Categories

اعلان

Loading…

وسله والو په کراچۍ کې پر یوه بس په حمله کې ۴۳ تنه ووژل

تاند- د پاکستان پولیس وايي چې د سند ایالت په مرکز د کراچۍ په لوی بندري ښار کې پر یوه بس په حمله کې لږترلږه ۴۳ تنه وژل شوي دي.

په بس کې د اسماعلیه فرقې شاوخوا شپېته تنه سپاره ول چې د نامعلومو وسله والو له لوري پرې برید وشو. په دې برید کې شل تنه ژوبل شوي چې د ځینو حال نازک ښودل کېږي.

د کراچۍ د پولیسو  مشر غلام حیدر جمالي وویل، د برید په وجه، چې نن سهار د کراچۍ ښار د صفورا چورنګي په سیمه وشو، ۴۳ مړي او ۱۳ ټپیان روغتون ته وړل شوي دي.

په وژل شویو کې ۲۷ نارینه او ۱۶ ښځې دي.

له حملې وروسته د بس چلوونکی، چې په خپله هم ټپي شوی، په زخمي حالت کې بس تر روغتونه ورساوه.

د پولیسو په وینا شپږ تنه موټرسایکل سپرو تر بس راچاپېره شول او بیا یې پر سپرلیو ډزې پیل کړې.

ویل شوي چې د بس اکثره سپرلي ښځې او ماشومان دي.

حمله کوونکي له بریده وروسته په ډاډه زړه د پېښې له ځایه تللي دي.

په پاکستان کې عموماً د مذهبي اقلیتونو پر پیروانو بریدونه کېږي. د دغه هیواد ځیني شنونکي د پاکستان د دولت پر پالیسي اعتراض کوي، وايي چې دولت، په تېره بیا پوځ او استخبارات له هند سره د دښمنۍ د پاللو لپاره په مدرسو کې سختدریځي تولیدوي څو له یوې خوا د هند په وړاندې د پاکستان بقا تضمین کړي او له بلې خوا په هندي کشمیر، افغانستان او نورو هیوادونو کې له هغو څخه د نیابتي جګړې لپاره کار واخلي.

د دوی په وینا د پاکستان دې پالیسي اوس معکوسه نتیجه ورکړې ځکه چې سختدریځي د خپل او بل په فرق نه پوهېږي.

276 total views, no views today

2 comments

  1. ع.موسی زی Reply

    پاکستانیانو ته یواځې څو کرښې لیکم چې : کر د ګلو وکړه،چې سيمه دې ګلزار شي
    اغزي مه کره،په پښو کې به دې خار شي
    ته چې بل په غشو ولې،هسې پوه شه
    چې همدا غشى به ستا په لور ګوزار شي

  2. hassan Reply

    متاسفانه دا د پاکستان د جوړښت او بقا منشور ده چی د مسلمان په نوم به مسلمانان یو بل سره وژنی . د پاکستان خلک شاید دومره پدی جنایتونو کی لاس ونه لری خود هغه هیواد دولت او استخبارات تل هڅه کوی چی په هیواد کی دننه او یا د خپلو ګاونډیو پرضد وسله وال وروزی او انسانان ووژنی . د پاکستان پوځ وروسته له دی چی له هند سره د بنګلدیش په جګړه کی ماته وخوړه په سادیزم مرض اخته شوی دی او د خپلو اعصابو د آرامولو لپاره هره ورځ د بیګناه انسانانو وینی په یو او بل نوم تویوی.
    سادیزم یوه روانی ناروغی دی چی معمولا دا مریضان د انسان له وژلو خوند اخلی .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2