Categories

اعلان

Loading…

هلمند کې د ګوزن مثبته پېښه ثبت شوې

 خبریال: عادل – په دې ولايت کې د کتلوي معافيت مسؤلين وايي چې ياده شوې پيښه د هلمند په واشيرولسوالۍ کې رامنځ ته شوې چې له امله يې يو اوه کلن ماشوم فلج شوی دی، دوی همدا رازوايي چې ښايي په راتلونکي کې دا ولايت د ورته نوروپيښوشاهد هم وي.

د يکشنبې په ورځ په هلمند کې د عامې روغتيا د رياست د کتلوي معافيت آمر ډاکټر عبداحد حازم د پوليو په وړاندې د واکسين د پيل پرمهال وخبريالانوته وويل چې که څه هم په دې ولايت کې اوس د پوليوناروغي د دوی ترکنټرول لاندې ده ، چې په وینا یي  هم په دې وروستيوکې د دې ولايت په خانشين ولسوالۍ کې د ګوزڼ يوه مثبته پيښه رامنځ ته شوې ده چې له امله يې يو اوه کلن ماشوم فلج شوی.

نوموړی وايي چې د څيړنوله مخې ددې ډول ناروغۍ نښې تيرکال په کندهارکې هم را څرګندې شوې وې.

هغه وايي چې ياد شوي ماشوم ته واکسينونه هم ورکړل شوي خو تر اوسه يې ددې ناروغۍ لامل نه دی موندلی، د نوموړي په خبره چې په دې کمپاين کې به د ټول ولايت په کچه ۷ زره کم عمره ماشومان د ۴ زره رضاکارانو لخوا درې ورځو په ترڅ کې واکسين ترسره شي.

 پرهمدې مهال په دې ولايت کې د نړيوال روغتيايي سازمان استازی وايي چې د څيړنوله مخې د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې چې هر وخت يې ځينې سيمې د نا امنيو شاهدې وي د ګوزڼ د مثبتو پيښو د رامنځ ته کيدو ډيرامکان موجود دی خو دوی ورته له وړاندې د واکسين لپاره هڅې کړندۍ کړې دي.

د یادولو ده چې په ورستیو کې ددې  ولايت یو شمير اوسيدونکي د واکسين په وړاندې لوی خنډونه جګړې او نا امنۍ ښيي خومسؤلين وايي چې دوی يوازې په هغه سيموکې واکسين نه شي کولی چې عملا جګړه پکې روانه وي.

252 total views, 1 views today

2 comments

  1. سيد کمال شاه Reply

    د تاند ويبپاڼي محترم مسئولينو ته سلامونه،
    محترمو ستاسو د پورتنی خبري په هکله زه غواړم تبصره وکړم. پورته ياده پيښه اوس نده رامنځته شوي بلکه د روان کال د جنوري په مياشت کي راپور شوي. ستاسو پورتنی راپور يو ډول مخشوشتيا رامنځته کوي. حال دا چي د پوليو ناروغي دمګړۍ تر کنترول لاندي ده . له تاسو څخه مو هيله داده چي ترراپور خپرولو مخکي يي کره والی معلوم کړی. د زړي خبري بيا خپرول زموږ پروګرام ترسوال لاندي راولي او خلکو ته سوالونه پيدا کيږي.
    په دي هيله چي راپور مو په دي بڼه اصلاح کړی چي په روان کال کي تراوسه د پوليو يوه مثبته پيښه لرو

    په درنښت
    سيد کمال شاه د يونيسيف د اداري د پوليو پروګرام د ارتباط او عامه اړيکو مسؤل

    1. تاند Reply

      عارف صاحب. دا پېښه تازه ده او لږترلږه دوو سرچینو تایید کړی دی.
      .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2