Categories

اعلان

Loading…

ولسمشر غني د اریانا هوايي شرکت د نوم د بدلېدو اوازې په کلکه رد کړې

تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هغه راپورونه رد کړل چې پر اساس یې ویل شوي و چې حکومت غواړي د افغانستان د ملي هوايي شرکت یا د اریانا افغان هوايي شرکت تاریخي نوم بدل کړي.

ولسمشر غني د یکشنبې په ورځ د خصوصي هوايي شرکتونو له استازو سره په ارګ کې د کتنې په مهال وویل، حکومت د افغان اریانا هوايی شرکت د نوم ساتنې ته ژمن دی ځکه چې دا نوم د افغانستان د تاریخي شتمنۍ یوه برخه دی.

ولسمشر محمد اشرف غني همداراز د انترنټ له لارې په یوه خبرپاڼه کې په دې اړه خپاره شوي راپورونه بې اساسه بللي او ویلي یې دي چې دا ډول راپورونه چې د اریانا افغان هوايي شرکت نوم به بدل شي او یا به د دې شرکت شتمني بل شرکت ته ورکړای شي، یوازې تشې اوازې دي.

د افغانستان د هوايي چلن او ترانسپورت وزارت هم په جلا خبرپاڼه کې په دې باب خپاره شوي راپورونه رد کړي دي.

دغه وزارت ویلي چې د اریانا افغان هوايي شرکت به پیاوړی کړي او باختر افغان الوتنه به هم د اریانا افغان هوايي شرکت په چوکاټ کې فعالیت پیل کړي.

د هوايي چلن او ترانسپورت وزارت دا هم وايي چې د اریانا افغان هوايي شرکت د تخنیکي ملاتړ لپاره به یوه نوې الوتکه رانیسي.

19 total views, 1 views today

2 comments

  1. جنرال حبيب الله جلالزوي2 Reply

    هغه دوه مخو او بردي أجيرا نو ته نور خه به مخ باتي شول خجالت دي وكازي،اونور دي قلم به ميز كيزدي تر خو دداسي بي خايه تهمتونواوبدنامي خخه ملت او ريس جمهور به امن كي باتي شي.
    دملت بدنامي دخان بدنامي ده ،دخان بدنامي فاميلي بد نامي ده

  2. سپین غر روداتی Reply

    که دا غنی صاحب وی نو د هر څه امکان شته. د ډیرو نورو افغانانو غوندی ما دده ملاتړ کړی او په دی کار پښیمانه نه یم ځکه بل الترنانیف مونږ ته موجود نه و. عبدالله چی په دی عقیده دی چی ٬برادران پشتون واقعیت های موجود را بپذیرند٬ دا معنی لری چی پښتانه دی د تاجیکانو او په خاصه توګه د پنچشیریانو سیاسی تفوق ومنی او دا یو تبعیضی او متعصبانه سیاست دی. دی اوس هم په همدی عقیده دی. خو غنی صاحب هم ډیر مضحک سیاسی عقاید لری: ده د پښتنو او بلوڅو د ارمان سره هیڅکله مینه نه درلوده؛ دی یوازینی پښتون دی چی په مرکزی افغانستان کی د وخت د حکومت سیاست او عملیات غندی پداسی حال کی چی د افغانستان د وحدت د پاره هغی عملیاتو حیاتی ارزښت درلود؛ دی افراطی بازار ازادوال دی کوم سیاست چی د غټو اتوریته ګانو په وینا هیڅ وروسته پاتی هیواد ته هم ګټه نه ده رسولی. بده خو لا داچی دی دنیا ته د غرب له عینکو ګوری او منی یی. خدای دی خیر پیښ کړی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *