Categories

اعلان

Loading…

د پاکستان له صدراعظم سره د دغه هیواد لوی درستیز هم کابل ته راځي

تاند- د پاکستان صدراعظم محمد نوازشریف نن کابل ته د دغه هیواد له لوی درستیز جنرال راحیل شریف سره په داسي حال کې راځي چې د سولې خبرو ته د طالبانو د حاضرولو په باب د پاکستان د پوځي مشرانو له ژمنې سره سره طالبانو په افغانستان کې خونړۍ حملې تېزې کړي دي.

پاکستاني ورځپاڼې وايي چې د نوازشریف په مشرۍ پاکستاني پلاوی به د افغانستان په سفر کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره په خبرو کې د سیمې پر حالاتو په ځانګړي ډول د سولې خبرو ته د سختدریځو پر حاضرولو تمرکز وکړي.

دا کابل ته د پاکستان د صدراعظم محمد نوازشریف دوهم سفر دی خو دا به یې لومړی ځل وي چې په کابل کې د افغانستان د ملي یووالي د حکومت له مشر سره ویني.

نوازشریف پرون د افغانستان د سفر په اړه یوه مهمه غونډه وربللې وه چې د دغه هیواد د پوځ او استخباراتو د مشرانو په شمول بېلابېلو چارواکو پکې ګډون وکړ.

نوازشریف به غرمنۍ د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره وخوري او د افغانستان له اجرايي ريیس عبدالله عبدالله سره به هم جلا وویني.

دغه راز ټاکل شوې ده چې پاکستانی پلاوی له بېلابېلو افغان چارواکو سره خبرې وکړي.

پاکستاني رسنۍ وايي چې له افغانستان سره خورا نژدې اړیکې او همکارۍ د پاکستان د بهرنۍ پالیسۍ لومړیتوب دی.

نوازشریف په داسي وخت کې افغانستان ته راځي چې د دوو هیوادونو اړیکې په تېرو ۱۳ کلونو کې تر بل هروخت ښې دي.

ولسمشرغني ډېره هڅه وکړه چې پاکستان په افغانستان کې له نیابتي جګړې لاس اخیستلو ته وهڅوي. ده نه یوازې د چین او سعودي عربستان له لارې د افغانستان د ورانوونکې جګړې بس کولو ته پاکستان تشویق کړ بلکې اسلام اباد ته په سفر کې یې پاکستان ته د دوستۍ او په سیمه کې د امن راوستلو لپاره له خپل لوري ډاډ ورکړ.

افغانستان ته د پاکستان د صدراعظم نوازشریف د سفر په درشل کې پرون پاکستاني چارواکو ادعا وکړه چې د افغانستان له خوا د هاوان په ویشتل شویو مرمیو یو قبایلي ووژل شو.

د باجوړ ایجنسۍ په مرکز ښار کې د پاکستان د مرکزي حکومت استازي وویل چې نه پوهېږي چې د هاوان دا مرمۍ کومې سختدریځې ډلې ویشتلي دي.

10 total views, 1 views today

1 comment

  1. S. Kaliwal Reply

    زه پخ دی نظر یم چی هر هیواد او هر دولت مکلفیت لری چی د نورو هیوادونو او ولسونو سره دسالمو اړیکو لرلو ته هم د قدر په سترګه وګوری او هم ورته درناوی وکړی. خو له بده مرغه پاکستان له هغی ورځی را په دی خوا چی جوړ شوی بیا تر ننه پوری د افغان دولت او افغانانو سره نه سالمی اړیکی لرلی او نه یی په راتلونکی کی د سالمو او دوستانه اړیکو لرلو ته په فوجیدکتورینو کو څای لیدل کیږی. زه فکر کوم چی د نواز شریف په مشری د پاکستان دا لوړ رتبه دولتی پلاوی چی کابل ته راڅی هدف دادی چی افغان دولت دی ته را وبولی چی په وسله والو مخالیفینو باندی د افغان ملی پوځ په مرګونو ګذارونو کی کموالی را ولی او که افغان دو لت دا وړاندیز ونه منی نو د پاکستان دولت دی ته امادګی لری چی د افغانستان په سینه د ډیورنډ یوه بله لیکه را کش کړی او که داسی نه وی نو بیا ولی د افغان ولسمشر اشرف غنی سره په جلا توګه او د اجرایه ریس غبدالله سره په جلا جلا توګه د لیدنی پرګرام لری؟ ولی دواړو مشرانو او نو رو وتلو افغان سیاستوالو سره یوڅای نه ګوری او ځپل دریڅ د ټولو افغانانو سره په د یوه مقتدر قوت په توکه نه شریکوی ؟ همیشه پټی خبری کوی او څرګنده لاسوهنه او د افغانسان د خرابی او تباهی د پاره نوی پلانونه جوړوی او عملی کوی یی .
    په خبره د هغه باور ونه کړی ــــــ چی دی غل وی د حیا او د عزت

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *