Categories

اعلان

Loading…

د فرخندې د قتل په تړاو محکمې د یوه عربي ژبې د نیولو او ورڅخه د تحقیقاتو امر وکړ

تاند- په کابل کې ابتدايي محکمې نن د دې قضیې د څېړلو په دوهمه ورځ د فرخندې د قتل په تور د یوه عربي ژبي د نیولو امر وکړ.

دغه عربي ژبی، چې وهاب نومېږي، پر فرخندې د حملې په ورځ نیول شوی و خو وروسته خوشي کړای شو.

د محکمې په پرونۍ غونډه کې نوي معلومات رابرسېره شول. یوه امنیتي مامور، چې د مشکوکو کسانو په ډله کې شامل دی، د قاضي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې ده د پېښې په ورځ یو عربي ژبې ونیوه خو د ده چارواکو خوشي کړ.

د محکمې قاضي نن په دې خاطر د کابل امنیه قومندان او یو شمېر نور پولیس چارواکي احضار کړل چې دا موضوع روښانه کړي.

د کابل امنیه قومندان نن محکمې ته عربي ژبی، چې د پېښې په سبا بېرته خوشي کړای شوی و، وړاندې کړ.

دغه عربي ژبې ځان وهاب معرفي کړ، او ویې ویل چې اصلاً د زابل اوسېدونکی دی مګر په سعودي عربستان کې لوی شوی دی.

قاضي ته د وهاب اسناد نیمګړي او مشکوک ښکاره شول. د غونډې په پای کې قاضي امر وکړ چې دغه عربی ژبی دې ونیول شي او د نوموړي په اړه دې د پوره معلوماتو لپاره تحقیقات وشي.

د فرخندې په قتل کې د لاس لرلو په تور د ۴۹ کسانو محاکمه سبا هم دوام کوي.

45 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *