Categories

اعلان

Loading…

افغانه پیلوټه وايي د داعش او طالبانو ځپلو ته د خپل سر په بیه چمتو ده

خبریال: میرویس جلالزی – د افغان جنګي الوتکو یوازینۍ ښځینه پیلوټه وايي دا چمتو ده چې شپه او ورځ د هیواد د دښمنانو د تباه کولو لپاره الوت وکړي او د دښمن مورچې دړې وړې کړي.

نیلوفر رحماني د طالبانو له واکمنۍ وروسته لومړنۍ افغانه ښځینه پیلوټه ده چې د جنګي الوتکو د پورته کولو او په لوړه او تکتیکي توګه له هوا نه د دښمن د ځالو د نښه کولو او بمبارۍ وړتیا لري.

۲۳ کلنه رحماني، چې په افغانستان او امریکا کې یې د جنګي الوتکو روزنه تر لاسه کړې، اوس مهال په کابل کې د هوايي قواوو په قوماندانۍ کې په دنده بوخته ده.

نوموړې وایي چې طالبانو، دې او د دې د کورنۍ غړیو ته په وار وار د وژلو ګواښونه کړي لیکن د طالبانو د اخطارونو پروا نه لري.

پیغله رحماني وايي، د داعش او طالبانو پر ضد په عملیاتو کې د دې برخه اخیستل یې لوی آرمان دی چې د خپل وطن د آبادولو لپاره یي په زړه کې لري.

1دا افغانه پیلوټه، چې ویل کیږي اوس د نړۍ په کچه د جنګي الوتکو مینه والو ته په یوه سمبول بدله شوې، په دې باور ده چې ښځي کولای شي د نارینه وو په شان جنګي او ترانسپورتي الوتکي والوزوي او ترینه د خپل ملک او ملت په ګټه کار واخلي.

میرمن رحماني وايي کولای شي په هر راز سختو حالاتو حتی د سختو اورښتونو پر مهال الوت وکړي او د ملي پلیو ځواکونو د ملاتړ لپاره د ملک په ګوټ ګوټ کې هغوی ته هوايي ملاتړ ورسوي.

افغانستان تر ۱۳۷۱ کال پوري د سیمې په کچه یو غښتلی هوايي ځواک درلود چې د ټولو جنګي او ترانسپورتي پوځي الوتکو شمیره یي د ۴۰۰ شاوخوا وه خو تنظیمونو له منځه یووړې.

16 total views, 1 views today

5 comments

  1. حامد Reply

    زه فکر کوم چه نيلوفر رحمانی هيڅ رسنۍ سره مرکه ونکړی او دا هر هر څه د هغی د ژوند په خطر کی اچولو لپاره کيږي. ټول ملکونه لدی څخه تکړه پيلوتان لري خو هغوۍ د خپلو پيلوتانو شناخت په داسی شرايطو کی هيڅکله نه ښکاره کوي.

  2. samiullah Matoonwall Reply

    ویاړم چی افغان یم
    ځکه چی د افغان د خولی څخه بی غیرته حبره ډیره په ګرانه اوزی او ویاړ پرداسی باشهمته پیغله کوم خو څه وکړو چی بی وسی ده وسایل نه لر ګنی د هیچا ځینی کم نه یو.

  3. wahidullah Reply

    شاید خو ګمان نه کوم

  4. Mohammad Khalid Reply

    امریکا طیاره دارد ولی بدون پیلوت پرواز می کند ما پیلوت داریم لاف می زند ولی چی را پرواز دهد طیاره را که از قرن 18 است. بمب در غزنی می اندازد ومیفتد در کابل. ما افغانا هیچ وقت از لاف نمی مانیم

  5. Mohammad Khalid Reply

    امریکا طیاره دارد ولی بدون پیلوت پرواز می کند ما پیلوت داریم لاف می زند ولی چی را پرواز دهد طیاره را که از قرن 18 است. بمب در غزنی می اندازد ومیفتد در کابل. ما افغانا ها هیچ وقت از لاف نمی مانیم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *