Categories

اعلان

Loading…

په پاکستان کې د هیلي کوپترې د لوېدو په وجه د څو هیوادونو سفیران او مېرمنې یې ووژل شوې

تاند- د ناروې او فلیپین سفیران نن د پاکستان په شمال کې هغه مهال ووژل شول چې هیلي کوپتر یې له یوه ښوونځي سره ولګېده.

پاکستاني طالبانو ویلي چې دا هیلي کوپتره دوی ویشتې او غوښتل یې چې د پاکستان صدراعظم محمد نوازشریف ووژني.

د پاکستان د پوځ ویندوی وویل چې په دې پېښه کې د اندونیزیا او مالیزیا د سفیرانو مېرمنې هم د څرخکې له پېلوټانو سره وژل شوي دي.

د پوځ ویندوی جنرال عاصم باجوه وویل چې په دې پېښه کې، چې د ګلکت په نلتار دره کې وشوه، د هالنډ او پولنډ سفیران له یو شمېر نورو کسانو سره ژوبل شوي دي.

ګلکت د پاکستاني کشمیر، چین او د افغانستان د بدخشان او د درو لویو غرونو، هندوکش، قراقروم او همالیا ترمنځ پرته غرنۍ سیمه ده.

ګیلګیت

ګیلګیت

ټاکل شوې وه چې د پاکستان صدراعظم نوازشریف هم په یوه غونډه کې د ګډون لپاره سیمې ته لاړ شي خو د هیلي کوپترې له لوېدو وروسته نوازشریف خپل سفر لغوه کړ.

د جرمني خبري اژانس ډي پي اې د راپور له مخې د پاکستان د پوځ ویندوی وايي چې دوې هیلي کوپترې خوندي کښېناستې خو درېمه ولګېده او اور یې واخیست.

د پېښې په مهال نوازشریف په یوه بله الوتکه کې ناست و خو سفر یې فسخه کړ او بېرته اسلام اباد ته وګرځېد.

په غورځېدلې هیلي کوپتر کې لږترلږه ۱۱ بهرنیان او ۶ پاکستانیان سپاره ول. اکثره ژوبل شوي دي.

د پېښې یوه شاهد الجزیرې تلویزیون ته وویل چې ایم آی ۱۷ هیلي کوپتره په تخنیکي علت ولوېده. خو پاکستاني طالبانو ویاند ویلي چې دا هیلي کوپتره دوی ویشتې او غوښتل یې چې د پاکستان صدراعظم محمد نوازشریف ووژني.

خو د پاکستان دفاع وزارت وايي چې طالبان ډېر ځلي د هغو پېښو مسوولیت په غاړه اخلي چې هیڅ راز رول پکې نه لري.

27 total views, 1 views today

3 comments

  1. ګنډېری Reply

    زه فکر کوم چې په عنوان کې د ووژل شوې پر ځای باید ووژل شول راشي ځکه چې د سړیو او ښځو جمع ده او په جمع کې د نارینه له پاره کارېدونکی فعل کارول کیږي.

  2. جنرال حبيب الله جلالزوي2 Reply

    دوستانو دا يوه سياسي موضوع ده جوته نه ده جه ولي او خه دباره .
    دا موضوع دضيالحق موضوع ته ورته يوه موضوع زه بولم.
    هرخه به وروسته جوته كيزي ؟

  3. alamoona gharkaweena Reply

    General Jalalzai bia raghy. Zaan ta ghat siyasi karpoh wayee kho da pohe pa poola hum na dy ter shawe. Dai da krake ao nafrat na dak dy ao khabare da dalil pa buniad na balkeda hasad ao nafrat pa buniad kawee. Afghanano la pakar dee che da hindwano da dai ghulam khabaro ta ghwag wananasee.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *