Categories

اعلان

Loading…

ناسم دښمن/ لیکوال: کرلوته ګال

ژباړن: لاهورخان منګل

د کرزي څرګندیدل

اکټوبر ۲۰۰۹ م

ترڅو به جنازې کوې او ترڅو به اوښکې تویوو؟ ته ولسمشر یې، بدلون راوله.

په ننګرهار کې د یوه قومي مشر وینا ولسمشر کرزي ته!

ولسمشر کرزي څیرې د یوازې د څو اونیو په تیریدا سره بدلون موندلای و. د سترګو لاندې کڅوړې یې ژورې شوې وې، پوستکی یې ژېړ تښتیدلای و او سترګو یې درد ښکاره کاوه. دا د تحقیر هغه څیره وه چې د نړیواله رسنیو په وړاندې د لوژ مخې ته ښکاره شوه . هغه د امریکايي سناتور جان کیري په غوږ کې پسپسی وکړ، هغه د افغان ولسمشر په پرتله تازه او صحت مند ښکاریده، سره له دې چې تیرې پنځه ورځې یې د ډیپلوماسۍ لپاره نه ستړي کیدونکې هلې ځلې کړې وې. کرزي عموما د کنفرانس په مهال هڅوونکی و، اوس مهال له غوسې ډک او بد خولی څرګند شو.

هغه یوه لنډه بیانیه وویله، د ټول ټاکنو د کمیسون هغه پریکړه چې ټول ټاکنې به دوهم پړاو ته ځي، د افغانستان د اساسي قانون سره په مطابقت اجرا کيږي او دا یې یوه قانوني او په ځای پریکړه وبلله. هغه ومنله چې نوموړی په ټول ټاکنو کې پاتې راغلی، هغه ونشو کړای چې د قانون سره سم پڼځوس جمع یو سلنه رایې ترلاسه کړي نو په دې اساس باید ټاکنې دوهم پړاو ته وغځیږي. جان کیري چې د تیرو پنځه ورځو په مهال یې د افغان ولسمشر سره شل ساعته لیدنې کتنې درلودلې وې څو دې اعتراف ته یې وهڅوي، ددې بیانیې په څرګندولو سره یې له هغه مننه وکړه. کیري زیاته کړه چې افغان ولسمشر د اساسي قانون په پلي کیدا سره د هېواد ځواکمنتیا ته ژمن دی.

کرزي د ټول ټاکنو د کمسیون له خوا په اعلان شوي ۴۹ سلنه رایو باندې باور نه کاوه، د هغه د مالیي وزیر د مالوماتو په ابشا کولو سره د کرزي د رایو فیصدي ۵۴ سلنه ښودلې وه. هغه نه غوښتل چې د ټول ټاکنو د کمیسیون په هغه پریکړه چې د کرزي څخه یې دیارلس لکه رایې باطلې اعلان کړې او د ملت او نړیوالو په وړاندې یې داسې لکه ددولت بل هر مامور معرفي کړ، باور وکړي. له دې ور هاخوا هغه پر امریکا د یورښتیني ملګري په توګه نور باور نه کاوه. هغه امریکايي چارواکي لیدل چې د هغه حریفانو څخه یې ملاتړ کاوه، هغه ته فریب ورکړل شوی و. هغه کلک باوري و چې د اګست د شلمې نيټې ټول ټاکنې چې د درغلۍ په تور یې پایلې تر دوه میاشتو وځنډیدلې، په ملل متحد کې د امریکايي ډیپلوماټ پیټر ګالبریت ددې دپاره چې هغه له قدرته راوپرځوي، ګومارل شوی و. ددې ټول ټاکنو د پایلو منل یوازې د حرف جنګی یوه برخه وه ځکه په نړیواله ټولنه کې هیڅ یوه هم نه غوښتل چې ددوهم پړاو لپاره پراخ لوژستیکي لګښت او امنیتي چمتووالی ونیسي.

څو ورځې وروسته د کرزي سیال عبدالله عبدالله ددوهم پړاو د ټول ټاکنو څخه په دې پلمه چې بیابه هم درغلي شتون ولري، تیر شو او کرزی يې د ولسمشر په توګه ومانه. د ارګ په باغونو کې د اوږدې قدم وهنې په بهیر کې کیري کرزي ته په ۲۰۰۴ کې د ټول ټاکنو په مهال د خپلې ماتې قیصې کولې، هغه وویل ځینې وخت سړی له سختو پریکړو سره مخامخ کیږي، راتلونکې بهرنیو چارو وزیر نه پوهیده چې افغانان کولای شي ماتي ومني خو د عامو خلکو په منځ کې تحقیر نه شي زغملای. کله چې په ارګ کې د کیري سره ما د کرزي څیره ولیدله، زه پوه شوم چې کرزی به امریکا د هغه د تحقیرولو او توهینولو لپاره ونه بخښي. د امریکا سره د کرزي د شاتو میاشت تراوسه ښه وه خو اوسمهال د اړیکو د پریکولو شیبه وه. بیا به د دا اړیکې هغه ډول نه وي. زړه ورو او محبوب قهرمان چې د افغانستان په سوېل کې یې د طالبانو په وړاندې د قومي مشرانو د راپورته کیدا لپاره خپل ژوند د خطر سره مخ کړی و، نور د امریکې له خوا هیر شوی و. په کال ۲۰۰۲ کې د ګوچي د کمپنۍ له خوا هغه ته د نړۍ رهبرانو د ښه لباس د اغوستنې لقب ورکړل شوی و.

لاهورخان منګل

لاهورخان منګل

هغه به کراکول، او پټۍ لرونکی جاکټ اغوسته. دهغه فصیح او له هڅونې ډکې ویناوو چې لویديځ وال به یې هڅول، نور بهرني حکومتونه نه شو هڅولای. افغانان د هغه له وعدو څخه نور ستړي شوي ول ځکه هغوی هیلې درلودلې. لویدیځو ملتونو د کرزي خوشاله بیانیې خپه کوونکې او غیر صادقانه تعبیرولې. د القاعده او طالبانو په وړاندې د هغه مخالفت او دې جګړې باندې د هغه کلک باور دامریکې د کانګریس له خوا په کال ۲۰۰۴ کې تود هرکلی او بیا په کال ۲۰۰۷ کې د جورج بوش سره د کمپ ډیویډ څخه لیدنې نور کومه مانا نه درلودله. اوس په افغانستان کې جګړه ناسم لوري ته تلله. په ۲۰۰۹ کې امریکا او ناټو د طالبانو له خوا د ماتې سره مخ ول، د دواړو خواوو څخه یو په بل باندې تورلګونې پيل شوې. لویدځو مشرانو کرزي د بشپړې بې نظمې او مفسدې ادارې په مخ بیولو سره د خپلو خلکو د ملاتړ د لاسه ورکولو او په پایله کې د طالبانو سره د جګړې په رهبري کولو کې په پاتې رتلو تور پورې کاوه.

نیویارک ټایمز ته د خبر په ابشا سره، په افغانستان کې د امریکې سفیر کارل ایکنبري په یوه ديپلوماټیکه لیک کې لیکلي ول چې کرزی مناسب سټراټیژیک ملګری نه دی. په کابل کې د اروپایي ټولنې د اوږدمهال سفیر په وینا، د لویدیځو مشرانو چې افغانستان څخه د وتلو د لار په پیدا کولو کې اندیښمن دي، کوښښ کوي څو له کرزي د قربانۍ وزه جوړه کړي او د ناکامۍ تور پرې ولګوي. ځینو نورو یې باور درلود چې کرزي د هغه ځایناستو ته په کتو سره له نورو غوره دی. په کال ۲۰۱۰ کې په برتانیا کې د پارلمان په وړاندې په کابل کې پخواني برتانیوي سفیر شرار کوپرکولز وویل چې د کرزي داوسني جوړ شوي شخصیت څخه هغه یو غوره شخصیت دی.

هغه له قهرمان څخه صفر ته بیول شوی دی حو حقیقت دا نه دی. هغه یو ښه پاچا دی ولې یو کمزوری اجرايوي ریس دی! کرزی هوښیار و، هغه په دې پوهیده چې د قربانۍ وزې په څیر قرباني کیږي، د کلتور د سپکاوي او د ملکي مرګ ژوبلې له امله له حاشیې ته په وتلو و، هغه د معمول په څېر خپلې بابولالې وهلې چې امریکا او هغه ملګري د ترهګرۍ د اصلي ځالو په له منځه وړلو کې ناکام دي، اصلي ځالې په پاکستان ې د ای، اس، ای په کمپونو کې دي. جګړه په حساسه مرحله کې وه او د ناندریو له ناورین څخه طالبانو او پاکستان ګټه اخستله. په لومړیو کې کرزی د افغانستان د رهبري لپاره ترټولو وړ کس بلل کیده- هغه د افغانستان له ستر توکم څخه دی، هغه پښتون دی خو یو ملي فکر یې درلود. د طالبانو ضد و او له دې امله شمالي ټلوالې ته هم د منلو وړ کس و. هغه د روسانو په وړاندې د مقاومت غړی پاتې شوی و چې هر افغان رهبر ته د منلو و خو د هغه لاسونه په هیڅ ډول وینو ککړ نه ول. هغه تحصیل درلود، په انګلیسي ژبه په روانه توګه غږیده او د امریکایانو پلوی و. هغه یو معتدله فکر درلود، په افغانستان کې یې مشروطه سلطنت او دیوه دموکراټیکه نظام غوښتونکی و. د ملي یووالي او سولې په اړه د هغه پخوانیو ویناوو د هغه د هرتوکم هېوادوال متاثره کړي ول. ما د افغانستان د هرې برخې له خلکو سره لیدنې او کتنې درلودلې، ان د واخان په دهلېز( کوریدور) کې چې د چین تر پولې غزیدلې دی، شپنو چې میږې یې پوولې، هم دهغه د ملي یووالي د ویناوو څخه ملاتړ څرګنداوه. هر څوک له جګړې ستړي ول. کرزی په افغانستان کې له امتیاز لرونکې(معتبره) کورنۍ څخه و، په ۱۹۵۷ کې   د کندهار څخه لږ دباندې د کرز په سیمه کې د مځکې لرونکې(خانانو) په کورنۍ کې زیږیدلای دی. پلار او نیکه یې دواړه د ملي جرګو غړي ول، نیکه یې د مشرانو جرګې معاون و، ه هغه پلار عبدالاحد کرزی یې د ولسې جرګې مرستیال و.

دوی د پوپلزی له کړۍ څخه و چې په لویه کې دورانیان ول چې په افغانستان یې تر دوه پیړیو پاچاهي کړې ده. کرزي لومړنۍ زده کړې یې په کابل کې ترسره کړې دي او د لوړو زده کړو لپاره د برتانوي هند د اوړي په پلازیمنیه، شېمله کې ترسره کړي دي. په افغانستان باندې د پخواني شوروي یرغل هغه وخت پیل شو چې کرزی په هند کې و. د هغه کورنۍ کویټې ته لاړه او کرزي په هند کې د تبعید( فرار) ژوند ته دوام ورکړ. د افغانانو د ژوند کچې ته په کتو سره، هغه نیکمرغه و چې لږ ترلږه یې خپلې زده کړې ترسره کړلې. هغه بیا پاکستان ته ولاړ څو د پلار تر شاودریږي او هغه ته کار وکړي. د کرزي وروڼه امریکې ته ولاړل او هلته یې رسټورانټ پرانیست. بیا هم له پیله هغه دا خوښه کړه چې خپل هېواد ته چې لاتراوسه د یرغل لاندې و، خدمت وکړي. په هغه باندې د سیاست لومړنۍ اغیزې د مهاتما ګاندې وې – هغه له برتانیې څخه هند ته خپلواکي اخستې وه. کرزی همداراز د خان عبدالغفار خان څخه هم متاثره و چې د پښتنو مشر، نشنلست او د هندد شمال لویدیځه پولې اوسیدونکی او د ګاندي د کانګریس ګوند غړی هم و. عبدالغفار خان د ګاندي د عدم تشدد فلسفه په مخ بیوله- هغه چې د پښتنو لپاره چې کلتور يې په جګړو او غچ اخستنې کې ډیر وخت تیر کړی، نوې وه. هغه د پښتنو په منځ کې د پاکستان د رامنځ ته کیدا په وړاندې د مخالفت له امله نامتو او مشهور و. برتانیې ددې دپاره چې خپل شمال لویدځه پوله خوندي وساتي، پښتانه قومونه یې سره بیل کړي دي- د ډیورنډ په نوم جعلي کرښه هیڅ وخت هم پښتنو نه ده منلې. په کال ۱۹۴۷ کې د پاکستان رامنځ ته کیدل د پښتنو ستره مځکه رالاندې کړله چې دغه بېلتون یې نور هم ځواکمن کړ. د اټکل له مخې شپږ ویشت ملیونه پښتانه په پاکستان او څوارلس ملیونه پښتانه په افغانستان کې اوسیږي. غفار خان د هندوستان د بېلوالي سره مخالفت کاوه او د پښتنو لپاره یې په خپلواکه هند کې یو خپلواکه دولت غوښتنه کوله. هغه خپلې غوښتنې ته سره له دې چې دبرتانیې او پاکستاني حکومتونو له خوا زنداي شو، دوام ورکړ. کرزي غفار خان پېژانده او د هغه له دریز څخه متاثره وو- هغه په کال ۱۹۸۸ کې په پېښور کې د اته نوي کلنی په عمر مړ شو. دپاکستان پوځي مشرانو په کرزي باندې د بې اعتمادی یو علت همدا وو.

نور بیا….

Lahore_mangal@yahoo.com

7 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *