Categories

اعلان

Loading…

برمته ګرو له ۳۱ یرغملو څخه ۱۹ تنه خوشي کړل

تاند- برمته کوونکو له هغو ۳۱ تنو څخه، چې د زابل په شاهجوۍ ولسوالۍ کې یې یرغمل کړي ول، ۱۹ تنه خوشي کړي دي.

دا کسان د فبرورۍ په ۲۳مه نېټه په داسي حال کې چې له ایرانه خپلو کورونو ته په دوو بسونو کې روان ول، د زابل ولایت په شاهجوۍ ولسوالۍ کې وسله والو برمته ګرو نامعلوم لور ته په مخه کړل.

د زابل او غزني د ولایتي شوراګانو رييسانو، چې د دغو یرغمل شویو مسافرو د خلاصون لپاره منځګړتوب او هلې ځلې کوي، وویل چې ۱۹ برمته نن سهار خوشي شول.

د غزني د ولایتي شورا ريیس خالقداد اکبري وویل چې دا ۱۹ تنه په جاغوري ولسوالۍ کې پرېښودل شول.

ده دا هم وویل چې اوس هڅه کېږي چې دا کسان د خوشي کېدو له ځایه د ولسوالۍ مرکز ته یووړل شي.

خو بل راپور وايي چې ۱۹ تنه خوشي شوي کسان د جاغوري ولسوالۍ مرکز ته رسېدلي دي.

د زابل د ولایتي شورا رييس عطا جان حقبیان هم د دغو کسانو خوشي کېدا تایید کړه.

ده پخوا ویلي و چې دوه برمته له برمته ګرو سره د بند په موده کې مړه شوي دي.

د غزني او زابل ولایتي ريیسان وايي چې د نورو یرغملو پر خلاصون هم خبرې روانې دي.

د افغانستان حکومت ویلي چې د دغو کسانو د خلاصون لپاره یې ۶ ملیون ډالره لګولي دي.

طالبانو د هغو تښتونه رد کړې خو د زابل چارواکو په دې بېښه کې داعش په لاس لرلو تورن کړی دی.

252 total views, 1 views today

1 comment

  1. خوشال ساپی Reply

    (هیڅ افغان له بل افغان څخه کم ندی او هیځ افغان له بل …)
    دا هغه شعار وو جی زمونږ ځینی شاغلو د ټاکنیز کمپاین په وخت کی ویلو او خلک یی پری غولولو.
    ولی اوس معلومه شوه چی دا یو شعار دی او د شعار تر حده به پاتی شی. یو څه وخت مخکی په همدی ارزګان ولایت کی 5 تنه پشتانه مخالفو وسلوالو وتختولو او بیا یی شهیدان کړی، ولی دولت دومره زحمت هم ونکړ چی یو موټر پولیس ساحی ته دهغی د لټولو لپاه ولیګی. خو کله چی 31 تنه هزاره وګړی وتختول شول او دا هم معلومه نه وه چی د چا له لوری نو بیا خپله اشرف غنی وایی چی 6 ملیونه ډالره مو پری مصرف کړل. تختونکو ته پیسی ورکړل شوی او د خلاصون په بدل کی یی خلک خوشی شول. اوس زه نه پوهیږم چی دا مشران دروغ وایی؟ که شعارونه یی دروغ دی؟ او یا هم ….

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور
  • 1
  • 2