Categories

اعلان

Loading…

مازيګر کتابپلورنځي دوه کتابونه چاپ کړه

ښه ناول وپېژنئ!

دا د ناول ليکوالو سره مرسته کوونکی کتاب يا د ناول ليکلو لارښود دی.
تجربه کار ليکوال محمد اصف عمر ليکلی او د ناول ليکلو بېلابېلې مرحلې او پړاوونه  يې پکې تشريح کړي دي.

ښاغلي عمر د ناول ليکلو تکتيکونه ښودلي او د موضوع د ښه روښانولو لپاره يې له شکلونو او ګرافونو هم کار اخيستی.

1 دا ګټور کتاب مازيګر کتابپلورځي په ۱۵۰ مخونو کې په ښه صحافت زر ټوکه چاپ کړ.

اداري ليکونه

دا د عبدالجبار نجرابي اثر دی، چې عزت الله ځواب ژباړلی،  پوهاند محمد بشير دوديال ايډيټ کړی او يادونه يې پرې لېکلې.

1اداري ليکونه د ادارې او حسابداري د انستیتوت د شاګردانو او د عامه ادارې او پالیسي د پوهنځي محصلانو او په مجموع کې د دولتي ادارو، خصوصي شرکتونو، موسساتو او نورو دفترونو د کارکوونکو لپاره ډېر ګټور دی.

اداري ليکونه  مازيګر کتابپلورځي په ۸۸ مخونو کې د زر ټوکو په تېراژ خپور کړ.

  بازار ته پسې را شئ!

77 total views, 3 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *