Categories

اعلان

Loading…

د ناوی ولسوالۍ ته د والي صاحب په مشرۍ یو پلاوی سفر

د افغانستان اسـلامې جمهوری دولت
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره
د غزني ولایت مقام
خبرپاڼه
نیټه:۱۳۹۴-۲-۱۳
د غزني ولایت سرپرست والي الحاج محمد موسی خان اکبرزاده په مشرۍ یو پلاوې د ناوی ولسوالۍ ته سفر وکړ !
 نن یکشنبه د سرپرست والي الحاج محمد موسی خان اکبرزاده په مشرۍ ،د ملی امنیت ریس ،د امنیت امر او د رسنیو استازو د ناوی ولسوالۍ ته سفر وکړ.
د ناوی ولسوالې چې د تیرو ۱۰ کالو راهیسې د افغان حکومت په واک کې نه وه ، د امنیتې ځواکونو د خنجر تر نامه لاندې د ګډو عملیاتو په ترڅ کې د ناوی ولسوالۍ د جهانګیر بازار او  ځینې نوری سیمې د افغان امینتې ځواکونو په واک کې شوې دې ،د جهانګیر بازار  په تیره لسیزه کې د وسلوالو طالبانو لوی مرکز و .
د سرپرست والي الحاج محمد موسی خان اکبرزاده  او ورسره پلاوې د یادو سیمو خلکو سره ولیدل د دغو سیمو اوسیدونکو د عملیاتو په کولو خوښې وښوده ، د افغان امنیتې ځواکونو یې ستاینه وکړه او په دغه سیمو کې د دوۍ په شتون یې خوشحالې ښودله.
اکبرزاده  په عملیاتو کې د افغان امنیتې ځواکونو نه ستړې کیدونکې هلی ځلې وستایلې او دوۍ ته یې ډاډ ورکړ چې ستاسې په لیدو افغان ولس ارامتیا او ډاډ احساسوی او بې ساری مینه درسره لرې.
په درنښت
شفیق ننګ
د غزني ولایت ویاند

10 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *