Categories

اعلان

Loading…

د نه ليكلو هنر/ اسدالله غضنفر

زموږ په زړه كې ډېرې خبرې تېرېږي او ذهن مو د بې شمېرو خيالونو زېږنځاى دى خو كله چې خبرې كوو، ډېر څه ناويلي پرېږدو. د خبرو د ليكلو په وخت په خبرو كې نور چاڼ هم كوو. دا كار ځينې وجې لري. يو خو دا چې تر لوستلو اورېدل او تر ليكلو ويل اسانه دي. بله دا چې خبرې ممكن د هر عمر او هرې سويې مخاطب ته وكړو خو له لوستونكي مو معمولا توقع دا ده چې يو څۀ پوهېږي او ډېر ځله ډېر تفصيل ته ضرورت نه لري. دغه راز د غږېدا په وخت چې د غور لپاره كافي فرصت نه لرو نو خبرې ممكن رانه بې ضرورته اوږدې او تكرار شي خو د ليكلو په مهال د تم كېدلو فرصت راسره وي او لوستونكي توقع لري چې له بې ځايه اطنابه ځان وساتو. له بې ځايه اطنابه د ځان د ژغورلو لپاره پكار ده چې د ليكلو د هنر په څنګ كې د نه ليكلو هنر هم زده كړو.


هغه ليكونكي چې د نه ليكلو هنر يې نه زده ، ممكن د ليكنې اصلي موضوع پرېږدي ، په اصطلاح له يوه شاخه بل شاخ ته ټوپ كړي. د مضر اطناب بل مهم ډول د يوې خبرې بيا بيا تكرارول دي. د ليكنې اصلي موضوع ته تر داخلېدو دمخه اوږده سريزه د بې ځايه اطناب بله بڼه ده چې د افغانستان په مطبوعاتو كې يې زيات مثالونه موندلاى شو. مثلا كه ليكوال په هيواد كې د معارف د اوسنو كتابونو په املايي نيمګړتياوو مقاله ليكي نو اول شايد په معاصر افغانستان كې د معارف د كتابونو تاريخچه بيان كړي او د مقالې په دويمه نيمه كې اصلي موضوع ته داخل شي. په افغاني مطبوعاتو كې د اضافي مطالبو د بيان څلورم لوى ډول دا دى چې ليكونكي هغه څه هم په لوستونكي لولي چې لوستونكى ورنه خبر دى. كه موږ وايو چې هر سهار لمر راخېژي ، دا ناسمه خبره نه ده مګر بديهي حقيقت دى، بيانولو ته يې اړتيا نشته. 


تر دې ځايه موږ په ټوله ليكنه كې په اطناپ وغږېدو. د اطناب يو بل شكل چې د نثر په بدرنګولو كې يې لا لوى لاس دى، په جمله كې اطناب دى. كه زه د خارجه وزارت اعلاميه ليكم او هلته د ايران نوم اخلم نو ليكم به چې : د ايران اسلامي جمهوريت. ځكه دا د دغه هيواد رسمي نوم دى او زه رسمي متن ليكم. خو كه سفرنامه ليكم او هر ځاى د ايران رسمي نوم اخلم، دا په جمله كې اطناب دى.

په اوسني ايران كې د لوړو زده كړو د موسسو په زده كوونكو كې د نجونو ونډه شپېته فيصدو ته رسي. څرنګه چې په افغانستان كې يو شمېر كسان د اسلام په نوم د نجونو د تعليم مخالفت كوي نو كه وليكم چې د ايران په اسلامي جموريت كې د محصلانو دومره فيصده نجونې دي. دلته مقصد لرم . دلته د ايران د اوږده نوم اخيستل اطناب نه دى. په افغانستان كې ډېر خلك په دې خبر نه دي چې د سراليون په نوم هيواد شته، نو كه وليكم چې د سراليون په افريقايي هيواد كې، دا عبارت بې ځايه نه دى اوږد شوى خو كه وليكم چې د پاكستان په هيواد كې ، دلته عبارت بې ځايه اوږد شوى دى ځكه زموږ لوستونكي پوهېږي چې پاكستان يو هيواد دى. د نه ليكلو هنر د ليكلو د هنر ډېر مهم اړخ دى چې د كلام له ښكلا او معنا سره مرسته كوي.

300 total views, 1 views today

2 comments

  1. نورمحمدثاقب Reply

    استاد غضنفر صیب !
    ډیر اړین فن دې پيِغام کړی . ځوانو لیکوالو ته ډیر په ګټه دی، په کتو دې برکت او عمر دې ډیر شه!

  2. ح . شیرزاد Reply

    ډ غضنفر صاحب هره لیکنه سره زر دی. ډیره مننه غضنقر صاحب

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2