Categories

اعلان

Loading…

ننى مخاطب او ټوليزې رسنۍ/ ګل رحمن رحماني

   تاسې ليکوال ياست، يوه ډله لوستونکي مو ليکنه لولي، تاسې بايد ديوه ليکوال په توګه خپلو لوستونکو ته معلومات ورکړئ، خو دا معلومات بايد د هغوى علمي سويې، اړتياوو او توقعاتو ته په پام سره چمتو شي.

همدا کس( لوستونکى) چې ستاسې مخاطب دى، امکان لري ښوونکى، ستاسې ټولګيوال، د پوهنتون استاد، عادي لوستونکى يا بل هر کس وي، خو تاسې چې څه ليکئ بايد وړاندې له وړاندې يې معلوم کړى چې چاته يې ليکى؟ دا څرګندونې ستاسې په ذهن کې د مخاطب پېژندنې او تصوير لپاره لومړنۍ ساده هڅه وه.

مخاطب هغه شخص ته ويل کېږي چې خطاب ورته کېږي، يا په بل عبارت، په يوه دوه اړخيزه اړيکه کې هغه شخص يا اشخاص چې خبرې ورته کېږي، مخاطب ورته وايي، خبرې کوونکى (خطيب) متکلم دى او هغوى چې حضور نه لري غايب ورته ويل کېږي.

مخاطب هر هغه کس دى چې بې وسيلې يا وسيله لرونکى پيغام تر لاسه کوي، ياني هغه کسان او ډلې چې د ټولنيزو اړيکو له لارې له يوه فرد سره د ليک، ټيليفون او ټوليزو ياني اوسنيو مډرنو رسنيو له لارې په اړيکه کې وي او پيغام تر لاسه کوي، مخاطب ورته وايي.

لکه وړاندې مو چې يادونه وکړه، د هنر، خبر يا پيغام رسولو او تبليغاتو په برخه کې تر ټولو مهمه خبره داده چې مخاطب وپېژندل شي، که چېرته دا معلومات او تبليغات يا بل هر پيغام د غوره روشونو او وسيلو له لارې په پراخه کچه خپاره شي، خو خپل مخاطب ونه پېژني، نو د بريا او موخې ته د رسېدو چانس يې ډېر کم دى.

د ژبې او ګرامر پوهان په عمومي توګه مخاطب په دوو ډولونو وېشي:

١-عام مخاطب

٢-خاص مخاطب

په عامه ذهنيت کې مخاطب ته د يوې سترې کتلې په سترګه کتل کېږي او د ټولنې اوسېدونکي مخاطب ته د ټولنې د ټولو قشرونو په سترګه ګوري، چې دا تفکر د يوه ګروپ يا سازمان د موخو د بيان په برخه کې علمي او معقول نه دى.

د مخاطب د کلي ځانګړتياوو په برخه کې د مخاطب نسبي والى، مستمر والى او پيلتوب د يادونې وړ دي، ځکه چې په لومړۍ ځانګړتيا کې مخاطب پېژندنه ثابته نه ده، په دويمه کې مخاطب پېژندنه مقطعي نه ده او په درېيمه کې ويلى شو چې يو مخاطب له نورو مخاطبانو سره هم تړلى دى.

ددې درېيو واړو ځانګړتياوو بل لامل د مخاطب وجودي پېچلتيا ده او بله دا چې هر ارتباطي فعاليت له مخاطب څخه ځانګړې پېژندګلوي غواړي ياني د زمان تابع دى.

نو ځکه خو د مخاطبينو د وجودي پېچليتا په سبب نه شو کولى چې له هغه څخه سمه او رښتيني پېژندګلوي وړاندې کړو، په دې چې مفهوم يې ثابت نه دى، مخاطب پېژندنه نه پرې کېږي، دوامداره کار دى، ښه خطيب هغه دى چې په رسنۍ د ننه او بهر ټول مخاطبان تر خپل اغېز لاندې راولي.

د مخاطب د عمومي پېژندنې په برخه کې کولى شو چې مخاطب په څلورو برخو ووېشو:

  • منفعل مخاطب: د ټوليزو رسنيو مخاطب ته ويل کېږي چې په اړيکو کې يوه سويه لري چې کولى شو د وينا، ټلويزيون، کنسرټ او کتاب يا نورو مخاطبينو مثال ورکړو.
  • ټاکونکى مخاطب: دا مخاطب هغه مهال رامنځته کېږي چې افراد وکولى شي، هر وخت يې چې زړه وغواړي يا هر څه يې چې خوښ کړي وي، له وړاندې شوو منځپانګو يا يوې مرکزي سرچينې څخه يې وټاکي.                                                                                                   دا مخاطب په حقيقي توګه يواځې د هغه رسنيو په اړه مصداق ګرځي چې اصلي موخه يې تر زياتې اندازې کاروونکو ته د ټاکنې د واک لېږدول وي. له رسنۍ څخه د فرد د ګټې اخيستنې دا ډول د يوې رسنيزې سرچينې له خوا پر مخاطبانو پورې د محدوديت اړوندېدل ازادوي او په دې توګه د پخواني يا خطابي مفهوم له اړخه مخاطب له منځه وړي.
  • فعال مخاطب: لارښوونه هم د اخيستونکي او هم د استونکي په لاس کې ده. د رسنيزو مخاطبينو منل شوم مفهم تت کېږ ي او افراد کولى شي چې د يوه ارتباطى تعامل له لارې په فعاله توګه له يوې بل سره اړوند شي، د مشارکت او تعامل له لارې سره نږدې شي، دلته د مخاطب يو نوى ډول رامنځته کېږي چې د استوونکي او اخيستونکي رول په کې د تفکيک وړ نه دى.
  • څو اړخيز مخاطب: د يو شمېر داسې يو ځاى شوو کسانو ټولګه ده چې د يوې ځانګړې خطابې يا مشورې لپاره د يوې ارتباطي شبکې له امکاناتو کار اخلي او د يوه مرکز تر څارنه لاندې وي.
  •     دلته د استفادې په ډول يا پر هغه منځپانګه چې کار ترې اخيستل کېږي، څارنه کېږي او ثبتېږي. د نظر پوښتنو يا ټولپوښتنو روش چې د رسنيو د کاروونکو يا يوه مرکز له خوا ټولېږي، ددې ډول مخاطب بېلګه ده.

      په ١٩٢٠ لسيزه کې د راډيويي خپرونو لومړيو پړاوونو د راډيو چلوونکي او وياندويان د خپل مخاطب له اړخه له پوښتنو سره مخ کړل چې دې کار د رسنيزو مخاطبينو په تاريخ کې يوه نوې پاڼه واړوله، ځکه چې د راډيو اورېدونکى د خطيب د وينا اورېدونکى او يا د کتاب او اخبار لوستونکى نه وو.

   دا ټکنالوژيک پرمختګ ددې سبب شو چې د مخاطبانو نوې بڼې رامنځته شي، راډيويي خپرونې په پيل کې يو صنعت و، خو وروسته د اړيکو پر يوه مکان بدل شو، په همدې ډول د ټلويزيوني خپرونو او سينما پيل د کتابونو او ورځپاڼو مخاطب تر سيوري لاندې راووست او د مخاطب نورو اړخونو او ځانګړتياوو ته يې پاملرنه اړينه کړه.

   نن د معلوماتي ټکنالوژۍ او ډله ييز رسنيو په پراخېدو سره د رسنيو لپاره هم جغرافيوي، فرهنګي او سياسي پولې ماتې شوې، ورځ تر ورځې د پراخېدو په حال کې دي چې دې کار د معاصر انسان هويت هم تر اغېز لاندې راوستى دى.

   دې رسنيو انسان ته بيخي رسنيز شخصيت ور په برخه کړى، ځکه رسنۍ ورته د پراخه معلوماتو، ارزښتونو، پيغامونو، مذهبي او معنوي افکارو او نورو… په برخه کې پراخه معلومات لېږدوي او ددې ټولو محور او مخاطب انسان دى.

     په دې کې هم شک نشته چې رسنيو له بېلابېلو لارو يو له بل سره سخت رقابت لري، څو په خپلو مخاطبانو کې پراخه حضور ولري، دا موضوع کله کله دومره پراخه شي چې کولى شو د رسنيزې جګړې نوم ورکړو.

     دلته مهمه خبره د مخاطب سمه پېژندنه ده، څوک دى، څنګه دى، چېرته دى، ولې له موږ سره پاتې شي، د هغه شته اړتياوې درک کول هم مهم دي او بله د پام وړ خبره په داسې يوه رسنيزه جګړه کې د مخاطب د راتلونکي مفهوم دى.

     د وخت په اوږدو کې ټولنيز او ټکنالوژيک بدلونه ددې سبب شوي چې د رسنيز مخاطب طبيعت هم د هغوى د اندازې او کچې له مخې په بنسټيزه توګه بدل کړي، د مخالب د لومړنۍ ټولنېزې پېژندنې موضوع د فلم او سينما نه را پيل شوه چې د منځپانګې د وېش نوې بڼه يې رامنځته کړه.

   سينما لومړنۍ جمعي (ډله ييز) مخاطب رامنځته کړ، ځکه په يوه بڼه يې د ګڼو او پراخه پيغامونو د تر لاسه کولو امکان مساعد کړ، دا مخاطبين په ورته وخت کې يو له بل سره په اړيکه کې و او تر منځ يې د تعامل امکان و.

   اوسمهال د ګڼو او په بشپړه توګه د نا متمرکزه شبکو د واک په شرايطو کې د مخاطب سنتي يا دوديز مفهوم په بشپړه توګه له منځه تللى او په يوه بې نومه نوم نومول شول دى، په داسې شرايطو کې د مخاطب ځاى د معلوماتو خدمتونو د نامحدوده بڼو د بې شمېره مصرف کوونکو ټولګو نيولى دى.

   له شک پرته چې د مخاطب مفهوم له بېلابېلو اړخونو زوړ شوى او دوديزه بڼه يې په څېړنو، ُمډلونو او ارتباطي نظريو کې تر پوښتنې لاندې ده، خو کولى شو چې له مخاطب سره داسې چلند وکړو چې ګني هغه(مخاطب) لا هم زموږ به بيرونۍ نړۍ کې شته دى، دا کار به ممکن تر يوې کچې د ځان تېر اېستنې په مانا وي، ځکه چې د مخاطب د مفهوم په اړه د شک دلايل هم نظري او هم عملي دي.

د ټوليزو اړيکو په نظره کې مهم او تر ټولو نوى باور دادى چې د رسنيو يا رسنيز مخاطبان د منطق او بېلابېلو خبرو اترو له لارې جوړېږي او په ټاکل شوې بڼه تعريف کېږي.

د خبر ورکوونکو مطلوب او د پېژندنې وړ مخاطبان په حقيقت کې د رسنيو( خبريالان، فلم جوړونکي او نور) هغه حقيقي مخاطبان نه دي چې پر سياست، عمومي افکارو، رسنيو د اغېزو او نورو عمومي برخو پورې اړوند مخاطبان نه دي.

د ټوليزو رسنيو، په ځانګړي ډول د راډيو ټلويزيون او انلاين له منځته کېدو او پرمختګ سره مخاطب په يوه وخت کې هم لېدونکى دى، هم اورېدونکى او لوستونکى، ځکه دا په خپل جوړښت کې يوه ګډوله ده چې هر څه را نغاړي، مخاطب له خطيب سره مخامخ اړيکه لري، هم غايب دى او هم حاضر دى.

له بلې خوا دا پرمختګ ورځ تر ورځې د پرمختګ په حال کې دى، مخاطب له فردي بڼې له يوې مخې راوتلى او ټوليزې رسنۍ په يوه وخت کې د مخاطبينو له يوې سترې ډلې يا کتلې سره مخ دي چې له هره اړخه له يو بل سره توپير لري.

دې نږدې کېدو د خطيب او مخاطب تر منځ اړيکې سره نږدې کړې، د مخاطب پر څرنګوالي او څنګه والي يې اغېز کړى، متکلم يې ننګونې په دې چې دى بايد خپلو د بېلابېلو کچو مخاطبينو ته چې د ذهني سويو او جغرافيوي موقعيتونو په سبب سره بېل او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې دي، معلومات او پيغام ورکړي.

      سرچينې

  ١-   مك‌كوايل، دنيس؛ مخاطب‌شناسي؛ ترجمه‌ي مهدي منتظرقائم؛ تهران: دفتر مطالعات و توسعه‌ي رسانه‌ها؛ چاپ سوم؛ 1385

٢. Mcquail, d. (1997). Audience analysis. Sage publications Inc.

———————-

د لیکوال څو نورې لیکنې:

مینه او غرور

د شعر کرکتر

 بله ورځ

4 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *