Categories

اعلان

Loading…

د افغانستان برښنا شرکت د پوروړو نوملړ اعلانوي

 تاند- د افغانستان برښنا شرکت غواړي چې په یوه زړه ور اقدام کې د هغو کسانو او شرکتونو نومونه افشا کړي چې د برښنا محصول یې نه دی ادا کړی.

برښنا شرکت نن په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې سبا /سې شنبه/ به د برښنا د پوروړیو نوملړ څرګند کړي.

ویل کېږي چې د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم په شمول ګڼ جګپوړي دولتي چارواکي او پخواني جهادي قومندانان د برښنا شرکت پوروړي دي.

پخوا د ځینو کسانو، چې د برښنا د مصرف محصول یې نه دی ادا کړی، نومونه په غیررسمي ډول اعلان شوي خو بیا هم دغو کسانو محصول نه دی ادا کړی.

برښنا شرکت نه دي ویلي چې که د پوروړو د نومونو د لیست له خپرېدو سره سره زورواکانو بیا هم محصول ادا نه کړ نو کومه متبادله لار به غوره کړي.

په تېرو دیارلس کلونو کې د زورواکانو په وړاندې د حکومتونو منفعل او سُست دریځ سبب شوی چې زورواکان د برښنا له محصوله رانیولې د مځکو تر غضب پوري هراراز لوټ ته دوام ورکړي.

327 total views, 1 views today

2 comments

  1. nangyar Reply

    برېښنا شرکت خپلې پوروړې ادارې افشا کړې
    —————-\
    کابل (پژواک، ٢٢ غويی ٩٤): د برېښنا شرکت خپلو پوروړو ته لس ورځې وخت ورکړ او ويې ويل چې که په دې موده کې يې د برېښنا د لګښت پيسې تحويل نه کړې، د رسنيو له لارې به خلکو ته ور وپېژندل شي.
    د برېښنا شرکت د سوداګريزو چارو مشر ميرويس عالمي نن په کابل کې خبريالانو ته وويل چې د برېښنا د لګښت د نه پرې کولو له امله يو شمېر دولتي ادارې له ١٣٨٩ کال راهيسې پوروړي دي.
    د برېښنا شرکت د معلوماتوله مخې د لوړو زده کړو وزارت ١٣٤.٦ ميليونه، د نفتي توکيو رياست نږدې څلور ميليونه، د عامې روغتيا وزارت څه باندې ٩٥ ميليونه، د هوټلونو تصدي څه باندې شل ميليونه، د ملي بس تصدي څه باندې ١٣.٦ ميليونه پوروړي دي.
    دغه راز سرچينه زياتوي چې د کورنيو چارو وزارت نږدې ١٢٩ ميليونه، د مخابراتو وزارت څه باندې ٦٦ ميليونه، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نږدې ١٣ ميليونه او د محابسو او توقيف خونو رياست ١٤٦ ميليونه افغانۍ پوروړى دى.
    د سرچيې د معلوماتو له مخې، د بنايۍ رياست څه باندې ١٣ عشاريه اته ميليونه، د کانونو وزارت څه باندې دوه عشاريه درې ميليونه، د کار او ټولنيزو چارو وزارت څه باندې ٢٤ عشاريه اته ميليونه، د کډوالو چارو وزارت څه باندې لس عشاريه اته ميليونه، د ماشومانو موسسه څه باندې ١٨ عشاريه اته ميليونه، د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت څه باندې دوه عشاريه اته ميليونه، د ملکي هوايي چلند اداره څه باندې ٣٥ عشاريه نهه ميليونه ، د ترافيکو رياست څه باندې څلور عشاريه اووه ميليونه او د پوهنې وزارت څه باندې ٤٥ عشاريه اووه ميليونه افغانۍ پوروړي دي.
    ده له نويو چارواکو او وزيرانو غوښتنه وکړه چې د برېښنا لګښت د پيسو په تحويلولو کې اړينه همکاري وکړي.
    دغه راز ده وويل چې يو شمېر کسان هم د دغه شرکت پوروړي دي.
    هغه په دې اړه زياته کړه: “کوم کسان چې پيسې نه ورکوي، د دوى قرضې په ټوليز ډول له سل ميليونه افغانيو کمې دي.”
    ده له دې پوروړو څخه له نورې پېژندګلوۍ پرته د محمدغوث د زوى محمد اسماعيل او د عبدالحکيم د زوى محمدعمر نومونه ياد کړل.
    دا په داسې حال کې ده چې ويل کېږي لوړپوړي دولتي چارواکي هم په دغو کسانو کې شامل دي.
    عالمي په دې اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: “جوته ده چې د دې کسانو د کور شا ته عسکر دي او نظامي خلک دي او نه پرېږدي چې ميتر خواني وکړو او بېل ورته يوسو.”
    دى وايي پوروړو ته لس ورځې وخت ورکوي تر څو د برېښنا د لګښت پيسې تحويل کړي.
    هغه وويل چې که دغو کسانو په ټاکلې موده کې پيسې تحويل نه کړي، نو له خبريالانو سره به د هغوى کورونو ته ورشي او دغه کسان به د رسنيو له لارې خلکو ته ور وپېژني.
    ده وويل چې د برېښنا د لګښت پيسې هېچا ته هم نه بښل کېږي او بايد دغه پيسې تحويل کړي.
    د لويې څارنوالۍ وياند بصير عزيزي په نننۍ خبري ناسته کې وويل چې د برېښنا شرکت څارنوالۍ ته د هغو کسانو نوملړ ورکړى چې د برېښنا د لګښت پيسې يې نه دې ورکړې.
    ده وويل چې دولتي او غير دولتي ادارې او ځيني کسان د ياد شرکت په پوروړو کې شامل دي.
    هغه وايي چې لويه څارنوالي په دې برخه کې له برېښنا شرکت سره همکاري کوي.
    دى وايي چې په دې اړه درې ډوله اقدامات کېږي چې د پوروړي د برېښنا د مزي پرې کول، د پيسو اجباري تحويل او عدلي تعقيب په کې شامل دي.
    هغه وويل چې پوروړي بايد خپل پور پرې کړي او که دا کار ونه کړي نو څارنوالي به يې اړ کړي چې هم د برېښنا د لګښت پيسې تحويل کړي، هم جريمه ورکړي او هم له قانون سره سمه جزا وويني.
    ده هم د پوروړو نومونه ياد نه کړل او ويې ويل چې د قانون له مخې دا مهال د دغو کسانو نومونه نه شي په ډاګه کولاى.
    د برېښنا شرکت تېر کال د تلې مياشتې په لومړيو کې ويلي و چې ځينې دولتي ادارې او زورواکي د برېښنا د لګښت د پيسو د نه تحويلولو له امله دوه ميليارده افغانۍ پوروړي دي.
    خو اوس د دغه شرکت چارواکي وايي چې ځينو پوروړو خپل پورونه پرې کړي دي.
    د برېښنا شرکت د سوداګريزو چارو مشر د جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې ځينې “نامي نامي” کسانو هم خپل پورونه پرې کړي دي.

  2. خالده خالد Reply

    حاجي دوستم : حجونوته ئې کړي د بیتالمال له حقه ۰

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸