Categories

اعلان

Loading…

داعش او وهابیت، تاریخي واقعیتونه او توپیرونه/ ژباړه: سالارزی

په عراق کې د داعش ناڅاپی را پورته کیدنې ټوله نړۍ هکه پکه کړې ده. د دوی ظالمانه حرکتونو او هغې ته د سني ځوانانو جذبیدل ډیر خلک اریان او ویرولي دي. خو تر ټولو زیاته اریانونکې خبره دا ده چې په دې ستونزمنو وختونو کې د سعودي عربستان شاهي دولت د ګډو وډو احساساتو او بې ځوابۍ پالیسي خپله کړې ده. پوښتنه دا ده چې آیا سعودی عربستان په دې نه پوهیږي چې داعش د دوی لپاره هم یو خطر دی؟

داسې ښکاري چې د داعش پر سر د سعودي عربستان شاهي دولت له همدا اوس څخه ویشل شوی دی. د دوی په مینځ کې ځینې هغه کسان چې د داعش په شان سخت دریځه سلفي ایډیالوژي لري، خوشاله دي چې داعش د ایراني شیعه ګانو “اور” ته په “اور” ځواب وایی او په هغه ځای کې چې له تاریخي پلوه سنیانو ته په میراث کې پاتې و، یو نوی سنی مذهبه هیواد د جوړیدوپه درشل کې دی.

دوهمه ډله ویریږي او د عبدالعزیز په وړاندې د وهابي اخوانیانو (وهابي اخوانیان او اخوان المسلمین دوه بیلې ډلې دي او په دې لیکنه کې یوازې وهابي اخوانیانو ته اشاره شوې) بغاوت ته اشاره کوي. هغه بغاوت چې نژدۍ وو په ۱۹۲۰ لسیزه کې د ال سعود کورنۍ او وهابیزم دواړه له مینځه یوسي.

په سعودي کې ډیرو خلکو د داعش له سخت دریځو اصولو او طریقو سره مخالفت کړی او په دې وروستیو کې یې د سعودي عربستان د دولت کړنلارې او څرګندونې تر پوښتنې لاندې راوستلې دي.

د سعودي دوه مخیتوب:

د داعش پر سر د سعودي عربستان د دولت د ننه اختلاف او تشنج یوازې هغه وخت لیدل کیدلای شي چې د دغه شاهي سلطنت دوامدر او میراثي دوه مخیتوب وڅیړل شي. دا دوه مخيتوب د سعودي سلطنت د قانون او اصولو بنسټ دی او تاریخي ریښې لري.

د سعودي عربستان د پیژندګلوئ یوه مظبوطه ریښه راساّ له محمد ابن عبدالوهاب (د وهابیزم بنست ایښودونکی) او د ده له هغه سخت دریځو اصولو او مذهبي تګلارې سره تړاو لري چې د ابن سعود له خوا په کار واچول شوې (ابن سعود د عربو کوچیانو د هغه بیوزله ټبرونو څخه د یوه مشر وو چې په دوامداره توګه یو له بل سره په جګړه بوخت وو. دا ټبرونه د نجد په دښتو کې میشت وو).

د دوه مخیتوب دوهمه ریښه په ۱۹۲۰ لسیزه کې د پاچا عبدالعزیز له خوا د دولت د جوړیدو لپاره له بدلون سره تړاو لري. نوموړي د دې بدلون په لړ کې د اخوانیانو د تشدد مخنیوی وکړ (تر څو له امریکا او بریتانیا سره د یوه هیواد په توګه دیپلماتیکې اړیکې جوړې کړي)، د وهابیستانو غورځنګ یې بیسټیز او بیا یې په ۱۹۷۰ کلونو کې د هغه پریمانه پیسو په مرسته چې د تیلو له خرڅلاو څخه لاسته راغلې وې له هیواده بهر صادر کړ، او بالاخره یې په اسلامي نړۍ کې د یوه زورور اوښتون (انقلاب) پر ځای یو کلتوري اوښتون خپور کړ.

خو؛ دا “کلتوري اوښتون” د سمون (اصلاح) په لور ګام اخیستل نه بلکه یو نه کنټرول کیدونکی عمل و. د اوښتون بنسټ د ابن عبدالوهاب هغه ایډیالوژي وه چې د هغې له مخې اسلام باید له «ارتداد او بت پرستۍ» څخه پاک شي.

د مسلمانانو په جامه کې کافران:

امریکایی لیکوال او ژورنالیست د ابن عبدالوهاب په اړه لیکي چې نوموړی د ۱۴ پیړۍ د یوه عالم، ابن تیمیه د مرید په توګه له هغه عثماني او مصري اشرافو څخه کرکه درلوده چې سعودي ته به د دیني فریضو د ادا کولو او عبادات لپاره راتلل. دا اشراف به په ښکلو جامو کې پټ وو، تنباکو او چرس یې څکول او په راتلو سره به یې ډولونه غږول کیدل.

د ابن عبدالوهاب په آند دا کسان مسلمانان نه بلکه د مسلمانانو په جامه کې کافران وو. د خپلو نژدې او لیرې عربو کوچیانو په اړه یې هم ښه فکر نه درلود. د دوی له خوا د پیرانو ستاینې، په قبرونو باندې د ډبرو ایښودلو او خرافاتو (سپیڅلو قبرونو او ځایونو ته احترام) به د ده غوسه را پاروله. عبدالوهاب دا ټول اعمال د بداع په توګه رد کړي وو.

عبدالوهاب د ابن تیمیه په شان په دې عقیده و چې په مدینه منوره کې د محمد (ص) د ژوند دوران باید د مسلمانانو د اوسنۍ ټولنې اساس وي او د دې هدف د لاسته راوړنې لپاره باید ټول مسلمانان هڅاند واوسي (دا عقیده په خپل ځان کې سلفيزم دی).

ابن تیمیه د شیعه مذهب، تصوف او یوناني فلسفې په وړاندې د جهاد اعلان کړی و. ده همدا راز د محمد (ص) قبر ته تلل او د میلاد النبي لمانځل غندلي وو. د ده په آند دا ډول اعمال په اصل کې د عیسویانو لخوا د عیسی (ع) لمانځلو ته ورته وو. عبدالوهاب د پخوانیو عالمانو د دغه شان مخکینیو فتواوو پر بنسټ خپله فتوا جوړه کړه او وې ویل چې که هر مسلمان او مسلمانه د ده له خوا په وړاندې شوې طریقه باندې شک او شبهه څرګنده کړي، او یا یې پر ځای نکړي، نو هغه کس باید له خپل مکلیت څخه بې برخې او ووژل شي.

د ابن عبدالوهاب د مفکورې یو بنسټیز اصل د تکفیر د نظریې په اړه دی. د تکفیر د نظریې پر بنسټ، عبدالوهاب او د هغه پلویانو او مریدانو کولای شوای چې نور هغه مسلمانان چې د مطلق حاکم (پاچا) حاکمیت تر پوښتنې لاندې راولي او یا یې په وړاندې وغږیږي، کافر اعلان کړي. عبدالوهاب ټول هغه مسلمانان تقبیح کړل چې مړه کسان، پیران او یا ملاییکې یې لمانځلې. د هغه په آند دا ډول اعمالو مسلمانان د یوه خدای له ستاینې څخه لیرې ساتل. له همدې امله وهابي اسلام، پیرانو او مړو شویو خپلو خپلوانو د روح لپاره لمونځ کول، د زړو جوماتونو او قبرونو زیارت کول، د پیرانو د لمانځلو غونډې جوړول، د میلاد النبي لمانځل او حتی په قبرونو باندې د ډبرو لګول حرام اعلان کړي وو.

عبدالوهاب لیکي: “هغه کسان چې له دې له مفکورې سره مخالف وي باید ووژل شي، د دوی په ښځو او لوڼو باندې تیری وشي او ملکیتونه یې ضبط شي”

عبدالوهاب د خپلو نظریو لپاره له مسلمانانو بیعت (موافقه) غوښت. دا بیعت باید په ښکاره ډول تر سره شوای وای. ده استدلال کاوه چې ټول مسلمانان باید په انفرادي ډول یوه اسلامی مشر (خلیفه) ته بیعت ورکړي او ورته وفاداره واوسي. ده لیکلي چې هغه کسان چې له دې مفکورې سره مخالف وي باید ووژل شي، د دوی په ښځو او لوڼو باندې تیری وشي او ملکیتونه یې ضبط شي. هغه کسان چې د ده په لیست کې د مرتدانو په توګه یاد شوي وو شیعه ګان، د تصوف پلویان او د اسلام نورې ډلې وې. د عبدالوهاب له نظره نوموړی کسان په هیڅ ډول مسلمان نه ګڼل کیدل.

د پورتنیو شواهدو پر بنسټ داعش او وهابیزم یو شان دی. خو یو درز چې دواړه سره جلا کوي، په پای کې را برسیره کیږي: د محمد ابن عبدالوهاب د مفکورې بنسټ په دریو پایو (یو واک، یو واکمن، او یو جومات) ولاړ دی. دا دری واړه پایې په ترتیب سره د وهابیت د قانون مطلق حاکمیت، د سعودي پاچا او په جومات باندې د هغوي کنټرول ته اشاره کوي.

دغه دری پایی چې په اوسني وخت کې د سني مذهب ټوله مفکوره پرې ولاړه ده، د داعش له خوا رد شوې ده. له همدې امله هغه داعش چې له بل هر اړخ څخه له وهابیت سره یو شان دی، د سعودي عربستان د اوسني شاهي دولت لپاره خطر حسابیږي. درز بس همدا دی.

تاریخ ته لنډه کتنه ۱۷۴۱-۱۸۱۸م

عبدالوهاب له خپلو فوق العاده سخت دریځه مفکورو څخه د دفاع په وجه له خپل کلي کور څخه وشړل شو. نوموړی په کال ۱۷۴۱ کې له څه وخت سرګردانۍ څخه وروسته، د ابن سعود او د هغه د ټبر له خلکو سره پیژندګلوي پیدا کړه او د هغوی تر ساتنې لاندې یې ژوند پیل کړ. ابن سعود د عبدالوهاب مفکورې له دې امله خوښې کړې چې ده ته یې د عربانو د دود او دستور د له مینځه وړلو فرصت ورکولو. د عبدالوهاب مفکورې کولای شوای چې ابن سعود واک ته ورسوي.

“د دوی کړنلاره د اوسني داعش په شان وه او هغه دا چې د هغو سیمو خلک چې دوی «فتح» کړې وې، مجبور کیدل چې د دوی قانون ته غاړه کیږدي. د دوی هدف د ویرې خپرول وو. “

د ابن سعود ټبر (قوم) د عبدالوهاب د مفکورو پر خپلولو سره اوس هغه څه کولای شوای چې پخوا یې پرته له کوم روښانه دلیله تر سره کول. دوی د وخت د عربي دود سره سم تل په خپلو ګاونډیو کلیو او بانډو باندې یرغل کاوه او د دوی شته به یې لوټول. یوازینی توپیر دا ځل دا و چې اوس یې کولای شوای دا ډول یرغلونه د جهاد تر نامه لاندې تر سره کړي. ابن سعود او عبدالوهاب همدا راز له نورو مسلمانانو د جهاد تر نامه لاندې د شهادت مفکوره هم جوړه او خپره کړه، ځکه شهیدانو ته د جنت ته د تلو لپاره دا تر ټولو «آسانه او بیړنۍ» لاره وه.

په لومړی پړاو کې دوی څو واړه کلي ونیول او خپل قانون یې پر دوی پلی کړ (د فتح شویو کلیو او ښارونو خلکو ته ډیره کمه خوښنه (انتخاب) ورکړ شوی و: یا وهابیت او یا مرګ). په ۱۷۹۰ کلونو کې وهابیانو د عربي ټاپوزمې ډیرې برخې تر خپلې ولکې لاندې راوستې وې او په متواتره توګه یې په مدینه، سوریه او عراق باندې یرغل کاوه.

د دوی کړنلاره د اوسني داعش په شان وه او هغه دا چې د هغو سیمو خلک چې دوی «فتح» کړې وې، مجبور کیدل چې د دوی قانون ته غاړه کیږدي. د دوی هدف د ویرې خپرول وو. په ۱۸۰۱ کال کې نوموړې ډلې د عراق په کربلا ښار باندې یرغل وکړ او د ښځو او ماشومانو په ګډون یې په زرګونو شیعه ګان ووژل. همدا راز د امام حسین د زیارت په ګډون یې د شیعه ګانو ډیر زیارتونه ړنګ او له مینځه یوړل.

یوه بریتانیایي چارواکي، ډګرمن فرانسیس وارډن چې په هغه وخت کې یې حالت په خپلو سترګو لیدلی وو لیکي: “دوی (وهابیانو) د کربلا ټول ښار لوټ او د امام حسین زیارت یې له مینځه یووړ… دوی همدا راز په یوه روځ کې د کربلا ښار له پنځه زره څخه ډیر اوسیدونکي په زړه بوږنونکې او ظالمانه ډول ووژل”.

د سعودي عربستان د لومړني دولت مورخ، عثمان ابن بیشار النجدي په ډیر ویاړ لیکي چې ابن سعود په ۱۸۰۱ کال کې د کربلا د جګړې په ترڅ کې ټولووژنه تر سره کړه: (موږ الحمدلله د کربلا ښار فتحه کړ. د ښار اوسیدونکي مو حلال او نور مو د غلامانو په توګه ونیول. موږ پر خپل عمل پښیمانه نه یو. موږ به له هر کافر سره همدا چلند کوو.)

عبدلعزیز په ۱۸۰۳ کال کې د مکې سپیڅلي ښار ته ننوت. د ښار اوسیدونکي د ډیرې ویرې او وحشت له کبله تسلیم شول (مدینه هم په همدې ډول تر ولکې لاندې راوستل شوه). له ننوتو وروسته د عبدالوهاب پلویانو ټول تاریخي او مذهبي عابدات، منارونه، قبرونه او زیارتونه له مینځه یوړل. په پای کې دوی لوی جومات ته نژدې د اسلامي تاریخ د څو سلیزو معماري له مینځه یووړه.

خو، د ۱۸۰۳ کال د نومبر په په میاشت کې یو شیعه کس، پاچا عبدالعزیز ترور کړ او د کربلا د ټولوژنې غچ یې ترې واخیست. له عبدالعزیز څخه وروسته د هغه زوی سعود بن عبدالعزیز د عربي ټاپووزمې «فتوحاتو» ته ادامه ورکړه. په ورته وخت کې عثماني امپراطوري نور نو تر پزې راغلې وه او نه یې غوښتل خپله امپراطوري ټوټه ټوټه وویني. په ۱۸۱۲ کال کې د عثماني امپراطورۍ مصري لښکر وهابیان او د هغوی پلویان له مدینې، جدې او مکې څخه په شا وتمبول. په ۱۸۱۴ کال کې سعود بن عبدالعزیز د تبې له امله ساه ورکړه او ومړ. د هغه کم بخته زوی، عبدالله بن سعود د عثمانیانو له خوا استانبول ته یووړل شو او هلته په زړه بوږنونکی توګه اعدام شو. (یو سیاح چې په هماغه وخت کې استانبول ته راغلی و لیکي چې عبدالله د استانبول په سړکونو د تحقیر کولو په موخه دری روځې وګرځول شو، بیا یې سر تر غوڅ او وځړلول شو. له هغې وروسته یې د ده سر له یو توپ څخه فیر کړ، زړه یې ترینه راوویست او په سینه یې ورته را وځړاوه).

په ۱۸۱۵ کال کې مصري لښکر (د عثماني امپراطورۍ په استازیتوب)، د یوې قاطعې جګړې په ترڅ کې د وهابیانو ځواکونه مات کړل. په ۱۸۱۸ کال کې عثمانیانو د وهابیانو پلازمینه، د الدرعیه ښار له مینځه یووړ او د سعودي لومړنی دولت یې نسکور کړ. پاتې ډیر کم وهابیان دښتو ته وتښتیدیدل او د ۱۹ پیړۍ تر ډیرې مودې پورې همالته آرامه پاتې شول.

داعش او د تاریخ بیرته راتګ

د هغه کسانو لپاره چې په اوسني عراق کې د داعش لخوا د اسلامي دولت جوړیدل د تاریخ بیرته راتګ بولي، د اوسنی اوضاع تحلیل کوم سخت کار نه دی. حقیقت دا دی چې وهابیزم د ۱۸ پیړۍ په اوږدو کې نه یوازې دا چې د نجد په دښتو کې نیست او نابود نه شو بلکه د لومړی نړیوالې جګړې په ترڅ د عثمانې امپراطورۍ په ړنګیدو سره بیرته را ژوندی شو.

د شلمې پیړۍ په اوږدو کې د ال سعود قوم مشري د عبدالعزیز په نامه یوه زیرک سیاستپوه کوله. ده د سعودي په دښتو کې د میشتو عربو کوچیانو په را ټولولو سره په دغه هیواد کې د اخوان ډله را مینځ ته کړه. د ده لپاره د نوموړې ډلې د جوړیدو موخه هم عبدالوهاب او د هغه د مفکورو لپاره جګړې وې.

اخوان د هغه سخت دریځو، نیمه خپلواکه، متعهدو او په وسلو سمبال وهابیانو نوې څیره وه چې نژدې وه په ۱۸ پیړۍ کې ټوله عربي ټاپووزمه لاندې کړي. اخوانیان د ۱۹۱۴ او ۱۹۲۶ کلونو په مینځ کې بیا هم د پخوا په شان وتوانیدل چې د مکې، مدینې او جدې ښارونه ونیسي. په ورته وخت کې عبدالعزیز ویره درلوده چې کوچي اوښتونکیو (انقلابیونو) د اخوان تر نامه لاندې، د ده پراخه ګټې له خطر سره مخ کړې وې. همداسې هم وشول: اخوانیانو بلوا وکړه او کورنۍ جګړه پیل شوه. نوموړې جګړې تر ۱۹۳۰ کلونو پورې دوام وکړ خو پاچا واتوانید چې دوی ته ماتې ورکړي او ټول له تغي تیر کړي.

په عربي ټاپوزمه کې د تیلو په پیدا کیدو سره پاچا عبدالعزیز ورو ورو د تیرو لسیزو واقعیتونو ته شا کړه. امریکا او بریتانیا هڅه کوله چې د عبدالعزیز زړه لاسته راوړي خو په ورته وخت کې یې غوښتل چې د هغه وخت د مشروع حکمران، شریف حسین ملاتړ هم ځان سره ولري. اوس نو هغه وخت رارسیدلی و چې سعودیانو باید یو نوی دیپلماتیک جوړښت را مینځ ته کړی وای.

له همدې امله وهابیزم په اجباري ډول د اوښتونکی (انقلابي) جهاد له حرکت څخه یو ټولنیز، سیاسي، مذهبي او د دعوت حرکت ته بدل شو. د دغه بدلون یو بل مهم دلیل هم دا و چې د حرکت پلویان باید د سعودي شاهي کورنۍ او د پاچا قطعی واک ته وفاداره پاتې شوې وای.

د تیلو د شتمنیو په واسطه د وهابیزم ترویج او صادرول

لکه څنګه چې فرانسوي عالم، ژیلیس کیپیل لیکي د سعودیانو هدف دا و چې د تیلو د شتمنیو له لارې وهابیزم د اسلامي نړۍ ګوټ ګوټ ته ورسوي او د اسلام په وهابي کولو سره څوګونې اسلامې مفکورې یوې خاصې مفکورې ته را کمې کړي. له همدې امله د نرم قدرت د ښکاره کولو په دې پروسه کې یې په میلیارډونو ډلاره پانګونه وکړه او تر اوسه هم دوام ورکوي.

د نرم قدرت په برخه کې د میلیارډونو ډالرو همدې پانګونې په ترڅ کې وهابیت د اسلامي هیوادونو په ښوونېز، ټولنیز او کلتوري سیستم کې ور ګډ شو. همدا راز د سني اسلام د مدیریت او رهبرئ او د امریکا د ګټو د خوندې ساتلو لپاره د سعودي عربستان چمتوالی دې سبب شو چې د لویدیځوالو پالیسي تر ډیره حده پر سعودي عربستان باندې اتکا وکړي. نوموړې اتکا د امریکا په جنګي بیړۍ کې د پاچا عبدالعزیز او د امریکا د ولسمشر، روزولت له هغه غونډې (کله چې د امریکا ولسمشر د ياتا له غونډې څخه بیرته ستنیده) څخه وروسته چې د دوهمې نړیوالې جګړې د پای په روځو کې تر سره شوه، تر اوسه دوام کړی.

لویدیځوالو د سعودي عربانو د شتمنیو، د هیواد د عصري کولو د پروګرامونو او اسلامي نړۍ ته د رهبرۍ په لیدو سره فکر کاوه چې د سعودي سلطنت به د نوې نړۍ غوښتنو ته ځواب ووایی او سني اسلام به په ښه ډول رهبري کړي.

“که داعش له یوې خوا په پوره ډول یوه وهابي ډله ده، له بلې خوا له وهابیانو څخه لا هم سخت دریځه ده. دا لزوما په دې مانا ده چې د داعش حرکت د وهابیت د اصلاح لپاره په لاره اچول شوی”.

خو، په ۱۹۳۰ کلونو کې د سعودي اخوانیانو اسلامي طریقه مړه نه بلکه په شاتګ کړی و او د سعودي عربستان د سلطنتي سیستم په ځینو برخو یې کامل کنټرول تر ننه ساتلی دی. له همدې امله د داعش په وړاندې د سعودی عربستان په رفتار کې په ښکاره توګه دوه مخیتوب لیدل کیږي.

که داعش له یوې خوا په پوره ډول یوه وهابي ډله ده، له بلې خوا له وهابیانو څخه لا هم ډیره سخت دریځه ده. دا لزوما په دې مانا ده چې د داعش حرکت د وهابیت د اصلاح لپاره په لاره اچول شوی.

داعش د دې پر ځای چې په مدینه منوره کې د محمد (ص) ژوند او اسلامي اوامرو ته پام وکړي، د اسلام د لومړنیو دوو خلفاوو اعمالو ته ګوري. همدا راز دوی د سعودیانو لخوا په قانون د حاکمتیا حق هم نه مني او ردوي یې.

په داسې حال کې چې د سعودي سلطنت د تیلو له زیرمو څخه د لاسته راغلو شتمنیو له وجې په یو لوی دولت بدلیده، د اخوانیانو پیغام د سلطنت په مینځ کې په ښه ډول واوریدل شو (سره له دې چې پاچا فیصل د عصري کولو لوی کمپاین تر لاس لاندې نیولی و). په سعودي عربستان کې ډیر نارینه، ښخې او شیخان د اخوانیانو د اسلامي طریقې ملاتړ کوي. که رښتیا وویل شي، اسامه بن لادن په تیرو لنډو وختونو کې د نوموړې طریقې تر ټولو مهم استازی و.

په اوسني وخت کې د داعش لخوا د سعودي عربستان د پاچا واک تر پوښتنې لاندې راوستل، یو ستونزمن شی نه بلکې د سعودي د وهابیانو د پروژې ریښتونې راستنیدنه ده.

د سعودي عربستان او لویدیځو هیوادونو لخوا د هغه ګڼ شمیر پروژو (د سوسیالیزم په وړاندې مبارزه، بعثیزم «د بعث ګوند»، ناصریزم «عربي ملتپالنه»، شوروي اتحاد او د ایران اغیزمنتیا) د ګډ مدیریت په ترڅ کې چې د لویدیځ لخوا په لاره اچولو شوې وې، د لویدیځ سیاستوالو د سعودي شاهی دولت مهمو کارنامو (شتمني، عصري کول او اغیزه) ته پام کړی. خو، دوی لکه د بل هر وخت په شان د وهابیانو راپورته کیدل له پامه غورځولي.

تر ټولو مهمه دا چې د لویدیځ د استخباراتي ادارو په آند په افغانستان کې د شوروي اتحاد د او په منځني ختیځ کې د هغه مشرانو د را پرځولو لپاره چې دوی نور ورته اړتیا نه درلوده، اسلامی سخت دریځه حرکتونه تر ټولو ګټور وو.

پورتنیو واقعیتونو ته په کتو سره ښایی ډیر خلک وپوښتي چې:

آیا دا د اریانتیا خبره ده چې د شازاده بندر (د سعودي عربستان د شاهی دولت د عمومی استخباراتو مشر) او لویدیځوالو له خوا د را مینځ ته شوو هغو ډلو له مینځ نه به چې د بشار اسد په وړاندې جنګیږي، د داعش په شان ظالمه او سخت دریځه ډله را پورته شي؟

آیا دا د اریانتیا خبره ده چې په داسې حال کې چې د وهابیت په هکله دومره کم پوهیږو فکر وکړو چې د اوسنۍ زمانې هغه جنګیالي به چې په سوریه کې په جګړه بوخت دي، بیرته مذهبي جګړو ته نه ښکیل کیږي؟

ولې موږ باید دا فکر کړی وای چې سخت دریځه وهابیت به منځلاري جوړښتونه را مینځ ته کړي؟

او ولې موږ باید دا فکر کړی وای چې د «یو واک، یو واکمن او یو جومات قانون ته د تسلیمیدو او کنه وژل کیدو» مفکوره به بالاخره د منځلارۍ او د یو او بل د زغملو جوګه شي.

خو، دا هم شونې ده چې موږ هیڅ وخت دا فکر نه دی کړی.

38 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *