Categories

اعلان

Loading…

آیا مجاهدین باید ببرسري او بډوهلي وي؟

عبدالجمیل ممتاز

همدغه ځای د اندیښنې دی! که د مجاهدینو نوم ژوندی دی، بیا یې نو پخپل باور د جهاد نوم ولې دلته له منځه وړی دی؟ هغه څوک چې اوس مهال د جهاد په نوم په سنګر کې پراته دي او وايي چې پر افغانستان باندې یرغل شوی او باید د دغه یرغل پر وړاندې مقاومت او جهاد وشي، ولې یې دوی مردود بولي؟ که چېرې جهاد شته او په اوس وخت کې یې شرایط هم برابر وي، نو بیا ولې مجاهدین د خپلو ماڼیو او قصرونو له لخکه بهر ته پښې نه را اړوي؟

دا هغه پوښتنې دي، چې دغه ناخبره او له علمه پاتې ملت ته تر اوسه پورې بې ځوابه پاتې دي، د دوو لارو نه، ان د څو لارو په منځ کې حیران دریان ولاړ دي، د چا ومني او د چا په ټنډه کې د خدای رضا باندې ډاډمن شي. دوی خواران خو تر اوسه لا د دې نه دي شوي، چې د حق او باطل تر منځ تفکیک وکړي، سم لکه ړانده، چې هر چا د لارښونې او مرستې په نوم له لاسه ونیول، ورسره روان دي.

په دې خاوره کې باید زه، ته او هغه ټول مجاهدین واوسو؛ دا چې د مجاهد او جهاد مفهوم او مقصد څه دی، مهمه نه ده؛ یوازې کافي ده چې سر دې ببر وي، بډوهلی او ویرونکې څهره ولرې، قانون دې په جېب کې پروت وي او هغه د چا خبره په فلک کې هم ری ونه وهې؛ دا د مجاهدتوب اصلي ارکان دي. ګنې نو، نه دنیا سمه خوړلی شي او نه آخرت؛ نه دې ژوند حلال دی او نه مرګ.

زه خو همدې خبرې ته حیران یم، چې ولې دلته هر څه، هر فرهنګ، هر نظام او هر بهیر پرته له دې چې لومړی یې تعریف، تیوري او فلسفه خلکو ته روښانه شي، ناببره رادننه شي او د سوټي په زور د عملي کولو په موخه دا خلک بدبخته کړي، وینې یې وبهوي، هدیرې ورباندې ولړي، وروسته یې که اهداف ومنل شول یا نه، چا سره یې پروا ځکه نه شته، چې په دغو ټولو وضعیتونو کې تر ملي ګټو، شخصي یا پردۍ ګټې بیخي ډیرې مطرح وې او دي.

زه چې څومره پوهېږم، جهاد او مجاهد یو د بل لازم او ملزوم دي، کله چې جهاد شتون ونلري، په هیڅ ډول کوم څوک مجاهد نشي کیدی، دا نوم د چا د پلار او نیکه نه دی، چې که زورور او شتمن وې، مجاهد یې، کنه نو په هیڅ کې شمېرل کیږې.

د قدرت او ځواک ترلاسه کولو لپاره هلو ځلو ته خو جهاد نشي ویل کیدی، یا دا چې د بل حیثیت او وقار تر پښو لاندې کړه یا یې ووژنه، شخصي یا دولتي زمکې په زور ونیسه، پر تعلیمي او خدماتي ځایونو باندې خپل نوم په زور وټومبه، د قانون پروا مه کوه او په لسګونو وسلوال په ځان پسې روان کړه؛ څه دي چې مجاهد صاحب یې، جهاد دې کړی دی، اوس خو نو خامخا د دغو کارونو حق لري. که څوک ستا مخه نیسي، یا درنه شکایت کوي، نو ښه نه کوي، هرو مرو به يې سزا ویني.

آیا دا کار او دا اخلاق د رښتیني جهاد په تاریخ کې کوم اصل لري؟ آیا د رښتیني مجاهد شان به دا تګلاره وزغملی شي؟ نه هیڅکله نه!

د جهاد له امله موږ څه باندې یو نیم میلون شهیدان ورکړل، په میلونونو یتیمان، کونډې رنډې او معلولان راپاتې شول؛ چې دا ټول یوازې د یوې سیمې، یوې ژبې، یو قوم او یو مذهب خلک نه ول او نه هم ددغو ټیکه دارنو له کورنیو څخه ول، چې اوس یې پر افتخاراتو او امتیازاتو باندې خېټه اچولې ده.

د هغوی له درد او څړیکې نه د افغانستان ګوټ ګوټ دردېدلی او رنځېدلی دی؛ د افغانستان قدم قدم خاوره د هغوی د قربانۍ په وینه سره شوې ده. بیا یې وایم! دا یوازې د هغو قربانیانو په وینو، چې هغه وخت یې هم په سنګر کې د پښو کولو لپاره څه نه درلودل او نن هم په کور کې د اغوستو او خواړو لپاره څه نلري. هغه وخت یې هم د خپلې سپیڅلې مبارزې په بدل کې امتیاز ته تمه نه درلوده او نن هم دا وايي چې جهاد خاص د خدای د رضا لپاره و، له وطن او ناموس نه د ساتنې لپاره و او بس.

تعجب خو دا دی چې د جهاد له پای ته رسېدو راوروسته، بیا هم د تېرو دوو لسیزو په لړ کې د همدغو خلکو لخوا چې اوس ځانونه مجاهدین بولي، په زرګونه زرګونه انسانان ووژل شول، د دولت او ملت مالونه چور او لوټ شول، مظلوم او بې ګناه خلک نور هم وځپل شول، په زرګونه جریبه زمکې غصب شوې او ……. ډېرې ناتارې ترسره شوې؛ خو سره له دغو شرمونو یې بیا هم د مجاهد نوم همغسې پر ځانونو پورې کلک ټومبلی دی، چې نه یې د خجالت احساس وکړ او نه یې له خپل ضد نه لاس واخیست.

دلته یو مهم ټکي ته اشاره کوم، هغه دا دی، چې دا خلک چا ته د مجاهد په سترګه ګوري؟

شاید زیاترو ته دا راز معلوم هم وي، خو زه به یې بیا بربنډ کړم.

کله چې یو څوک دوه درې تنه ووژني، هغه بیا نور په کلي کې د اوسېدو ځای نلري، کله چې یو څوک له دولت نه د یو جرم په پلمه پټ ګرځي او یا بل دغسې بدبخته او رټلی انسان چې په ټولنه کې یې ځانته اغزي کرلي وي، دا ټول دغو ښاغلو ته پنا وروړي او دوی هم پرته له کومې ګروېګنې، وسله پر غاړه ورواچوي او خپلو شاوخواو ته یې لکه د لیوانو په شان په ځانونو پسې خوځولي وي.

په خدای قسم دی، چې د افغانستان مسلمان ملت له دغو ببر سرو او بډوهلو نه ډېره کرکه کوي.

آیا مجاهدین باید ببر سري او بډوهلي وي؟ کنه! په اصل کې نورې ځانګړنې لري، چې بدبختانه، بدبختانه یا خو دوی ورباندې نه پوهیږي او یا هم سترګې پرې پټوي.

څو کاله وړاندې د هغه بریتانوي شهزاده په اړه ټوله نړۍ وغږېده، چې هلمند ولایت ته د ایتلافي ځواکونو په چوکاټ کې د طالبانو پر ضد د جګړې لپاره راغلی و، هغه زلمی تر هغې پورې بېرته خپل وطن ته ستون نشو، څو یې د مکلفیت موده بشپړه نه کړه.

دا خبره مې تر دې پورې راواخیسته، چې زموږ هیواد هم بې شهزاده ګانو نه دی، خو دغو نازولو نه یوازې د سنګر مخ نه دی لیدلی، بلکې د خپل ژوند نیم عمر یې هم دلته په خپل هیواد کې نه دی تېر کړی. زیاتره یې نه په اسلامي ارکانو پوره خبر دي او نه هم د خپل افغاني فرهنګ ساتنې ته ژمن دي.

دوی دا دی نن یې پخپلو سترګو وینو چې مجاهدین صاحبان دي او سبا هم لېرې نه دی، چې له خپلو پلارانو نه د ورپاتې رهبرۍ له برکته به د دغه ناچاره او ویده ملت تپل شوي رهبران وي، لکه چې ومو لیدل.

56 total views, 1 views today

4 comments

  1. mohammad ehsan Reply

    چا چې د قدرت ،پیسو او خپل شان او شوکت لپاره جهاد کړی وی څنګه به وکړای شی چې له خپلو شخصي ګټو څخه دخدای درضا په خاطر تېر شي او قرباني ورکړي.

  2. رفیع نظری Reply

    د هغوی چی جهاد فی سبیل الله یی کړی دی ، د هغوجهاد به خدای قبول کړی . د شهیدانو دجنت الفردوس نصیب او د کونډو ، یتیمانو او مظلومانو د الله ج ملګری شی.
    د دی نورو ببرسرو ، بډوهلو د مظلومانو قاتلینو او د مشرانو د ساتونکو جهاد فی غصب الارض و الحقوق خلق الله یواځی د قدرت په خاطر دی ، له دوی نه د ولسونو نفرت ، کرکه او حتی استفراق راځی.

  3. خالده خالد Reply

    افغان ملت نه بې خبره اونه بې علمه ده. هر چا په خپله وسه ځان رسولئ خو دریغئ چه هره خوا له مافیاوو ډکه ده خپل کور خپله خاوره ئې موږ ته سور اور ګرځولې !؟؟؟؟؟؟؟
    چـا تـه ووایــم چـه خـدایـږو نـور دی بـس ـــــــــــــ دافــغـــــــــان پـه وینـوشـوی دئ اود س
    په مــکه کې ټولووکړل قرانـونه ،قســمونه ـــــــــــــ دملت په وینوئې ډک کړل سره سیندونه
    پــه هـــوا کـې دمـــرغـانـــوغــــاړې بندې ـــــــــــــ چـه پـه ویـنـو ئې بـڼـکې شــولې رنــګې
    زمـــوږ هـــوا ده پــه بــاروتــوزهـــرنـاکه ـــــــــــــ دا سپـیڅـلې مځکه څومره شوه زهرناکه
    آ؛ نـــرۍ لاره چـه نـوم ئـې وو وریـښــمـن ـــــــــــــ نـن کــدم پــه کیـــښـود هـره خـوا دښمن
    دســکوت ژبـه مـې غـوڅـه پـه دنـیـا شــوه ـــــــــــــ دافــغــان دادې ورکـــه نــن ژړا شــــوه
    پـه ګـوګـل کـې له ژړا تیـږې عُـقدې شـوې ـــــــــــــ په هر چا باندې ئې خامې عقـیدې شوې
    دمـذهـب اودنـامـوس پـه نـامـه تــــــــورې ـــــــــــــ هره خواکې خویندې میندې شولې بورې
    هــم پـه دې هــم هـغـې دنـیـــا دي ســـپـک ـــــــــــــ دپــښــتـو دودو دســتــور ئې کړلوورک

  4. babrak Reply

    ډیره ښه تحلیل شوی مننه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *