Categories

اعلان

Loading…

د سیمه ییزو اورګانونو اداره د بسپنې صندوق جوړوي

تاند- د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې لوی رییس جیلاني پوپل، د سه شنبه پر ورځ و ویل چې د سیمه ییزې حکومتولۍ د پلانونو د ملاتړ او د نړېوالې ټولنې د بسپنې د جذب په منظور د یوه وجهي صندوق پر جوړولو کار کوي.

د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې د ولایتي شوراګانو د چارو د همغږۍ د عمومي ریاست له لوري د افغانستان د دوولسو ولایتونو د ولایتي شوراګانو استازي د دوه ورځني روزنیز ورکشاپ لپاره کابل ته رابلل شوي وو. په دې ورکشاپ کې د شوراګانو استازو ته، د دوی د ندو او چارو سره اړوندې پالیسۍ او قوانین تشریح شول.

د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې له یوې خبرپاڼې سره سم، ښاغلي پوپل زیاته کړه، په دې وجهي صندوق کې به، د سیمه ییزې حکومتولۍ د ملاتړ لپاره د نړېوالې ټولنې تخصیص شوې بسپنې راټولېږي او د سیمه ییزې حکومتولۍ د لومړیتوبونو او پروګرامونو په تطبیق کې به استفاده ترې کېږي.

ده چې د دوولسو ولایتونو د ولایتي شوراګانو له استازو سره په یوه غونډه کې خبرې کولې، وویل: « موږ د سیمه ییزو ادارو د پالیسۍ له لرلید سره سم، پر متوازن سیمه ییز انکشاف او د نړېوالې ټولنې د مرستو پر شفاف لګښت باور لرو. دا کار هله کېدلای شي، چې د نړېوالې ټولنې مرستې د سیمه ییزې حکومتولۍ د لومړیتوبونو او پروګرامونو پر اساس ولګېږي.»

ښاغلي پوپل روانه اوونۍ د سیمه ییزو او رګانونو د خپلواکې ادارې د ريیس په توګه په کار پیل وکړ. پخوا خالق فراهي د دې ادارې مشري کوله.

 د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې د لوی رییس په وینا، په دې وجهي صندوق کې د راټولېدونکې مرستې له لګښت څخه،  د افغان دولت او نړېوالې ټولنې د دوه اړخیز نظارت لپاره به ځانګړی میکانیزم رامنځته کېږي.

5 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *