Categories

اعلان

Loading…

پکتیکا: ۱۴۰۰۰۰ ماشومان به د ګوزڼ پر وړاندې واکسین شي

خبریال: سیف الرحمن شهاب/ شرنه/
د پکتیکا ولایت روغتیایې چارواکې وایې چې ۱۴۰۰۰۰ ماشومان به د ګوزڼ ناروغۍ پروړاندې واکسین شي.
د پکتیکا د عامې روغتیا رییس ډاکټر ولي ګل په دې ولایت کې د پولیو واکسیناسیون د درې ورځني کمپاین د پرانیستې پرمهال خبریالانو ته وویل چې د روان کال په دوهم پړاو کمپاین کې به تر ۱۴۰۰۰۰ ماشومان د پولیو پر وړاندې واکسین شي او تر سلو زرو کسانو ته به د چینجیو ضد درمل ورکړل شي.

نوموړي وویل، د دې ولایت په مرکز او ټولو ولسوالیو کې به هغه ماشومان چې له یو تر پنځو کلونو عمرونه ولري د پولیو پر وړاندې واکسین او دغه راز هغو ماشومانو ته چې له دوو ترپنځو کلونو عمرونه ولري د ګېډې د چینجیو پرضد ټابليټونو ورکړل شي.

ډاکټر ولي ګل زیاتوي، په روان زېږدیز کال کې په ټول هیواد کې د پولیو کومه مثبته واقعه نه ده ثبت شوي.

خو پرون په هلمند کې یو ماشوم، چې واکسین شوی هم و، د ګزڼ په ویروسو ککړ وموندل شو.

د عامې روغتیا رییس وایې، یوزروشپږ نوي رضاکاران به د روانې مې میاشتې له لسمې نیټې د درېیو ورځو لپاره کور په کور وګرځي او په شرایطو برابرو ماشومانو ته به واکسین او د چینجو ضد ټابلېټ ورکړي.

ډاکټر ولي ګل پولیو یوه وژونکي، معیوبوونکي، لېږدونکي خطرناکه ناروغۍ وبلله او له خلکو یې وغوښتل چې د واکسینو په یاده درې ورځنۍ لړۍ کې خپل ټول ماشومان په کورونو کې وساتي څو د دې ناروغۍ کلکه مخه ونیول شي.

نوموړي دغه راز وویل:((هغه ماشومان چې ستاسې په کورونو کې مېلمانه وي، کوچیان او نور کډوال وروڼه دي هم په دې برخه کې متوجه واوسې، که د هر چا ماشوم له واکسینو پاتي شي ژر ترژره دې خپل نږدې روغتیايي مرکز ته مراجعه وکړي.))

د پکتیکا د عامې روغتیا رییس له رسنیو هم وغوښتل چې د خپل ملي مسؤلیت له مخې د دې پروسې څارنه وکړي، څو کوم کلی، سیمه یا ماشوم له واکسینو بې برخې نه شي.

ده له علماوو اوقومي مخورو وغوښتل چې هغوی دي هم خلک د دې خطرناکې ناروغۍ په خطرونو او د واکسینو په اهمیت وپوهوي څو یوه سالمه ټولنه اوماشومان ولرو.

په پکتیکا ولایت کې د لېمه راډیو مسؤل عزیزالله امیري وایې،  دوی به په دې برخه کې د خلکو د عامه پوهاوي د لوړولو په خاطر خپلې هلې ځلې ونه سپموي.

امیري زیاته کړه،  لېمه راډیو له دې وړاندې هم په دې برخه کې رښتېنی کار کړی، او بیا به هم د دې ملي او ګډې پروسې سره له خپل توان سره برابره مرسته وکړي.

د یادنې وړ ده چې په لومړي پړاو کمپاین کې د وزیرستاني کډوالو په ګډون ۱۶۰۰۰۰ ماشومانو ته د پولیو پر ضد واکسین ورکړل شوي وو.

50 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *