواده، بې علمه، بې پوهې او ساده خلکو کلیو ته ستون شو چې د حاجت لرونکو حاجتونه د لاهوري تعویذونو په واسطه پوره کاندي خلکو ته د پیرخانې سلامونه ورسوي او د هغوی د کراماتو کیسې ورته وکړې!

 ملنګ به په چا باندې چوپ او پوف کاوه، تر چا به یې کرښې کاږلې، په چا به یې د خولې لاړې خوړلې، چا ته به یې تعویذونه ورکول، چا ته به یې د تور چرک او سپین پسه خبرې کولې او دا به یې ویل چې دې هیڅکله پیرخانې ته تش لاس نه ورځي او ستاسو د هوساینې او نیکمرغۍ له پاره ډېر زیار باسي.

د ملنګ ماما د تعویذونو بل کمال دا و چې د ټولو مخلوقاتو له پاره برابر شوي وو. هم به د ماشومانو په تندیو ځوړند وو او هم به د غواوو په ښکرونو نښتي وو چې ښې شيدې وکړي!

زما په یاد دی چې د ملنګ دیني معلومات د یوه لیرې کلي د کمکي جومات د چړي په شان یوازي شپږ مثقاله و؛ خو همدې عالیجناب به بېوزله خلکو ته د پټو او ښکاره ناروغیو تعویذونه ورکول او ډېر وخت به په (هو ((یا منهو) لګیا و او قلنګونه به یې ټولول!

یو وخت په کابل کې زموږ د یو ګاونډي د لور واده و. مشرانو پرېکړه کړې وه چې د ښځو توی به د ناوي په کور کې وي او نارینه وو ته به زموږ د کور په انګړ کې ډوډۍ ورکول کیږي چې لږ پراخه ځای و.

کله چې سل شپږ شلي میلمنو ډوډۍ وخوړه او بېرته تګ پیل شو، زموږ تنکیو زلمو جشن پیل شو. انګړ فرش او نقل پریمانه وو. مشران د ناوی په کور کې په خپلو کارونو بوخت او میدان موږ ته (شغالي) پاته و.

ملنګ ماما بختور سړی و. لکه چې د توی د پلو د وریجو بوی یې په دماغ لګېدلی و. مازدیګر مهال و چې راورسېد. لکڼه او مسینه پنجه او کچکول یې چېرته خوندي کړل، ماښام یې د دوه دریو کسانو په اندازه وریجې او غوښې  وخوړې، د خدای شکرونه یې ویستل او بیا په یوه ډډه وغزید.

هغه وخت چې میلمانه ټول لاړل او میدان تش شو موږ تنکیو زلمیانو په ملنګ ماما ټوکې پیل کړې.

ماما هم صرفه نه کوله او په کابلیانو، مکتبیانو، لشمکیانو او موږ ډمانو یې ملنډې وهلې!

خبره هغه وخت خړه شوه چې کوم چا د کچکول، تعویذ، ملنګۍ او کوف او چوف له سرو کرښو پښه واړوله. بم وچاود او په ملنګ ماما اور پورې شو. ډېر په غوسه او، کنځلې یې وکړې او بیا له انګړه ووت.

سهار ملنګ ماما زما پلار ته ویلي و چې ده وېره درلوده چې ستا په کور به پیرخانې، تعویذ او د ملنګانو ستر مقام ته د بې احترامۍ له امله (تندر) پرېوزي او دی به پکې لولپه شي!

په هر صورت پلار ملنګ دلاسا کړ او غایله غلې شوه. دا کیسه مې ځکه ولیکه چې په هغه وخت کې ملنګ وېره درلوده چې پیرخانې، پاکستاني تعویذونو او د یو بېسواده ملنګ دریځ ته د بې احترامۍ په وجه به له آسمانه تندر پریوځي او وچ او لانده یو ځای وسیزي؛ خو دا دی پنځه څلوېښت کاله وروسته په ډېرو سترو خبرو او پېښو تندر نه لویږي!

اوس چې ملا په جومات کې په کمکۍ نجلۍ پر له پسې تېری کوي!

 اوس چې پلار څو کاله په لور تېری کړی او اولاد لري!

اوس چې ټوپکیانو په دری کلنه نجلۍ تېری کړی!

 اوس چې وحشت دومره پراخه شوی چې دری ټوپکیان په دوه کلنه نیلوفر جنسي تېری کوي!

 اوس چې د جهاد د ستر نامه کاذب مدعیان، له اوږدو ږیرو سره، د هلکانو د زنګ او جامن ګډا په محفل کې تر ټولو پاس ناست وي!

 اوس چې حرامو د حلالو ځای نیولی!

اوس چې ډېرو حضراتو د خدای او رسول لار پريښې او په قومي، مذهبي او ژبني تعصب پسې روان دي!

 اوس چې په میلونونو جرېبه عامه ځمکه زورواکو غضب کړې!

 اوس چې پلار له هغه نجلۍ سره واده کوي چې زوی یې په رڼا ورځ ورسره زنا کوله!

 اوس چې د جهاد د وخت د کونډو او یتیمانو د لوږې او بېوزلتیا چیغې تر آسمانه رسېدلې!

اوس چې په ارګ کې د امریکا او ایران د ډالري بوجیو د شتون خبرې رښتیا شوې!

اوس چې ورور په خپله اووه کلنه خور جنسي تیری کوي!

اوس چې په لسګونه زره خلک وچه ډوډۍ نه لري؛ خو د سپیڅلو نومونو درواغجن مدعیان بلیونران شوي!

اوس چې د دفاع وزارت په یو قرار داد کې د سل ملیون ډالر غلا بربڼده شوې او پخوا هم د څلوېښت میلون ډالره فساد خبرونه خپاره شوي!

اوس چې د چور کلمې زموږ په فرهنګ کې ستر ځای موندلی!

اوس چې د پردیو جاسوسي افتخار ګڼل کیږي!

اوس چې فرخنده د ځناورو په لاس په رڼا ورځ، ارګ ته نژدې داړل کیږي!

اوس چې دین د دنیا د ګټو په وسله بدل شوی!

اوس چې ډېرې نارواوې، روا بلل کیږي!

اوس چې د انسانانو سرونه د بادرنګو په څیر پرې کیږي!

اوس چې د ستر قاضی کور، له قانون څخه د تیښتي په ځای بدل شوی!

اوس چې زموږ ګران هېواد د نړۍ لومړی درجه فاسد دولت لري!

اوس چې د ظلم او بي عدالتي راج چلیږي!

او اوس چې په دې وطن کې هر ډول ظلم، بې عدالتي، غلا، غلط کارونه، قتل، تیری، رشوت، اداري او اخلاقي فساد، د زور او زر د خاوندانو په ورځنیو کارونو بدل شوي!

له آسمانه تندر نه پرېوځي!

 او که رښتیا فکر وکړو، د ملنګ خبره سمه وه، دا دری نیمې لسیزې کیږي چې دا تندر پرتوتی؛ خو موږ ځانونه پرې نه پوهوو!!

55 total views, 1 views today

2 comments

  1. Mohammed Rohani Reply

    Two disasters are punishing our great nation, lack of education and dis-unity ! Prominent Afghan scholars and educators such as Ustad Ehsanullah Aryanzai should come together from all around
    the world and create a rescue foundation. This movement should start right now, not tomorrow.
    Thanks. Mohammed Rohani. Virginia USA

  2. خالده خالد Reply

    ارینزی صاحبه! خبره له تندر تیره ده خوټول په ګنجو مست دي په دردئې نه پوهیږي۰
    دمځکې دزړه درزا (ولکان)۰

    !ناڅاپه یوه شیبه کې
    هغه شیبه چه مځکه کړي خوله کړي خلاصه او را تو کړي ایرې خاورې،او پټ کړي دلمر مخ اوشین آسمان تورو ایرو کې .
    نا څاپه یو ناڅاپه!۰
    بیا وښوروي ځان او راوباسي سور اورله خپلې ګیډې،را واروي هرې خواته سرې سرې شګې لکه اورونه ـ شیبه کې یوناڅاپه دغه وخت چه پیل شي احساس دډار او تیښتې په هر زړه کې .
    ښوه ایږې دهر چا زړه لکه یو زړه د بورې مور یا خو زړه د کونډې پیغلې یا که زړه د وررې خور چه ئې پروت مخکې په وینوسور لړئ تنکی ځوان وي!۰
    نا څاپه یوه شیبه کې چه راووځي دهر چا سترګېلکه ـ سترګې دماشوم چه ترینه ورکه ئې ابۍ وي یا خو هغه یاغي آس چه دئ ورک شوی له ګلې او وي په منډو دښتو غروکې!۰۰۰
    نو دغه وخت دی چه راوري سړې اوښکې دآسمان له لوري، نا څا په جوړې شي ایرونه سرې سکروټې د اور ـ او لکه تور کاڼي درنجو ـ چه راوریږي بیا دمځکې په لور ۰
    مځکې نه جوړه شي یوه خونه تیاره چه نه ئېوراو نه کړکۍ لیده شي .ساوې بنـدیږي هلې ځلې وي د تیښتې په لور . اورونه بل لکه ډیـوې دتورو تیلو غوړو.مځکه ده ډکه دغضب داوره او دغه وخت دی چه دا ـ دخپل ډک شوي زړه اورونه دښو او بدو په مخو توکوي . په یوه شیبه کې چه شي مځکه لکه
    یو کاڼ دسکارو. نوي اثر نه له انسان ،نه له حیوان او نه له بوټونه نور

    اِذَازُلْزِلَتِ الْاَرْضُ زِلْزَالَهَا *** وَاَخْرَجَتِ الْاَرْضُ اَثْقَالَهَ
    کړه رایاده هغه ورځ چه توره مځکـه *** کړي خوله خلاصه تانه لاره شي نو ورکه
    سر ومال دپه خطر کـېوي کم بختــه * * * مــځـکه چـوي او ډوبیـږي په ستـا تـختـه
    څه ناوختـه به توبـې توبـې وباسـې *** ځـــان بــه څــرنـګه لـه اوره راوبــاســې
    ته جوړ شـوی یو ذره خاورو ایرونه *** اوس دزړه نه شکیـږي ژوند اوله کورونه
    مور او زوی حرام خوړل کوي ترکلــه *** حسابونه به لوی رب درسه کوي په خپله تله

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *