Categories

اعلان

Loading…

د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې ۱۸ امنیتي ځواکونه وژل شوي

تاند- راپورونه وايي چې وسله والو طالبانو تېره شپه د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي چې له کبله یې په لسګونو تنه وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

د بدخشان د ولایتي شورا ريیس عبدالله ناجي نظري رسنیو ته نن وویل چې د طالبانو د تېرې شپې د حملې په نتیجه کې ۱۷ امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۲۰ نور ژوبل دي. ویل شوي چې لږ ترلږه ۱۰ پولیس بې درکه دي او ۱۷ موټرونه یې د یاغیانو لاس ته ورغلي دي.

د سیمې اوسېدونکي بیا وايي چې څو امنیتي پوستې د دولت د وسله والو مخالفانو لاس ته ورغلي او امنیتي ځواکونه اړ شوي چې د ولسوالۍ مرکز ته شاتګ وکړي.

د بدخشان د ولایتي شورا ريیس وايي چې په جرم او وردوج ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو شمېر لږ دی او وسله وال طالبان له دې ضعفه په استفادې په دواړو ولسوالیو کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.

نژدې یوه میاشت مخکې وسله والو طالبانو په جرم ولسوالۍ کې په ورته ډله ییز برید کې په لسګونو افغان امنیتي ځواکونه ژوندي ونیول او بیا یې سرونه ورپرې کړل.

278 total views, no views today

1 comment

  1. جنرال حبيب الله جلالزوي2 Reply

    دبدخشان دولايت ددولتي او بارالا ماني غرو بأندي احترامانه زغ كوم خاصتاء داستاد رباني به زوي جه اوس دخارجه جارو وزير دي .
    تاسي جيري ي كله جه به أتم دثور كابل شهر ته راننوتي تول شهر مو ه اوله مرحله كي تاسي بدخشيانانو او بنجشيرانو او دمزار شريف داستاد عطا به نامه جباول كرو جور اوجباول كر هيخ مو رأته بري نه شوده حتي خامه كورونه مو ويجار كره دروازي او دبوشش لركي مو دبازار به أرز انه نرخ داو طلبي ته وراندي كره .
    جور كولو ته آماده وي مكر اوس دخبلو ورونو دننك اوناموس خخه دفاعٍ نه شي كولي .
    دريس جمهور او داجرايه ريس خخه ديو افغان جنرال به توكه تقاضي كوم ،ورانديزونه كوم جه دبدخشان تو ل دولتي ،دشورا،اونور لوربوري ملكي او نظامي بدخشيانانو راتول او دبدخشان دفاع تع وليزل شي .
    تاسي وكوري جه خود به خوده ارامي منخ ته راخي اوكه نه.
    دا دطالبانو او ددولت جنك نه دي دد دبدخشان داولس ،او داولس دمشرانو ،أربابا نو،وزيرانو،او نورو لوربورو خبل منخي اختلاف دي به معدنو نو بأندي ..دغو أشخاصو جه قتلونه كري .،سرونه ءي غوخ كري دا تول دمركزي دولتمندانو مسلح كسان دي جه اوس همدو مسلح كري خداي دباره دواره داكترانو ستركي وغروي دظالمانو طرف داري مه كوي خلكو ته نجات وركري خاص تاء داكتر عبدالله ته وايم كه شريك وي قرار كشينه اوكه شريك نه وي لاس به عمل بوري كره مداخله وكره خبلي وعدي دي به خاي داولس ملا تري وكره .
    كابل ي بخوا جور كري وو او دبدخشان معدنياتءي به تدريجي دول جوركول اوس نور اولس را بيدار شو اوس به كده تول بدخشيانانو ديو خو نفرو به لمسون دا كد ودي منخ ته راوري .
    حتي داولسي جركي ريس جه دبل ولايت دي به بدخشان كي لاس لري .
    داوه واقيعتونه خداي دي وكري جه دواره داكتران ءي وأوري اوزما نظر تأيد كري

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸