Categories

اعلان

Loading…

د ناپښتني سيمو په ښوونځيو کې د پښتو ژبې پرمخيون پر وړاندې ننگونې

شاه محمود کډوال

 پښتو ژبه د هېواد د ملي ژبې په توگه، د تاريخ په په بهير کې له گڼو ننگونو سره مخ وه، چې د بېلابېلو لاملونو څېړل يې خورا ډېرې پاڼې تورولى شي، خو دا سکالو د افغان ملي تاريخ له يوه نوي پړاوه ترکتنې لاندې نيسو، هغه هم د هېواد په يوه برخه کې.

له هغې ورځې چې په هېواد کې د نړېوالې ټولنې په مرسته، وگړواک واکمنيز غونډال رامنځته شو، په بېلابيلو برخو کې غوره او اغېزناک بدلونونه رامخته شول، چې د افغان ولس غوښتنې يې تريوه برېده ځواب کړلې ؛ د پوهنې، اقتصاد او پوځي ډگرونو بيارغونه او سمون يې د يادولو وړ دي.

که څه هم وړاندې يادې شوې ملي ژبې نه موخه دا ده، چې ژبه د يوې ټولنې او واکمنۍ په ټولو برخو کې وکارول شي او کارورته وشي، خو زه بياهم دا ويېنه د ښوونځيو په بريد کې راټوله ساتم.

درانه لوستونکي پوهېږي چې ښوونځي هغه ښوونيز، روزنيز او زده کړه ييز منځي دي، چې د هېواد کوچنيان پکې د ښې راتلونکې، خپلو وگړو او هېواد ته د چوپړ په موخه روزل کېږي، چې دا موخه هم د بېلابېلو لاملونو له کبله په سمه توگه ترلاسه شوې نه ده. ښوونځي چې د مور له غېږې راوروسته خورا بنسټيز او بشپړ روزنيز منځي دي، په کار ده د هېواد وگړي او واکمن ورته ژوره پاملرنه وکړي.

زه چې د هېواد په شمال کې اوسم او ددغې سيمې په ژوندانه او ورځنيو چارو څه نا څه پوه يم، په ښوونځيو کې د پښتو ژبې پرمخيون پر وړاندې ننگونې داسې رالنډوم:

لومړى _ په ښوونځيو کې د پښتو ژبې د څانگوالو او مسلکي ښوونکو نه شتون:

پورتنۍ ستونزه يوه ډېره ستره هغه ده، چې ښوونځي او زده کوونکي ورسره لاس او گرېوان دي. ډېرى ښوونکي هغوى دي، چې مورنۍ ژبه يې پښتو او د ځينو خو لا پښتو هم نه ده، خو څانگيزه پوهه يې په يوه بله څانگه کې ترلاسه کړې ده. دا ډول ښوونکي هېڅکله هم د پښتو ژبې ښوونيز بهير په وړه، غوره او گټوره توگه پرمخ بيولى نه شي. دوى د خپلې ناپوهۍ له لامله، پښتو ژبې ته گڼ زيانونه رسوي، ډېر مسايل چې پرې نه پوهېږي گونگ پرېږدي. په ناپښتني چاپيريال کې د استوگنې په ترڅ کې يې پښتو ذهني وييپانگه هم نيمگړې او ډېر پښتو ژوندي وييونه په مړو شمېري. له نورو سيمه ييزو ژبو سره د پښتو ژبې د پرتلې پروخت پښتو يوه نيمگړې هغه بولي.

دا چې په دې سيمو کې ډېر ناپښتانه وگړي استوگن دي او څرگنده ده چې په ښوونځيو کې هم ناپښتانه زده کوونکي دي، خو بياهم ډېري زده کوونکي د بېلابېلو لاملونو له مخې خوښوي چې پښتو ژبه زده کړي او ويې وايي. هغه ناڅانگوال ښوونکي چې وړاندې ترې يادونه وشوه، نه يوازې داچې د ناپښتنو زده کوونکو غوښتنې پوره کولاى نه شي، بلکې د پښتنو هغو هم پوره کولاى نه شي. زه د سکالو د روښانتيا لپاره يوه بېلگه راوړم، هغه داسې چې په يوه ښوونځي کې يوه زده کوونکي له ښوونکي پوښتلي وو، چې ( چهارمغز) ته په پښتوژبه کې څه وايي؟ ښاغلي ښوونکي ورته ويلي وو، چې (څلورمغز). د پښتو ښوونکو ناپوهاوى، که له يوې خوا زده کوونکو ته زيان رسوي، له بلې خوا د هېواد راتلونکې ته سترگواښ پېښوي. ددې ترڅنگ پښتو ژبه هم سپکوي او زده کوونکي يې زده کولو ته پام نه کوي . له بده مرغه چې اوس په ډېرو ښوونځيو کې پښتو ژبه د سپورت مضمون سره انډول او کله يې ارزښت له هغې هم رالوېږي.

دويم _ د ښوونيزو چارو د سمبالوونکو نه پاملرنه :

بله ستونزه چې پښتو ژبه ننگوي، په ښوونځيو کې د پښتو ښوونکو نه گمارل دي. په ښوونځيو کې د ښوونکو گمارنه د کومې کره غوښتنې او اړتيا پربنسټ نه، بلکې د بېلابېلو لاملونو له مخې څوکۍ ډکې شوې دي. په هغه څانگه کې چې اړتيا ورته نشته، ډېر ښوونکي گمارل شوي. پروړاندې يې هغه څانگه چې د ښوونکو له کمښت يا نه شتون سره مخ ده، د څانگوالو ښوونکو د گمارنې په برخه کې يې پاملرنه شوې نه ده او لا هم روانه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې سيمو کې د پوهنې وزارت له خوا ښوونکو ته ورکړل شوې څوکۍ هم نږدې ډکې دي.

يوه څرگندونه چې يادول يې اړين بولم دا ده، چې په هېواد کې د وگړواکې واکمنۍ له رامنځته کېدو راپدېخوا د هېواد د نورو سيمو په څېر په شمال کې هم د پوهنې او لوړو زده کړو وزارت پورې تړليو، ځينو ښوونيزو او روزنيزو موسسو کې د پښتو ژبې او ادب څانگې کار کوي ، چې د پښتو ښوونکو د کمښت او نه شتون ستونزه يې څه نا څه بشپړه کړې ده، خو په وړ او اړمن ځاى کې د ښوونکو نه گمارنه د پښتو ژبې پرمخيون پروړاندې ستونزې جوړوي. ددې ترځنگ يوشمير هغه ښوونکي چې له پښتو څانگو فارغ شوي، خو په ښوونځيو کې د نورو مضمونونو په ښوونه بوخت دي، په کار ده پخپله ځانگړې څانگه کې ښوونه وکړي، د ښوونيز چارو سمبالوونکو ته ښايي په دې برخه کې پام وکړي.

درېيم _ د ښوونيز غونډال نيمگړتياوې:

د پورتنيو ننگونو ترڅنگ بله هغه يې د ښوونيز او زده کړه ييز غونډال نيمگړتياوې دي چې سمون غواړي. د ناپښتنو کوچنيو او لويو زده کوونکو لپاره، د داسې کتابونو چمتو کول چې د هغوى له غوښتنو سره سم، له يوې خوا د افغاني او پښتنې ټولنې ښکارندوى او له بلې خوا غوره او گټوره زده کړه ييزه بڼه ولري. که څه هم دا سکالو اوس څه نا څه په پام کې نيول شوى دى، خو ژور پام ته اړتيا لري. ددې ترڅنگ، ښوونکي په هغو لارو چارو پوهول، چې وکولاى شي په ښه او اغېزناکه توگه زده کوونکو ته ژبه ور زده کړاى شي. د ژبې د اغېزناکې ښوونې او زده کړې لپاره د مرستندويه توکو چمتو کول، همدارنگه د ښوونځيو کتابتونونه په اړمنو پوهنيزو پښتو اثارو سمبالول ، چې وکولاى شي د پښتو ژبې پرمخيون لا گړندى کړي.

په پايله کې بايد ووايم، چې په ناپښتني په ځانگړې توگه شمالي سيمو کې د پښتو ژبې پرمخيون ته پاملرنه، به ددې لامل شي، چې د هېواد گڼې ټولنيزې ستونزې له منځه لاړې شي او د ملي يووالي لړۍ به پياوړې او اغيزمنه کړي. گڼ شمير هغه ناپښتانه زده کوونکي چې له پښتو ژبزده کړې سره مينه او لېوالتيا ښيي او ددې موخې د ترلاسي لپاره هڅې کوي

د هغوى پوښتنې او غوښتنې به ځواب شي.

4 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *