Categories

اعلان

Loading…

د کيسو کيسې: بریالۍ څېره/ ايمل پسرلى

عادت مو دی که څوک راباندې ګران وي عیب په کې نه وینو او که مو له چا ښه نه راځي ښو ته یې هم دلیل پسې غواړو چې څه چل به په کې وي. شاید همدا دلیل به وي چې په ډېرو کیسو کې مو ښه څېره عیب نه لري او په بدې څیرې کې کمال نه وینو. لکه هندي فلم. خو حقیقت داسې نه دی. په رښتیني ژوند کې له ښو هم بد پېښېږي او بد هم کله نا کله د ښو په لور لار غلطوي. خو بریالی لیکوال یا لیکواله هغه دی یا ده چې څېره داسې انځور کړي چې دغه ضد او نقیض حالت یې لوستونکي ته قانع کوونکی وي. د شفیقې خپلواک د « ژوند » په نامه کیسه ګومان کوم دا کمال لري. لومړی به یې کیسه ولولو:

((ژوند

كنري مې اخيستې وه. زرغون قفس كې مې ساتله. ورته خوشاله وم. چې يوازې به شوم خبرې مې ورسره كولې. د وزرو ټپولو به يې خوند راكاوه. سهار وختي به مې د شنې ونې ښاخ كې قفس ځوړند و. چغېدل به يې د روانو اوبو د غږ غوندې اراموونكي و. پلارمې راغی . ورته ويې كتل. سر يې وښوراوه. د قفس ور يې پرانيست. كنري وزرې وټپولې والوته. چيغې مې كړې، پسې منډې مې كړې. خو ورو ورو مې له سترگو پناه كېده. ژړا راغله، لاس تر زنې چمن کې كېناستم. پلار مې موسك و. روانېدو كې يې وويل:
– لورې ژوند وركوه، ژوند مه اخله.
خالي قفس مې تر ډيره ساتلی و. پنځلس ورځې وروسته له مکتبه راغلم. پلار مې ډيرې مرغۍ راوړې وې. تره مې سرونه ترې پرې كول. ورته ومې كتل. زړه مې وبرېښېده. تشناب ته مې منډه كره يخې اوبه مې مخ ته واچولې. ماښام ټولو د مرغيو غوښه په خوند خوړله. ما حيران ورته كتل. پلار مې غوښه راته ونيوله. ستونی مې ډك و . ومې ويل:
– زه ژوند نه شم اخيستی .
پلار مې راته وكتل ، سترګې مې ډكې وې. غلی شو ، غوښه يې غاب كې كېښوده، اوبه يې غوړپ كړې. زه برنډې ته ووتلم.))

په دې لنډکۍ کیسه کې د پلار څېره اور وي اوبه شي، نرم وي کلک زړی شي او بالاخر د خپلو اعمالو په وړاندې لکه تسلیم شوی سوړ پاتې شي.  په دې کیسه کې پلار د اولاد دا عمل ښه نه بولي چې یو مرغه یې په قفس کې ساتلی. لیکواله یې نه وايي چې ولې. یوازې د پلار سر ښورول یادوي لکه له دې چارې چې خوښ نه وي. دغلته  لیکواله لوستونکي ته د فکر واک ورکوي چې د پلار د عمل په دلایلو خپله چورت ووهي. ایا پلار په دې دا کار کړی چې عمومآ په ټولنه کې ځینې د مرغانو ساتل او پالل ښه نه بولي؟ ایا پلار خواخوږی انسان دی چې د مرغه بند نه شي زغملی؟

د کیسې بله جمله چې د پلار د خولې مکالمه ده راته وايي چې پلار خواخوږی انسان دی. لور له ژوند سره مینې ته وربولي. له دې ځایه وروسته د پلار بل اړخ وینو. لیکواله وايي پنځلس ورځې وروسته یې بل حالت ولید. د ۱۵ ورځو عدد جالب دی. نیمه میاشت ده. شاید لیکوالې دا عدد په لوی لاس په دې را اخیستی وي چې له همدې ځایه وروسته د کیسې بله نیمايي، د پلار د څیرې بل اړخ راښيي. د پنځلسو عدد ښه غوره شوی دی.

په دې دویمه برخه کې پلار ژوندي مرغان راوړي. خپله یې نه په ورور یې حلالوي. بیا نیمايي برخه، بله برخه ده. ده ژوندي راوړي خو د ده ورور ترې ژوند اخلي. دلته پلار له خپل پخواني کرکتره ۱۸۰ درجې اوښتی دی. خو د ډوډۍ پر وخت پلار بیا مهربانه څیره ده، خپلې لور ته خواړه ورکوي. خو چې لور یې خپل نصحیت ورپه زړه کوي له خوړو لاس اخلي.

په دې ډول د پلار دا څېره لیکواله ښه، بد او بیا ښه انځوروي او غوره یې لا دا چې په قانع کوونکي ډول یې دا کار کړی دی. په دې کیسه کې موږ داسې څیره موندلې چې رښتینې ده او لیکوالې د معقولو پېښو په پنځولو په موږ منلې ده. د بریالۍ څېرې کښنې ښه هڅه په همدې « ژوند » نومې کیسه کې وینو.

55 total views, 1 views today

1 comment

  1. Qasam khan hemat Reply

    مننه په زڑه پوری

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *