Categories

اعلان

Loading…

په انټرنیټ کي د تېري اوونۍ ناسم خبرونه

ژباړن: احمدشاه-کندهار

What was fake on the Internet this week:

The Washington Post

Caitlin Dewey

دوې ورځي مخکي مي د تاند پاڼه خلاصه کړه او په هغه کي مي د ښاغلي واصفي صاحب د مرګ خبر «د کندهار مخور عزيزالله واصفي له نړۍ سترګي پټي کړې» ولیدی ( خدای دي یې وبخښي). هغه لیکنه مي خلاصه کړه او په پای کي یې د ده د اولادونو په اړه پر څه ناسمو معلوماتو پېښ سوم. وروسته مي د انټرنیت په خبري رسنیو کي د دغه ناسمو معلوماتو د تکثیر خبره هم واورېده.

پرون بیا پر یو بله لیکنه پېښ سوم، چي د واشینګټن پوست له خوا په انټرنیټ کي د غلطو معلوماتو د خپرېدو په اړه وه. نو د هغه ناسم خبر د سمېدو او په عین وخت کي د اوسنۍ ټکنالوژۍ له لوري د ناسمو معلوماتو د پراخېدو په برخه کي مي دا ضرور وبلل، چي ستاسو دوستانو سره یې شریک کړم او په دې توګه متوجه اوسو، هر څه چي په انټرنیټ کي خپرېږي حتمی نه ده، چي کره او چوڼلي معلومات دي وي.

لومړی د ارواښاد واصفي صاحب زامن څلور دي، چي مشر یې بشیر، عزت الله، نعمت الله او وحیدالله نومېږي او ورور یې عبدالقدوس خان نومېد، خو سناتور نه وو. سناتور عبدالقدوس خان د کندهار یو بل مشر وو، چي په قبیله بارکزی وو او څو کاله مخکي په امریکا کي وفات سوی دئ.

اوس به تاسي ته هغه ژباړه په څه لنډه توګه وړاندي کړم ، چي په واشنګټن پوست کي خپره سوې وه:

هره اوونۍ د انټرنیټ له لاري دومره ډېر غلط معلومات خپرېږي، چي موږ یې د ټولو د راټولولو څخه خسته سوي یو. لکه په : Fake Twitter fights. Fake pumpkin-spice products. Amazing viral video? Nope — a Jimmy Kimmel stunt! او په داسي نورو کي.

هغه ناسم معلومات چي، د اوونۍ په ترڅ کي هره ورځ زموږ د مانیټورونو له لاري رارسېږي، معمولاً سره راټولېږي او د اوونۍ په پای کي د نورو سره شریک کېږي. چي په دې توګه دغه ناسم معلومات د سمېدو پر ځای نور هم تکثیرېږي.

که آماده یاست؟ نو دا دي په انټرنیټ کي د تېري اوونۍ ځیني مهم غلط معلومات:

  1. (د امریکا) په بالتیمور کي د روانو پېښو په اړه خورا نابلده او د پوښتنو ډک خبرونه. لکه:

د   The Fourth Estate له خوا په خپاره سوي خبر کي چي ماخذ یې هم   “anonymous sources,” ښوولی دئ، لیکلي دي: ( هغه څوک چي د پولیسو په توقیف کي د هغه د مرګ په غبرګون کي، تېره اوونۍ په بالتیمور ښار کي پراخي مظاهرې وسوې او ډېري خرابۍ ورسېدې) « (فریدي ګرې) تر توقیف مخکي د ملا تکلیف درلود او یوه اووني مخکي یې د ملا عملیات کړی وو. دی باید په کور کي په استراحت بوخت وای، نه دا چي په بازار کي یې مخدره مواد خرڅول.». په داسي حال کي چي پولیسو د ده او د مخدره موادو په تړاو هیڅ هم نه دي ویلي. د پولیسو په اسنادو کي د ده د توقیف دلایل د پولیسو څخه ځغستا او د ده په جېب کي یې د کتي چاکو پیدا کېدل بللي دي. د ده د کورنۍ وکیل هم د ده د ملا تکلیف او عملیات غلط معلومات بولي او په دې اړه هیڅ شواهد هم نسته. خو دغه خبر د انټرنیت د فېسبوک له لاري ۹۰۰۰۰ ځایه شریک سوی دئ.( د دغه حادثې په اړه نور ناسم خبرونه هم ول، ما ټول ونه ژباړل)

  1. د اوسنۍ انترنیټي نړۍ یو مشهور app چي WhatsApp نومېږي، د نیپال د تېري اوونۍ د زلزلې په اړه خپاره کړي دي چي: « نوري درنې زلزلې رارواني دي او د هغه وخت یې هم دقیق ښوولی دئ، چي د ماپښین پر ۸:۰۶ به دغه زلزله پېښېږي». دا هغه څه دي چي د امریکا ناسا او د هند دولت د هغه په اړه هیڅ هم نه دي ویلي او بله یې لا دا چي د اوسنۍ پرمختللي ټکنالوژۍ سره، سره د یوې زلزلې دقیق وخت ټاکل ناممکن بلل کېږي. د دغه افوا په اړه د هند مخابراتو وزیر زارۍ وکړې چي دغسي غلط معلومات دي د انټرنیټ له خوا نه خپروي.
  2. په انټرنیټ کي د نیپال په اړه دوې وېډیوې خپرې سوي دي “CCTV footage of [a] swimming pool” ، چي د یوې لیدونکي یې ۷۷۰۰۰۰ پلا (ځله) او د بلي لیدونکي یې ۱۷۰۰۰۰ پلا دي. د دغو وېدیوو په اړه د بی بي سي د سه شنبې په راپور کي راغلي دي ، چي د حوض پېښه اصلاً په مکسیکو کي ثبت سوې حادثه ده او بله یې په مصر او نورونامعلومو ځایو کي ، خو نه د نیپال د زلزلې وېډیو.
  3. د سعودي عربستان په مکه ښار کي «د حلالو جنسي شیانو د پلورنځي» خلاصېدل یو بل هغسي ناسم خبر دئ، چي اصلاً دغه شیان د یو ویبپاڼي له خوا خرڅېږي او د هغه خرڅونکي د فرانسې خپروني (France 24) ته ویلي دي: « دا ډېره جالبه ده چي څونه غلط معلومات د انټرنیټ له لاري خپرېږي او ده د مکې په ښار کي د دغسي یوځای د خلاصېدو په اړه هیڅ اقدام هم نه دئ کړی.»
  4. هغه خبر چي له (Newswatch 28) څخه خپور سوی دی، ویلي یې دي: « ۷۶ کلنه ښځه چي خپل ۴۲ کلن کوچني ته یې د (KFC) په رستورانت کي شیدې ورکولې، د رستورانت څخه نه ده ایستل سوې» دغه نه باور کېدونکی نکل په انټرنیټ کي ۱۰۰۰۰۰ خلکو کتلی دئ. (له دې خبرپاڼي څخه داسي نور ناسم خبرونه هم خپاره سوي دي.)
  5. د امریکا د سنا د یوه غړي، د څو میاشتو مخکي د ټپي کېدو په اړه چي اصلاً په تمرین کولو کي خوږ سوی وو، خپاره سوي دي، چي « د ده ورور دی وهلی دئ.». هغه چي وروسته د امریکا په «لاس وېګاس» ښار کي د خپرونکي له خوا ومنل سوه چي «ده غوښتل دا ثابته کړي، د انټرنیټ له خوا خپاره سوي معلومات هر کله صحیح نه وي.»

278 total views, 1 views today

1 comment

  1. احمد Reply

    ګرانه !

    زه هم حیران شم کله چی د واصفی صاحب ه=خبر می لوست د نعمت الله نوم پکی نه او ما هغه د نژدی نه پیژاند کله چه په ننګرهار لیسه کی درس ویل او د ننګرهار د فوټبال د ټیم ټکړه ګول سات اوو

    په درناوی

Leave a Reply to احمد Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د پاچا امان الله؛ اصلاحات او مخالفتونه/ زاهدخلیلي

پاچا امان الله په ۱۹۱۹ کې د خپل پلار له وژل کېدو وروسته پاچا شو. پوځ، لوړ پوړو چارواکو او…

د پاچا امان الله؛ اصلاحات او مخالفتونه/ زاهدخلیلي

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2