Categories

اعلان

Loading…

د لشکرګاه په جومات کې د طالبانو په برید کې ۷ تنه وژل شوي او ۷ ټپیان دي

تاند- وسله والو سختدریځو نن د هلمند ولایت په مرکز لشکرګاه ښار کې پر جامع جومات او د ولایت پر مقام په حمله کې اووه تنه ووژل.

د وروستیو راپورونو له مخې په دې برید کې ۳ پولیس او ۴ ملکیان وژل شوي دي.

په لشکر ګاه کې د روغتون یوه ډاکتر غلام جیلاني وویل چې روغتون ته ۷ ټپیان وروړل شوي چې ۵ یې پولیس او ۲ ملکیان دي.

طالبانو د دې حملې مسوولیت په غاړه واخیست. د طالبانو یوه ویندوی قاري یوسف احمدي وویل چې طالبانو په دې برید کې ۱۵ دولتي مامورین او پولیس وژلي دي.

په لومړنیو راپورونو کې ویل شوي چې حمله کوونکو په لومړي ګام کې د هلمند د دیني علماوو د شورا ريیس مولوي خدای نظر او د سیمه ییزو پولیسو یو مدیر وژلي دي.

د حملې په مهال په جومات کې د دیني عالمانو غونډه روانه وه.

طالبانو له جومات څخه د هلمند د والي د دفتر پر لور ډزې وکړې چې جومات ته نژدې دی.

چارواکي وايي چې په جومات کې غونډه روانه وه چې دوه وسله وال طالبان ورننوتل.

دواړه حمله کوونکي د پولیسو په ډزو ووزل شول

دا حمله چې تر غرمې مخکې په شاوخوا لس نیمې بجې بیل شوې وه ، ماسپښین په یوه نیمه بجه د دواړو ترهګرو په وژلو پای ته ورسېده.

چارواکي وايي چې دواړه ترهګر، چې انتحاري واسکټونه یې هم اغوستي ول، د پولیسو په یونیفورم کې جومات ته ننوتي ول.

دواړه حمله کوونکي د پولیسو له لوري ووژل شول.

60 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *