Categories

اعلان

Loading…

په هند کې د افغاني خوړو خوښوونکي مخ پر ډېرېدو دي

تاند- هندي خبري رسنۍ وايي چې د دغه هیواد په پلازمېنه ډیلي کې د افغاني خوړو مینه وال مخ پر زیاتېدو دي، هم یې ځايي اوسېدونکي خوښوي او هم بهرني سیلانیان.

د اې این آی خبري اژانس د راپور پر اساس، په ډیلي کې د افغانانو له لوري ګڼ شمېر نوي رستورانونه پرانستل شوي دي.

د افغاني خوړو مینه وال عموماً د ډیلي ساکت سیمې ته ځي چې قابلي، ازبکي پلو، کباب او منتو وخوري.

صفي الله، چې د کندهار اوسېدونکی دی، په ساکت مېنه کې د «افغان ډیلي رستوران» خاوند دی.

دی وايي:«په افغانستان کې د ناامنۍ له لاسه موږ هند ته راغلي یوو. په افغانستان کې کار – روزګار نشته او جنګي حالت مجبوره کړي یوو چې هند ته راشو او د خپل ژوند لپاره پیسې وګټو. څرنګه چې په هند کې د افغانانو شمېر ډېر دی نو مو وپتېیله چې افغاني رستوران پرانیزو.»

یوه بل افغان محمد علي، چې تازه هند ته په سفر تللی، وايي چې دواړه، هم هندي او هم افغاني خواړه یې خوښ دي.

خو افغان خواړه د ډیلي د اصلي اوسېدونکو هم ډېر خوښ دي.

یوه افغان اشپز سید محمد وویل:«د افغانستان، عراق، یمن او لوېدیځو هیوادونو مشتریان د افغاني خوړو لپاره راځي. هندیان هم تل راځي. د هر چا افغاني خواړه په دې خوښ دي چې مسالې او زیات مرچ نه لري او په عین حال کې خوندور دي.»

10 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *