Categories

اعلان

Loading…

افغانستان او پاکستان موافقه وکړه چې د سولې لپاره به په ګډه کار کوي

تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د پاکستان صدراعظم محمد نوازشریف نن په کابل کې ګډې خبرې غونډې ته وویل چې دواړه هیوادونه په سیمه کې د سولې د ټینګېدو لپاره کار کوي.

ولسمشر غني وویل:« جګړه پر دواړو هیوادونو تپل شوې اودوړو هیوادونو ته پکار ده چې په ګډه سوله راولي. د پاکستان دښمنان د افغانستان دښمنان هم دي.»

ولسمشر دا خبره رد کړه چې ګنې هغوی چې پاکستان ورانوي بد طالبان دي او هغوی چې افغانستان ورانوي ښه طالبان دي.

ده دا هم وویل چې افغانستان او پاکستان په منځنۍ اسیا کې کلیدي موقعیت لري.

د پاکستان صدراعظم نوازشریف وویل، ده او ښاغلي غني نن موافقه وکړه چې په افغانستان او پاکستان کې سوله د دواړو هیوادونو په ګټه ده.

شریف ولسمشر غني ته ډاد ورکړ چې د افغانستان هیڅ دښمن د پاکستان دوست کېدای نه شي.

ده زیاته کړه چې دواړو خواوو موافقه وکړه چې د یو بل په کورنیو چارو کې به لاسوهنه نه کوي.

نوازشریف دا هم وویل چې د سیمې د یووالي او نژدې کېدا لپاره به د هرراز اقدام ملاتړ وکړي.

دا له صدراعظم کېدو وروسته افغانستان ته د نوازشریف دوهم سفر دی. لومړی سفر یې د ۲۰۱۳ کال د نوومبر په پای کې کړی و چې حامد کرزی د افغانستان ولسمشر و.

69 total views, 4 views today

4 comments

  1. Fahim Reply

    دا عقل عالم هم له دنيا خبر ندي. ديرش کاله شو چې هره ورځ موافقې دي او نتيجه يې هم معلومه نده.

  2. shakir Reply

    دا ټول دروغ دی چی نواز شریف وای چی په ګده به کار کوو. پاکستان په همدغه دروغو تر اوسه پوری د افغانستان حکومتونه عولولی دی او عولوی یی.پاکستان تر اوسه داسی کار نه دی کړی چی د افغانستان د خلکو باور پری وشی ، . د افغانستان حکومت لپاره پکار ده چی د پاکستان په دروغو او چل ځان ختا نه باسی . حکومت ته پکار ده چی د پاکستان پر وړاندی روڼ سیاست غوره کړی .نور د ځان نه عولوی

  3. Basir Reply

    آفغانستان دي بياهم محتاطه واوسي ځکه پاکستان دآفغانستان په باره کي خپله نظامي ستراتيژې لرۍ دوئ تر موږ ډير ډيپلوماټان دي دخپلو اهدافو دتر سره کولو په خاطر دهرې وسيلې څخه کار آخلې.په روسې کې متل دۍ باور وکړه باوروکړه هګر امتحانوه ئې .مننه

  4. وردک Reply

    بیا هم یوه تکراری خبره چی پدی وار یی شاید شمیر تر سلم جل هم اوشتی وی خو گـته او پری د عمل فیصدی یی صفر.
    که زه د افغان چارواکو پرجای وای نه می دوی پریشودل چی دلته په راتگ جان په عضاب کری او نه هم زه پخپله ورتلم. دصلحی په اره خو می بیخی خبری نه ورسره کولی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *