Categories

اعلان

Loading…

د پکتیکا نوی والي په یوه خبره له کاره لېري شو

تاند- د افغانستان د ملي امنیت شورا د پکتیکا والي عبدالکریم متین د یوې خبرې په خاطر له دندې لېري کړ.

ښاغلي متین په وروستیو کې د تېر حکومت له لوري کډوالو ته د مرستو پر وېش نیوکه کړې وه، ویلې یې و چې د کرزي د دورې د ملي امنیت شورا په برمل ولسوالۍ کې په داسي حال کې د ۲ لکه ډالرو مرسته وېشلې وه چې د دې ولسوالۍ اکثره سیمې د دولت د وسله والو مخالفانو په لاس کې وې.ړشف

ده په زغرده ویلي و چې په داسي یو حالت کې به مرسته د دولت د وسله والو مخالفانو لاس ته ورغلي وي.

عبدالکریم متین وروسته خپله خبره بېرته واخیسته او په دې خاطر یې بخښنه وغوښته خو د افغانستان د ملي امنیت شورا له دې سره سره نن وویل چې د ښاغلي متین د څرګندونو د ثابتولو لپاره یې حقیقت موندونکی پلاوی ټاکلی و چې د هغه د څېړنو پایلو وښودله چې د پکتیکا د والي ادعا بې اساسه وه.

عبدالکریم متین په وروستیو کې د ولسمشر غني له لوري د پکتیکا والي ټاکل شوی و.

ویل کېږي چې نوموړی د کار لپاره ډېره انرژي او لېوالتیا لرله او په لنډ وخت کې یې هڅه وکړه چې د پکتیکا د ستونزو ریښې ځان ته معلومې کړي.

276 total views, 1 views today

6 comments

  1. ډاکټر عبيدي Reply

    زما تبصره دپشتو يو متل دي چه واي:
    مړي. نه اچولو چه ۍ واچو نو کفن ې وشوکولو!
    چه په سياست نه يوهيژي نو ولي دولتي او ديپلوماتيکو پوستونو ته ګمارل کېژي?

  2. aimal Reply

    که اشرف غني رښتیا هم دومره حاکمیت او واک لري نو دا عطا محمد دی لري کړي چه په رڼا ورځ ده او درست حکومت ته ښکنځل کوي ! هسی تشریفاتي خبری دی ، په خوار او کمزوری باندی خپل حاکمیت تمثیلوي ! د کرزي په غلا کی هیڅ شک نشته ، او دا حکومت هم د هماغو غلو برخه ده ! خړۍ د برګۍ ورور دی ……………

    1. Mohammad Arif Reply

      مننه وروره ‌‌‌‌‌‌ډېر ښایسته نظر دي ورکړی دی.

  3. shakir Reply

    دا چی د پکتیکا د وال خبری څومره رشتیا وی یا نه وی موږ ورباندی تبصره نه لرو. خو حیران بیا د ته یو چی عطا ممد نور ته څوک ولی څه نه وای. د عطاممدنور خبری د پکتیکا تر والی سختی دی هغه ولی له دندی نه ګوشه کوی؟ خو هغه خبره ده چی په ټیټ ورخ باندی ژر اوبه اوړی

  4. Iqbal Reply

    Ghani with Abdullah are failed administratively to run this country but they role it. These two guys are busy in harvesting the resouces and do not care how to solve the problems of the citizens. This government has no legitimacy and that is the only reasons that people increasinly started distancing themselves from this corrupt government.

  5. انجنر حفیظ الله ځاځی Reply

    ترهرڅه دمخه ستاسی کارکونکو او لوستونکو ته سلامونه او نیکی هیلی واړندی کوم.
    زه انجنر حفیظ الله ځاځی د پکتیکا ولایت د فوایدی عامی ریس عواړم یو حقیقت ته اشاره وکړم.

    هغه دا چه د والی صیب دا موضوع ددی وړ نه وه چه دا برطرف شوی وی.ځکه والی صیب داسی یو لوی شخصیت وه چه په کم وخت کی یی یو لوی پلان جوړ کړو ترڅو پکتیکا والو ته په تاریخ کی یوه لویه پاڼه واړوی. خو متاسفانه دا داولت داسی تشخص نه کوی کوم چه حقیقت وی.

    په درنښت
    حفیظ الله ځاخی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2