Categories

اعلان

Loading…

څنګه د نېکبختۍ احساس وکړو !؟ ژباړن: محب الله آرمل

د نېکبختۍ احساس کوم تصادف ندی، بلکې د منظم فکر او کردار پايله ده. که څه هم د نېکمرغۍ لپاره کوم ځانګړی فورمول نشته خو شخصا په دې اړه فکر کولی شو چې کوم شيان مو نېکبخته کولی شي. د مارچ شلمه د ملګرو ملتونو  لخوا د (د نېکبختۍ د ورځې) په توګه نومول شوې ده.

نېکبختي يوه داسې ګډه موخه ده چې د بشري ټولنې هر وګړی يې په لټه کې دی . يوه مړۍ ډوډۍ، په سوله کې ژوند، روغتيا، ماديات او نورې زياتې ښکارندې ( پديدې ) شته چې انسان نېکبخته کولی شي .

ډېری داسې انساني حقوق شته چې قانون پېژندلي او د هغه په عملي کولو يې تاکيد کړی دی، که څه هم ( د نېکبختۍ حق ) په هېڅ قانون کې ندی تعريف شوی خو د آزادۍ حق او د نېکبختۍ د موندلو لارې په ځينو قوانينو کې شاملې شوې دي . د بېلګې په توګه په لومړي ځل ( د امريکا د خپلواکۍ په يوه علاميه کې ) د pursuit of happiness)) تر سرليک لاندې پدې اړه يوه څه ليدل کيږي . خو دلته به د نېکبخته کېدو په هکله ځينې لارو چارو ته اشاره وکړو.

۱ ــ هره ورځ د نېکبختۍ حس د طبي علومو د څېړنو يو موضوع ده، ټولنپوهنه، روان پوهنه او فلسفه هغه علوم دي چې د دغه حس د موندلو په برخه کې په بېلابېلو طريقو مرسته راسره کولی شي .

څېړنو ښودلې چې په آزاده هوا کې ۲۰ دقيقې قدم وهل د نېکبختۍ حس پياوړی کولی شي البته تر ۲۰ دقيقو کم قدم وهل هم دغه حس تقويه کوي .

د ( دويچه وله ) د راپور په بنسټ که څه هم د نېکبختۍ حس فردي دی خو د افرادو ګډو هڅو ته اړتيا لري . د مثال په ډول څنګه به وکولس شو چې په ککړه او آلوده هواکې وګرځو او د نېکبختۍ احساس وکړو؟ د هوا پاکوالی د يوه تن د وس خبره نده چې ګډې هڅې نه وي .

۲ ــ ورزش: سپورت يوازې د جسمي روغتيا لپاره نه بلکې د روحي روغتيا لپاره هم ګټور دی ، په تېره بيا چې د څو کسانو يا لږ تر لږه د دوه کسانو لخوا تر شي، کله چې روحي ستونزې حل شي دا خپله يو نېکبختي ده .

۳ ـ انسان يو ټولنيز ژوی او د ټولنې تر ټولو وړه حجره ده، دی د کورنۍ څښتن هم دی او له خپلې کورنۍ سره دده اوسېدل چې د امنيت او محبت په فضا کې وي د نېکبختۍ له حسه برخمن کېدل دي، خو څېړنو داهم ښودلې چې د کورنۍ د غړو کيفيت تر کميت مهم دی .

۴ ـ هره ورځ آرام هم د دغه حس په پياوړتيا کې برخه لرلی شي ، هره ورځ نيم ساعت له هی هوی نه لرې کېدل ددې باعث کيږي چې نېکبختي حس کړو .

۵ ـ موسکا يې بله لار ده، موسکۍ څېره نه يوازې داچې ټولنيز اړيکي پراخوي بلکې د نېکبختۍ حس هم تقويه کوي او په مغز کې د (اندوفينو) د توليد سبب کيږي . دغه هورمون چې د سپورت په وخت هم توليديږي د خوشالۍ او نېکبختۍ لامل کېدای شي.

۶ ـ له نورو سره مرسته هم دغه حس پياوړی کولی شي ، څېړنو ښودلې چې له اړمنو کسانو سره مرسته او همکاري انسان ته د خوښۍ او نېکبختۍ احساس ورکوي .

۷ ـ په کافي اندازه خوب هم کولی شي چې د انسان روحي وضيعت تر حده کنټرول کړي، د نېکبختۍ احساس يې زيات کاندي، له منفي او خواشينونکو فکرونو يې لرې وساتي. منظم خوب د مغز د هيپوکامپوس د پياوړتيا سبب کيږي، کله چې هيپوکامپوس ځواکمن وي نه يوازې حافظه تقويه کيږي بلکې مغز مثبت کار کولو ته تمايل پيداکوي .

۸ ـ مينه او هارمونيک اړيکي هم د نېکبختۍ حس روزي، همداسې په بدو او سختو حالاتو کې د ښو شېبو او خاطرې ياد هم پدغه برخه کې پام وړ رول لري . هغه کسان چې هېرجن دي او يا يې په ژوندپېښو( خاطراتو) کې منفي احساسات زيات دي بايد د ښو خاطرو د ياداشت کتابچه ولري او په لازم وخت کې مراجعه ورته وکړي.

۹ ـ له طبيعت او حيوانانو سره مينه هم د نېکبختۍ په زياتوالي کې زياته برخه لري .

پای

۹۴-۲-۱

231 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

 تر استقلال وروسته په افغانستان کې اقتصادي او عمرانی چارې…

د افغانستان د خپلواکۍ د ترلاسه کولو د سلمې کلیزې په مناسبت: پوهاند محمد بشیر دودیال مقدمه خپلواکي  یواځې د هغې د معنوی…

 تر استقلال وروسته په افغانستان کې اقتصادي او عمرانی چارې او ریفورمونه

21 Jul 2019 خپلواکي کالمونه مقالې تاند Comments (1)

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

پاچا امان اله، د دوه ښکېلاکګرو هېوادونو په مينځ کې

ستادشهسوارسنګروال برېتانیا له یوې خوا پدې پوهېده چې اوس یې به نورو ستونزو او وسوسو سربېره په سیمه کې افغانستان ته…

پاچا امان اله، د دوه ښکېلاکګرو هېوادونو په مينځ کې

15 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند Comments (1)

نور

په افغانستان کې له خپلواکۍ وروسته اداري ریفورمونه او نور…

پوهاند محمدبشیر دودیال سریزه    په ۱۹۱۹م. کال کې  افغانستان د  امان الله خان تر مشرۍ لاندې، د افغانستان د زړور ملت په…

په افغانستان کې له خپلواکۍ وروسته اداري ریفورمونه او نور مترقي پروګرامونه

16 Jul 2019 ټولنیز علوم خپلواکي کالمونه تاند No comments

نور

حکومت د بیګاني خونړي برید له کبله د خپلواکۍ د…

تاند، یکشنبه، د اسد ۲۷مه: تاند ته د ارګ یوې مؤثقې سرچینې د ورکړیو معلوماتو په اساس د کابل شهر…

حکومت د بیګاني خونړي برید له کبله د خپلواکۍ د سلمې کلیزې جشن وځنډاوه

18 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

حکومت د خپلواکۍ سلمه کلیزه په ۳۸۴ میلیون افغانیو نمانځي

تاند نیوز ډیسک: افغان حکومت مالیې وزارت ته امر کړی چې د خپلواکۍ د بیا ګټلو سلمې کلیزې نمانځنې لپاره…

حکومت د خپلواکۍ سلمه کلیزه په ۳۸۴ میلیون افغانیو نمانځي

24 Jun 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (2)

نور

خپلواکي او ازادي (Independence and Freedom)

 اسدالله نورزی     هر کال چې د خپلواکۍ د لمانځلو ورځ رانږدې شي نو په ځوانانو کې په پراخه توګه بحثونه…

خپلواکي او ازادي (Independence and Freedom)

19 Aug 2018 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي او ترشا یې لوی مکتب | سیف بېژن

شاه امان الله له هغې ورځې چې د افغانستان خپلواکي یې له انګلېس څخه د سختو جګړو او مبارزو وروسته…

خپلواکي او ترشا یې لوی مکتب | سیف بېژن

19 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2