Categories

اعلان

Loading…

په کابل کې د ملکي مامورینو پر بس په انتحاري حمله کې ۲ تنه مړه او ۲۰ ژوبل شول

تاند- یوه انتحاري نن سهار په کابل کې پر یوه دولتي بس په حمله کې دوه تنه ووژل او ۲۰ نور ژوبل کړل.

چارواکي وايي چې د بس سپرلۍ د لویې څارنوالۍ ملکي مامورین ول چې کار ته روان ول.

Fiد کورنیو چارو وزارت وویل چې د لومړنیو راپورونو پر اساس یو تن وژل شوی او ۱۵ نور ژوبل دي.

د کورنیو چارو وزارت دا حمله په کلکه غندلې او هغه یې د وحشت او بربریت انتها بللې ده.

دې انتحاري چاودنې، چې پر دارالامان سړک وشوه، د شاوخوا کورونو او دوکانونو شیشې ماتې کړې.

دا په قطر کې د افغانستان د سولې د عالي شورا له غړیو سره له خبرو وروسته د طالبانو لومړنی ګوزار و.

د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې دا برید دوی کړی او څلوېښت دولتي مامورین یې وژلي یا ټپیان کړي دي.

ملګرو ملتو او د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي چې د سږ کال په لومړیو دریو میاشتو کې د تېر کال د ورته مودې په پرتله د افغان ملکیانو تلفات د پام وړ زیات شوي دي.

سره صلیب تېره اوونۍ وویل چې د دوی له لوري روغتونونو ته د وړل شویو ملکي ټپیانو شمېر د تېر کال د ورته مودې په پرتله په سلو کې ۱۹ ډېر شوی دی.

428 total views, 2 views today

4 comments

  1. رفیع نظری Reply

    ملا ذبیح تاسو چی د هیواد د آزادۍ او یا د اسلام د ګټلو لپاره خرمرګی رالیږی نو ستاسو منطق به څه وی چی ملکی مامورین اونور هغه لارویان چی دیوی مړۍ ډوډۍ د پیداکولو لپاره له خپله کوره را وتلی په خپلو خرمرګو وژنی.
    آیا د یوه بیګناه انسان وژل جواز لری ؟
    آیا د ملکی مامورینو وژل جواز لری؟
    آیا ته په قرآن عقیده لری په هغه کلام چی وایی د یوه بیګناه انسان وژل لکه ټول بشریت یی چی وژلی وی؟
    آیا تاسو د الله د کلام پدی مبارک آیت چی وایی « وَالصُّلْحُ خَيْرٌ » ـ ( 128 النساء ) ایمان لری؟

    که ایمان نه لری نو دا لاندی تبصره د سولی او خلکو ترمنځ د اتحاد او اتفاق په باره کی ته ، ملا فضلو « ملا دیزل » او ملا آی اس آی ولولی :

    منارات قرآنية
    ﴿ وَالصُّلْحُ خَيْرٌ ﴾ [النساء: 128]

    حرَص الإسلام على نشر ثقافة الإصلاح بين الناس، وجعله من أفضل الأعمال، وفي هذا المعنى يقول الله -تعالى-: ﴿ لَا خَيْرَ فِي كَثِيرٍ مِنْ نَجْوَاهُمْ إِلَّا مَنْ أَمَرَ بِصَدَقَةٍ أَوْ مَعْرُوفٍ أَوْ إِصْلَاحٍ بَيْنَ النَّاسِ ﴾ [النساء: 114]، وعناية القرآن الكريم بالإصلاح ظاهرة وواضحة، ورغَّبت السنة النبوية في هذا العمل المبارك، وحسبنا دليلاً على ترغيب الإسلام هذا: أن النبي -صلى الله عليه وسلم- أذن بالكذب، إذا كان سيؤدي إلى تقريب وجهات النظر، وإلى الإصلاح بين الناس، وما الإذن بالكذب – الذي هو من أشنع الأفعال – إلا دليل على حرص الإسلام على حصول الصلح بين الناس؛ لأن البديل للإصلاح هو الإفساد والافتراق.

    لقد وصف الله -تعالى- الصلح بأنه خير، في هذه الكلمة الجامعة، التي تستوعب صور الخير كلها، فهو خير على أي وجه كان؛ بسبب آثاره الإيجابية، وهو خير على الأطراف المعنية، وإن بدا لبعضهم أنه غير هذا؛ بسبب شرط أو إجحاف، ولا يخفى أننا نعني بالصلح هنا ذاك الصلحَ الذي يكون على هدى من الشرع؛ لأنه هو الذي يثمر الخير، وينشر الخير، أما الصلح الذي لا يستنير أصحابُه بنور الشرع، فإنه الإفساد بعينه.

    لقد تحدث القرآن الكريم عن هذا النوع من الإصلاح الموهوم، حين وبخ المنافقين على أعمالهم الشنيعة، والتي يزعمون أنها إصلاح؛ فقال الله -تعالى- في شأنهم: ﴿ وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ لَا تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ قَالُوا إِنَّمَا نَحْنُ مُصْلِحُونَ * أَلَا إِنَّهُمْ هُمُ الْمُفْسِدُونَ وَلَكِنْ لَا يَشْعُرُونَ ﴾ [البقرة: 11، 12].

    ليس كل مَن ادَّعى الإصلاح مصلحًا؛ ذلك لأن جهود الإصلاح لا تؤتي ثمارها، ما لم تتوافر لها – أولاً وقبل كل شيء – النيةُ الصالحة الخالصة، التي ترغب في الإصلاح من حيث هو.

    لقد تحدث القرآن الكريم عن هذه الإرادة الصادقة، وهو يتحدث عن صورة من صور الإصلاح، وهي صورة الإصلاح بين الزوجين، ويقاس عليها غيرها؛ يقول الله – تعالى -: ﴿ إِنْ يُرِيدَا إِصْلَاحًا يُوَفِّقِ اللَّهُ بَيْنَهُمَا ﴾ [النساء: 35].

    وحديث أهل التفسير عن عود الضمير في هذه الآية، يأذن بالكشف عن هذه الإرادة، ذلك أن من معاني هذه الآية أن الله جعل الإصلاح منوطًا برغبة صادقة تكون لدى الحَكمَين، وهما المصلحان، فكان المعنى: إن أراد أهل الإصلاح أن يتم الصلحُ بين الطرفين المتخاصمين، وعلِم الله -تعالى- وجود هذه النية، فإنه يبارك في الجهود، ويوقع الصلح بين المتخاصمين.

    لقد فهم هذا المعنى الخليفة المسلم عمر – رضي الله عنه – حين أرسل حكمين للإصلاح بين زوجين، فلما عادا قالا له: فشلنا في الإصلاح، فأمر – رضي الله عنه – بجلدهما، فتعجبا من صنيعه هذا، فقال لهما: ما أردتما الإصلاح؛ فإن الله يقول: ﴿ إِنْ يُرِيدَا إِصْلَاحًا يُوَفِّقِ اللَّهُ بَيْنَهُمَا ﴾، فلو أردتم الإصلاح، لوفَّق الله بين الزوجين.

    إن الاتفاق بين الأطراف المتنازعة يدل على رغبة لدى المصلحين في حصول هذا الصلح، وهي شهادة على حسن النية، وسلامة القصد، فجزى الله مَن أصلح بين الناس بالخير.

    رابط الموضوع: http://www.alukah.net/sharia/0/73270/#ixzz3ZA0qHALo

  2. Salman Reply

    Taliban kho insanan na de chay pa de Khabaro poh she aghowe kho da bado zanawaro na hum badthar de , pa Qatar k sohail shaheen ghonde khalk da afghanano pa sar lobe kawe sok chay Sara afghan hum na dai , Taliban wala ka da zana hum khabar na de chay da dowe mashran sok de ,

  3. M Ibrahim Reply

    Allah daa tol warbandy maradar kary daa fasad aw rashwat kharaa.

  4. mohammad ehsan Reply

    ترڅه وخته به دا افغا ن کشي روانه وي ؟

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2