Categories

اعلان

Loading…

وروستیو جګړو په کندوز کې یولک تنه د کورونو پرېښودو ته اړ کړي

تاند- ملګروملتو نن /شنبه/ وویل چې د کندوز ولایت د مرکز کندوز ښار په شاوخوا کې د وروستیو جګړو له کبله لږترلږه یولک تنه د کور – اور پرېښودو ته مجبوره شوي دي.

په کندوز کې طالبانو او نورو وسله والو ډلو د اپریل په څلرویشتمه د دولتي ځواکونو پر ضد جګړه پیل کړه. حکومت له کابله په کندوز کې د خپلو امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره په زرګونه سرتېري دغه ولایت ته ولېږل ځکه چې چارواکو اندېښنه لرله چې ممکن د ولایت مرکز د طالبانو لاس ته ولوېږي خو اوس چارواکي وايي چې سختدریځې یې له ښاره ډېر لېري شړلي دي.

په کابل کې د ملګروملتو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ ویندوی مانس نیبرګ وویل، د جګړې له پیله تراوسه پوري ۱۵ زره کورنیو د مرستو لپاره نومونه ثبت کړي دي.

د ده په وینا اکثره خلکو د ولایت مرکز کندوز ښار ته پناه وړې ده خو نامعلوم شمېر نور په ولسوالیو کې تیت پرک شوي دي.

د کډوالو د لویې کمیشنرۍ ویندوی ښاغلي نیبرګ وویل:«موږ یوازې هغه کسان لیدلی شو چې کندوز ښار ته راغلي دي.»

د کندوز چارواکي وايي چې طالبانو، داعشیانو د منځنۍ اسیا، چیچنیا او پاکستان له بېلابېلو سختدریځو ډلو سره یوځای په دغه ولایت کې جګړه پیل کړې ده.

د کندوز له جګړو سره په یووخت پرون په پکتیا کې سختدریځو د کرکټ پر یوه مسابقه حمله وکړه، لږترلږه ۲ تنه یې ځای پر ځای ووژل او ۳۶ نور یې وتښتول.

د پکتیا د چارواکو په وینا اکثره تښتول شوي کسان د قومي مشرانو په ّحو خوشي شول.

11 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *