Categories

اعلان

Loading…

کلیوال ملا، زما د ژوند لنډه کیسه/ څېړندوی الحاج مولوي زین الله منلی

زه څوک او څه یم؟
زما اولادونو له ما څخه وغوښتل چې زه د ځان په باره کې د دوی له پاره یو څه ولیکم. نو دا دی دا
لاندي څو لیکي زه د خپل ژوندون په باره کې لیکم:

زه الحاج مولوي زین الله منلی د عمر زوی د طاهر لمسی، د طیب کړوسی، د قسیم کودی، د شهاب الدین
پردی او د بلوڅ لا پردی. د ۱۳۰۳ کال د وږی د میاشتې په ۱۵ نېټه د افغانستان د ننګرهار ولایت د
روداتو د ولسوالۍ په کان کلي کې زېږېدلی یم. د مور له خوا د ویزی او د پلار له خوا اتمر خېل مومند
یم.

کان یو کلی دی چې د ننګرهار ولایت أه مرکز جلال اباد، جنوب ته، تقریبآ په شل کیلو مترۍ واټن کې
پروت دی او تقریبآ پینځلس زره تنه او سېدونکي به لري. له جنوب څخه یو وچ خوړ راغلی دی او د دې
کلي په مینځ کې تېر شوی دی چې دا کلی یې په دوو برخو وېشلی دی.

د خوړ ختیځ خوا ته د دیګانو کان وایي او لوېدیځ خوا کلی ته د مومندو کان وایي. دا وچ خوړ چې د کلي
په مینځ کې تېر شوی دی د شمال په لوري ځي او د جلال اباد د ختیځ لوري په څلور یا پنځه کیلو مترۍ
کې د کابل کونړ په سیند کې لوېږي. –

په دې خوړ کې کله چې ورښت وشي سېلاب راځي. د کان دا دواړه کلي یو یو کاریز لري چې د دواړو
کلیو د کاریزونو اوبه سره لکه په تله چې تلل شوي وي برابرې دي. دا کلی له همدغو دواړو کاریزونو
څخه کار اخلي او له سپین غره څخه راتلونکی اوبه ور سره لږي لږي ملګري کېږي. دا کلی د غو اوبو
په برکت یو ښه ودان کلی دی چې اوس اوس د هلکانو او نجونو دوه لېسې هم لري. وګړي له زده کړو
سره ښه مینه او علاقه لري.

د جلال اباد ښار چور او تالان

په ۱۳۰۸ شمسي کال چې د امیر حبیب الله خادم دین رسول الله، د سقاو د زوی د واکمنۍ مهال و او د ده
پر ضد قیامونه وشول د جلال اباد ښار هم د ننګرهار قومونو، شینوارو، مومندو، خوګیاڼیو، او صافیو او
نورو هر توکیه وګړو چور او تالا کړ چې هیڅ په کې پاتي نه شول او یو شاعر په همدغه مهال ویلي
دي:
اینځر د شیرشاهي وای، اوبه د چارچینې په کې
ښې سپینې سینې په کې
څوک په کې خانان شول، د چا ولاړې ارتینې په کې
ښې سپینې سینې په کې

ښار په دغه تالان کې داسي چور شو چې هیڅ په کې پاتي نه شول. یوه ډېره ښکلي ودانۍ چې سراج
العمارت نومېده هغه هم د غو ورانکارو وسوځوله چې دا ودانۍ او ماڼۍ اوس اوس د کرزي په مهال بیا
ودانه شوه او وګړي ورته د سیل له پاره ورځي.

مولوي خالص به د شینوارو پورې ټوکه کوله چې یو شینواری له تالا څخه وروسته جلال اباد ته راغی
خو څه یې ونه موندل ځکه چې ښار وخته تالا شوی و. ولاړ، د جلال اباد ښار په ختیځ لوري کې پروت
کلي کې د لرګیو د یو پله په ورانولو یې پیل وکړ. چا ورته وویل: هلکه دا څه کوي؟
شینواري ورته وویل: ورانی کوو!

کله چې د کان کلی د جنوب په لوري د سپین غره په لمن کې پراته شینواري د جلال اباد ښار په تالا پسي
را روان شول نو شپه یې کان کلي ته له ډلو او ډولونو سره را ورسوله. د شپې یې د کان د کلي د وګړو
چرګان او پسان و لوټل او ویې خوړل. په سبا یې جلال اباد ته روان شول او جلال اباد چور شو.

د جلال اباد له چور څخه څه موده ورسته د کان پر کلي د جنوب له خوا څخه د نهو، لسو بجو پرمهال
الوتکې راغلې او پر دغه کلي یې بمونه وغورځول. د دغو بمونو د غورځولو پر مهال زموږ د وړوکي
کلی چې د لوی کلي وګړو ورته بانډګی ویل ښځې پر بامونو ناستې وې چې زه هم ور سره وم. چې – –
الوتکې د جنوب له لورې را ښکاره شوې ښځې ټولې له ډاره و تښتېدلې او له کلي څخه بهر د ونو لاندې،
چې نوې یې پاڼې کړې وې، پټې شولې. خو زه چې وار خطا شوم ولاړم، خپلې کوټې ته ننوتلم او په یو
کټ کښېناستلم. له ډاره رپېدلم. په دې مهال زما نېکه راغی زه یې په غېږ کې واخستلم، بهر ته یې بوتلم
او زه یې هم له شنو ونو لاندي و درولم.

به وروسته مهال چې ما هرڅومره پوښتنې وکړې چې دا الوتکې د چا دي او ولي یې دا کلی بمباري کړ
په دې باره کې ماته چا معلومات رانه کړل.

زه د دغو الوتکو بمباریو دومره ډارولی وم چې تر دغه مهال وروسته به زموږ د کلیو په هوا کې کومه
الوتکه تېرېدله نو زه دومره ډارېدم چې اندازه به یې نه وه. نو زه به خپلې نیا، د پلار مور، په غېږ کې
واچولم او زما په غوږونو کې به یې ګوتې کېښودې چې د الوتکې غږ وا نه ورم. چې الوتکه به تېره شوه
نو زه به یې بیا خوشی کړم.

کله چې زه لږ لوی نهه کلن، لس کلن شوم له ما سره د څارویو د څرولو ډېر شوق و. زموږ زراعتي – –
ځمکه د کلي په پای کې د شمال لوري ته پرته وه، چې زموږ د ځمکې شمال ته بیا پراخه خوړ وږ ما به
خپل مال او څاروي دې ځای ته د څرولو له پاره بیول خو کله به مې چې په هوا کې د الوتکې غږ اورېده
نو له ډاره به ولاړم او د یو کمره خواته به غلی کېناستم چې هسې نه چې پر ما بم را ونه غورځوي. چې
الوتکه به تېره شوه نو بیا به زه را ولاړ شوم او خپل څاروي به مې څرول.

د ملخانو کال

د ۱۳۱۰ کال په شاوخوا کې د حمل د میاشتې په اخر او د ثور د میاشتې په لومړیو وختو کې په هغه
سیمه کې چې زموږ ځمکې یې په شمال کې پرتې وې ډېر زیات د ملخانو بچي پیدا شول چې وزرونه یې
لانه وو شوي او زموږ د کلي په لور را روان ول. نژدې، څلورو، پنځو ورځو کې دې ملخانو وزرونه
وکړل او پر الوتلو یې پیل وکړ دې ملخانو د کان د کلي ټولې ونې لوڅې کړې او ټولې یې و خوړلې.
ونې داسي ښکارېدې لکه چې په ژمي کې وي، لوڅې پوڅې او بې پاڼو شوې، وګړو ډېر ملخان مړه کړل
خو دا لوی توپان په وژلو نه خلاصېده، کلي یې چور چپاول کړل.

په دې کال د ثور د میاشتې په مینځ کې زما پلار ،مور،خور او زه زموږ د کلي په جنوب کې یو کلي ته –
چې پچیر ورته وایي ولاړو. اوړی مو هلته تېر کړ او په مني بېرته خپل کلي ته راغلو. –
زما یوه ګوډه خاله )ترور( وه چې هغې په پچیر کې خپله خره پووله، ما ته یې وویل چې ورشه هغه خره
راوله زه په خرې پسې ورغلم. هغه مې د ترور پلو راروانه کړه خو له بده مرغه چې ما دا خره له لکۍ
څخه ونیوله خرې زه په لغته پر مخ ووهلم. سترګو مې لمبه وکړه او مخ مې زخمې شو. ښه شوه چې
سترګې ته مې څه نقصان ونه رسېده. له سترګو څخه یوه ګوته لاندې مخ مې ټپي شو، چې د هغه زخم
خاپ اوس هم زما پر مخ شته او هغه د سترګو لمبه مې لا هېره نه ده.
کابلیان
زموږ د کلي وګړي هر کال د جوزا میاشتې په پای کې د لو او مزدورۍ له پاره کابل ته روانېدل. نهه
شپې به یې په لار کې کولې، او لسمه شپه به یې د کابل ښېوکیو سیمې ته رسوله. په ښېوکیو، ساکو،
کمریو او بینې حصار کې به یې لو وکړ. هغه څوک چې زراعتې ځمکه به یې نه درلوده، هغوی به په
کابل کې بیا د نورو مزدوریو له پاره پاتي شول.

څرنګه چې زموږ ځمکه زیاته برخه له سود خورو سره ګرو وه او په پاتې ځمکه ګوزاره نه کېده نو زما
نیا، نېکه او تره به ځمکې سنبالولو ته پاتي شول او پلار، مور او زه به له کابلیانو سره یعنی له هغو –
وګړو سره چې کابل ته د لو او مزدورۍ له پاره تلل او د کلي وګړو به ورته کابلیان ویل کابل ته تللو. –
دې کابلیانو به یو یو خر، هر چا له ځان سره، د کالیو او خوارکي موادو د وړلو له پاره بیوه او چې کالي
به ډېرول نو دا اضافی کالي به سړیو په خپلو شاګانو وړل او ښځو به یو څه ضروري شیان په خپلو
سرونو وړل.
لنډه دا چې د کابلیانو دغه کابل ته د تللو سفر ډېر له ستونزو او کړاوونو ډک سفر و. خره به ښه پوره
درانه بارول، د ډېر اوږد سفر توان او سېک به یې نه درلود. نو ځکه کابل ته د تللو سفر له پاره په لار
کې ډېرو شپو ته اړتیا وه. دې کابلیانو به، کابل ته د تللو په مهال، په لار کې نهه شپې کولې او لسمه شپه
به یې د کابل ښېوکیو ته ورسوله.

یو کال چې له کابلیانو سره زما پلار، مور، زه او زما خور هم ولاړو نو په کابل کې مې پلار لو کاوه،
مور به مې وږې ټولول. ما به هم له مور سره وږې ټولول. یو کال چې زما د پلار او مور د لو او وږو
څه ګټه وه په هغه پیسو یې یو غټ پسه و پېره دا هم د دې له پاره چې کلي ته یې بوزو، ښه موړ یې
وساتو چې ښه تیار او چاغ شي نو ډېرې پیسې به وکړي. خو داسي ونه شول، چې کلي ته راغلو پسه ته
مو ښه خوراک او ښه خواړه ور سره کړل. پسه ورځ په ورځ غوړېده او ښه کېده، خو له بده مرغه چې
پسه به مو په داسي ځای کې په ډېره کې تاړه چې د اخور شا ته، خواو شا یو نیم متر، کمر و. پسه په
موږي پوري تړلی و او په دېره کې څوک نه ول. پسه کوم څیز چې سپې به و او یا کوم بل شی – –
ډارولی و او چې خیز کړی یې و نو له اخور څخه اوښتی و، له کمره څخه ځوړند شوی او مړ شوی و.
نو زموږ د دې کال خواري او مزدوري په دې توګه خوشي او برباد شوه.

کړکچه:

کله به چې زموږ د کلي )کان( وګړي د لو له پاره له کان څخه وخوځېدل نو لومړۍ شپه به یې د چپرهار
په جنوب کې په یوه سیمه کې کوله چې دغه سیمه ګډل نومېږي او ور سره نژدې کلي ته ماڼو کلی وایي.
بله شپه به یې د خوګیاڼیو په نومی ځای کې کوله او بله به یې په کندمک کې وه او بله به توتوکې او بله د
غلجیو په حصارک کې، بله به بیا د کړکچې په غره کې وه. د کړکچې د غره په بیخ کې یو ځای دی چې
په هغه مهال چې دا زموږ لوګري وګړي به هلته ورسېدل نو غرمه به وه.
غرمه به یې دلته تېروله چې په دې ځای کې ډېر ښه د توتو باغ و او د غره په څنګ کې همدې د توتانو
څخه د کړکچې د » یاغي بند « باغ ته یو ښه یخ او سوړ کاریز را وتلی و. دې ځای ته یاغي بند وایي. له
لار وایي. » کندې « غره سر ته دوه لارې ختلې دي، یوې لارې ته تېر لار وایي او بلې ته د کړکچې د
جره ګان کابلیان به د تېر په لار ختل او خر والا به په کنده کې تلل، لږ لږ به پورته ختل، ځکه چې د
کندې لار لږه لږه جګېدله او بیا به په پای کې نېغه شوه او نژدې په نیم ساعت کې به هغه ځای ته رسېدله
چې دې کابلیانو به په کې شپه تېروله. دا ځای به نژدې دوه درې سوه متره مربع میدان و.
چې دې وګړو به دلته شپه وکړه نو سبا ګهیځ به یې بیا کډې بار کړې او نیم ساعت وروسته به د کړکچې
د غره په کنډو وا ووښتل او یوه ځای ته به ورسېدل چې د کړکچې د غره په لوېدیځه لمنه کې واقع دی او
ورته وایي. » توره چینه «
نومې سیمې ته ورسېدل. په تېزین کې به یې شپه » تېزین « په توره چینه به تېر شول او تنکۍ غرمه به بیا
کې وکړه، بله به یې په » خاک جبار « وکړه او سبا غرمه به له دې ځایه روان شول یوه شپه به یې په
نومې ځای کې وکړه اوپه سبا ته به د کابل ښېوکیو ته ورسېدل. » وله «
د کړکچې غره جنوبآ او شمالآ پروت دی. د دې غره ختیز لوري ته د غلجیو حصارک او نورې سیمې
پرتې دي. د غره له جنوب څخه یو رود پیلېږي ده چې په حصارک تېرېږي او بیا د ننګرهار ولایت په
سرخرود تېرېږي، د کابل په سیند کې ورګډېږي. د دې غره لوېدیز لورې ته د تېزین سیمه پرته ده. دا غر
هغه مهال چې مالیدلی و او له هغه نه اوس چې – ۱۳۹۰ ش کال دی اویا کاله تېر شوي دي ډېر ودان –
او په غرنیو راز راز ونو ډک و، څېړۍ، جلغوزي او داسي نورې وړې لویې ونې په کې وې.
له هغه مهال څخه ډېر وخت تېر شوی دی، خبر نه یم چې دا د کړکچې غر به نور هم شین شوی وي او
که به لکه نور هیواد چې ویجاړ شوی دی دا غر به هم ویجاړ وي؟

لومړی ځل زما لارۍ لیدل:

هغو لوګري چې له کان څخه به کابل ته د لو له پاره تلل او چې لو به ختم شو نو بېرته به کان ته تلل
کانوالو کابلیان بلل. نهه کلن یا لس کلن به وم. زما مور او پلار له کابلیانو سره کابل ته روان شول. زه
هم ورسره وم. کله چې درېیمه شپه ګندمک ته ورسېدو، نو هلته ماښام شو، ماښام تېر وړو هلکانو ویل:
هغه ده لارۍ راغله! زه حیران شوم چې لارۍ لا څه شی ده؟ ما تراوسه پوري نه لارۍ لیدلي وه او نه
مې پرته له خپل کلي څخه داسي کوم کلی لیدلی و چې لارۍ په کې وه. تر دې مهال پوري ما جلال اباد
هم نه و لیدلی. تیاره وه چې لارۍ را ورسېده او هلته چې زموږ د کابلیانو کډې پرتې وې دا لارۍ یو
سماوار ته ودرېدله. هلکانو ورمنډه کړه چې د لارۍ سیل وکړي، زه هم ورسره ولاړم خو دا لارۍ یو
غټ شی و او هلکانو یې دا د رڼا ګروپونه د لارۍ سترګې بللې او ویل یې چې دا رڼا چې کوي دا د دې
لارۍ سترګې دي. زه لارۍ ته له ډاره ډېر ورنژدې نه شوم. هسي نه چې یا به خوله را واچوي او یا به
مې په لغته ووهي.

ګهیځ د وخته زموږ کابلیانو له دې ځایه کوچ وکړ او له سرک څخه بېل شول. بیا نو تر کابل پوري سرک
په مخه رانغی چې ما په کې د ورځې لارۍ لیدلې وای. اوه ورځې وروسته بیا موږ کابل ته ورسېدلو،
تیز « هلته مې بیا د ورځې هم لارۍ په رڼو سترګو ولیده او هم مې یو کوچنی موټر ولید چې وګړو ورته
ویل. » جولا ګاډی « ویل. بایسکل مې هم ولید چې وګړو او زموږ هلکانو ورته » رفتار
سربېره په لارۍ مې، په کابل کې د ښېوکیو په سیمه کې، دوه فیلان هم ولیدل چې دورمې )نی( یې
ورباندي بار کړې وې او له ښیوکیو څخه د کابل ښار په لوریې وړلې. دا فیلان دومره قوي اوسېکمن ول
چې د یو فیل د دورمو بار د یو توت ښاخ ته بند شو، فیل روان و او له ځان سره یې د توت غټ ښاخ
مات کړ.

کلای بختان

د نهو، لسو کالو به وم، ډېر زړه مې کېده چې سبق ووایم، خو زموږ په کلې کې ښوونځی نه و نو اراده
مې وکړه چې د کلي له امام سره سبق ووایم.

د کلي امام به کوچنیانو ته دینې سبقونه ویل نو ما هم د کلي له امام سره سبق ویل پیل کړل. قرآن کریم
مې ولوست، خلاصه کېدانی، منیة المصلی، پنج کتاب، تحفة النصایح… دا کتابونه مې ولوستل. نور مې
نو زړه نه غوښتل چې د کلي له بې سویه ملایانو سره سبق ووایم، زړه مې کېده چې چېرته له کوم لوی
ملا او مولوي څخه سبق ووایم. دا کار ما ته په خپل کلي کې ممکن نه و نو باید کوم بل ځای ته تللی
وای. دې کار ته پلار او مور نه پرېښودلم. ویل چې چې ته سبق پسې بل ځای ته ولاړشې دلته به موږ ته
غوا، خوسی څوک و پیایي. زما د ترورزي ملا عبدالرحیم د سره رود په کلای بختان کلي کې امام و او
هلته یې له یو چا سره د فارسي کتابونه لکه ګلستان، بوستان، یوسف زلیخا او داسي نور لوستل. ما خپل
پلار او مور مجبور کړل چې ما بوزي او زما ترورزي ملا عبدالرحیم ته مې ور ولي چې له هغه سره
سبق ووایم. دا مهال پسرلی و، کوکونارو ګلان کړي ول او ولو، ونو هم غوټۍ سپړلې وې. زه خپل پلار
روان کړم جلال اباد ته یې بوتلم په جلال اباد کې یې راته درې متره د سپین ململ پګړۍ و پېرله او هغه
راته له سره تاو کړه. کلای بختان ته یې بوتللم. شپه یې زما له ترورزي سره وکړه. سبا ته کور ته ولاړ.
ما له ترورزي سره ګلستان پیل کړ. له بده مرغه چې زما نېکه ولاړ نو باران پیل شو او داسي زورور
باران اورېده چې د کمبو خوړ چې د کلای بختان خواته تېرېږي او په کابل سیند کې لوېږي ډک – –
بهېده. له درونټې څخه یوه لویه ویاله را ختلي ده چې نهر سراج ورته وایي او د جلال اباد د الوتکو تر
میدان پوري اوبه په کې روانې دي.

څو کاله د دغه ویالې له برکته د الوتکو د میدان په شاوخوا ځمکو کې وګړو هندواڼې، رومي او موټ
وکرل او ښه حاصلات یې ورڅخه واخیستل. له کلای بختان کلي سره نژدې دا ویاله د کمبو د خوړ لاندې
د پخو خښتو یو سیفون کې تېره شوې وه.. په دغو ورځو کې چې زه په کلای بختان کې له خپل ترورزي
سره سبق وایم، د کمبو په خوړ کې داسي زور ور سېلابونه راغلل چې دا د نهر سراج سیفون یې و نړاوه
او بیا په نهر سراج کې اوبه تېرې نه شوې. وروسته بیا د محمد ظاهر پا چا په مهال د ننګرهار کانال
جوړ شو او په زرګونو جریبه ځمکه یې خړوبه کړه چې اوس د د غه کانال له برکته ننګرهار ښه ودان
او سمسور دی. نهر سراج په ۱۳۱۷ ش کال وران شو.
زه په کلای بختان کې دغه، د څو ورځو، اورښت په تنګ کړم او ترورزي ته مې وویل چې ما د هډې
کلي ته بوزه، زه نور کورته ځم. نو زما دغه سفر یوه اونۍ و نیوله؛ ترورزي هډې ته بوتلم او زه له
کانوالو سره د جمعې په ورځ کان ته راغلم. په هډه کې د نجم الدین اخندزاده زیارت او لوی جومات دی
چې دجمعې په ورځ د ننګرهار له ټولو سیمو څخه وګړي راتلل او لوی جمعګي بازار به جوړ و.
چا به په دغه ورځ څه پلورل او چا به څه پېرل. لنډه دا چې په دغه ورځ به ډېر لوی بازار جوړ و او د
نجم الدین اخوند زاده په جومات کې به یې د جمعې لمونځ وکړ.
نجم الدین اخندزاده یو مجاهد سر تېری دی چې له انګریز سره په ډېرو جګړو کې د غازیانو لارښوونه
کړي ده.
اعلیحضرت محمد نادرخان د نجم الدین اخوندزاده په نوم په هډه کې په ۱۳۱۰ شمسي کال کې د نجم
المدارس په نوم یوه دیني مدرسه هم تاسیس کړه چې تر اوسه پوري لا فارغان ورکوي او زه هم له
همدغې مدرسې څخه په ۱۳۳۳ ش کال د جوزا په میاشت کې فارغ شوم. د دولسم ټولګي دوهم درجه
بری لیک مې واخیست.
زه له کلای بختان څخه خپل کلي، کان، ته راغلم او بیا مې څاروي څرول پیل کړل. دا مهال چې ما په
کلای بختان کې سبق وایه ۱۳۱۷ هجری شمسی کال وه او زه ۱۴ کلن وم.
په ۱۳۱۸ ش کال کې بیا کابلیان کابل ته تلل نو په دې ډله کې زما تره کابل ته له خپلې مېرمنې سره
روان شو. زه هم ور سره ولاړم.

چهاردهی غازی اباد

زما یو ملګری و چې هم زما همزولی او هم ملګری و شریف پاچا نومېده، د میرحسن پاچا زوی و. – –
چې له کابل څخه بېرته کان ته راغلم نو شریف پاچا ما ته وویل: زه غواړم چې په چهاردهي غازي اباد
کې له یو مولوي سره سبق ووایم چې د پیچ په حاجي صاحب مشهور دی او ډېر ښه سړی دی، نو که ته
هم سبق وایي، راځه چې دواړه ولاړ شو او له دې مولوي صاحب سره سبق ووایو. ما هم ور سره خبره
ومنله او دواړه ولاړو له پیچ حاجي صاحب سره مو سبق پیل کړ.
شریف پاچا بېرته خپل کور ته ولاړ خو زه له حاجي صاحب سره پاتي شوم. درې میاشتې سبق مې ووایه
چې نېکه مې راپسي راغی. ما نېکه ته وویل چې زه نور په تنګ شوی یم، زه له تا سره کور ته ځم ته
حاجي صاحب ته ووایه چې ما در سره پرېږدي چې کور ته ولاړ شم.
زما نېکه چې حاجي صاحب ته وویل چې زه دا شاګرد کور ته بیا یم ستاسو څرنګه خوښه ده؟ هغه ورته
وویل ډېره ښه ده در سره بو یې زه. همدا وه چې زه له خپل نېکه سره کور ته راغلم.
په ورپسې کال کې زما مور او پلار بیا له کابلیانو سره کابل ته روان شول. په دې کال کې موږ خپله
لنګه غوا هم بوتله چې خوسی، یې مړ و خو غوا شیدې کولې، موږ د نګولي له پلوه په دې شیدو ښه بسیا
نومی کلي کې مې یوه خور زېږېدلې وه چې د دې کلي له نوم سره جوړ، » سبر « وو. په تېر کال یې په
یې نوم ورباندي ایښی و. » سبر بی بی «
په دې کال چې موږ له کابلیانو سره کابل ته روان شولو زما خور ډېره ناجوړه وه. په هغه ورځ چې موږ
کابل ته ورسېدو، زما خور په ښیوکیو کې مړه شوه او همدلته په ښېوکیو کې مو ښخه کړه.
چې لو خلاص شو موږ له نورو کابلیانو سره بېرته خپل کلي کان ته ولاړو. کله چې د مني حاصلات ټول
شول زه هم وزګار شولم. په ژمې کې څوک څاروي نه څروي، نو زه د کاریز کبیر په نوم یو کلي ته
ولاړم او هلته مې له مولوي سلطان محمد سره سبق پیل کړ.
په نامه د عربي د صرف قواعد یادول پیل کړل. په » صرف میر « ما دلته له مولوي صاحب څخه د
درېو میاشتو کې مې پنځه دیرش بابونه صرف میر یاد کړ. کله چې ما په کاریز کبیر کې صرف میر
یادول پیل کړل نو څه موده وروسته د شپې تېرولو له پاره زما مور او پلار او دوه خویندې دې کلي ته
راغلل، دا ځکه چې زما نېکه له دوی څخه خوابدی شوی و او دوی یې شړلي ول.
دوی په دې کلي کې شپه وکړه او سبا ته یې زه ولیدلم او نور روان شول ویل یې موږ پیښور ته ځو. دوی
روان شول او زما پر سر د غم ټکه ولوېده. دا سودا را سره وه چې دوی به چېرته تللي وي؟ په دې
ورځو کې زه سړې تبې نیولی وم.
له کلي څخه یو کیلو متر وړاندي یو وران زوړ کلي او وران جومات و چې دېوالونه یې وران ول او
چت یې نه درلود. د درب بوټي په کې را شنه شوي ول.
چې تبه به را باندي راغله او سړو به ونیولم نو په دغه حال کې به مور او پلار او خونیدې را یاد شول
چې دوی به اوس چېرته وي؟ خواشیني به مې پر تبه سر بېره ور زیاته شوه او ډېر به خوابدی شولم. ډېر
به مې دلته یوازي په دې وران جومات کې وژړل. او چې مازدیګر به شو، د کلي لوی جامع جومات ته
به راغلم چې مولوي صاحب د دغه جومات امام و.
یوه اونۍ په همدغه کړاوونو کې پر ما تېره شوه چې یوه ورځ راته چا غږ کړ چې له جومات څخه د
باندي را ووتلم ګورم چې زما مور او مشره خور هلته ولاړې دي. ورغلم. خوشحاله شوم چې دوی مي
ولیدلې. هغوی راته وویل چې موږ په سراچه علي خان کې له مندور شا بابا سره اوسېږو، هغه را ته
کوټه هم پیدا کړي ده او کار یې هم را ته پیدا کړی دی. موږ د کوکونارو للون )خشاوه( کوو او دومره
مزدوري را کوي چې زموږ ګوزاره ور باندي کېږي.
له دوی سره زه هم ولاړم چې د دوی ځای وګورم چې بیا کله کله ورځم. د دې کلي تر مینځ چې زه په
کې سبق وایم او د هغه کلي تر مینځ چې زما مور او پلار په کې اوس مېشت شوي دي، تقریبآ دوه کیلو
متره واټن دی. زه ور سره ولاړم او چې ځای مې ولید بېرته خپل ځای ته راغلم.
دا کال چې – ۱۳۱۹ ش کال دی تېر شو او نوی کال د بره شو، یعنی – ۱۳۲۰ ش کال پیل شو. په دغه
کلي کې چې زما مور پلار په کې استوګن دي د غنمو لو ګډ شو، زه به هم د ورځې پلار ته ور تللم – –
او لو به مې ور سره کاوه.
هغه ځمکوال چې موږ د ده لو کاوه سید حسن نومېده. زموږ د کلي یو بل لوګري چې جندول نومېده – –
هم د دغه سړي په ځمکه کې لو کاوه. یوه ورځ د جندول وړې لور چې لس یا نهه کلنه به وه او له خپل –
پلار پسي یې وږي ټولول سید حسن ځمکوال ته وویل: ماما لږ غنم راکړه! –

سید حسن ورته وویل: ته دا د غنمو موټۍ وږي چې تا ټول کړي دي ما ته را کړه! نجلۍ ورته وویل چې
ستا خو ډېر دي، ته یې ما ته راکړه چې زما غنم هم لږ ډېر شي.

ځمکوال ورته وویل: ته وګوره چې دغه لاندي خوړ کې روانې اوبه ډېرې دي او که هغه سیند ډېر دی
چې دا اوبه ور روانې دي. نجلۍ ورته وویل، چې د سیند اوبه ډېرې دي. ځمکوال ورته وویل: څرنګه
چې زما غنم ډېر دي او ستا موټۍ لږې دي نو ته دي دا موټۍ را کړه چې زما غنم ورباندي ډېر شي.
لنډه یې دا شوه چې نه نجلۍ خپلې موټۍ ځمکوال ته ورکړې او نه ځمکوال نجلۍ ته له خپلو ډېرو غنمو
څخه څه ورکړل.

محمد نعیم بابا:

کله چې د احزابو په غزوه کې د ابوسفیان په مشرۍ د مکې مشرکان او ملګري مات شول او شپه په شپه
وتښتېدل، نو د دې مشرکانو ملګري بنې قریظه یهودان بې ملګرو پاتي شول. بني قریظه یهودانو د مدینې
له مسلمانانو سره تړون کړی و چې که پر تاسو څوک یرغل کوي موږ به ستاسو ملګري کوو او له
یرغلګرو سره به جنګېږو خو کله چې د ابو سفیان لښکرو پر مدینه یرغل وکړ، بنی قریظه د دې په ځای
چې د مدینې منورې له مسلمانانو سره یې مرسته کړي وای، د تړون پر خلاف یې له مشرکانو سره
مرسته کوله او کله چې مشرکان و تښتېدل نو د دې د مسلمانانو په مقابل کې بې مرستې تړون ماتوونکي
پاتي شول.

رسول الله صلی الله علیه وسلم، امر وکړ چې دا بدبخته او بد عهده بني قریظه یهودان د تړون د ماتولو په
ګناه په خپله جزاء ورسوئ. د دوی شتنمۍ د مسلمانانو غنیمت شوي او ښځې او نا بالغه نارینه یې وینځې
او مریان شول. په سوونو بالغ نارینه ووژل شو او په ژورو کندوکې وغورځول شول.

که به داسي څوک پیدا شو چې د ده په بلوغ کې به اختلاف و چې بالغ دی او که بالغ نه دی، نو بیا به د
ده سپوغزي کتل کېدلې. که وېښته به ورباندې شوي ول نو هغه به بالغ ګڼل کېده او وژل کېده به او که
وېښته به یې پر سپوغزو نه ول، هغه به نا بالغ ګڼل کېده او ژوندی به پرېښودل شو. یو قرظی صحابي
رضی الله عنه وایي: چې زه له مرګ څخه ځکه وژغورل شوم چې زما په سپوغزو وېښته نه ول شوي.
نور بالغ قرظي یهودان ووژل شول او کندو ته ور واچول شول.

هغه مهال چې زه نوی بالغ او رسېدلی وم نو په دغه مهال زموږ د کلي په وګړو باندي د دولت له خوا
شپږ کسه عسکري خدمت ته لېږل مقرر ول. د دې کلي وګړو شپږ تنه دا وطلب کسان پیدا کول چې دوه
کاله عسکري خدمت وکړي او د کلي وګړي به دوی ته پیسې ورکړي. دوی به پیسې واخستلې او
عسکري خدمت ته به ولاړل او دوه کاله عسکري خدمت به یې وکړ.

د دې عسکرو پیسې به د کلي مشرانو د کلي پر بالغو کسانو د سړي په حساب ماتي کړې او هر چا به
خپلې پیسې ورکړې او هغه پیسې به بیا د کلي مشر هغو عسکرو ته ورکړې چې کلي به د عسکري
خدمت له پاره نیولي ول.

کله کله به داسي پېښه وشوه چې د یو نوي بالغ ځوان ولي، پلار، یا نېکه او یا کوم بل خپلوان به وویل
چې زموږ دا هلک بالغ نه دی، خو د کلي مشر به ویل چې هرومرو به یې ټاکلي سرانه راکوئ چې
عسکري خدمت ته نیول شویو کسانو ته یې ورکړو.

د دې خبرې د معلومولو له پاره چې هلک بالغ دی او که بالغ نه دی، زموږ د کلي یو سړی چې محمد
نعیم بابا نومېده ټاکل شوی و. محمد نعیم بابا به د هلک لمن جګه کړه او وبه یې لیده چې هلک بالغ دی او
که نه؟ نو بیا به د ده په خوله باور کېده یا به هلک بالغ ګڼل کېده او سرانه به ور څخه اخستل کېدله او یا
به نابالغ ګڼل کېده او له سرانې حخه به خلاص و.

له بده مرغه چې دا ماجرا ما ته هم را پېښه شوه: زما نېکه وویل چې زما لمسی بالغ نه دی، زه یې سرانه
نه ورکوم. نو محمد نعیم بابا ورته وویل چې موږ خو وایو چې ستا لمسی بالغ دی او باید سرانه یې
راکړې او که ته وایې چې بالغ نه دی نو وبه یې ګورو که بالغ نه و نو بیا یې سرانه مه راکوه.

ما ته نېکه وویل چې هلکه! څنګه چل دی؟ ووایه چې که بالغ یې چې سرانه پیسي دي ورکړم او که بالغ
نه یې چې محمد نعیم بابا دي وګوري او زه له تاوان څخه خلاص شم.

ما خپل نېکه ته وویل: بابا جانه! نوره پوښتنه مه کوه پیسې ورکوه، پیسې. زه محمد نعیم بابا ته ځان نه
ښیم. زما نیکه زما خبره ومنله او زه د محمد نعیم بابا له معاینې حخه خلاص شوم. زه نه پوهېږم چې
محمد نعیم بابا دا پیغمبري چل له چا څخه او څه رنګه زده کړی و چې د بالغ د معلومولو له پاره یې د
هلکانو لمنې جګولې.

محمد نعیم بابا ولي دا دنده په غاړه اخستي ده؟ محمد نعیم بابا ځکه دا درنه دنده په غاړه اخستي وه چې که
سرانه ورکوونکي به ډېر شول نو پر هغه وګړو چې دا د عسکرو پیسې به یې ورکولې سرانه ور باندي
لږه راتله او که به لږ شول د معکوس تناسب په حساب به سرانه پر هر چا ډېره راتلله. نو ځکه محمد
نعیم بابا هڅه کوله چې سرانه ورکوونکي وګړي ډېر شي چې سرانه لږه لږه پر وګړو باندي راشي.
په دې کار کې د محمد نعیم بابا هم ګټه وه. ځکه چې د ده سرانه ورکوونکي هم ډېرول هغه دا چې یو دی
په خپله و، نور یې هم درې ځوانان زامن ول، چې ټول څلور کسان کېدل. نو سرانه ورکوونکي ډېرېدل
پر ده هم سرانه لږه راتلله او که سرانه ورکوونکي کمېدل نو پر ده هم سرانه ډېرېدله. نو ځکه یې دا دنده
پر غاړه اخستي وه.

د پلار مړینه

کله چې د سراچه علي خان لو تېر شو نو موږ بیا کان کلي ته ولاړو. په کان کلي مو بیا د خلکو غنم په
لوګرۍ ورېبل او بیا چې د کان لو هم تېر شو نو زما مور، پلار، خویندې مې او زه له خپلو ماما خېلو
سره د کابل په نیت چپرهار سیمې ته ولاړلو. هلته مو په چپر هار کې لو وکړ او بیا پچیرهار اګام ته
ولاړو او بیا ورپسې کابل ته روان شولو. چې کابل ته ورسېدلو، نو ماما ګانو سره مو په ډله لو پیل کړ.
دا لو موږ په ښېوکیو، ساکو، کمریو او بیني حصار کې کاوه. زما په چپ لاس کې سواره ولاړه لاس مې
زخمي شو اوګزک یې وکړ. لو مې نور نه شو کولای. د پلار مې په پښه سواره چوخ شوه، د کټې او د
ورپسې ګوتې تر مینځه یې پښه زخمي شوه چې د ده زخم هم بد شو، ګزک یې وکړ او له لو کولو څخه
وواته. زه او پلار مې دواړه بیکاره شولو، یوازي مور مې یو څه وږي ټول کړل او نوره مزدوري
خواري و نه شوه.

بېرته کان کلي ته را روان شولو، مور، پلار او لویه خورمې په خپلو پښو له پل کابلیانو سره کان ته
روان شول زه او وړه خور مې د کابل له سیاه سنګ څخه جلال اباد ته په لارۍ کې ولاړ و، د لارۍ
کرایه دوه کابلۍ روپۍ وه خو موټروان له ما څخه دوه افغانۍ واخستلې، ویل یې چې له تا سره خور هم
ده.

کابلۍ روپۍ نوې پوله وه او افغانۍ روپۍ سل پوله وه، نو په دې حساب موټروان له ما څخه د نورو
سپرلیو په نسبت شل پوله زیات واخستل ځکه چې خور مې هم را سره وه.

لارۍ له سیاه سنګ څخه د جلال اباد په لور و خوځېده. دا مهال به د ورځې دوه بجې وې، لاره خامه وه،
لارۍ ورو ورو تلله. ماښام لته بند ته ورسېدله او بیا له لته بند غره څخه تېره شوه؛ د کولالې او جګدلک
د غرونو تر مینځ لاره هم کږه وږه وه. د شپې په کې را تېر شولو. سبا ته تنکۍ غرمه وه چې جلال اباد
ته ورسېدو.

له جلال اباد څخه په خپلو پښو د کان په لور روان شولو. ډېره ګرمې وه، ځکه چې د زمري میاشت وه او
د زمري په میاشت ننګرهار تود وي.

زما خور به څلور کلنه وه، په خپلو پښو نه شوه تللای نو چې یو څه به ولاړه او ستړې به شوه بیا به ما
په شا کړه. لنډه دا چې مازدیګر کورته ورسېدلو. په کور کې مو نیا، نېکه او تره ول. پنځه شپږ ورځې
وروسته هغه پلي کابلیان هم کان ته راغلل چې زما مور، پلار او خور هم ورسره ول.

زما د پلار د پښې زخم نور هم بد شو او بیا څه موده وروسته له همدغه زخم څخه و مړ، چې نوره هم
زما بد مرغې زیاته شوه او ډېرو خواشینیو سره مخ شوم.

زما پلار د ۱۳۲۰ ش کال د سنبلې په لومړیو کې مړ شو. د همدغه کال په عقرب میاشت کې زه او زما
خور د لغمان ولایت چهار باغ ته ولاړو او هلته ما د شولو لو وکړ چې شل منه شولې مو وګټلې. شولې
مو کورته راوړې. لږې لږې به مو په بغرۍ کې په مولي ټکولې او وریجې به مو ورڅخه ایستلې او
خوړلې به مو.

کله مې چې پلار مړ شو نو له ده څخه ما ته یو خوسکی پاتي شو چې په تېر ژمي کې یې مور مړه شوي
وه. هغه مهال زما پلار او مور په سراچه علي خان کې د کوکونارو للون کاوه چې د دې مړې غوا لږه
غوښه زما نېکه موږ ته سراچه علي خان ته هم را استولې وه. دا خوسکی ما ته ډېر ګران و، خو څرنګه
چې د ځینو مصروفیتونو له امله مې نور نه شو ساتلای نو خپل خوسکی مې په یو سلو شل افغانۍ
وپلوره. زه په دې خوسکي پسي ډېر خوابدی شوم تر دې چې له سترګو مې ورپسې اوښکې هم توی
شوې او ومې ژړل.

نور محمد استا کار:

زما پر پلار باندي د نور محمد استاکار لس منه غنم پور ول. ما په کنډیباغ کې چې د چپرهار د ولسوالۍ
یو کلی دی له مولوي عبدالرحیم صاحب، سره چې په کان مولوي صاحب مشهور و سبق وایه. په داسي
حال کې چې زماپلار د خپل پلار په مخکې مړ دی او زه د نېکه له میراث څخه بې برخې او محروم وم،
بیا هم په ماپسي نورمحمد استاکار چپرهار ته راغی او را ته یې ویل چې ستا پر پلار باندي زما لس منه
غنم پور دي. دا غنم ما ته را کړه او یا یې قیمت راکړه. زه یې کان ته راوستلم. زه خپل نیکه ته ورغلم
ورته مې وویل چې دا ستا د زوی قرض لرونکی وایي چې زما ورباندي لس منه غنم پور دي. خو زه
هیڅ وس نه لرم چې ستا د زوی پور خلاص کړم. نېکه مې هغه استاکار ته وویل: دی پرېږده زه به غنم
او یا پیسې درکړم.

کله چې له نورمحمد استاکار نه خلاص شوم او نېکه مې ورته د پور د ورکړي وعده ورکړه، بېرته
چپرهار ته ولاړم او په خپل لوست لګیا شوم.
کومه غوښتنه ونه کړه.

ګل جان ماما:

زما پلار له مړینې یو کال د مخه د یو سړي پنځه منه ) ۳۵ کیلو( ور بشی پوروړی و. خو کله چې زما
پلار مړ شو او دوه کاله وروسته زه په مدرسه کې داخل شوم نو کله کله به کان ته تللم. کله به چې کان
ته ولاړم نو ګل جان به راته وویل، چې ای هلکه د پلار غاړه نه خلاصوې. ستا پر پلار زما پنځه منه
وربشې پور دي. ما به ورته ویل چې زه خو اوس هیڅ هم نه لرم، که مې کله وسه وشوه پور به دې
درکړم. خو په جمعګۍ رخصتي کې به چې زه کلي ته ولاړم ګل جان به له ما څخه پور غوښته، خو زما
وسه نه وه.

کله چې زه پنځم ټولګي ته ورسېدم نو تر پنځو میاشتو وروسته مدرسې ما ته د پنځو میاشتو تنخوا راکړه.
زه کان ته ولاړم د جمعې ورځ وه چې بیا له ګل جان ماما سره مخامخ شوم او چې زه یې ولیدم بیا یې را
ته وویل: وه هلکه ته د پلار غاړه خلاصوې او که نه؟ ما ورته وویل: ګل جان ماما زما وسه نه کېږي او
ته را څخه د پلار غاړه خلاصول غواړې. ستا وربشي څلویښت افغانۍ کېږي او زه پنځه ویشت افغانۍ
در کولای شم که یې اخلې نو زه پنځه ویشت افغانۍ درکوم او که نه یې اخلې بیا ما ته ونه وایي، چې د
پلار غاړه نه خلاصوې!

ګل جان ماما لاس را اوږد کړ او ویې ویل چې راکړه! ما هم پنځه ویشت افغانۍ ورکړې او تر دې
وروسته به بیا په ډاډه زړه، بې ډاره خپل کلي ته تللم.
زه د ګل جان ماما پنځو منو وربشو دومره ځورولی یم چې تر اوسه پوري مې هم د ګل جان ماما د تقاضا
بد خوندي او تریخوالی له ستونې څخه نه دی وتلی.
یوه شپه او ورځ زندان
د لغمان ولایت د چهار باغ له لو څخه چې راغلم او خوسکی مې هم و پلوره نو ووزګار شوم او سبق ته
یې بولي. په دې کلي کې دوه » کته رغی « مې ملا وتړله. له کان کلي سره نژدې یو وړوکی کلی دی چې
مولویان ول چې یو مولوي سید حبیب نومېده او بل ورور یې مولوي میر حبیب نومېده. دا دواړه مولویان
د کان د کلي ډېر منلي مولویان ول او وګړو ورته په ډېر درانه نظر کتل. له ډېرو لیرو سیمو څخه به
ورته د سبق له پاره طالبان را تلل او د کان او کته رغی په جوماتونو کې به اوسېدل او له دې مولیانو
سره به یې درسونه ویل. ځینو به لا د مولویتوب پګړۍ هم له دوی سره تړلې. د کان وګړو به د دې
مولویانو شاګردانو ته هم په ډېره درنه سترګه کتل.
کله چې مشر مولوي سید حبیب وفات شو زه به نهه کلن یا لس کلن وم. په دې مولوي صاحب پسي د دې
کلي او د شاوخوا وړاندي کلیو وګړي ډېر خوابدي شول. په څه یې چې وسه وه د ده جنازه یې و نمانځله.
د دې مولوي صاحب په اسقاط کې نقره یي سپینې روپۍ وېشل کېدلې چې لویانو ته یې یوه روپۍ ورکوله
او کوچنیانو ته یې یو غېران )نیمه روپۍ( ور کاوه چې دا غېران هم نقره یي و.
له مولوي سید حبیب سره د کوم ځای یو طالب لوست پیل کړ. ډېر غټ کتاب یې شروع کړ چې وګړي
ووایي چې مولوي طالب دی. خو طالب په کتاب نه پوهېده، مولوي صاحب ورته وویل په دې کتاب نه
پوهېږې له خپلې سویې سره سم کتاب پیل کړه! هغه طالب بل کتاب پیل کړ خو په دې بل کتاب هم نه
پوهېده، بیا یې یوه ټیټه درجه کتاب پیل کړ. خو طالب بیا هم نه پوهېده او په شا روان و. په پای کې د
مولوي صاحب زړه ورته تنګ شو ورته یې وویل: ملا صاحب همداسي په شا روان یې هسي نه چې
چېرته بېرته د مور په …. ننه نه وځې!؟
د دې طالب دا داستان د کلي وګړو بیاناوه. نور زه نه پوهېږم چې واقعیت به لري او که به یو جوړ شوی
داستان وي؟
لنډه دا چې ما د پلار له مرګ څخه وروسته د مشر مولوي صاحب له کشر ورور مولوي میر حبیب سره
نومېږي پیل کړ. له ما سره وس نه و چې دا کتاب مې » سراج الارواح « د عربي صرف یو کتاب چې
پېرلی وای نو دا کتاب هم مولوي میر حبیب ما ته را کړ. زه هره ورځ د کان او کته رغی د کلیو تر مینځ
واټن وهم او درس ته ځم، چې له کان څخه کته رغي ته زه په یو ساعت کم وزیات کې رسېږم.
په دغه مهال زموږ په کور کې یو هډه وال نجار چې نیاز محمد نومېده اوسېده. دې نجار اوس زموږ له
کوره کډه کړي ده او کوم بل ځای ته تللی دی خو زموږ په کلیو کان او کته رغي کې نه شته.
د روداتو ولسوالۍ نجاران په کار ول نو له نیاز محمد نجار پسي یې هم کان ته سپاهي را استولی چې
نیازمحمد نجار بوزي. خو کله چې سپاهي کان ته راغی نیازمحمد نجار زموږ په کور کې نه و، بل ځای
ته تللی و.
سپاهي وویل، چې زه ولسوالۍ دلته په نجار پسي را استولی یم. نو زه نه شم کولای چې ولسوالۍ ته ووایم
چې نجار نه شته. تاسو څوک واستوئ چې ولسوالۍ ته ووایي چې نجار زموږ له کور څخه تللی دی.
ما ته نیکه وویل ته ولاړ شه او ولسوالۍ ته ووایه چې نجار زموږ له کور څخه تللی دی او په کان کې نه
شته. نو زه ولاړم، زموږ د کلي بانډه ګۍ یو بل هلک یې هم را سره ملګری کړ. کله چې ولسوالۍ – –
ته ولاړم، ما ورته وویل، چې نجار زموږ له کلي تللی دی او اوس معلوم نه دی چې چېرته دی؟ ولسوال
امر وکړ چې دی زندان ته بوزئ او دا بل یعني چارګل دې ولاړ شي نجار دې راولي او تر څو چې – –
نجار نه وي راغلی دا به په زندان کې وي.

چار ګل ولاړ او زه زنداني شوم، مازدیګر مهال دی د زندان سپاهیانو ونیولم او راته یې وویل، چې پیسې
راکړه، زه نه پوهېږم چې دوی له ما څخه د څه شي پیسې غوښتلې، خو ویل یې چې پیسې راکړه!

ما ورته وویل: زه پیسې نه لرم. له ما سره لا دمخه دا سودا وه چې سپاهیان به را څخه څه وغواړي نو له
ما سره یو چاکو و هغه مې د پرتوګ د پرتوغاښ په سوري کې ننه ایسته چې سپاهیان یې را څخه
وانخلي. کله چې سپاهیانو له ما څخه په زندان کې پیسې وغوښتلې، ما ورته وویل چې له ما سره پیسې نه
شته. یو سپاهي وویل چې ویې لټوئ څرنګه ور سره پیسې نه شته چې ویې لټولم نو له ما سره په هغه
مهال یو سنار و پنځلسو پولو ته یې سنار وایه. له ما سره یوه لس پولۍ پیسه وه او یوه پنځه پولۍ پیسه –
وه. سپاهي چې ولټولم او نورې پیسې را سره نه وې نو راته یې وویل: چې خدای دي خوار کړه په دې
دولت چې ته یې لرې.

نو بیا یې راته وویل چې سپاهي به در سره شي بازار ته ولاړ شه هلته له چا څخه پیسې پور کړه ته به
په بازار کې ډوډۍ هم وخورې او موږ ته به پیسې هم راکړې. ما ورته وویل، چې زه په بازار کې څوک
نه پېژنم چې پیسې ورڅخه پور کړم.

دا مهال د ژمې د جدې میاشت ده او د ولسوالۍ زندان هم لنده بل غوندی دی خو زما شپه په دغه زندان
کې شوه.

د زندان کوټې وړې وړې دی او شمالآ او جنوبآ دوه کتاره پرتې دي چې یو کتار کوټې بل کتار ته مخامخ
دي. د لوېدیز لوري د کوټو دروازې لمر خاته ته دي او د ختیځ لوري کوټو دروازې لمر پرېواته لوري
ته دي. په دغه مهال د سپوږمۍ د میاشتې هم څوارلسم پنځه لسم دی . چې سپوږمۍ را وختله نو لوېدیز
لوري کوټې یې رڼا کړې او د لوېدیز لورې کوټې دېوال چې سپوږمۍ رڼا کړنو د دېوال منعکسي رڼا د
ختیځ کوټې هم رڼا کړې، چې د ختیځ لوري په هره کوټه کې په دغه منعکسه رڼا هر څه ښکاره کېدل،
ځکه چې له یوې خوا کوټې وړې وې او له بلې خوا د سپوږمۍ د رڼو شپو ورځې وې. د ختیځو کوټو
مخامخ دېوال یې ښه روڼ کړی و او دا کوټې یې هم ښې رڼې کړې وې. په یوه ختیځه کوټه کې پنځه شپږ
تنه بړو وال بندیان ناست ول زه هم له هغوی سره کېناستم او چې هغوی پسي ډوډۍ خپلوانو راوړه نو ما
هم له هغوی سره د ماښام ډوډۍ و خوړه او تود ور سره ناست وم.

تېر ماښام خوستن چې د څملاسلو مهال شو بړووالو ماته وویل چې په دې کوټه کې خو موږ هم نه
ځایېږو ته کومې بلې تشې کوټې ته ولاړ شه. زه هم را ووتلم او په څنګ کې یې په بله کوټه کې ننوتلم
چې په دې کوټه کې یو د خښتو قالب پروت دی او یو شل پاڼې لوخې په کې پرتې دي. زه یو واسکټ لرم
یو د خامتا څادر لرم او یو را سره زما سراج الارواح کتاب دی، کتاب مې له ځان سره د دې له پاره
راوړی و چې شپه به سرشاهي کې د نېکه د خور کره وکړم او سبا ته به له سر شاهي څخه کته رغي ته
ولاړ شم او مولوي میر حبیب صاحب سره به سبق ووایم. له بنده څه خبر وم؟
په دې کوټه کې چې په منعکسه رڼا ښه رڼه ده. داکوټې یوه یوه دروازه لري او لکه چې یوه وړه کړکۍ
یې هم در لوده. ما لوخي اوږدې اوږدې وغوړولې او فرش مې ور څخه جوړ کړ او د خښتو قالب مې
بالښت کړ، څادر مې نیم پر لوخو خپور کړ او نیم مې پر ځان د پاسه را بړستن کړ او څملاستم.
زموږ په کلی کې به وګړو لویو وړو د شیشکو او پېریانو خبرې کولې. په دې خبرو خو تر ما پوري ټول
وګړي متاث رول تر دې چې غټانو پر شیشکو او پیریانو باور درلود.

ما چې شپه جوړه کړه او نیم څادر مې پرځان را بړستن کړ او ویده شوم نو یو ساعت به لا تېر نه و چې
یو څیز مې پر سینه کېناست. ما دا خیال وکړ چې دا څیز به پیشکه وي، نو که ځان خوزوم شوکارې به
را باندي ولګوي، نو له ډاره ځان نه خوزوم او غلی پروت یم. یو څه ځنډ وروسته دا څیز زما له سینې
څخه کوز شو او زه را ولاړ شوم چې که دا څیز پیشکه وي چې ویې شړم چې بیا مې پر سینه را ونه
خېژي. چې پاڅېدم کوټه رڼه وه او ښه مې ولټوله ځکه چې پر منعکسه رڼا کوټه ښه معلومېدله، خو چې
هر څومره مې دا وړه کوټه ولټوله، کوم څیز مې ونه لید، دروازه مې پوري کړه او بیا څملاستم.
نه پوهېږم چې څومره وخت به وتلی و چې هغه څیز مې بیا پر سینه کېناست. بیا مې هم د شوکار د ډار
له کبله ځان ونه ښوراوه او غلی پرېوتلم خو له څه وخت وروسته بیا دا څیز زما له سینې کوز شو او زه
بیا پاڅېدم کوټه مې ولټوله بیا هم کوم څیز په نظر رانغی او بیا څملاستم خو بیا هم همدا پېښه تکرار شوه
اوچې دا څیز مې له سینې کوز شو او بیا مې کوټه و لټوله او کوم څیز په نظر رانغی نو نور مې
څملاستلو ته له ډاره زړه ونه شو. څپلۍ مې په پښو کړې دروازه مې پوري کړه او بیا تر سبا پوري د
پوري دروازو شاته د پښو پر سر ناست وم. په دې توګه ما دا شپه سبا کړه. د شپې خو بړو والو ډوډۍ
راکړه خو د سبا ناری درک بیا نه و او زه نهار پاته شوم. چې لږ لمر راجګ شو نو سپاهیانو وایستلم او
تر مازدیګر پوري یې را باندي په وږې خېټه خټې وکړې په داسي حال کې چې پوزه مې هم روانه وه.
نه زما تره زما پوښتنه وکړه او نه مې نېکه پوښتنه وکړه. څه موده د مخه زما مور زما وړه خور زما له
یو استاذ سره چې استاذ اعلام الدین نومېده بدله کړه، زما خور یې د هغه زوی سید عباس ته ورکړه او د
هغه لور یې ما ته په نامه کړه، نو دا سړی که یوې خوا زما استاذ و له بلې خوا مې بیا خسر هم شو چې
په پای کې مې بیا پلندر هم شو.

زما دا خسر په ماپسې راغلی و و او زما د نېکه خوریه پسي تللی و چې هغه شاه جهان پاچا نومېده، سید
و او ښه منلی سړی و. زما د نېکه خوریه بیا ولسوال ته ویلی و چې زما د ماما لمسی خوشی کړه،
مازدیګر مهال و چې زه یې خوشی کړم او له خپل خسر سره کور ته روان شوم. ماښام تېر کور ته
ورسېدلو. دا وه زما د یوې شپې بند کیسه.

حیران وم چې څه وکړم؟

د ۱۳۲۰ ش کال په ژمي کې زه په کور کې پاته شوم نو حیران وم چې څه وکړم؟ د کلي یوه بزګر چې
زمان شاه نومېده، ما ته وویل: هلکه د کلي وګړي وایي چې ته پوهېږې نو زه درته یوه خبره کوم او هغه
دا چې په دې مزدوریو او لوونو څه نه کېږي. نه څه درپاتې دي او نه څوک خوا خوږي لرې ځه ولاړ
شه په جوماتو کې سبق ووایه چې ملا شې، ملایي هم یو کار دی. د دې مزدوریو او لوونو څه ښه دی نو
ملا وتړه او ولاړ شه سبق ووایه!

په دې وختونو کې زموږ په کلي کې ښوونځی نه و او اوس په کې یوه د هلکانو لېسه ده اویو په کې د
نجونو ښوونځی دی. پر ما باندي د مرحوم بزګر زمان شاه خبره ښه ولګېده او د ۱۳۲۱ ش کال په جوزا
کې چپرهار ته ولاړم او هلته په هیدیاخېلو کې د ملک محمدین په کلي کې د کونړ مولوي صاحب سره
شاګرد شوم. یوه میاشت وروسته بیا په چپرهار کې په بانډه نومي کلي کې له بیسودو مولوي صاحب
سره شاګرد شوم او هغه کتاب چې مولوي صاحب میر حبیب راکړی و هغه مې له بیسودو مولوي
صاحب سر ولوست. بیا مې چې د عربي نحوې لومړی کتاب چې شمه نومېږي او د عربي سلو عواملو
بیان په کې دی د بیسودو مولوي صاحب سره پیل کړ. چې زه نه پوهېدم او که د مولوي صاحب په کې
خوند نه و خو چندان پرمختګ مې ونه کړ. ویل کېدل چې د چپرهار په کنډیباغ نومي کلي کې مولوي
عبدالرحیم چې په کان مولوي صاحب مشهور و په نحو ښه پوهېږي، دا مولوي صاحب زما یو څه – –
خپل هم و، نو زه ورته راغلم او هغه په شاګردۍ و منلم.

له دې مولوي صاحب سره مې شمه وویله، ورپسې مې بیا د نحو یو بل کتاب چې هدایه النحو نومېږي
ووایه او ورپسې مې بیا د نحو بل مشهور کتاب کافیه پیل کړه.

په دغه مهال زما په چپه پښه خوږ ولګېده، دا پښه مې له ورانه نیولي تر پونډۍ پوې پړسېدله او ډېر درد
یې کاوه. چا ویل چې د زنګون په برخه کې بند یې اوښتی دی او چا ویل چې کوم قسم دانه ده. خو پته نه
لګېده چې زما پر پښه څه شوي دي. زه له کنډیباغ څخه کان ته راغلم او پرېوتلم. نور له حرکت څخه
ولوېدم او هرڅه مې ځای په ځای ول. مور به مې خدمت کاوه.

زموږ د کلي یوناني طبیب حکیم غندل صاحب وړیا زما تداوی کوله، یوه شپه چې درد ډېر وارخطا کړم
او په نارو سورو مې پیل وکړ نو مور او نیا مې وارخطا شوه چې لکه چې وروستی وخت یې دی. مور
مې بهر وه، نیا مې ورته چیغې کړې چې هله راشه زوی دي مړشو، هغه وارخطا راغله زما په دغه
شدید درد کې دا دانه د زنګون چپ لوري ته سورۍ شوه او وینې او نور مواد ورڅخه را وبهېدل. ډېرې
وینې، زوې ورڅخه وبهېدلې او دانه تشه شوه. د دانې دا سوری به دغوندي د ستنې په اندازه و، چې دوا
هم دننه زخم ته نه ور تېرېدله، نو حکیم صاحب زما مور ته وویل: ورشه له سلماني څخه چاړه راوړه
چې دا سوری لږ ازاد کړم چې زخم ته دوا ور تېره شي، چې مور مې سلماني پسي ولاړه حکیم صاحب
له خپل بکس څخه چاړه را وایستله او چې زما مور راتله حکیم صاحب زما زخم لږ شانته څیری کړی و
او د زخم خوله لږه ازاده شوي وه. چې دوا دننه زخم ته ور تېرېدله دوا داوه چې یوه سره دوا چې پتاس
پرمنګنات یې ورته ویل، حکیم صاحب به هغه دوا په اوبو کې واچوله او بیا به یې له پومبې څخه جوړې
شوې پلتې په کې ککړې کړې او زما د پښې زخم ته به یې دننه هرې خوا ته ور تېرې کړې، حکیم
صاحب څو ورځې د کار وکړ خو د پښې د جوړېدو کوم اثر نه و.

حکیم صاحب وویل: دا تداوي زما د وسې کار نه دی، باید څوک دې یا جلال اباد او یا پېښور ته یوسي،
چې پاخه او ماهر جراحان دې علاج وکړي. نو حکیم صاحب هم پرېښودم.
دا مهال ژمی دی او زما مهربانه تره را باندي ودانه کوټه ورانه کړه. زه، مور مې او دوې خویندې مې د
ګاونډي په یوه ډېره وړه او تنګه کوټه کې مېشت شولو.

په همدې مهال زما نېکه زما مور ته وویل چې زما زوی سره واده وکړه ځکه چې د ده ښځه مړه ده او
ستا مېړه مړ دی، کونډه یې. خو زما تره ویل زه له دې کونډې سره واده نه کوم. زما تره زما له مور
څخه ډارېده.

زما نېکه تقریبآ یو پنځه جریبه ښه ځمکه او یو پار اوبه درلودې. لاس یې ډېر تنګ و. ځمکه یې ګرو وه،
یو پټی و چې نیم جریب به وه. زما مور زما نېکه ته وویل: زه ستاله زوی سره واده کوم خو ته دغه نیم
جریب پټی زما په مهر کې زما زوی ته ورکړه، هغه به سورې کړې چې څرنګه په خپله ښځه او کونډه
دوه ځله مهر ورکړم. زه پټی نه درکوم زما زوی سره به واده کوې او زه پټی نه در کوم.

زما مور ورته وویل: زه بې مهره ستا زوی سره واده نه کوم او زوی یې ویل چې زه له دې کونډې سره
هیڅ واده نه کوم زه یې بیا یم او په مومندو کې یې پلورم.

زه خو مریض او په خپل درد کې پروت وم او د علاج مې هم څوک نه ول. تره او نېکه خو را باندي
ودانه کوټه ورانه کړه. په دې ورځو کې زموږ مومند عزیزان هم راغلي ول چې دوه کسان ول هغوی هم
زما تره ته ویل چې خیر دی. مه ډارېږه ، له دې خپلې کونډې سره واده وکړه. هغه ویل: زه ور سره واده
نه کوم او چېرته یې پلورم، تاسو یې را سره چېرته بوزئ.

کله چې خبره توده شوه نو مور مې زه له ګرېوانه ونیولم، راته یې وویل چې ما ته هره ستونزه را پېښه
شو دا به ستاله لاسه وي! ستا تره او نېکه ما چېرته پلوري او زه د دوی له پلان سره موافقه نه لرم زه په
خپله خوښه مېړه کوم. تره خودې را سره واده نه کوي زه په خپله خوښه واده کوم.

زه چې مرګانی پروت وم او دا باور مې نه و چې زه به هم ګوندې ژوندی پاتي شم نو د مور له ازاره
وډارېدم او ورته مې وویل، چې څه کوې هغه کوه زه خو په دې حال یم. مور مې زما له استاذ اعلام
الدین سره ولاړه. زما غم خور نه و. یوه مور مې وه هغه را څخه ولاړه او زه په ډاګ، بې علاجه،
ناروغه، په مرګي حال پاتي شوم.

مور د نوې مېړه مېرمن شوه، نېکه مې نږور وپلورله او یو نیم زر افغانۍ یې زما د مور له مېړه څخه
واخستلې. زما د مور او زما د نېکه دواړو کار وشو، خو زه بې څه، پر ځای پاتي شوم. نه دوا وه او نه
هم کوم خوراک. زموږ په لوی کلي کې زما د مور خور وه چې نانۍ نومېده او زما له مور څخه مشره
وه. هغه چې ډېره غریبه او نشتمنه وه، پر ما یې زړه خوږ کړ او کلیوالي تداوي یې راته پیل کړه.
هغې به د غز د وني د ډډ پوستکی اوړه کړ او بیا به یې ورسره وړه ګډ کړل او د یو بوټي پاڼې به یې ور
سره واچولې چې دا بوټی مرونډۍ نومېږي، نو له دغه مخلوط څخه به نرۍ خټه جوړه شوه دا خټه به یې
په یوه لویه لته خپره کړه او بیا به یې زما پښه په کې پټه کړه، چې دې راز پلستر ډېر ژر پرما اغېزه
وکړه او پښه مې په روغېدو شوه. څه موده وروسته زه د ګرزېدلو شوم او چې روان به وم نو د پښې
ګوتې مې پر ځمکه لګېدلې خو پونده مې ځمکې ته نه شوه رسولای، پونده مې په ځمکه نه لګېده. په
کراره کراره مې څو میاشتې وروسته پونده هم پر ځمکه ولګېده.

زه پر دغه علاج او تداوۍ شکي وم خیال مې کاوه چې دا دوا به تر ډېره دوام او اغېز ونه کړي او زما د
پښې درد به بیا پیل شي.خو په دغې عادي تداوۍ زما پښه جوړه شوه. زه خو د تداوۍ له پاره نه جلال
اباد ته تللای شوم او نه پېښور ته. خو زه په دې دوا داسي پوخ جوړ شوم چې تر اوسه چې زه نوي کلن
یم هغه درد پر ما رانغی او پښه مې ښه ده.
کله مې چې پښه لږه ښه شوه نو خویندې مې نېکه بوتلې او زه بېرته له درې میاشتو وروسته د چپرهار
کنډیباغ نومی کلي ته له مولوي عبدالرحیم صاحب سره د سبق ویلو له پاره ولاړم.

ملا حنبل خان:

زه په کنډیباغ کې په سبق بوخت وم چې د غنمو د لو وخت راغی. د مولوي عبدالرحیم صاحب زما په –
عمر طالبانو پیل وکړ چې پر لو کوونکو بزګرو او لو ګرو وګرځي او سوال ورته وکړي چې یوه کوده –
غنم ورکړي. نو بزرګرو او لو ګرو به دې طالبانو ته کوده، کوده غنم ورکول چې لس دوولسو بزګرو او
لو ګرو به غنم ورکړل او یوه ګېډۍ به برابره شوه هغه به یې جومات ته را وړه او هلته به یې په یو ځای
کې کېښودله. او سبا ته به بیا په همدغه کار پسي ولاړل.

چې د لو مهال به خلاص شو نو دوی به خپل غنم له سوارو څخه بېل کړل او بیا به یې خپل غنم چې د –
چا به څلور منه غنم شول او د چا به پنځه منه شول پلورل. ما هم دا شوق وکړ خو سوال ته مې زړه –
ونه شو نو یو لور مې پیدا کړ او ومې غوښتل چې لو وکړم . نو ملا حنبل خان ته مې وویل چې لو کوم،
هغه راته وویل چې راځه زما لو وکړه. ما د ملا حنبل خان لو وکړ او ما ته یې په مزدورۍ شلمه ګېډۍ
راکړه. ما ورته وویل چې ما ته یوه رسۍ پیدا کړه چې زه دا رېبل شوي غنم درمند ځای ته درته یوسم
ځکه چې دا کار هم زما په غاړه و.

خو ملا حنبل خان ما ته وویل چې ته دې خپلې د لوګرۍ ګېډۍ یوسه، نور ته خلاص اوسه. زه به په خپله
غنم درمند ځای ته یوسم. ما خپلې د لو ګرۍ ګېډۍ را وړې جومات ته او چې غنم مې ورڅخه وایستل
زما غنم هم تقریبآ څلور منه شول. هغه مې وپلورل او جلال اباد ته ولاړم هغه کتاب مې و پېره چې زما
په کار و.

دا ۱۳۲۲ ش کال و. په دغه کال د ننګرهار د هډې نجم المدارس مدرسې ته په څلورم ټولګي شاګرد نیول
کېدل. زما یو شاګرد و چې ګل محمد نومېده هغه په دغه مدرسه کې داخله کړې وه، نو بیا په ماپسي
راغی او راته یې وویل، چې راځه ته هم په مدرسه کې داخل شه. کال ته په پنځم ټولګي کې د میاشتې
څلویښت روپۍ تنخا ورکوې او چې معاش دې پیداشي نو له وظیفه خوړلو څخه به خلاص شې.

د ده خبره پر ما ښه ولګېدله او ورسره هډې ته روان شوم. په هډه کې د مدرسې مدیر چې مولوي خمار
الدین نومېده له ما څخه یو څو پوښتنې وکړې او ما ورته ځوابونه ورکړل. هغه راته وویل: ته خو ډېر ښه
یې، ولاړ یو عرفي ضمانت یې ولیکه. را ته یې وویل د کلي پر ملک او د ولسوالۍ په ولسوال یې
امضاء کړه، نو راځه چې په مدرسه کې دې ونیسم. ما ورته وویل: ته لومړی له ما څخه امتحان واخله
چې زه پوه شم چې زه په امتحان کې بریالی یم او که نه. که بریالی شوم نو بیا به ضمانت خط راوړم.
مدیر صاحب وویل: دغه اوس چې ما له تا څخه پوښتنې کولې او تا ځوابونه راکول دا څه ول؟
ما ورته وویل: تا یو څو پوښتنې وکړې او ما ځوابونه وویل.
مدیر صاحب راته وویل: همدغه امتحان و کنه!
ما ورته وویل: ښه زه په امتحان کې بریالی شوم؟
هغه: هو! بریالی شوې.
بیا نو زه کلي ته ولاړم چې ضمانت خط جوړ کړم. ما اورېدلې ول چې په هندوستان کې طالبان وظیفې
نه خوري بلکه په هغه ښار کې سبق وایي د هغه ښار مسلمانان او هندوان وګړي یو طالب له ځان سره
ساتي، ډوډۍ هم ورکوي، کتاب هم ورته اخلي او سر بېره په دې جیب خرڅ هم ورکوي.
نو پرما دا خبره ښه ولګېده، څرنګه چې له وظیفې ټولولو او چړ څخه په تنګ وم نو تصمیم مې ونیو چې
یا به په دغه مدرسه کې داخلېږم او یا به هندوستان ته ځم ځکه چې په هندوستان کې وظیفه ټولول او
چړکول نه شته .
همداوه چې کلي ته ولاړم او نېکه ته مې وویل، چې زه یا هندوستان ته ځم او یا د هډې په مدرسه کې
داخلېږم. هغه راته وویل: مه هندوستان ته ځه او مه په مدرسه کې داخلېږه! ټول طالبان په جوماتونو کې
له مولویانو سره سبق وایي. ته یې هم وایه! ما ورته وویل: زه نور د جوماتونو له مولویانو سره درس نه
وایم یا به مدرسه کې داخلېږم او یا به هندوستان ته ځم. نوره خوښه ستا چې ضمانت خط راته د کلي په
ملک چې غلام عمر نومېده امضاء کوې او که نه؟
نېکه په مدرسه راضي شو او ضمانت خط یې راته په ملک امضاء کړ. زه ولاړم ولسوالۍ ته چې
ولسوال هم په خوښۍ سره را ته ضمانت خط امضاء کړ او بیا مولوي خمارالدین زه په نجم المدارس کې
داخل کړم.

د للمې کلی:

په څلورم ټولګي کې یې شاګردانو ته معاش نه ورکاوه. په للمه کې زما یو استاذ و چې مولوي عبدالستار
نومېده، زه له هغه سره دېره شوم. هلته مې هم سبق وایه او هم مې وظیفه خوړه او په تمه وم چې په
راتلونکي کال کې به تنخا راکوي، له وظیفې خوړلو او چړ څخه به خلاص شم.

چړ:

چړ ډېر سخت او د شرم کار دی خو په دا مهال دلته په افغانستان او کوز په هندوستان کې رواج شوی
دی، طالبان د چړ مړۍ خورې او سبق وایي. چې مړی وشي نو د مړي په اسقاط کې هم د جوماتونو
طالبانو ته پیسې ورکوي، چې دا پیسې د چړ خورو طالبانو جیب خرڅ کېږي. په دې توګه طالبان خپل
ژوند تېروي او درس وایي. مولوي استاذ ته د کلي وګړي په نوبت او وار سره مړۍ ورکوي او د حق الله
په نامه خیرات او هم د روژې د میاشتې سرسایه ورکوي او دا مولوي بیا د دې کلي د جومات امام هم
وي، چې په دې توګه داسي جوماتی مدرسې ډېرې وي، د هر کلي وګړي هڅه کوي چې لوی مولوي امام
ونیسي چې طالبانو ته درس ورکولای شي، نو د کلي وګړي له دغه مولوي او امام سره په خوښه مرسته
کوي مولوي هم خپل کار یعني طالبانو ته درس ورکول په ښه توګه سر ته رسوي او پر خپله دغه دنده
خوښ وي.
زه چې په ۱۳۲۲ ش کال په مدرسه کې داخل شوم نو د ورپسې جوزا په میاشت کې مې کالنی امتحان
ورکړ او اول لمبر کامیاب شوم. په دې کال کې بیا هم زموږ د تنخوا د منظورۍ امر له کابل څخه رانغی
او زه هملته په للمه کې له عبدالستار استاذ سره پاتي شوم، څلور میاشتې تېرې شوې خو د تنخوا پته نه
لګېده.
زه خو له چړ څخه په تنګ وم ځکه په مدرسه کې داخل شوم. خو زه بیا هم چړ خور پاته شوم. مدرسې
تنخوا نه راکوله. ما هم مدرسه پرېښوده او په للمه نومي کلي مې له ملا میاجان استاذ سره ګلستان کتاب
او د ملا میاجان استاذ له زوی استاذ ملا منظر سره مې یوسف زلیخا کتاب، چې د عبدالرحمان جامې
تالیف دی پیل کړ. ما په یوه میاشت غیر حاضرۍ کې دا دواړه کتابونه ولوستل او پای ته مې ورسول.
یوه ورځ راته ملا منظر استاذ وویل، چې تا خو مدرسه پرېښوده او دا ډېره موده کېږي چې غیر حاضر
یې دا دولتې مدرسه ده کور ته به در پسي جلب ولاړ شي او هغه ضامن ملک به ونیسي او و به یې
ځوروي. هغه ملک مجبور دی چې ستا نېکه په لاس ورکړي نو له دې څخه دا ښه ده چې بېرته مدرسې
ته ورشې!
ما ورته وویل، چې زه خو اوس یوه میاشت غیر حاضر یم د مدرسې مدیر به جزاګانې راکوي؛ وهل،
ټکول به وي نو دا به څنګه شي؟
ملا منظر استاذ راته وویل، چې دا خو تا په خپله ځان ته پېښه کړې ده، خلاصدلای نه شې، وهې دي او
که ټکوي دي ته مجبور یې چې مدرسې ته ولاړشې او ملک او نېکه دي له غمه خلاص کړې. هغه ورځ
چې ملک چې زما ضمانت خط امضاء کاوه نو خدای کړي یې راته وویل، چې زه خو به ستا ضمانت
وکړم خو ته به بیا وتښتې او په غم به زه ککړ یم.
ما ورته وویل، چې نه به تښتم خو ته ضمانت خط راته امضا کړه. نو ما ته هم د ملک خبره را یاده
شوه.
ما د ملا منظر استاذ خبره ومنله او سبا ته مدرسې ته ولاړم، خو مدرسې ته ننه نه وتلم، له مدرسې بهر
مخ دي تور سه ته چېرته یې چې « . مې چکر واهه چې مولوي خمار الدین ولیدم او را غږ یې کړ»!

مدرسې ته نه راځې

ما ورته وویل، چې زه په مدرسه کې د دې له پاره داخل شوم چې هم به درس وایم او هم به له وظیفې
خلاص شم. خو داسي ونه شوه، زه اوس هم په للمه کې په چړ ګوزاره کوم. مولوي خمارالدین صاحب
راته وویل: را ځه چې اوس ستاسو تنخوا جاري شوې ده، ستا ټولګیوالو تنخوا واخستله یوازي ته غیر
حاضر وې او تنخوا دي حواله نه شوه. اوس بېرته راشه چې تنخوا دي درته حواله کړم. مدرسه مه
پرېږده، زه دي بېرته مدرسه کې منم. که له غیر حاضرۍ دې در تېر نه شم زما غاړه بندیږي ځکه ته
ډېر ښه استعداد لرې خو ته هم توبه وباسه او زه به هم ستا له جزاء څخه تېر شم.

ما ورته وویل: مدرسې ته به راشم او د غیر حاضرۍ په ګوناه به مې بیا وهي. هغه راته وویل: راځه دا
مې در سره قول دی چې نه دي وهم راځه مدرسې ته راشه. زه هم سبا ته ورغلم او خپل درس مې بیا
پیل کړ.

د مدرسې مدیر مولوي خمارالدین صاحب، زما تنخوا حواله کړه او په خپله را سره د معارف مدیریت ته
ولاړ، تنخوا کې یې راته د پنځو میاشتو دوه سوه افغانۍ راکړې. زه چې ولاړم او مدرسه مې پرېښوده نو
دوه نورو طالبانو هم مدرسه پرېښوده او غیر حاضر شول. چې زه د ملا منظر استاذ په اشاره بېرته
مدرسې ته راغلم، نو هغه دوه تنه طالبان هم راغلل، د مدرسې مدیر ته یې وویل، چې موږ هم بېرته په
مدرسه کې ومنه، مولوي خمار الدین ورته وویل، چې ښه ده چې په خپله مو مدرسه پرېښوده او زما نوم
درباندي بد نه شو او که نه نو تاسو کې دا لیاقت نه شته چې په مدرسه کې پاتي شوي وای.
ښه شوه چې په خپله ولاړئ او که دی مې نه وای منلی نو د ده استعدار ضایع کېده او زما غاړه بندېدله
بیا رانه شئ.

چې دا غیر حاضر طالبان ولاړل، نو چې یوه بجه شوه طالبان رخصت شول، مدیر ماته وویل: ته ادارې
ته راشه!

زه ادارې ته ورغلم. په اداره کې یو مولوي خمارالدین و، یو مولوي میر افغان و او یو هم زه وم. د
مدرسې مدیر مولوي خمارالدین چپراسي ته امر وکړ: ورشه یو څو لښتې راوړه! دې بدمخي ما ته خبره
جوړه کړه هغه دوه طالبان چې د مدرسې له پاره شرم ول هم راغلل او راته ویل یې چې زین الله دي و
مانه موږ هم ومنه! که دی مې نه وای منلی اخرت مې خرابېده هغوی خو دومره نالایقه ول چې مدرسه
هم ورباندي بدنامېدله ښه ده چې ورک شول، اوس به زه ده ته د غیر حاضرۍ خوند ور وڅکم.
چپراسي ولاړ پنځه لښتې یې راوړې او چې لښتې یې وغورځولې پر سترګو مې ورته تیاره راغله، زړه
مې په دربا شروع وکړه. ما له ډاره سر ټیټ نیولی دی او مدیر صاحب میز ته ناست دی، خپل کار ته
متوجه دی. دریواړه غلی یو. ډېر وخت وشو مولوي صاحب میر افغان د مدرسې مدیر ته وویل:
مدیر صاحب زین الله ډېر بد کړي دي چې یوه میاشت غیر حاضر شوی دی، د ښې جزاء وړ دی خو
خیر دی مدیر صاحب دا ځل زما له خاطره ورته جزاء مه ورکوه ، بیا به داسي نه کوي.

د مدرسې مدیر مولوي خمارالدین، وویل: نه مولوي صاحب، ده ما ته د خلکو خبرې جوړې کړې هغه
نور طالبان هم راغلل چې دی دې ونیو موږ هم ونیسه! که ده دا غیر حاضرۍ نه وای کړې نو ولي به ما
ته د هغو دواړو طالبانو خبره جوړېده؟

اوس یې چې سم پوه نه کړم، دی به بیا هم همداسي وکړي. مولوي میر افغان صاحب ورته وویل: بیا به
داسي نه کوي خو داځل یې زما په خاطر پرېږده. مدیر صاحب ورته وویل: مولوي صاحب دا ځل دې
ستا په خاطر خلاص وي خو که بیا یې داسي ناوړه حرکت وکړ، داسي جزاء به ورکړم چې په خپل عمر
کې یې هېره نه شي او د نورو له پاره هم عبرت شي.
د مدرسې مدیر د مولوي صاحب په سپارښت خوشې کړم، زه په خوښۍ کوټې ته ولاړم.

د ناروغۍ تصدیق:

کله چې مولوي صاحب خمارالدین له نجم المدارس څخه بدل شو، د ده پر ځای کندهاری مولوي فیض الله
د مدیر په توګه و ټاکل شو، زه د مولوي فیض الله صاحب د مدیریت په مهال په شپږم ټولګي کې په
محرقه ناروغۍ ناروغه شوم. پوره یوه میاشت ناروغه وم، په دغه مهال ډاکټران نه ول او چا هغه
موجوده ډاکټرانو ته دومره مراجعه نه کوله، چې زه یو له همدغسي کسانو څخه وم. کله چې زما ناروغي
سخته شوه نو زه بیا کورته ولاړم او درس را څخه پاتي شو، په کور کې حکیم صاحب غندل زما تداوی
کوله چې دا حکیم صاحب د کلي طبیب و. په دې ناروغۍ کې یو ځل زما د مرګ اوازه هم خوره شوه،
خو دا اوازه هسي اوازه وه ځکه چې ژوندی وم. د ناروغۍ د مودې تنخوا مې بنده وه، ما ته مولوي فیض
الله صاحب، چې د مدرسې مدیر و، وویل چې ته د چپرهار د علاقدار په تصدیق یو تصدیق راوړه چې
زه ستا د دې یوې میاشتې تنخوا درکړم. ما ورته وویل، چې زه خو په مدرسه کې ناروغه شوی یم خو ته
په خپله زما د ناروغۍ تصدیق وکړه. هغه وویل، چې ارومرو به دا تصدیق راوړې او که نه نو زه دا
تنخوا نه شم در کولی. زه ګهیځ د وخته چپرهار ته روان شوم. علاقدارۍ د چپرهار په شوناله کلي کې
وه. غوښتل مې چې سبا ناری به له مولوي عبدالرحیم صاحب سره په کنډیباغ کې وکړم. کنډیباغ ته چې
ورسېدم، نو له مولوي صاحب سره له سبا ناري څخه تېر شوم او شونالې ته ولاړم.

د شونالې د جومات امام زما اشنا ملا فضل هادي و. ما وغوښتل چې له ده سره به سباناری وکړم، خو
هلته خبر شوم چې علاقدار صاحب په ځای کې نه شته او هدیا خېلو ته د ملک محمدین کلي ته د کومي
معاملې له پاره تللی دی. سبا ناري ته ځنډ نه شوم، ولاړم چې په علاقدار خپله د مدریضۍ پاڼه لاسلیک
کړم. د ملک محمدین په کلي کې مې علاقدار ولید. علاقدار راته زما د ناروغۍ پاڼه امضاء کړه او له
هغه ځایه بېرته روان شوم. دا مهال به د غرمې دوه دوه نیمې بجې وې، خو د ژمي لندې ورځې وې او
مهال تېر ښکاریده، ما ویلل چې د چپرهار په سره کلا کې مې خاله ده له هغې سره به مړۍ وخورم او بیا
به مدرسې ته ځم.

دومره وږی یم چې پښې را سره نور په تللو کې ښه مرسته نه کوي او کولمې مې له لوږې تاوېږي را
تاوېږي. چې سرې کلاته ورسېدم، ترور مې ولیده هغې راته ستړي مه شي او هرکلی ووایه. هغې وویل:
له ما سره شپه وکړه، ما ورته وویل: شپه نه کوم ځکه چې له دې ځایه بیا درس ته نه شم رسېدلای. هغې
راته د چای ست و نه کړ او زه ترې همداسي وږی روان شوم. نور نو مې لوږي پښې سستې کړې وې،
له ځان سره مې وویل: دلته خو دې له ترور نه چای ونه غوښت خو د چپرهار په دولت زیو کې د طالب
جان کور دی. دا طالب جان په مدرسه کې تر ما درې صنفه د مخه دی، زه په شپږم ټولګي کې یم او هغه
په نهم ټولګي کې دی. دا ځل مې په کلکه وپتېیله چې څنګه طالب جان ته ورسېږم ورته به وایم چې له
هر کلي تېر شه ما ته مړۍ راوړه! او په سړې تودې پسي یې مه ګرځه! زه چې دولت زیو ته ورسېدم، د
طالب جان پوښتنه مې وکړه. طالب جان نه و. دلته مې هم په روزۍ کې برخه ونه شوه، وږی پاتي شوم.
ماښام للمي ته ورسېدم. چې نصیب سوال کول ول، په للمه کې مې خپل ملګري هم ټولګي ته وویل، چې
دا د ماښام له لمانځه نه تېرشه او لومړی ما ته مړۍ راوړه زه نور صبر نه شم کولای، لوږې مې زړه او
پښې بې تابه کړي دي. ملګری مې کورته ولاړ او توده د تبۍ ډوډۍ یې را ته راوړه او په منډه منډه مې
ژر ژر، وارخطا وارخطا کپونه وکړل او د ګېډې بې تابې مې لږه کمه شوه.

په للمه کې مې شپه وکړه او سبا ته مې د مدرسې مدیر ته د ناروغۍ تصدیق ورک. بیا یې ما ته تنخوا
راکړه.

مرحوم ملک رسول:

زه چې په مدرسه کې داخل شوم نو هیڅ مې نه درلودل او دا وس مې هم نه و چې د عسکري خدمت ته د
اجیرو عسکرو د اجورې په ورکولو کې خپله سرانه ورکړم. یوه ورځ د کلي ملک مرحوم رسول ما ته
وویل چې ته یې هم پر ما د کلي وګړو کې حساب کړی یې. نو یا خپله سرانه راکړه چې زه د وګړو له
خبرو خلاص شم او یا خپل غم وخوره ! ما ورته وویل چې د پیسو درکولو توان او وس خو نه لرم نو
نور څه غم وخورم؟ هغه راته وویل چې ولسوالۍ ته عریضه وکړه او ورته ووایه چې د مدرسې شاګرد
طالب یم د سرانې د ورکولو وس نه لرم.

نو که ولسوال ستا پر عریضه امر ولیکه چې له دې متعلم څخه سرانه مه اخلئ، نو زه به وګړو ته ووایم.
چې دا شاګرد ولسوال معاف کړی زه ترې سرانه نه شم اخستلای. نو کېدا شي چې ته په دې توګه له
سرانې څخه خلاص شې.

زه له نجم المدارس څخه لومړی کان ته ولاړم او بیا له کان څخه سرشاهي )شاهي کوټ( ته ولاړم.
ولسوال راته عریضه امضاء کړه، ملک ته یې ولیکل چې له دې متعلم څخه هغه عسکري سرانه مه
اخلئ. بیا یې ما ته وویل چې دا عریضه خو ما امضاء کړه او امر مې در کړ. اوس یې د شینوارو لویي
ولسوال ته یوسه چې لوی ولسوال یې هم امضا کړي.

زه بیا له شاهي کوټ څخه روان شوم کله ورو، کله په منډه منډه ، تېره غرمه د شینوارو لویي ولسوالۍ ته
ورسېدم چې په غني خېلو کې وه. هلته چې ورسېدم ولسوال په ځای کې نه و او وګړو ویل چې په فلاني
کلي کې د کومې معاملې او کار له پاره تللی دی. دوه درې کیلو متره لار به وه، زه په منډه منډه هغه کلي
ته ورغلم او چې ولسوالۍته مې عریضه ورکړه نو هغه هم راته بې ځنډه امضاء کړه او بېرته روان شوم.
نومېده. هلته مې په جومات کې د ماښام لمونځ وکړ او » ګولایي « ماښام تېر یو نابلد کلي ته راغلم چې دا
یوه سړي له ځان سره خپلې حجرې او مېلمستون ته بوتلم. ما هغه کور بانه ته وویل چې ګهیځ د وخته
ځم. هغه وویل چې ځې نو په مخه دي ښه. کالي بستره پرېږده او ته په خپل مخه ځه!
زه ویده شوم، نور پوه نه شوم چې څومره شپه پاته ده خو را پاڅېدلم. روان شوم. کله په کراره، ورو ځم
او کله منډه وهم. تقریبآ شل کیلو متره واټن به مې وهلی و چې سبا شو او سرشاهي )شاهي کوټ( ته
ورسېدم. هلته مې د نېکه د خور کره چای وڅښه، بیا خپل کلي ته ولاړم او لاسلیک شوې عریضه مې
مرحوم ملک رسول ته ورکړه. زه د عسکرۍ له سرانې څخه خلاص شوم او بیا را څخه په دې باره چا
زما شاعري:
زموږ د کان د کلي وګړي شاعرمزاجه دي. دغه حس په ما کې هم یو څه نیمګړی غوندي شته او کله کله
مې یو نیم شعر ویلی دی. زموږ د کلیو وګړو او ملایانو ساز، اواز موسیقي او ورسر سندرې روا نه
ګڼلې، چې زه هم په همدغه ناروغۍ ناروغ وم.
لومړی ځل چې ډېر وړوکی وم ، یو بیت مې جوړ کړ. خوښ وم چې ما هم شعر جوړ کړ. پلار مې په
یوه کوله. ورغلم، د پټې په مینځ کې مې و دراوه او ورته مې وویل، چې ما شعر جوړ کړی دی، ته یې
واوره چې څرنګه دی؟

هغه راته قلبه ودروله او ما ورته شعر ووایه. هغه راته وویل: ډېر ښه شعر دي جوړ کړی دی. اوس نه
ما ته هغه شعر یاد دی او نه زه هغه مهال د دې وړ وم چې شعر ووایم او یایې یاد کړم. یو تقلیدي شوق
و.

وروسته به مې چې بیا شعر وایه نو هغه به مې په یوه پاڼه کاغذ ولیکه او یو ملګري او بل ته به مې
لوسته چې کاغذ به زوړ شو او شعر به هم ورسره فنا ته وسپارل شو.

ما ته هیڅ کله چا نه دي ویلي چې ګوندي څوک شعر ووایي، بیا یې یو نقل ساتي. ما ته داسي ښکارېده
چې شعر هم خبرې دي، راځي او ځي او په دې نه پوهېدم چې وګړي خپل شعرونه ساتي. زموږ وګړو
هغه مهال ویل، چې شعر او سندرې ویل ښه کار نه دی. زه هم د همدغسي خبرو له تاثیر او اغېز لاندي
وم، که شعر به مې نه وایه زړه به مې تنګ و او که شعر به مې ووایه نو بیا به خوابدی وم، چې بد مې
کړي دي. یو مهال و چې ما له یو خپل، مولوي عبدالرحیم صاحب، سره درس وایه نو زړه نا زړه مې
ورته وویل، چې مولوي صاحب زه لږ تکلیف لرم او ډېر خوابدی یم. هغه راته وویل ووایه څه ستونزه
لرې؟

ما ورته وویل: ستونزه دا ده چې زه شعر وایم. چې شعر ووایم هم خوابدی شم چې ګناه مې وکړه او که
شعر نه وایم زړه مې ډېر تنګ وي.

مولوي صاحب، راته وویل چې خیر دی شعر ویل پروا نه لري. خو بد شعرونه مه وایه او د چا بد په
شعر کې مه وایه، نور خیر دی چې زړه دي تنګ وي. شعر وایه خو ډېر نه .

کله چې په مدرسه کې ۱۳۲۲ ش کال کې داخل شوم او په للمه کې له مولوي عبدالستار استاذ سره دېره
شوم، نو د للمې وګړو ډېره مینه درلوده چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم، نعتونه واوري. د دې کلي
وګړو به هم د سبا له لمونځ څخه وروسته راته ویل چې یو نعت خو ووایه او د ماخستن له لمانځه نه
وروسته به یې هم شعر او نعت غوښتل. ما به هم نعت ووایه. خو ما ته دې خوند نه را کاوه چې زه د بل
چا شعر او یا نعت ووایم. اوس ما ته له هغو ټولو نعتونو د یو نعت یو بند په یاد دی او نور هیڅ نه شته
ځکه چې ما شعرونه نه ساتل او هغه بند چې ما ته اوس هم یا دی هغه دا دی!
ختم الرسله انبیا وو کې سرداره
نبي خیر الابراره
پرسان زما په تا دی.
زه زین الله دې چې صفت کړم
دا دې امید د شفاعت کړم.
غواړه مې رب نه د الله په در رویداره
نبی خیر الابراره.
پرسان زما په تا دی.
په هغه مهال چې په مدرسه کې وم او مدرسې ته به کوم مشر راته نو موږ به مکلف و چې دې مېلمه ته
یو شعر ووایو. یو وخت زموږ مدرسې ته مرحوم پوهاند صدیق الله ریښتین، راغی. هغه ته ما یو شعر
ووایه هغه زما شعر واخیست او په کابل مجله کې یې خپور کړ. ۱۹۴۷ م کې چې پاکستان او هندوستان له
انګریزانو څخه ازاد او خپلواک شول، نو په لومړیو وختونو کې زموږ وګړي هم په دې خپلواکیو خوښ
ول، خو لږ مهال وروسته بیا د پښتونستان خبره را پورته شوه چې د افغانستان او پاکستان د مخالفت سبب
شوه.

بیا به پاکستانیانو افغانستان غانده او افغانانو به پاکستان پوري هرڅه ویل او لفظي جګړه به توده وه. په
دې جګړه کې به زموږ مدرسې موږ ته دنده راکوله چې یو څه ووایو، ما به هم ډېر څه ویلي وي خو
اوس له ما سره هغه شعرونه او یا نثرونه نه شته.
یوازي دا لاندي ټکي مې په زړه دي:
پاک نه یې مرداره په دا خپله خوله به پاک نه شې
څښتن به د خپل واک نه شې.
***
چې په قانون انګرزي عمل نو مسلمان کله دي دغه غدار. –
په دې باره کې نور څه راته یاد نه دي.

د مدرسې په وروستیو وختونو کې مې یو پنځوس شپېته شعرونه په یوه کتابچه کې ولیکل چې نور به هم
ور سره ملګري کړم او که د چاپ موقع برابره شوه چاپ به یې کړم. دا کتابچه چې شعرونه مې په کې
لیکلي وو په ټسري رنګه دستمال کې تړلې وه او د چپنې په جیب کې مې اچولې وه. ګهیځ لمانځه ته د
کابل پل خشتي جومات ته ولاړم او چې سحر لمونځ مې وکړ او له جومات څخه را ووتلم، ګورم چې
کتابچه مې په جیب کې نه شته. دا ذخیره مې هم نشت شوه او د شعر څه نخښه را سره پاتي نه شوه.
زما دوهمه کوژده:

زما دواړه خویندې زما له نېکه سره اوسېدلې، خو لویه خور ورسره ډېره په تنګ وه. ما غوښتل چې
خور مې چا ته ورکړم او د نېکه له حاکمیت څخه یې و باسم.

د مولوي صاحب عبدالرحیم استاذ، ښځه وه خو زوی یې نه و، ما ورته وویل: زه به خپله خور تا ته
درکړم، ستا هسي هم واده ته اړتیا ده. مولوي صاحب زما په غوښتنه خوښ شو. خو ما ورته وویل، چې
زه خپله خور ستا په لاس در کوم نور که څه سړه توده واقع کېږي هغه به سره په ګډه ګالو. هغه را سره
خبره ومنله خو بله ورځ یې خپل پلار مولوي عبدالحلیم را واستاوه چې زه داسي نه کوم لکه دی چې
وایي، د ده نېکه زما ماما دی او که هغه په دې په خپل سر کار خپه شي نو دا ښه نه ده. زه خپل ماما نه
خوابدی کوم، که دی کولای شي خپل نېکه سره دې سلا وکړي که د هغه خوښه وه نو زه به د ده له خور
سره واده وکړم.

ما چې نېکه ته یادونه وکړه، هغه راته په غصه شو او راته یې وویل، چې اوس دي دا امسا په سره مړه
کړم نو خوند به در کړي. ډوډۍ زه ورکوم او واک یې ته کوې! ښه ول تېر ماښام و ، نور یې راته څه
ونه ویل.

د مولوي صاحب پلار بیا ما ته وویل، چې داسي یې نه راکوي لکه ته چې وایې نو زما لور هم پېغله ده
بدل را سره وکړه! ما ورته وویل: زه خو له همدې خبرې تښتم، زه یو بېکاره او بې کماله سړی یم، ځان
نه شم ساتلای، ښځه به څرنګه و ساتم.

ما چې خور مولوي عبدالرحیم ته ورکوله هدف مې دا و چې زما خور هوسا او ارامه شي. خو دا هدف
په لاس رانغی. په للمه کې زما ټولګیوال مولوي عبدالغفار چې د مولوي عبدالستار ورور و، یوه ساده
خور یې در لوده. ما بیا تصمیم ونیوه چې زه خپله خور مولوي عبدالغفار ته په بدل ورکړم.

زما هدف په دې بدل کې دا و چې یو به مې خور ارامه شي او بل دا چې زما استاذ مولوي عبدالستار او
زما ملګری او همصنفی مولوي عبدالغفار به د خپلې خور له خاطره هم زما د خور ښه ساتنه کوي او که
نه نو د هغوی خور ډېره ساده او داسي په فکر برابره نه وه.

ما خپل نېکه او د نېکه خوریه ملا فضل اعظم په مرکه ور ولېږل چې بدل را سره وکړي خو هغوی
ورته ویلي ول چې ستا لمسی بله ښځه هم لري نو موږ چمتو نه یو چې دا بدل وکړو. دا هدف هم په لاس
رانغی او زه بریالی نه شوم.

زما د نېکه خوریه نوروزګل ډېره هڅه کوله چې زما خور خپل زوی عبدالرحمن ته واده کړي. کله چې
زما له هڅو څخه خبر شو نو زما نېکه ته یې وویل: چې ارومرو به خپله لمسۍ زما زوی ته راکوې
خوښه دي چې په پیسو یې را کوې او که په بدل یې راکوې؟ زه هم لور لرم، لور به درکړم او لمسۍ به
دي راکړې او که خوشي یې راکوې، زه ستا له لمسۍ څخه تېرېدونکی نه یم.

ما خپل نېکه ته وویل، چې د نوروزګل زوی ته خپله خور نه ورکوم. بدل ورسره نه کوم، لور یې زما
خوښه نه ده. خوشي یې نه ورکوم ځکه چې هغه نه ملا دی او نه کوم سید دی) په هغه مهال ما ته ملایان
اوسیدان ډېر ښه ښکارېدل(. په پیسو یې هم نه ورکوم ځکه چې په لور او خور پیسې اخیستل یو حرام او
ناروا کار دی. لنډه دا چې زه نوروزګل ته خور نه ورکوم.

خو زما نیکه پتېیلې وه چې زما خور خپل خوریه ته ورکړي، خوشي یې نه ورکوله او پیسې یې هم نه
اخیستلې یوازي په بدل یې ورکوله او دا هم د دې له پاره چې که خوشي یې ورکړي نو بیا به د ډوډۍ
پخولو او کالیو مینځلو څوک نه وي؛ ځکه چې زما نیا هم د کار نه وه. نو تصمیم یې ونیو چې ځان ته
ډوډۍ پخوونکې او کالې مینځونکې څوک پیدا کړي زما او زما د خور په غم کې نه و.

ما نېکه ته وویل، چې نیت دي کړی دی او خپله لمسۍ د خپل خوریه زوی عبدالرحمن ته ورکوې، زه یې
لور نه کوم ځکه چې یو خو زه د مدرسې متعلم یم او بل بېکاره سړی یم. ښځه نه شم ساتلای نو چې
لمسۍ په بدل ورکوې او ځان ته خادمه پیدا کوې، نو بیا دي خپل زوی ته بدل وکړه، زه د نوروزګل لور
نه کوم.

زما نېکه چې نوروزګل ته د زوی له پاره د بدل خبره وکړه، هغه ورته وویل، چې زوی خو دي زوړ دی
او زما لور وړه ده او چې تر څو زما لور د واده کېږي ستا زوی به مړی وي. او بیا به هم زما لور ستا
لمسي ته کونډه پاتي وي. پښتانه خو هسي هم خپله کونډه نه پرېږدي چې بیا یې بل څوک وکړي. چې بیا
کونډه خپل لمسي ته واده کوي ولي یې همدا اوس نه کوې.

نوروزګل زما نېکه اړ کړ چې خپله لمسۍ د نوروزګل زوی ته په بدل ورکړي او د هغه وړه لور زما په
نوم کړي. زما نېکه نوروزګل ته ویلي ول، چې زه خپله لمسۍ په دې شرط تا ته درکوم چې د دواړو
ودونو مصارف او لګښت به هم ته کوې ځکه چې زما هیڅ نه شته چې د واده لګښت بیا وکړی شم.
نوروزګل ډېر چالاکه سړی و نو زما نېکه ته یې ډاډ ورکړ چې دا شرط دي منم د دواړو ودونو لګښت به
وکړم خو ته دي لمسۍ ما ته راکړه. همداوه چې زما نېکه زما خور د نوروزګل زوی عبدالرحمن په نامه
کړه او د نوروزګل لور یې زما په نامه کړه.

دا کوژدې په ۱۲۲۵ ش کال په ژمي کې وشوې چې زه په مدرسه کې د شپږم ټولګي شاګرد وم. په
راتلونکي کال کې مې کالنۍ امتحان ورکړ نو زه کابل ته ولاړم. زما یو اشنا او دوست چې کوچی عبدالله
جان نومېده، د هغه یو کوچني زوی، عمرجان، ته ما سبق ووایه. هغه راته وویل: په دوبي کې د کوهدامن
قره باغ ته راشه هلک ته به سبق هم وایې او دوبی به هم سوړ تېر کړې چې هوا ښه شوه بېرته به بیا
مدرسې ته ولاړ شې، زه به یو څه مرسته هم در سره وکړم.

له عبدالله جان کوچي سره لس دوولس کوره نور کوچیان هم ول. د روژې میاشت شوه، عبدالله جان نورو
کوچیانو ته وویل، چې دا د هډې د مدرسې طالب خو ما د خپل زوی د سبق له پاره له ځان سره راوستلی
دی، دی به د روژې د تراویحو لمونځ تاسو ته درکوي، ډوډۍ خو زه ورکوم تاسو یې له ډوډۍ خلاص
یاست او که کوم بل ملا د تراویحو له پاره پیدا کوئ هغه هم ستاسو خوښه. هغوی ورته وویل چې زموږ
هم چې څه وس و، له ده سره به مرسته وکړو. هغه ورته وویل، چې ډېره ښه ده، خو دا زما د زوی
استاذ دی او تاسو به یې د ډوډۍ غم نه خورئ هغه به زه ورکوم.

کوچیانو ورته وویل: له دې څخه ښه خبره لا څه ده، چې د ملا د ډوډۍ له وار څخه به هم خلاص یو او د
تراویحو امام به مو هم وي. چې روژه تېره شوه، دوه سوه افغانۍ سرسایه زما مقتدي کوچیانو راکړې او
دوه سوه افغانۍ عبدالله جان هم راکړې. هوا ښه شوي وه او زه له کابل څخه ننګرهار ته ولاړم. چې کور
ته ولاړم ګورم چې نوروزګل زما خور واده کړي ده او له دې کبله چې زما په نامه لور یې وړه ده، د
هغې او زما واده به کوم بل وخت وکړي.

زه په دې معامله خوابدی شوم خو زما د واک کار نه هم و او شوی کار هم و. صبر مې وکړ. اوس نو
زما نېکه او تره ته ډوډۍ هم زما واده خور پخوي او کالي هم ورته مینځي او د نوروزګل د کور کارونه
هم کوي، له لوی کړاو سره مخامخ ده.

دا کال هم تېر شو او کال ته بیا زه له عبدالله جان سره د عمر جان د سبق له پاره کابل ته ولاړم او په قره
باغ کې مې د عمر جان سبق پیل کړ. بیا د کوچیانو د روژې د میاشتې د تراویحو امام شوم چې بیا هم
ډوډۍ عبدالله جان را کوله او نورو کوچیانو ته یې ویل: دی زما د زوی استاذ دی د ده مړۍ زه ورکوم
تاسو ورڅخه خلاص یاست.

تر مخ وویل شول چې زموږ د کلي وګړي به د کابل ښېوکیو ته د لو له پاره تلل او چې لو به خلاص شو
نو ځمکه وال به بېرته ولالړ او د چا به چې ځمکه نه وه، هغوی به بیا د نورو خواریو مزدوریو له پاره
پاتي شول. زه یوه ورځ له قره باغ څخه کابل ښار ته راغلم. غوښتل مې څوک کلیوال وګورم چې د نیکه
او کور د حال پوښتنه ورڅخه وکړم. له حضوري چمن سره مې یو سړی ولید چې عسکرشاه نومېده،
عسکر شاه وویل، حقه لار ده نېکه دي خدای وبخښه یو لاس به پورته کړو! هغه دعا وکړه او زه پوه
شوم چې نېکه مې مړی شوی دی.

زه بېرته کوهدامن ته، قره باغ ته ولاړم او عبدالله جان ته مې وویل، چې زما نېکه مړ شوی دی زه
غواړم چې کورته ولاړ شم. هغه وویل: ښه ده ولاړشه نو زه کور ته ولاړم. اوس نو یو زه یم، یو مې تره
دی، نیا خو مې له کوژدې څخه څه موده وروسته مړه شوي وه.

ما ته د کلي مشرانو وویل، چې ته او تره دي دواړه بې کوره یاست، واده به دي کړی وای چې یو ځای
خو مو معلوم وای. ما کلیوالو ته وویل، چې زما وس نه شته چې واده وکړم او نوروز هم بهانې کوي
وایي چې زما هم وس نه شته چې د واده لګښت وکړای شم، نو داسي ښکاري چې له خپله عهد څخه اوس
تېر دی؟ ځکه چې هغه خپل واده کړی دی او زما او زما د تره د بې کورۍ پروا ور سره نه شته.
د کلي مشرانو وویل، چې نوروزګل خو د دواړو ودونو لګښت منلی و نو باید چې ستا د واده لګښت هم
وکړي هسي نه چې خپل واده یې وکړ او نور بېغمه کېناست. ستا د واده لګښت هم باید وکړي چې ستاسو
کور هم ودان شي.

خو د نوروزګل دې راز لګښت ته خوښه نه راتله، ویل یې چې هر وخت یې وس ورسېد بیا به واده
وکړي. د کلي مشرانو ما ته وویل، چې ستا خو وس نه شته چې واده وکړې نو له تا څخه خوړه نه غواړو
او د ناوې د نورو لګښتونو له پاره به موږ یو څه پیسې راټولې کړو. واده وکړئ چې له دې بې کورۍ
څخه خلاص شئ.

ما ورته وویل: دې کار ته مې خوښه نه راځي. ګورم به چې کله مې واده ته وس کېږي، خو د کلي
مشرانو خبره کلکه کړه او ویل یې چې نوروزګل ستا نېکه وغولاوه هغه مهال یې د لښګت ذمه وهلي وه
او اوس سر غړوي یا به د واده لګښت کوي او واده به در کوي اویا به نو موږ نجلۍ په سپینو لاسونو
رانیسو او ستاسو کور ته به یې درولو. نوروزګل د کلي مشرانو ته وویل، چې د جنکیو د واده د شپې
لګښت دي وکړي زما وس ته کېږي نور دي خپل واده وکړي.

یوه ورځ زه د واده په سودا پسي له غرمې څخه وروسته روان شوم، زړه مې و چې شپه به په للمه کې
وکړم او په سبا ته به جلال اباد ته په سودا پسي ولاړ شم. کله چې د کان له میاګي هدیرې څخه تېر شوم،
له غرمې وروسته مهال و ، ډېره ګرمي هم وه، د ترخو اوبو خوړ ته نژدې شوم. ګورم چې دوه تنه
وسلوال مخ ته روان دي، زما او د دې وسلوالو تر مینځ به یو کیلو متر واټن و.

زه په دغو وسلوالو شکي شوم. هسي نه چې لار شکوونکي نه وي؟ نو پښه نیولی ور پسي ور تلم او دا
مې له ځان سره وویل، چې که دا وګړی بېرته راوګرځېدل نو زه به هم بېرته په شا کلي ته ستون شم.
دوی مخکې دي، زه ورپسې یم او واټن ساتم. دا وګړي چې خوړ کې په کومه کنده کې زما له سترګو
پناه شي نو زه هم ځای پر ځای ودرېدم او نه ور نژدې کېږم. دوی لکه چې زما په انتظار وي چې ګوندي
زه به ورشم خو د دوی په دا راز ځنډ زما شک نور هم زیات شو چې ډېر ځنډ به وشو نو دوی به بیا له
کندې څخه جګ شول او په مخ به روان شول، بیا به زه هم ورپسي ور روان شولم او په هغه کنده به ژر
تېر شوم او چې بیا به بله همدغسي کنده مخې ته راغله، بیا به په هغه کنده کې ورک شول او زه به هم
ودرېدلم، په دې توګه زه ډېر ایسار شولم. زموږ کلي څخه تر للمي پوري به یو نیم ساعت لار وه، خو پر
ما باندي، د دغو دواړو لارویو له لاسه، له په دغه تودخه او بې اوبو بیدیا کې، تر څلور ساعتو زیات
وخت تېر شو. ماښام ناوخته للمي ته ورسېدم. هلته مې یو ملګري ته د اکیسه وکړه، هغه وویل: همدلته به
په دې کلي کې دا دواړه مردار خواره هم وي. ځم چې و یې لټوم. ما ورته وویل ورک یې کړه پر ما یې
ناوخته کړ خو دوی هم کامیاب نه شول.

سبا ته جلال اباد ته له للمي څخه ولاړم سودامې وکړه او بېرته خپل کور ته ولاړم څو ورځې وروسته
زما واده وشو او په کور کې ډوډۍ پخوونکې او کالي مینځونکې پیدا شوه.

زما تره او زما مېرمن په کور کې پاتي شول او زه مدرسې ته ولاړم ځکه چې مدرسه هم د سنبلې د
میاشتې په پنځلسم تاریخ شروع کېدله.

زما د واده په کال، په ۱۳۲۷ ش کال کې، په ژمي کې زما خواښې یعنی د دوهمې مېرمنې مور چې ما ته
ډېره ګرانه وه او زما تره دواړه مړه شول. یوازي زه او زما دا نوې واده شوې مېرمن پاتې شولو. له دې
کبله چې په مدرسه کې وم او کور ته نه شوم تللای نو زما خسر نوروزګل یوه وړه کوټه را کړه چې زه
تقریبآ یو نیم کال له خسر سره و اوسېدلم او بیا مې په خپل کور کې یوه وړه کوټه جوړه کړه او په خپل
کور کې استوګن شولم.

زموږ کلیوال لکه چې څرنګه کابل ته کال په کال په لوونو پسي تلل او د کلي وګړو به ورته کابلیان ویل
د ژمي په مهال هم پېښور ته په مزدوریو پسي تلل. زما مور، زما د مور مېړه او زما وړه خور هم
پېښور ته په مزدورۍ پسي تللي ول. ما چې واده کاوه، دوی زما په واده کې نه ول. زما د واده یو نیم کال
تېر شوی و چې دوی له پیښور څخه کان ته راغلل. بیا زما وړه خور زما له مېرمنې سره اوسېدله.
څرنګه چې زه ډېر بې وسې وم، د سون د موادو د پېرلو توان هم را سره نه و، کله به چې د پنجشنبې په
ورځ رخصت شوم او کان ته به له هډې څخه روان شوم، نو په لار کې به مې خس خاشاک ټول کړل،
کور ته به مې د سون له پاره یو وړل. د جمعې په ورځ به هم تر غرمې د مخه راغه ته ولاړم او څه
بوټې او خاشاک به مې راوړل. بیا به تر غرمې وروسته هم په بوټو او خاشاکو پسي رغونو ته ولاړم او
بیا به مې هم یو څه بوټې او خاشاک را وړل.

زه له واده، بې کسۍ او بې وزلۍ سره ډېر په کړاو اخته شوم له یوې خوا دا مشکلات ول او له بلې خوا د
مدرسې درسونه ول، زه د حاضرۍ ډېر پابند هم یم، هڅه کوم چې غیر حاضري ونه کړم، نودې راز
ژوند ښه په تنګ کړم زړه مې شو چې نوره مدرسه پرېږدم. خو څرنګه یې پرېږدم، که تښتم او مدرسه
پرېږدم خو د کلي ملک غلام عمر راته خدای کړی ویلي ول، چې بیا به له مدرسې تښتې او په غم به بیا
زه ککړ یم، هغه ته خو ما ویلي ول، چې زه به نه تښتم او تا ته به غم نه جوړوم، نو اوس څه وکړم او
چاره څه ده چې مدرسه پرېږدم؟ په کومې بلې خوارۍ مزدورۍ پسې شم ګوندي کورنۍ ستونزې حل
کړای شم.

زه په دغه مهال د مدرسې په اتم ټولګي کې یم. دا مهال د مدرسې مدیر ډاکټر سعید افغاني صاحب دی
چې له ما څخه یو څه خوابدی هم دی. د ده د خوابدۍ علت هم د او کله چې دی مدرسې ته د مدیر په
توګه راغی نو ده ما ته وویل، چې ویل کېږي ته ښه سړی یې، اول لمبر هم یې نو په دې مدرسه کې که
څه سړه توده خبره پیدا کېږي ته یې ما ته وایه!

ما مدیر صاحب، ته وویل، چې په دې مدرسه کې هغه بد، ناکاره سړي زه یم. چې زه تا ته د چا په باره
څه ووایم، ته به ولي زما غوندي سړي خبره منې؟ مدیر صاحب له ما څخه خوابدی شو او بیا یې د دغه
کار له پاره یو بل څوک پیدا کړ. چې د هغه له لاسه د مدرسې شاګردان له ستونزو سره مخامخ شول. زه
هم ورڅخه خوابدی شوم، د ده کس په باره کې مایو شعر جوړ کړ چې څو بندونه یې درلودل، د دې شعر
لومړی فرد داسي و:

اخره زمانه شوه جاسوسان شول کور په کور
مولا دې یې تباه کړي رنګ شه ورک د چغلخور

په دې شعر کې خو د چا نوم نه واخستل شو خو کله به چې طالبان سره را ټول ول او هغه طالب به هم
و، نو ما ته به یې وویل، چې ته هغه شعر ووایه او دوی به پوهېدل چې زه چا ته وایم؟ چې شعر به مې
ولوست نو بیا به دغو شاګردانو له هماغه مطلوب شاګرد څخه پوښتنه وکړه چې دا شعر څرنګه شعر
دی؟ هغه به وویل: ډېر ښه شعر دی نو بیا به ټولو سره وخندل.

د دې له پاره چې زه له مدرسې څخه د مدرسې د ادارې په خوښه خلاص شم او زما ضامن ملک هم ونه
خورول شي، نو بله چاره مې ونه لیدله او د مدرسې مدیر صاحب ډاکټر سعید افغاني ته به د شپې له خوا
ورتللم چې هغه هم په مدرسه کې اوسېده او ورته به مې دا خپل مشکلات ویل او ورته مې ویل چې – –
ما له مدرسې څخه وباسي.

مدیر صاحب راته ویل چې زه هم ستا په شان غریب او بې وزله وم. خو مدرسه مې پای ته ورسوله اوس
دغه دی مدیر یم او ګوزاره مې کېږي، ته به هم ښه مدرسه سرته ورسوې او کوم کار به درته پیدا شي
ګوزاره به دي وشي، زړه مه تنګوه خپل درس دي وایه!

ما ورته وویل، چې دومره خو زه هم ډېر مجبور یم مدرسې ته دوام نه شم ورکولی. د هغه راته زړه تنګ
شو او را ته یې وویل: په خبره نه پوهېږې، پر تا باندي د دولت لګښت شوی دی. ځه هغه د دولت
مصارف تحویل کړه نور چې ځې په مخه دي ښه!

ما ورته وویل، چې مصارف مې تحویلولای شوای خو په هماغو مصارفو به مې ګوزاره کولای او
مدرسې ته به مې دوام ور کړای وی.

مدیر صاحب را ته وویل: هغه ستا کار دی یا به مدرسه وایې او یا به مصارف تحویلوې، نو کورټ
ځواب یې را کړ او راته یې وویل: بیا په دې باره کې رانه شې!

زما په کان یوڅه ځمکه او اوبه وې نو مجبور شوم هغه ځمکه مې په خپل خسر نوروزګل وپلورله چې
دولس رزه افغانۍ شوې. زما ځمکه په درې زره افغانۍ په چا ګرو وه، درې زره افغانۍ مې هغه ګروي
ورکړه او نهه زره افغانۍ ما ته پاته شوي. په دې مهال مدرسې ما ته د میاشتې نوي افغانۍ راکولې، نو په
دې نوی افغانۍ خو یوازي زما ګوزاره هم نه کېده او اوس خو را ته د کور خرڅ هم را په غاړه و نو
ولاړم په جلال اباد کې مې له یو خیاط څخه په اته لس سوه افغانۍ د خیاطي یو ماشین وپیره او بې استاذه
خیاطي مې پیل کړه. په دغه مهال به مې چې کمیس او پرتوګ وګانډه د کالیو خاوند به اته افغانۍ
مزدوري را کوله.

د خیاطي په مزدورۍ، د مدرسې په نوي افغانۍ تنخوا او د پټي په پاتو پیسو مې ژوند کاوه او کور مې
چلاوه. ما چې خیاطي کوله نو د مدرسې د کتابونو د مطالعې له پاره به له ما سره وخت نه و. د مدرسې
طالبانو به ټوله شپه او هره شپه مطالعه کوله او خپل دیني معلومات به یې زیاتول، خو زه وورګار نه وم.
چې له مدرسې څخه به ولاړم نو بیا به مې د وګړو کالی ګنډل. د مطالعې وخت نه پاته کېده. زموږ د
مدرسې کتابونه غټ غټ ول، خو هغه کتاب چې له نورو څخه به غټ و هغه به مې لاندي کښېښود او
وړوکی کتاب به مې ورباندي له پاسه کښېښود او تر ټولو وړوکی کتاب به مې پر ټولو کتابونو له پآسه
کښېښود.

هغه کور چې زه په کې په هډه کې اوسېدلم، زوړ کور و او ګردونه به زما په کتابونو پرېوتل. چې
مدرسې ته به روان شوم نو کتابونه به مې هماغسي په غېږ کې ونیول لکه څرنګه به مې چې ایښې ول،
لوی کتاب تر لاندي او ووړ کتاب له پاسه، وابه مې خیستل او روان به شولم. چې په مدرسه کې به مې
کتابونه پر مېز کښېښودل، نو زما همصنفیانو به را پوري ملنډې وهلې چې دا کتابونه د شپې نه دي
مطالعه شوي، ځکه چې له واړه کتاب لاندي ځای به پآک و چاپېره به ور لاندي کتاب باندي ګرد پروت
و، بیا به یې بل کتاب هم داسي جګ کړ چې له هغه لاندي به ور لاندي کتاب پاک و خو چاپېره به ور
باندي ګرد پروت و.

نو به مې ورته ویل، چې ما مطالعه کړې وای او که مې خیاطي کړې وای. خو خبره دا وه چې زما
استاذان مهربانه ول او په امتحان کې به لمبرې پوره راکولې نو بیا به هم زما له نه مطالعې سره سره زه
دوهم لمبر وم.

یوه ورځ راته مولوي، خالص صاحب وویل: خدای دي خوار کړه، مطالعه نه کوې شیندیګل، شینواي در
څخه اول نمبر ګی ونیوله، کوشش وکړه چې بېرته اول نمره شې، ما ورته وویل، چې اوس زما له پاره له
مطالعې څخه مړۍ پیدا کول ډېر ضرور دي، یو بل استاذ هم راته پیغور را کړ چې مطالعه نه کوې ټوله
ورځ شپه خیاطي کوې نوموړی شینواري درڅخه مخکي شو.

یوه ورځ زما ټولګي والو ویل: شیندیګل نه پوهېږي، ادارې سره کته پورته کېږي او استاذانو اول لمبر
کړی دی، ما ورته وویل: له ما څخه خو پوه دی، که له تاسو څخه پوه نه وی، نه به وي، هغوی وویل:
که له تا نه پوه وي پوه به وي له موږ څخه پوه نه دی.

زه په لسم تولګي کې وم چې زما زوی پیدا شو او نوم مې ورباندی عبدالله کېښود، یو طالب چې جندول
نومېده ماته وویل: په زوی به خوښ یې، ما ورته وویل: په خوښۍ نه پوهېږم. هغه وویل خدای دي نه
کړي که مړ شي زور به یې وګورې. کله چې زما زوی دوه کلن شو او د ژمي مهال و باران هم په زور
ورېده، په هډه کې مړ شو خر مې پیدا کړ مېرمن مې ورباندي سپره کړه او مړی مې په غېږ کې ور کړ.

کان ته مازدیګر ورسېدلوو مخکې مو خسر نوروزګل ته خبر ورکړی و، هغوی قبر ایستلی و چې
ورسېدلو هغوی مړی واخیست او په همدغه مازدیګر کې یې ښخ کړ چې بېګاه ته د شپې څملاستم ټول
ځان مې سوی کاوه، ما ته د ملا جندول خبره را یاده شوه چې راته ویلي یې ول، چې خدای مه کړه که
مړ شو زور به یې وګورې! ریښتیا مې زور ولید.

د ۱۳۳۲ ش کال په حمل میاشت کې ما دا بله مېرمن هم واده کړه خور مې ملا اعلام الدین استاذ چې زما
پلندر هم و، بوتلله او د هغه لور زما کورته راغله. زه اوس دوه مېرمنې لرم او بارمې دروند دی. ما یو
کار وکړ چې ما دواړو مېرمنو ته د خیاطۍ ماشین هماغومره ور زده کړ چې زما زده و، نو دوی دواړو
له ما سره ډېره مرسته وکړه. کمیسونه به ما ګنډل او پرتوګونه به دوی ګنډل، خو خپل کار مو سره روان
کړی و.

خیاطي زده کول:

ما چې ماشین وپېره نو هیڅ زده کړه مې نه وه کړي، له ما سره د خیاطۍ د ماشین د زده کړي وخت هم
نه و. نو زه به تر غرمې وروسته له مدرسې څخه جلال اباد ته تللم او چېرته به چې خیاطانو کار کاوه،
زه به ورته ودرېدم، ځان به مې ناګاره کړ چې زه ګوندي هسي ولاړ یم، خیاط به چې څرنګه کمیس او
پرتوګ سکڼه نو ما به ورته په څنګ وکتل چې خیاط را باندي پوه نه شي چې زه ګوندي سکڼل زده کوم،
نو څه به مې چې زده کړل نو بیا به مې هماغسي کار کاوه یوه ورځ د مدرسې یو شاګرد ما ته وویل، چې
ماته چپه لستوڼی وګنډه! زه نه پوهېدم چې چپه لستوڼی څرنګه ګنډل کېږي او څرنګه سکڼل کېږي؟

نو د لستوڼو ټوټه مې له ځان واخیستله اوجلال اباد ته ولاړم، یو خیاط ته مې وویل: ما ته چپه لستوڼۍ
وسکڼه! خیاط راته وویل: ته له ما سره درې میاشتې شاګردي وکړه نو زه به بیا تا ته چپه لستوڼی زده
کړم. ما خیاط ته وویل، چې زه په هډه کې د مدرسې شاګرد یم او وخت نه لرم چې شاګردي وکړم. خیاط
را ته وویل، چې هغه ستا کار دی چې وخت لرې او که نه، خوشی زه هم تا ته لستوڼی نه شم سکڼلی. زه
له دې خیاط څخه ولاړم او یو بل په عمر پوخ خیاط ته ورغلم او سوال مې ورته وکړ چې ما ته چپه
لستوڼی وسکڼه! هغه را څخه ټوټه واخیستله او اوتو یې ورباندي کش کړ بیا یې لستوڼی راته وسکڼل، ما
ورته تشکر ووایه او نور هډې ته را روان شوم، هغه طالب ته مې د چپه لستوڼو کمیس جوړ کړ.

د کلي وګړي په دې پسي نه ګرزېدل چې زما خیاطي زده ده او که نه خو کالی به یې راته راوړل او ما
به ورته یو ډول کالي ګنډل. د هغوی غوښتنه به داوه چې زه ورته په کالیو ډېرې بخۍ وکړم. ما به هم
ورته په بخیو کالي برګ کړل او دوی به مې خوښ کړل.

خو خیاطي نه هغه مهال زما زده وه او نه مې اوس زده ده . لنډه دا چې خپل کار مو روان کړی و او په
دې کار کې به مېرمنو هم را سره مرسته کوله.

زموږ د کلي ښځو به زما مېرمنو ته کالي راوړل او ورته به یې ویل، چې زه کالي په خپلو ګوتو ګنډم ،
خو ته راته په دغه ځای یو دوه بخۍ وکړه. هغوی به هغې ښځې ته بخۍ وکړې، هغې به هم په خپل زړه
دوی ته کله خس خاشاک راوړل . کله به یې د پټیو سابه راوړل یعنی په خپل ګمان به یې زما د مېرمنو
بدل ورګرزاوه چې په دې توګه هم له ما سره مرسته کېدله، کار او ګوزاره مو روانه وه.

زما دماغي تشویش:

ما چې په ۱۳۲۷ ش کال لومړی واده وکړ، نو زه د بې وزلۍ له کبله له ډېر کړاو سره مخامخ شوم. کله
به، د چا خبره، د چراغ تېل نه ول او کله به مالګه نه وه، خس او خاشاک مې هم په ډېرو ستونزو له
رغونو څخه د پنجشنبې او جمعې په ورځ راوړل.

یوه ورځ زما د مېرمنې ورور وویل، چې زما په پټي کې یو خسک اینځر ولاړ دی، د خسو له پاره یې
راووهه، یو څو ورځې ګوزاره به دي ورباندي وشي او د خسو بار به دی سپک شي. ما هم هغه خسک
اینځر وواهه او خس مې پیدا شول.

زموږ وګړي د اینځر له وهلو او سولو څخه کرکه کوي او ښه یې نه ګڼې. ما چې دا خسکی اینځر وواهه
زما په زړه کې هم یو څه تشویش پیدا شو. د جمعې ورځ وه چې اینځر مې وواهه او پر سبا یې بیا
مدرسې ته ولاړم او سبق ته مې ځان ورساوه، سبق مې ووایه. د شپې چې د یکشنبې شپه وه زما چرت لږ
څه وران غوندي و. د ماښام له مړۍ وروسته څملاستم. د مدرسې په دغه کوټه کې چې اوسم، موږ څلور
تنه یو، یو زه یم، یو زما هم صنفي مولوي شمس الرحمن دی او دوه تنه د یوولسم ټولګي زده کوونکي
دي. یو مولوي مطیع الله او بل مولوي محمد عاشق. په همدغه کوټه سره انډیوالان یو. موږ په کټونو کې
څملو، زما سر ته زما د همصنفي کټ پروت دی. کله چې زما خوابدي زیاته شوه خوله را باندي راغله.

خبرې نه شم کولای، ځان هم نه شم خوزولای نو لاس مې ور تېر کړ او مولوي شمس الرحمن مې و
خوزاوه. هغه پاڅېده او هغه نور دواړه ملګري یې هم را پاڅول، او په دغه لیلیه کې اوسېدونکي دوه تنه
استاذان یې هم راویښ کړل. تول راته ولاړ دي او ما دموي، سورتونه وایي او پر ما یې چوف کوي.
زه د دوی په ټولو خبرو پوهېږم چې دوی څه وایي. څوک وایي دا خو ډېر سخت ناروغه دی، څوک
وایي پیریان ور سره شوي دي. خو همدومره ده چې نه خوزېدلای شم او نه خبره کولای شم. دوه درې
ساعته به زما دغه تکلیف دوام کړی وي چې بیا و خوزېدم او خبرې مې هم داسي ګونګړۍ غوندې
وکړې، شپه تېره شوه سبا ته سبق ته هم نه شوم تللای رنګ مې الوتی و او په خپله کوټه کې پاته شوم.
نور دا تکلیف کله کله را پېښېږي. خو هغومره شدید نه وي لکه چې په هغه لومړۍ شپه و.

د راتلونکی جمعې شپې ته چې کور ته ولاړم هلته بیا هم همدا تکلیف راته پېښ شو. ډېر وارخطا وم چې
کله به چا را څخه پوښتنه وکړه چې دا تکلیف څنګه درپېښ شو؟ او وبه مې غوښتل چې ورته د خپل
تکلیف په باره کې یو څه ووایم، بیا به هم راباندي حمله راغله او دا به مې نه شو کولای چې څه ووایم؟
دې کړو ډېر خوابدی کړم او نه پوهېدم چې دابه څه وي؟ د پیریانو خبره هم زما زړه نه منله ځکه چې ما
هیڅ نه لیدل او چې حمله به راباندي راغله نو خوابه مې بده شوه او زړه به مې ډېر تنګ شو. کله کله خو
به مې زړه دومره شو چې غوښتل به مې چې په خپلو لاسونو خوله ولګوم او خپل لاسونه و داړم.

زما یو همصنفي او ملګری و چې مولوي عبدالغفار نومېده. د مخه یې هم ما یادونه کړي ده. هغه راته
وویل، چې بیګاه ته زموږ په کلي کې یو شینواری میر صاحب راځي او هغه پیریان هم بندوي نو راځه
چې ولاړ شو چې هغه میر صاحب څه وایي؟

زه هم له دې ملګري سره للمي ته ولاړم او هغه میر صاحب ته مې د خپل مرض په باره کې یادونه
وکړه. هغه وویل: سبا ته به زه ستا حال معلوم کړم. شپه تېره شوه او سبا ناری مو وکړو نو میر صاحب
راته وویل: ته د پښو په سر کېښنه چې زه خپل عملیات تر سره کړم. میر صاحب زه د مولم او چیغي او
چغړبې یې را باندي وهلې. بیا یې ما ته وویل: څه حال دی، ما ورته وویل، چې هیڅ هم نه شته.
میر صاحب وویلک پیریان در سره شوي نه دي، خو پاس پر سرباندي دي تېر شوي دي، دا ستا ستونزه
له دې امله ده. بیا نو میر صاحب د موثریت او کمال په باره کې یو داستان ووایه، چې عجیب و، داستان
داسي و:

میر صاحب، وویل چې زه یو وخت کې طالب وم او درس پسې پېښور ته ولاړم، هلته له یو مولوي سره
د سبق لوستلو له پاره دېره شوم. په دې کلي کې یوه واده شوې نجلۍ وه چې ډېره ناروغه وه. د دې خپلو
خپلوانو ویل چې پیریان ور سره شوي دي او دا نجلۍ دې پیریانو داسي له کړاو او ستونزو سره مخاخ
کړی ده. چا دوی ته ویلي ول چې له مولوي صاحب سره یو طالب دی دا طالب یو روحاني میر دی او
پیریان بندولای شي.

دا وګړي په ماپسي راغلل او راته ویې ویل، چې میر صاحب دغسی زموږ یو ناروغ دی، ثواب به دي
وشي، یو ځل یې دم کړه او که نوره څه خبره وي نو زموږ نوره چاره نه شته او تا ته مو هیله کېږي.
د نجلۍ مور او پلار او خسر خېلو دا نجلۍ په ډېرو میرانو، پیرانو او زیارتونو ګرزولي وه، خو پر نجلۍ
هیڅ کار کار کارګر نه و واقع شوی. زه ور سره ولاړم، موږ پوهېږو چې خبره څه ده؟ نو د نجلۍ
خپلوانو ته مې وویل چې تاسو له نجلۍ سره ما یوازي پرېږدئ، چې زه پیریانو څخه پوښتنه وکړم چې
دوی ولي دا بېچاره نجلۍ ځوروي؟

هغوی یو پل چپ شول او نجلۍ له ما سره یوازي پاتي شوه، ما نجلۍ ته وویل: خورې نه در سره پیریان
شته او نه کومه بله بلا، د خپل زړه خبره دي وکړه چې زه دې علاج وکړم او که حال نه وایې نو زه دي
حال وایم چې هیڅ بلا نه ده وهلي او هسي مکاري کوي.

نجلۍ په خبرو راغله او راته یې وویل، چې مېړه مې او د دې کور نور وګړي لکه، خواښي، خسر
اولېور را سره ډېره بده ګوزاره پیل کړي ده، ما ځان دغسي په دې حال کړی دی چې که دا وګړي په
تنګ شي ګوندي طلاقه مې کړي او له دې غم څخه خلاصه کړم، نو د دې له پاره مې هم خسرخېل په
عذاب کړي دي او هم مې پلارګنۍ په عذاب کړي ده. په تمه یم چې دوی په تنګ شي او ما به طلاقه
کړي.

ما ورته وویل، چې طلاق خو دې معلوم نه دی چې طلاقه به دې کړي او که نه؟ خو که ته یې را سره
منې چې تردې وروسته به دوی دواړه کورنۍ خسر خېل او پلارګنۍ به دي دواړه احترام کوي او هسي
به دي ساتي چې ته یې غواړې.

نجلۍ وویل: که داسي وشي خو ښه به وي، ما خو اوس خسر خېل هم له کړاو سره مخامخ کړی دي او
پلارګنۍ مې هم خواشینې کړي دي، چې دوی خوشي په خوشي ما ونه ځوروي زه به ولي دوی ته ځور
ورکوم.

ما ورته وویل: ستا د احترام اوښې ګوزارې زه ضامن یم خو ته به نور دا لیونتوب نه کوې! زه له نجلۍ
څخه دوی ته راغلم او ورته مې وویل، چې ستاسو له دې ناروغۍ سره ډېر بد کاره او سرزوري پېریان
ملګري شوي دي. ما ته پیریانو وویل، چې موږ په دې نجلۍ مینان یو او ډېره مو خوښه ده، خو د دې
مېړه او نور خپلوان د انجلۍ په راز راز چارو ځوروي او موږ خپه کوي نو موږ تصمیم نیولی دی چې
دا نجلۍ مړه کړو چې هم دا له غمه خلاصه شي او هم موږ له غمه خلاص شو، بله چاره نه شته.

میرصاحب، وویل، چې د نجلۍ خپلوانو ته مې وویل، چې ما له پیریانو سره عهد وکړ چې دوی به نجلۍ
ته هیڅ نه وایي او ښه خوشحاله به یې ساتي، خو که تاسو بیا راغلئ نو زه به مو په اور وسوزوم، نوره
ستاسو خوښه چې څه کوئ؟ بیا راځئ او که نه؟ هغوی راته وویل، چې که د انجلۍ ونه ځورول شي موږ
بیا نه راځو او که نه نو موږ یې د وژلو تکل کړی دی.

د نجلۍ خپلوانو وویل، چې موږ به بد وکړو چې دا جوړه شي او موږ به دې ته بیا کوم ځور او ازار پېښ
کړو.

میرصاحب وویل، چې ما بیا ورته تعویذونه ولیکل او څاښتونه مې هم ورته ولیکل او ورته مې وویل،
چې بیا به دا پیریان نه راځي. نور بېغمه شئ دا تعویذونه ورته په غاړه کې کې واچوئ او دا څاښتونه
ورته په اوبو کې واچوئ او بیا به یې نجلۍ ته ورکوئ چې څښې یې هیله ده چې ډېر ژر به جوړه شي.
نجلۍ جوړه شوه او ما ته تر پسرلي پوري چې زه هلته په جومات کې اوسېدم او سبق مې وایه هم د نجلۍ
د مور له کوره د شودو چایونه له پراټو سره راتلل او هم یې د مېړه له کوره. نوښه په مزه مې ژمی تېر
کړ او چې پسرلی شو بېرته هیواد ته راغلم.

بنۍ (ګوډی):

زما تره یو پسه دلود. هغه یې ذبح کړ او غوښه یې وپلورله خو د پسه پوستکی پاته شو. زما نیا هغه
پوستکي ته خور ورکړ او ما ته یې ورڅخه ګوډی جوړ کړ.

دا ګوډی زما د کالیو او کتابونو کڅوړه شوه. کالي به هم مې په کې ساتل او خپل کتابونه به مې هم په کې
ساتل. زما ټوله شتنمنې، دوه درې کتابونه، یوه جوړه کمیس پرتوګ، یو څادر او یوه وړه شترنجۍ وه. ما
یو نیم کال په چپرهار کې سبق ولوست او بیا د ۱۳۲۲ کال په سنبله کې د نجم المدارس په څلورم ټولګي
کې شامل شولم چې بیا له دغې مدرسې څخه په ۱۳۳۳ ش کال د جوزا په میاشت کې له دوولسم ټولګي
څخه فارغ شوم.

زه تر لسم ټولګي پوري اول لمبر وم او بیا په یوولسم او دوولسم ټولګي کې دوهم لمبر شوم ځکه چې
مولوي شیندیګل اول نمره شو او زه دوهم لمبر شوم.

د نجم المدارس له مدرسې څخه فراغت:

زه په ۱۳۳۲ ش کال د جوزا په میاشت کې د نجم المدارس له دوولسم ټولګي څخه په اعلی درجه بریالی
فارغ شوم. د همدغه کال د اسد په میاشت کې زموږ د ټولګي فارغان کابل ته راوستل شول چې د فراغت
شهادت نامې ورکړل شي. کابل ته چې راغلو د معارف له وزارت څخه راته وویل شول چې ولاړشئ
عکسونه واخلئ چې ستاسو د پېژندګلوئ له پاره په شهادت نامه کې نښلول کېږي. موږ ته ویل شوي ول
چې عکسونه اخیستل ناروادي. نو موږ خوابدي شولو چې دولت او د معارف وزارت پر موږ باندي دا
ناروا کار ولي کوي؟ بیا زموږ د مدرسې مدیر او استاذانو وویل چې دا عکسونه لګول په شهادنامه کې
ضروري دي او ولاړ شئ عکسونه راوړئ، نو موږ ولاړو او فوري عکسونه مو واخیستل او وزارت ته
مو ورکړل. دومره هم موږ ته ونه ویل شول چې دا عکسونه مو خراب دي، ولاړشئ لږ ښه عکسونه
واخلئ خو هماغه یو روپه ګي عکسونه یې زموږ قبول کړل. وروسته چې زه بیا لږ ښاري او مدني شوم
نو چې په خپله شهادت نامه کې به مې خپل یو روپه ګي عکس ولید نو له ځان سره به وشرمېدم او دا
خپل عکس به راته ډېر بد او پیکه ښکاره شو. خو شوی کار و، اوبه له ورخه تېري وې.

د معارف وزارت د معارف په کلوب کې یو د کیک او کلچو او د شیدو چای یوه ښه خوندوره عصریه
تیاره کړه او په دغه عصریه کې یې موږ ته شهادت نامې راکړې او راته یې وویل، چې نوره ستاسو
خوښه چې د معارف په وزارت کې د دینیاتو معاملې کوئ او که عدلیې وزارت ته له قضاء او افتاء پسي
ځئ؟

ما ته خو دا چارې روا غوندي نه ښکارېدې او د نصیحت مې هم څوک نه ول. لارښود مې نه لاره ، په
خپل سر او سرتنبه وم، بېرته خپل کلي کان ته ولاړم. په دې مهال زموږ د کلي د جومات امام نه و، زه
په تمه وم چې د کلي وګړي به ما ته د امامت ست وکړي او زه به د خپل کلي امام شم او وګړو ته به
خدایي سبقونه هم وایم. خو چا راته ست ونه کړ او د جومات امامت مې هم په برخه نه شو. بیکاره پاتي
شولم.

سینما:

په هغه مهال چې موږ د شهادت نامو اخیستلو له پاره کابل ته راغلو نو دلته مو یو څو شپې هم وکړې. په
دغه موده کې په ښار کې یو پلو او بل پلو ګرزېدو. یوه ورځ د کابل سینما مخې ته زه او زما ملګری
ما .» د کابل سینما « : للموال مولوي عبدالغفار ولاړ وو، هلته یوه وداني وه، پاس یې پردېوال لیکلي ول
دې خپل ملګري ته وویلک دا سینما له لاڅه ده؟

هغه وویل: دې کې فلمونه ښودل کېږي او یو قسم ساعت تېری دی. وګړي پیسې ورکوي، ټکټ اخلي او
په دې ودانۍ کې ننوځي یو ساعت، یو نیم ساعت په کې د فلمونو سیل کوي او بېرته په خپله مخه ځي.
دې سینما ته په پېښور کې بایسکوپ وایي. که ته یې غواړې چې ویې ګورې نو وربه شو! ما ورته وویل
چې ناروا نه ده او تالیدلي هم ده نو زه یې ګورم. هغه مخکې شو او زه ورپسې یم خو شرمېږم چې څوک
مو ونه ګوري چې ملایان سینما ته روان دي. زما ملګری ولاړ او دوه ټکټونه یې په دوه دوه افغانۍ
وپېرل او سینما ته ننوتلو. چې پر څوکیو کښېناستلو نو ما ملګري ته وویل، چې دلته خو هیڅ هم نه شته.
هغه راته وویل ته لږ صبر وکړه اوس فلم پیل کېږي. ریشتیا فلم پیل شو او دا لومړی ځل و چې ما سینما
ولیدله. ما هغه ملګري ته وویل: د دې سینما کوم ځای ناروا و؟ وګړي وایي چې سینما ناروا ده دا کوم
ځای په دې کې ناروا و؟

هغه وویل: ښه څیز دی خو ملایان وایي چې ناروا ده. دا و زموږ لومړی ځل سینما لیدل.

غزا او جنګ:

په ۱۳۳۳ ش کال کې چې زه له مدرسې څه فارغ شوم او کورته، کان کلي ته، راغلم نو. د جوزا اخر او د
سرطان لومړي وختونه ول، چې اوازه ګډه شوه، چې له پاکستان سره د پښتونستان په سر غزا او جنګ
پیل کېږي. زموږ کلي ته د ولسوالۍ له خوا پولیس راغلل او وګړي یې و هڅول چې د روداتو د ولسوالۍ
به نژدې زر تنه جنګ ته اماده شوي ول. ما هم د کان د کلي وګړو ته بیرغ جوړ کړ او په خیاطي ماشین
مې کلمه شریفه ورباندي ولیکله. یو شعر مې هم جوړ کړ او له کلي څخه د ولسوالۍ د مرکز، سرشاهي،
په لور روان شولو. هر چېرته به چې درېدو ما به دا شعر وایه او وګړو به هم را سره وایه. د دغه شعر
اوس ما ته یو فرد یاد دی او نور شعر را سره نه شته:

که څوک په توپ و تیارو بم اتوم نازېږي
بم اتوم ورته یو حرف د پاک قرآن دی زموږ

موږ کانوال له کان څخه روان شولو او غرمه مهال سرشاهي، یا شاهي کوټ، ته ورسېدو. هلته مو د
سرشاهي د اخندزادګانو په ځای کې غرمه تېره کړه او تر غرمې وروسته روان شولو. له موږ سره د
هسکي مینې غازیان هم ملګري شول. شینوارو غازیانو په سرشاهي کې د خټکیو په ګومان ډېر کدوان
وشکول او چې و به یې لیدل چې خټکی نه دی نو بېرته به یې وغورځول. د سرشاهي په لارو کې ډېر
مات شوي کدوان پراته ول.

ما یو شینواري ته وویل، چې دا حرام کدوان ولي شکوئ؟ هغه راته وویل، چې موږ خو غازیان یو موږ
ته دا کار روا دی.کله چې بړو نومي کلي ته ورسېدو، نو د بړو وګړو هیندواڼې کرلې وې او د هیندواڼو
تک شنه پالیزونه ولاړ ول، چې هیندواڼې به په وزن او تول دوه دوه، درې درې کیلو وې خو خامې وې
او زړې یې تک سپین ول. دې غازیانو دا د خامو هیندواڼو پالیزونه چور چپاول کړل او د سیمي وګړو ته
یې ډېر تاوان واړاوه. چې له بړو څخه تېر شولو نو هلته بیا د زربچې د کلي د اینځرو اجل راغلی و،
هغه اینځران هم وخوړل شول.

ماښام مهال و چې بټی کوټ ته ورسېدلو. په بټې کوټ کې د هر کور لس، شل مېلمانه ول. اوبه هم نه
وې. د ډنډونو تودې اوبه وې او دا وړی د سرطان میاشت. شپه مو وکړه، ګیځ د وخته روان شولو. کوم
سرک چې د غني خېلو له ولسوالۍ څخه راغلی دی او د کابل له سرک سره ملګری کېږي، په دغه
خواوشا کې به دیرش زره وګړي ټول د غزا او جنګ له پاره راټول شوي ول. وګړو ویل چې داود خان
صدراعظم له کابل څخه راځي او موږ ته د غزا او جنګ له پاره وسله راکوي.

ټکنده غرمه به وه چې یو څو مشران راغلل او دا غونډه خوره شوه. مشران د غني خېلو په لور ولاړل او
غازیان بېرته خپلو سیمو ته ستانه شول. چې بیا زما او زما د ملګرو په بړو نومی کلي کې شپه شوه او
سبا ته بیا کور ته ولاړو. دا وه زموږ غزا چې ډېر کدوان او ډېرې هیندواڼې مو شهیدانې کړې.
الله دي موږ غازیانو ته اجرونه راکړي او شهیدان دي خدای و بخښي امین.

ما د ۱۳۳۲ ش کال دوبی په کان کې د امامت په تمه تېر کړ خو چا را ته ست و نه کړ چې راشه زموږ
امامت وکړه. نو زه د میزان د میاشتې په اخرو کې کابل ته روان شوم. غوښتل مې چې ترکستان ته ولاړ
شم. هغه مهال وګړو شمالي ولایاتو ته ترکستان ویل. ما ته چا ویلي ول چې په بدخشان کې ښې ښې
امامتۍ پیدا کېږي او د بدخشان وګړي خپل ملایان ښه ساتي.

نو زه هم له کوره د بدخشان په نیت روان شولم او چې کابل ته ورسېدم نو ومي غوښتل چې هغه زما اشنا
پوهاند صدیق الله رشتین خو به یو ځل وګورم. شپه مې په کابل ښار کې له خپل همصنفي مولوي
شیندیګل خان سره چې د حبیبیې لیسې معلم دی، وکړه او سبا ته د پوهاند ریشتین، د پښتو ټولنې رئیس،
دفتر ته ورغلم.

زه چې پوهاند ریشتین صاحب ته ورغلم نو هغه راته وویل، څه کار کوې، ما ورته وویل: تر اوسه خو لا
بېکاره یم او زړه مې دی چې ترکستان ته ولاړشم، هلته چېرته په کوم ځای کې جومات پیدا کړم او امام
شم.

پوهاند صاحب راته وویل چې اوس د امامتیو خوند او مزه نه شته راځه چې زه دي په پښتو ټولنه کې
مقرر کړم. د مولانا شبلي نعماني سیرة النبي کتاب چې پښتو ټولنې په پښتو ژبه ژباړلی و ما یو مهال
مطالعه کړی و او خوښ شوی مې هم و. نو پښتو ټولنې ته مې خوښه راغله ځکه چې دلته هم ښه دیني
کارونه کېږي. ما ومنله چې په پښتو ټولنه کې وظیفه واخلم. پوهاند صاحب، راته وویل: ته غوښتنلیک
ولیکه چې زه ستا د مقررۍ امر د مطبوعاتو له رئیس څخه واخلم. پر هغه مهال د مطبوعاتو رئیس
مرحوم میوندوال صاحب و.

پوهاند صاحب، ته مې وویل چې غوښتنلیک په پښتو ولیکم که په دري؟ هغه راته وویل چې خوښه دي
چې په پښتو یې لیکې او که په دري. خو ما ورته وویل چې په دري ښه نه پوهېږم. په درې یې نه شم
لیکلای .

هغه وویل: خیر دی په پښتو یې ولیکه! ما غوښتنلیک ولیکه او ور مې کړ. پوهاند صاحب، د پښتو ټولنې
د ادبیاتو په مدیریت کې زه د دغه مدیریت د غړي په توګه مقرر کړم. زه چې د ادبیاتو مدیریت ته ولاړم،
د ادبیاتو مدیر محمد دین ژواک نومېده. هغه را ته میز او چوکۍ راوښودله او کار یې په لاس را کړ.

د ۱۳۳۳ ش کال، د ژمي مهال و. زه د عقرب له لومړۍ نېټې څخه مقرر شوم. په دې وخت کې د پښتنې
سندرو په نوم پر یو کتاب کار روان و. هرڅوک لنډۍ را وړي او د دې مدیریت کار کوونکي دا لنډۍ
سره مقابله کوي چې تکراري لنډۍ په کې تېره نه شي. تر هغې وروسته دا مدیریت د دغو لنډیو د ادبي
ارزښت په اعتبار درجه معلوم وي. د لومړۍ درجې لنډۍ ته دوه افغانۍ حق الزحمه ورکوي او دوهمې
درجې ته یوه نیمه افغانۍ حق الزحمه ورکوي او د درېمې درجې لنډۍ ته یوه افغانۍ او پنځمې درجې ته
پنځه ویشت پوله حق الزحمه ورکوي.

زه په دغه کار ډېر خوابدی شوم ځکه ما خو ویل چې دلته به زه لکه د سیرة النبي دینې کارونه کوم، دا
څه وشول؟ دا خو را باندي دلته سندرې وایې، خو دا جرئت هم نه لرم چې پوهاند ریشتین صاحب ته
ووایم چې زه سندرې نه وایم.

خو زړه مې ټینګ کړ او کار ته مې دوام ورکړ چې بیا وروسته له سندرو سره روږدی شوم او هغه
حساسیت مې له مینځه ولاړ.

په دې مهال زما معاش ۳۶۰ افغانۍ و خو چې نوی کال راغی، یعنی د ۱۳۳۴ ش کال له لومړۍ نېټې
څخه، زما معاش څلور سوه افغانۍ شو. زه په یوولسمه رتبه مقرر شوی وم او د ۱۳۳۴ ش کال له سره د
اعلیحضرت محمد ظاهر شاه فرمان صادر شو چې څوک له دوولسم ټولګي څخه فارغ وي هغه کسان
دي، لسمه رتبه ونیول شي. نو همدا وه چې زه د ۱۳۳۴ کال له لومړۍ نېټې څخه لسمه رتبه مامور وګڼل
شوم او معاش مې له ۳۶۰ افغانیو څخه څلور سوه افغانیو ته لوړ شو.

بله دا وشوه چې د پښتني سندرو کتاب هم په دې نوي پسرلي کې له چاپ څخه را ووت او موږ ته یې یوه
میاشت بخششي راکړه.

زه چې په پښتو ټولنه کې د ادبیاتو په مدیریت وټاکل شوم نو د دې ادارې مدیر مرحوم محمدبن ژواک و.
ویل یې چې انګریزي مې زده ده. ما له ژواک صاحب سره انګریزي پیل کړه، یو کتاب مې پیدا کړ چې
نومېده. ما دا کتاب له محترم ژواک صاحب سره شروع کړ. نور مې خپل کار کاوه. » ریډرون «
په همدغه کوټه کې چې د ادبیاتو مدیریت دی، د ترجمې مدیریت هم په کې دی او مرحوم مولانا سیف
الرحمن سیفي صاحب، یې مدیر دی. سیفي به له اردو ژبې څخه ترجمه کوله. د ده یو میرزا و چې
عبدالجلیل وجدي، نومېده. وجدي صاحب، به بیا د سیفي صاحب ترجمه شوی مطلب په واضح لیک لیکه
چې ولوستلای شي ځکه چې د سیفي صاحب لیک پرته له سیفي صاحب او پرته له وجدي صاحب څخه
بل چا نه شو لوستلای. سیفي صاحب، به ویل چې یو خوش خطه وي او یو خوشې خطه وي. زه هغه
خوشې خطه یم.

وجدي صاحب، به له مولانا سیفي صاحب څخه اردو ژبه هم زده کوله. نو زما هم زړه وشو چې زه هم
اردو ژبه زده کړم، ما مولانا سیفي صاحب ته وویل چې مولانا صاحب ما ته هم دا اردو ژبه را زده کړه!
سیفي صاحب راته وویل چې ما ته څوک …. رانه کړي زه خو هغه ته اردو ژبه نه ور زده کوم. د سیفي
صاحب خبره پر ما داسي بده ولګېده چې هغه زه وم چې ورته ټینګ وم. نو په زړه کې مې ورته ښې
کنځلې وکړې.

دا تصمیم مې ونیو چې له تا پلاني پلاني پرته به هم زه دا اردو ژبه زده کوم. ولاړم او په کتاب فروشي
و. ما به دغه کتاب مطالعه کاوه او ټکی ټکی اردو » فارسي بولچال « کې مې یو کتاب و پېره چې نوم یې
به مې ورڅخه زده کوله. له یوې خوا انګریزي زده کوم او له بلې خوا له بولچال کتاب څخه اردو زده
کوم.

فارسي بولچال کتاب د دې له پاره جوړ شوی و چې اردو ژبي ورڅخه فارسي زده کړي، خو ما ورڅخه
سر چپه کار واخیست او اردو مې ورڅخه زده کوله.

لکه چې مخکې مې چې وویل، چې له خپل ملګري مولوي عبدالغفار سره کابل سینما ته تللی وم. نو اوس
چې په کوم لغت کې بند شم د خپل مشکل د حل له پاره پامیر سینما ته ځم او هلته مې فلم ته غوږ نیولی
وي چې زما مطلوب لغت په کې راځي او که نه؟ نو زما د اردو ژبې استاذ، د مولانا سپک خولی سیفي
صاحب پر ځای، د پامیر سینما ده او زه له دغه استاذ څخه یو څه راضي هم یم.

زه دوه درې ځله په اونۍ کې دې سینما ته تلم او خپل مشکل مې حل کاوه خو بیا مې هیڅ کله له سیفي
صاحب څخه پوښتنه هم ونه کړه. له ځان سره به مې ویل چې سیفي دي ورک شي او د ده دا سپکه خوله
دې ورکه شي. په سپینه ږیره داسي سپکه خوله خوزوي. وروسته را ته جوته شوه چې سیفي صاحب یو
مزاقي سړی دی خو زما زړه ورڅخه بد شوی و.

زه او سیفي صاحب چې په کومه کوټه کې ناست ولو هغه لویه کوټه وه او زما او د ده تر مینځ یوه غټه د
خښتو ستن وه. ما او ده سره نه لیدل خو خبرې به مو سره اورېدې او خبرې به مو کولې. یوه ورځ یې
ډېر و خندل، نو ما ورته وویل: مولانا صاحب ولی دي وخندل؟ ده وویل: یو بزګر، و په پښه کې یې
اغزی تللی و. کور ته راغی ښځې ته یې وویل: دا اغزی زما له پښې وباسه! ښځې ورپسي ستن را
واخیستله او د اغزي په ایستلو یې پیل وکړ. د ده مېرمنې لا ستن وهله چې له بزګر څخه یو نری شانتي
غږ وخاته. بزګر، خیال وکړ چې مېرمنې به یې دا غږ نه وي اورېدلی. نو مېرمنې ته یې وویل: ښځې
اغزی ښکاري که نه ښکاري؟ ښځې ورته وویل چې اغزی خو نه ښکاري خو نری شانتی غږ یې راځي.
نو بیا سیفي صاحب وویل چې ستا غږ هم د هغه بزګر د هغه نري غږ په شان راځي، ښکارې نه خو
اواز دې راځي.

زما ناجوړي:

د ۱۳۳۴ ش کال په پای کې مې یو څه ناروغي احساس کړه. پښې به سستې سستې کېدلې داسي مې ګڼله
چې زه ګوندي سل ناروغۍ لرم، حیران وم چې څه وکړم. ما اورېدلي ول چې له ښار څخه څوک ولایاتو
او کلیو ته ولاړ شي داسې ناروغۍ ور سره ښې کېږي. نو زه هم باید چېرته کوم ولایت ته ولاړ شم. خو
چې ولایت ته ولاړ شم، څرنګه ولاړ شم؟ نو تصمیم مې ونیو چې عدلیې وزارت ته ولاړ شم چې هلته
مفتي یا قاضي شم. ولاړم او په عدلیه وزارت کې مې د هغه وزارت معین ولید، هغه وویل: ولاړ شه
موافقه راوړه، ما ته پوهاند ریشتین صاحب موافقه راکړه. ه عدلیې وزارت ته ولاړم او هلته د خوست په
لویه ولسوالۍ کې د مفتي په توګه مقرر شوم. د خوست په محکمه کې یو قاضي او دوه مفتیان او دوه
محرران ول. ما د خوست په محکمه کې لس میاشتې کار وکړ.
خو دا ځای مې هم خوښ نه و او بېرته پښتو ټولنې ته راغلم.

د خوست د سفر ستونزې:

په ۱۳۳۵ ش کال کې د ثور په میاشت کې زه د خوست په لویه ولسوالۍ کې د مفتي په توګه مقرر شولم.
زه کله د خوست په لوري نه وم تللی دا زما لومړی ځل و چې په دغه لوري روان شوم. له کابل څخه
لومړی لوګر ولایت ته ولاړم، بیا ګردېز ته ورسېدم چې د پکتیا مرکز دی او بیا له ګردېز څخه خوست
ته روان شولم. دا ټول سفر په عسکري لاریو کې و چې خوست ته یې د عسکرو له پاره له کابل څخه
غنم وړل. هغه مهال خوست ته بسونه او واړه ګاډي نه تلل.

د کابل او د ګردېز تر مینځ دتېرې کنډو راځې چې یوه ډېره تاو را تاو لار ده او پر یو غر باندي ورختلې
ده. پر دغه غره باندي په دغه کږه وږه لار تلل، ختل او کېوتل دواړه د نابلد سړي له پاره ډاروونکي دي.
بیا د ګردېز او خوست په لار کې غر چې د سټو کنډو ورته وایي هم یو ډاروونکی کنډو دی هم ختل او
هم کېوتل په کې ستونزمن او ډاروونکي دي. زه چې له کابل څخه د لومړي ځل له پاره روان شوم نو دا
مهال د ثور میاشت وه.

زه خوست ته ورسېدم خو دې نارامې لارې ښه و ډارولم. په خوست کې هغه مهال دولتي ادارې په داسې
نیم ودانو ودانیو کې وې، خو د مسافرو مامورینو له پاره په کې د استوګنې کوم ځای نه پیدا کېده. ما ته د
خوست قاضي صاحب عبدالوکیل صداقت وویل چې اوس څه کوې دلته د استوګنې له پاره ځای نه پیدا
کېږي او ټول مسافر مامورین له ملکانو، خانانو سره استوګنه کوي. نو ته هم مجبور یې چې له چا سره
استوګنه وکړې. دلته یو ملک دی چې ډېر ښه سړی دی او حاجی عبدالصمدخان نومېږي، زه به هغه ته
ووایم او تا ته به ځای در کړي ته به له هغه حاجي صاحب سره استوګنه غوره کړې. زه هم اړوم او
همداسي مې وکړل.

څرنګه چې قاضیان او مفتیان ملایان او دیني عالمان وي نو چې چېرته اوسېږي هلته د جماعت لمونځ هم
وګړو ته دوی ورکوي. نو زه هم دحاجي عبدالصمد خان امام او د جومات ملا شوم.

حاجي صاحب مړۍ هم را کوله او کالي به یې هم راته مینځل او داسي وم لک د کور یو غړی. د حاجي
صاحب زامن او لمسیان په مکتب کې شاګردان ول، نو زما هم چې څه زده ول له دوی سره به مې
مرسته کوله. په دغه موده کې چې لس میاشتې زه له حاجي صاحب سره وم، ما درې څلور تنو ته قران
کریم ختم کړ او دا ټول واړه د قران کریم لوستونکي شول.

کله چې زه په لومړي ځل د حاجي عبدالصمد خان مېلمستون ته ولاړم او په سبایي واړه سبقونو ته
راغلل نو چې د ښوونځي د تللو وخت شو ټول واړه ښوونځي ته ولاړل او یوه نجلۍ چې معراج بي بي،
نومېده او د هلکانو کالي یې اغوستل ښوونځې ته ولاړه نه شوه. ما خیال کاوه چې د اګوندي هلک دی
ځکه دوی ورته معراج بي بي نه ویل. دوی دې نجلۍ ته معراج خطاب کاوه نو ما هم خیال وکړ چې
هلک دی او چې واړه له ښوونځي څخه راغلل ما د حاجي صاحب له زوی څخه پوښتنه وکړه چې
عبدالغفاره! دا معراج ولي ښوونځي ته ولاړ نه شو؟ د حاجي زوی عبدالغفار چې له معراج سره هم منګه
یې تو مېر به « : معراج عبدالغفار ته په قهر وویل »! یېستوزه! دو خو جلکۍ دو کنه « : و را ته وویل
»! جلکۍ وي

د دې نجلۍ پلار د حاجي صاحب مشر زوی و او په علاقه دار مشهور و، ځکه چې څه موده علاقه دار
تېر شوی و. ما علاقه دار صاحب، ته وویل چې دا لور دي د هلکانو کالي اغوندي او دا خو نجلۍ ده نو
دا کالي دې ته ښه نه دي. دا باید د نجونو کالي واغوندی. هغه نجلۍ دلته موجوده وه. علاقه دار صاحب
لور ته وویل: معراج مفتي صاحب څه وایي؟ نجلۍ په ژړا شوه او ویې ویل زه د نجونو کالي نه اغوندم.
معراج ځکه د هلکانو کالي اغوستل چې د علاقه دار صاحب په هغه مهال زوی نه و او تفاولاً یې دې ته
د هلکانو کالي ور اغوستل چې ورپسي هلک پیدا شي.

کله چې د مني فصل واخستل شو نو حاجي صاحب ما ته وویل چې ستا برخه حق الله شولې مې بېلې
کړې دي. چې شل منه شولې کېږي. ما ورته وویل: حاجي صاحب! ما خپله برخه حق الله خوړلې ده. زه
د حق الله مستحق نه یم. هغه وویل نه دا ستا حق دی ځکه چې زموږ د جومات امام یې بیا هغه شل منه
شولې من په شل افغانۍ ځان ته حساب کړې او ما ته یې څلور سوه افغانۍ راکړې. چې هغه مهال زما د
یوې میاشتې دولتي تنخوا هم څلور سوه افغانۍ وه.

زه چې د خوست لارې ډارولی وم نو زړه مې نه کېده چې په رخصتۍ بېرته په دې لارې کور ته ولاړ
شم. ما حاجي صاحب ته وویل چې زه ننګرهار ته په رخصتۍ ځم نو غواړم چې د پېښور او تورخم له
لارې ولاړ شم. په هغه مهال پاکستانیانو څو تنه افغاني عسکر تښتولي ول. حاجي صاحب راته وویل چې
پاکستانیان چې عسکر تښتوي نو تا کله پرېږدي، خو تا هم نیسي. موږ ټول په همدغه لار ګردېز او کابل
ته ځو ته هم ځه. رخصت واخله په همدغه لار کور ته ولاړ شه! نو ما هم له نا کامه د حاجي صاحب
خبره او مشوره و منله او په همدغه لار چې ورباندي راغلی وم له کړاوونو سره کور ته ولاړم .

ما له قاضي صاحب څخه یوه میاشت رخصت واخیست او کور ته مې د تللو تکل وکړ. له نېکه مرغه
ووایم او که له بده مرغه ووایم ما ته د لومړي ځل له پاره یو زوړ، ګړباوه، سرویس بس پیدا شو. دا
سرویس ډک شو او تر غرمې وروسته د ګردېز په لور روان شو.

ورته وایي. دلته دا بس وران شو او » بارګۍ « د ځدراڼو په تنګي کې یوې سیمې ته ورسېده چې
موټروانانو د موټر په جوړولو پیل وکړ. دلته د سرک په غاړه کې یوه ژرنده وه چې بام یې له سرک سره
برابر و. دا مهال مازدیګر و او ما اودس وکړ او د ژرندې پر بام مې لمونځ پیل کړ. په دې وخت زما
کوښې روسۍ کلوشې وې، ما کلوشې وایستلې او پر لمانځه ودرېدلم. په دې مهال چې زه لا پر لمانځه
ولاړ یم ځدراڼ واړه هلکان راغلل او زما کلوشې یې و تښتولې. ما چې لمونځ پای ته ورساوه ګورم چې
کلوشې مې غرنیو ځدراڼو تښتولې دي. زه په هلکانو پسي روان شوم چې کلوشې ورڅخه واخلم. هغوی
را څخه و تښتېدل او کلوشې یې له ځان سره یوړې. زما زړه جمع شو چې کلوشې خو ولاړې، نو لوڅې
پښې د ولاړ بس په لور روان شولم. هغه هلک چې کلوشې یې تښتولې وې را منډه کړه لومړی یې یوه
کلوشه را ګوزاره کړه او بیایې پسې بله کلوشه هم را ګوزاره کړه او نور ولاړ.

ما کلوشې په پښو کړې او بس ته ور وختلم. موټروانانو غږ وکړ چې بس جوړ شو، سپاره شئ، مسافر
بس ته وختل، سپاره شول. سرک د غره په لمن کې دی چې ښي لاس ته جګ غر دی او کیڼ لوري ته
ژوره کنده ده. په دې مهال چې موټر بس روان شو شاته وروستي غره پلو، ښي لوري ته ټیر یې له غره
سره ولګېده، ټیر شاته پاته شو او بس درې څلور متره په مخه ولاړ او بیا غره ته ور چپه شو، چې په دې
مهال یې موږ ته یو سخت ټکان راکړ، څوک خوږ نه شول ځکه چې بس په ورو غره ته ور تکیه شو،
یوازي یوه سړي سره چره ییزه ټوپک و، هغه ټوپک مات شو.

نور په همدغه ځای کې پر موږ سپرلیو شپه راغله. پاس د غره په اړخ کې یو کور و، موږ هغه کور والا
ته وویل چې ساړه دي ځکه چې د عقرب د میاشتې وروستۍ شپې وې مړۍ هم راکړه او ځای هم، – –
پیسې به درکړو. د هغه هم چې څه وس و، د شپې له پاره یې راته کوټه هم راکړه او مړۍ یې هم راکړله.

موږ تر سبا غرمې پوري همدلته پاتي شولو، چې د کاله خاوند سره مو حساب وکړ. په دې مهال له
خوست څخه یوه لارۍ راغله چې سپرلۍ په کې سپرې وې او موږ ورته راکوز شولو، لارۍ دومره ډکه
شوله چې ځینې وګړي د لارۍ له میلو او وسپنو پوري ځوړند ونښتل. لارۍ روانه شوه او سړو هم ښه
زور لګولی و. د لارۍ میلې داسې سړې او یخې وې چې په ډېر نا کام مو ور پوري ځانونه ځوړند کړي
وو.

لارۍ د شپې د سټو پر کنډو را واووښتله او نا وخته ګردېز ته را ورسېدله او په ګردېز کې مو شپه شوه،
په ګردېز کې سبا ته بیا زه یو لارۍ موټر ته جګ شوم چې ما ښام تېر، ناوخته، په کابل کې د لوګر د
تېلو له ټانک سره له موټر څخه کوز شوم. په دې ځای کې مې د دغې لارۍ له کلینر سره په څه خبره
جنګ شو کلینر ما ته ږیره یاده کړه. ما ته هم غصه راغله ، غوشتل مې چې ږیره وګټم نو له کلینر سره
غېږ په غېږ شوم. کلینر مې څملاوه او زه ور باندي د پاسه پروت یم. دواړه سره زورونه وهو، چې د
موټر نوره عمله را پسي راغله او زه یې له دواړو پښو ونیولم او کش یې کړم. په دغه مهال سرک خام
او ډېر زیږ و. زما دواړه زنګنونه پر زیږه سرک زخمی شول او پوستکی ور څه وا ووښتل. نور زه پر
سرک پر مخه پروت وم او د موټر عملې پر شا او ملا ښه په لغتو ووهلم او نور په تیار کې ولاړل، په
موټر کې سپاره شول او په خپله مخه ولاړل. زه هلته یو څه ساعت بې سېکه پروت وم. خو بیا مې ځان
وخوزاوه او جګ شوم. ماښام له خپلوانو کره ولاړم او شپه مې تېره کړه په سبا یې ننګرهار ولایت ته
خپل کور ته ولاړم.

ما په کور څه د پاسه شل شپې وکړې او بېرته روان شوم چې خوست ته ولاړ شم.د جدي لومړۍ ورځې
وې واوره اورېده چې کابل ته ورسېدم.

زما دا د افتاء دنده خوښه نه شوه او بېرته مې موافقه واخستله په پښتو ټولنه کې بیا په کابل مجله کې د
مجلې د مدیر د مرستیال په توګه و ټاکل شوم. په دې مهال د مجلې مدیر محمد دین ژواک و. دا سړی ښه
سړی و، له ما سره یې پوره اخلاص درلود. زه چې لومړی ځل په پښتو ټولنه کې د ادبیاتو مدیریت کې د
غړي په توګه مقرر شوی وم هغه مهال هم دا مرحوم محمد دین ژواک د هغه مدیریت مدیر و او زه ور
سره همکار وم. چې په پشتو ټولنه کې مقرر شوم نو بیا د افتاء د مهر تحویلولو له پاره او د علم و خبر د
را وړلو له پاره د خوست په لور روان شوم.

غرمه ګردېز ته ورسېدم. په ګردېز کې د عسکرو له پاره غنم وړونکی اته نهه لارۍ ولاړې وې،
ترپالونه ورباندي را خواره ول چې غنم لانده نه شي، ځکه چې واوره اورېدله. ما له موټروان سره د
کرایې خبره وکړه هغه وویل، چې شاته کښېنې پر غنمو د پاسه له تر پال لاندي نو تر خوست پوري به
پنځوس افغانۍ راکړې. زه شا ته پر غنمو باندي کښېناستلم خو لا ناست نه وم چې سړو او یخ وار خطا
کړم. موټروان ته مې وویل: زه په سیټ کې له ډرایور سره کښېنم.

ما له ځان سره په ګردېز کې درې څلور ډوډۍ احتیاطي واخستلې. چې موټر روان شول نو د واورې
پاکولو له پاره د دغو لاریو په مخکې یو واوره پاک موټر روان شو چې که چېرته په کوم ځای کې
واورې لاره بندوي نو دا واوره پاک موټر به لاره پاکوي او لارۍ به ور پسي بیا ځي. خو کله چې ماښام
مهال د سټو کنډو ته نژدې شولو یو کیلو متر لار به د سټو کنډو سرته پاتي وه چې لومړی په خپله – –
واوره پاک موټر په واوره کې بند شو او ودرېده. نور په وړاندي نه شو تللای. لارۍ والا سپرلیو ته
وویل چې تاسو کوز شئ، د سټو کنډو پر سر تاڼې ته ځانونه ورسوۍ او چې کله موږ لارۍ در وخېژولې
نو بیا به لاریو ته را وخېژئ.

موږ ولاړو تاڼې ته و ختلو موږ ډېر و او په تاڼه کې ډېر تنګ تنګ کښېناستلو چې پښې مو هم نه شوې
غزولای. لارۍ هماغسي ولاړې پاتې وې. موږ له تاڼې څخه بهر را ووتلو او هر چا د غره په لرګیو
اورونه بل کړل. ما به هم هماغه ډوډۍ چې له ځان سره مې راوړې وه لږه لږه سکونډله او ځان مې
ورباندي لږ شانتې موړ ساته.

سبا ماښام ته موټران د غره سرته را وختل او موږ هم ور وختلو. موټران روان شول، خو سړک داسي
په واورو ډک و چې لاریو په کې هیڅ حرکت نه شو کولای. کلینران به ور کوز شول او پر خپلو بېلچو
به یې د لاریو له مخې څخه واورې لېري کولې. دومره ساړه ول چې ما ویل دا د غره ونې ولې له سړو
نه چوی. په دې وخت کې ما ته موټروان وویل چې ستا کالي خو هم ډېر نرې دي ولي دې پنډ کالي نه
اغوستل؟ تا دې یخ ته نه کتل.

د شواک تر دوکانونو پوري به نیم ساعت لار وه خو دې لاریو دا لار په دوه درې ساعتونو کې ووهله او
د شواک دوکانونو ته ورسېدلې. هلته دوکانونه تاوده ول شپه مو په کې تېره کړه او سبا ته خوست ته
روان شولو. مازدیګر خوست ته ورسېدلو. دا سفر ډېر دوزخي ستونزمن سفر و چې خوست ته ورسېدم
هلته پاته وم چې زما د تبدیلۍ مکتوب راشي.

زه همدلته په خوست کې وم چې په خوست کې تقریبآ شل پنځه ویشت سانتې واوره و اورېدله او خوست
هم سوړ شو. زما د تبدیلۍ مکتوب راغی، ما د افتاء مهر تحویل کړ، علم وخبر مې واخیست او بیا د
حوت د میاشتې په لومړیو کې کابل ته را روان شوم.

دا ځل بیا لارۍ له خوست څخه ګردېز ته راتللې، په دې لاریو کې سپاره شولو. دا لارۍ شخصي لارۍ
وې چې بارګۍ ته را ورسېد. زه او د ځاځي میدان مفتي صاحب چې زرملوال و او دوه کسه صاحب
منصبان چې یو جګړن او بل ډګرمن و په دې لارۍ کې سپاره وو. دا لارۍ چې بیا د بارګۍ سیمې ته را
ورسېدله دلته د دې یو سامان مات شو چې هغو موټروانانو ورته درایوشاپ ویل. دلته بیا موږ پاته شولو.
د لارۍ خاوند ولاړ چې له ګردېز څخه هغه خراب شوی سامان راوړي او موږ دلته یو څو د لارې د –
سر دوکانونه ول په دې دوکانو کې پاتي شولو. او په شېبو شیبو، سخت باران اورېده چې له دوکان څخه –
مو سر هم نه شو ایستلای.

دوکاندار موږ ته وړې وړې ډوډۍ په ښه درنه بیه راکوي چې درې څلور ډوډۍ وخورو هغه هم چای
سره نو بیا هم ورباندي ماړه نه شو. بنده ورځ ده او پر موږ راغلي ده.

دلته موږ په دغه بد حال کې څلور شپې وکړې نه لارۍ والا له ګردېز څخه راځي او نه باران درېږي.
هغه دوه تنو صاحب منصبو وویل چې موږ به تر څو پوري په دې بده ورځ دلته پراته یو؟ ځئ چې د
لارۍ د خاوند له کلینر څخه خپلې ورکړې کرایې واخلو او چېرته اوښان کرایه کړو او ګردېز پلو روان
شو.

صاحب منصبان مخکې شول، موږ هم ور سره شو، کلینر ته ورغلو. هغه په یو بل د کان کې و او هلته
یې خپل ژوند کاوه. موږ ورغلو او کلینر ته مو وویل چې زموږ کرایه راکړه ستا باداران خو رامعلوم نه
شول، موږ نور نه تم کېږو ځو. کلینر وویل: زه کرایه د کومه کړم؟ زه خو مزدور سړی یم. زه کرایه نه
شم در کولای. صاحب منصبانو ته قهر ورغی، غوښتل یې چې له کلینر سره له عسکري زور نه کار
واخلي. هلته هغه دوکاندار ځدراڼ چې کلینر یې په دوکان کې اړولي وو په قهار شو او ویې ویل دا کلینر
زما همسایه دی اوس به مو په ګولیو سوري سوري کړم ځئ ورک شئ کلینر غریب به څه وکړي. موږ
د هغه دوکان څښتن ته ورغلو چې ورسره دېره وو. هغه ته مو وویل چې موږ نور ځو او له کلینر څخه
په پلوۍ را ته د ټوپک ګواښ کړ اوس موږ هم ستا » همسایه « کرایه غواړو خو هغه بل دوکاندار د خپل
همسایه یو، ته مو بادار یې. هغه سړی چې کلینر نه پرېږدې چې موږ ته کرایه راکړي، ته ورته ووایه
چې یا کلینر کرایه راکړي او یا په خپله دی کرایه راکړي چې موږ نور په خپله لار ولاړ شو.

زموږ بادار دوکاندار ته له موږ سره ولاړ او هغه بل دوکاندار ته یې وویل چې ولې د دې وګړو کرایه نه
ورکوئ؟ هغه وویل: زه یې څه کوم دوی پوهېږي او کلینر پوهېږي. صاحب منصبو کلینر له لاسه ونیو
او له ځان سره مو روان کړ او د سیدخېلو دوکانو ته را ورسېدلو، کلینر هلته په دوکانونو کې له موږ څخه
ورک شو.

موږ له اوښوالاو سره د وزې ولسوالۍ ته را ورسېدلو په وزه کې صاحب منصب له ولسوال سره مېلمانه
شول او زرملوال مفتي صاحب له یو زرمتي مامور سره مېلمه شو. زه هم له خپل وطندار قاضي صاحب
لعل محمد احمدي سره مېلمه شوم. زما وطندار قاضي د ورځې د مرغیو ښکار کړی و او ښه په زړه
پوري خواړه یې را کړل او د شپې یې هم تود وساتلم. سبا ته هغه لارۍ جوړه شوه او چې وزې ته را
رسېدلې وه نو صاحب منصبو نیولی وه او خپل او زموږ کالي یې په کې اچولي ول او موږ دواړو مفتیانو
ته یې پیغام پرېښی و چې موږ شواک ته ولاړو او تاسو هم را پسي ژر راشئ.

موږ هم ور پسي روان شولو. مازدیګر شواک ته ورسېدو. هلته زموږ او د موټروانو لانجه شوه. موږ
ورته وویل: تاسو له موږ څخه و تښتېدلئ لارۍ خو مو روانه شوه موږ ته به مو خپله کرایه را کړې وای
او چې تاسو تللئ تللئ به. پر موږ باندي مو بې ځایه شپې وکړې. هغوی ویل تاسو زموږ کلینر ځورولی
دی خو په دې کې نور وګړي تر منځه شول او سوله یې وکړه چې یو لوری هم څه مه وایاست ځئ لارۍ
ته و خېژي او ځئ له خیره سره. لمر خاته مهال و چې لارۍ ته وختلو او لارۍ روانه شوه. لس دقیقې به
تېرې نه وې چې لارۍ د سټو د کنډو د غره بېخ ته ورسېدله. پر سرک باندي ډېرې واورې پرتې وې.
لارۍ وال وویل چې تاسې د غره سر ته و خېژئ ځکه چې پر سرک واوره ډېر ده هسي نه چې کوم
خطر پېښ شي، بیا موږ د غره سرته لارۍ در خېژوو نو بیا سره ځو ګردېز ته.

زه او زرملوال مفتي صاحب، چې د سټو کنډو ته را وختلو نو دومره ډېره واوره پرته وه چې سترګې مو
ورته سپینې شوې. زرملوال مفتي صاحب وویل چې دا لارۍ په دوه درې ورځو کې هم د غره سر ته نه
شي را ختلای، ځه چې په خپلو پښو ګردېز ته ځو. هغه ول چې موږ په خپلو پښو ګردېز ته روان شولو.
ډېره یخه ورځ وه او واوره هم ډېره وه چې قدم به مو کېښوده واوره به پر قدم د پاسه را واوښتله.

زما جورابې هم تاري او سړې وې، خو ناکام و. مازدیګر ګردېز ته را ورسېدلو. هلته مو د مفتي صاحب
له اشنا سره شپه وکړه. سبا ته مفتي صاحب، زرمت ته ولاړ او زه په ګردېز کې پاتي شوم. په ګردېز کې
مې څلور شپې وکړې بیا هغه لارۍ راغله چې زموږ کالي په کې ول. ما خپل کالي را خپل کړل او په
یوه لارۍ کې سپور شوم او کابل ته روان شوم.

دا لارۍ هم یوه عسکري لارۍ وه څه شیان په کې پراته ول او په خواګانو کې یې یو متر لرګې ورته
درولې ول چې کوم څیز ور څخه ونه لوېږي. دالارۍ چې د تېرې د غره کنډو ته را نژدې شوه، هلته په
واوره کې بنده شوه، ښه ډېر وخت وواته، ماښام شو چې لارۍ له واورو څخه را ووتله او د تبرې په
ځوړي د تېرې دوکانونو ته راکوزه شوه. د کانونه ښه تاوده ول. د ماښام ډوډۍ مو دلته وخوړه او بیا د
لوګر په لور روان شولو. د التمور په ډاګ کې داسي ساړه ول چې زما له پښې څخه کلوشه وتلې وه، خو
زه ورباندی خبر نه وم، چې پښه مې ډېره یخه شوه لاس مې ور ووړ چې ګورم کلوشه مې پر پښه نه
شته. خوا بدی شوم چې لکه چې کلوشه مې له لارۍ څخه لاندې لوېدلې ده، خو چې لاس مې ور تېر کړ
کلوشه په موټر کې له بوجیو لاندي پرته وه، هغه مې را واخستله او بیا مې په پښو کړه. ما خستن وه چې
کلنګار ته ورسېدو. هلته لارۍ والا لارۍ ودروله او موږ د شپې له پاره په دوکانونو کې ننوتلو. په دې
دوکانونو کې هم دومره ډېر مسافر ول چې د پښو غزولو امکان په کې نه و. شپه مو تېره کړه او سبا
مازدیګر کابل ته ورسېدلو.

کابل مجله:

کابل مجله یوه میاشتنۍ مجله وه چې د پښتو ټولنې د کابل مجلې د مدیریت له خو اخپرېدله او مدیر یې
مرحوم محمد دین ژواک و. ما په دې مجله کې په کار پیل وکړ، څه موده وروسته د نور محمد ترکي په
دا مضمون په مجله کې چاپ شو. .» د بزګر لور « نوم یو مضمون مجلې ته راغی چې عنوان یې و
څرنګه چې په دې مضمون کې له بې وزلو او غریبانو سره خواله څرګنده شوې وه، نو پر ما باندي دا
مضمون ښه ولګېده او غائبانه مې ددې مضمون له لیکوال سره مینه پیدا شوه. څه موده وروسته یو کتاب
د دې کتاب د چاپ امر د پښتو ټولنې رئیس ګل .» د بنګ مسافري « د مجلې دفتر ته راغی چې نوم یې و
پاچا الفت ور کړی و.

د دې کتاب چاپول پیل شو. دا کتاب څو، څو پاڼې د کابل مجلې په قطع د کابل مجلې په اخر کې چاپېږي
او بیا همدغه پروف په وړه قطعه د کتاب په شکل چاپېږي. کابل مجله په دغه مهال د اته سوه په تېراژ
چاپېدله او د کتاب تېراژ را ته معلوم نه دی خو کتاب چاپول هم پیل شول.

د دې کتاب درېمه برخه به چاپ شوي وه چې پاتي کتاب د کابل مجلې له دفتر څخه ورک شو. نورمحمد
ترکې ته ویلي ول چې د کتاب وروستي پروف چې بیا چاپ ته سپارل کېږي زه په خپله ګورم. نو زه – –
د مجلې مدیر مرحوم محمد دین ژواک مکلف کړم چې د کتاب وروستي پروف په خپله نور محمد ترکي
ته ور وړم. دی په نوې ښار کې د ملګرو ملتونو په کوم دفتر کې کار کوي، زه هم وروستي پروف ور
وړم او هغه یې تصحیح کوي.

کله چې د کتاب پاتي برخه ورکه شوه نو د مجلې مدیر نور محمد ترکی له ماجرا څخه څخه خبر کړ. نور
محمد ترکي ورته ویل : دا کتاب اصل له ما سره شته خو که هغه درکړم بیا به هغه هم ورک شي. ته
چاته دنده ورکړه چې پاتي کتاب زما په کور کې ولیکي.

دا دنده د مجلې مدیر مرحوم محمد دین ژواک ما ته راکړه. زه به د نور محمد ترکي کور ته تللم او کتاب
به مې لیکه په یو اونۍ کې ما هغه پاته کتاب ولیکه او چې کتاب چاپول بیا پیل شول د کتاب هغه ورکه
شوې برخه بېرته چا راوړې وه او د مجلې د دفتر په المارۍ کې یې ایښې وه.

دا کتاب د بنګ مسافري چاپ شو، خو بیا د مطبوعاتو له خوا مصادره شوه او خپور نه شو. چې بیا د – –
جمهور رئیس داود خان له خوا د خپرېدو اجازه ورکړه شوه او کتاب خپور شو. دا کتاب څوارلس کاله
بندي و.

کله چې کتاب بند شو نو هغه برخه چې د مجلې په پای کې چاپېدله، ما هغه مجلې را ټولې کړې او ځان
ته مې ورڅخه په دې راز کتاب جوړ کړ چې هغه برخې مې له مجلو څخه وشلولې او بیا مې سره
وګڼدلې او کتاب مې ورڅخه جوړ کړ. دا مهال د ۱۳۳۷ کال اوایل ول.

معلمي

د ۱۳۳۷ کال تر جوزا پوري مې کار وکړ او بیا په پغمان کې د شرعیاتو د مدرسې معلم و ټاکل شوم. په
۱۳۴۲ ش کال د شرعیاتو مدرسه د بګرامیو ولسوالۍ ته راغله او دلته یې نوم بدل شو. دلته یې نوم د
ابوحنیفه مدرسه شو.

زه په پغمان کې د شرعیاتو د مدرسې ښوونکی و ټاکل شوم. په مدرسه کې معلمان هم لیلیه ول، کله به
بنګ « چې موږ معلمان د غرمې ډوډۍ ته را ټول شولو نو تر ډوډۍ وروسته او تر لمانځه د مخه به مو د
د کتاب یوه برخه ولوستله چې دا کتاب د معلمانو ډېر خوښ شو. کومه ورځ به چې کتاب » مسافري
لوستل له ما څخه هېر ول نو معلمانو به ویل چې هغه کتاب خو راواخله کنه! بیا به ما د کتاب یوه برخه
ولوستله.

په دې توګه دا کتاب تر پایه ولوستل شو او د ښوونکو خوښ شو. یوه استاذ چې مولوي ګل محمد نومېده
او یو روحاني سړی و علاقمند شو چې د کتاب مولف هم وګوري. یوه ورځ نور محمد ترکی پغمان ته
راغی او ما ورته وویل: دا مولوي صاحب غواړي چې تاسو وګوري، بیا نور محمدترکی له ما سره ولاړ
او هغه مولوي صاحب یې ولید. دواړو یو د بل په لیدو خوښي وکړه.

په ابو حنیفه مدرسه کې د ۱۳۴۴ ش کال تر سرطان پوري معلم وم او بیا د معارف وزارت کې د پکتیا
ولایت د زرمت ولسوالۍ د باتور ښوونځي معلم وټاکل شوم.

تر معلمۍ وروسته

د همدغه کال په اواخرو کې د افغانستان رادیو د داخله اخبار په مدیریت کې په کار لګیا شوم چې بیا هم
له دې ځایه د معارف د وزارت د عرفان مجلې د مدیریت د مرستیال په توګه ولاړم، هلته مې په کال پیل
وکړ او د ۱۳۵۰ ش کال پوري همدلته وم.

بیا د بست د کموالي له کبله د پښتو ټولنې د پښتو تدریساتو د لوی مدیر د مرستیال په توګه په دنده بوخت
شوم. دلته ما په څلورمه رتبه کې کار کاوه. بیا د سواد د زده کړې په ریاست کې راته د ادیتور په توګه
په درېیم بست کې دنده پیدا شوه چې د دغه بست معاش زر افغانۍ زیات و. زه همدلته د سواد د زده کړي
په ریاست کې وم چې د نور محمد ترکي دوره شوه او زه یې د اوقافو د ریاست د رئیس په توګه مقرر
کړم. څرنګه چې ځمکنیو اصلاحاتو د پروګرام په سبب د اوقافو د ریاست ځمکې بزګرو ته ورکول شوې
نو دا ریاست زما په وړاندیز په یو عمومي مدیریت بدل شو چې د حج او اماکن مقدسه و، مدیریت و.
زه د څه مودې له پاره بې کاره وم او بیا د قضا د عالي شورا د غړي په توګه په فوق رتبه بست کې و
ټاکل شوم. د ببرک کارمل په دوره کې د ۱۳۵۹ کال د جوزا له میاشتې څخه د ۱۳۶۰ کال د حمل تر
میاشتې بېکاره وم او بیا په کابل ولایت کې د اطفالو د اختصاصي محکمې د رئیس په توګه په دنده لګیا
شوم او یو کال وروسته بیا د سترې محکمې په مدني دیوان کې د غړي په توګه مقرر کړای شوم.
په ۱۳۶۶ ش کال تقاعد راکول شو او بیا مې د حج او اوقافو په وزارت کې د اسلامي تحقیقاتو په ریاست
کې د اجیر په توګه کار وکړ چې په دغه موده کې ما د حنفي فقهې یو کتاب چې تنویر الابصار نومېږي
په پښتو ژبه وژباړه. د دې کتاب د ژباړې په صله کې ما ته د ډاکټر نجیب دولت یوه فوق رتبه ترفیع
راکړه او ۱۰۵۰۰۰ افغانۍ یې نغدې راکړې او یو یې د ښه کار نښان راکړ. وروسته بیا زما تقاعد رفع
شو ، بېرته د دولت رسمي مامور شوم او د سر محقق د مرستیال علمي رتبه هم راکړه شوه، چې په پای
کې د برهان الدین رباني په حکومت کې د ۱۳۷۱ ش کال د میزان په میاشت کې تقاعد راکول شو.

زه د خپل ماموریبت په دوران کې د مشرانو له خوا ښه نازول شوی یم او له کومې ستونزې سره نه یم
مخامخ شوی د طالبانو د دولت په وروستیو وختونو کې زه دوه میاشتي بندي شوم او دا تور یې را باندي
لګولی و چې یو خو زه د نور محمد ترکي استاذ وم او بل دا چې زه یوه عیسوي شبکه رهبري کوم. په
دغه شبکه کې د اسلام او عیسویت مقایسوي درسونه کوم.

دا دواړه توره پر ما باندي ثابت نه شول او له دوه میاشتي بند وروسته زه خوشی شوم او په هغه ورځ
چې زه له بند څخه خوشی شوم د طالبانو دولت هم سقوط وکړ.

د طالباني دولت په بند کې زه ۲۴ شپې کوټه قلفي وم او پاتي پنځه شپې بیا له کوټه قلفي څخه ووتلم او په
عادي کوټه کې بندي وم چې له نورو بندیانو سره مي تماس درلود او یو څه ازادي راته راکړ شوې وه.

د ترکي استاذ:

کله چې زه د طالبانو په دولت کې په ناکړې ګناه ونیول شوم، نو بیا د صدارت په نظارت خانه کې
څلرویشت ورځې کوټه قلفي وم، یو ځل به د سبا له خوا را پسي یو چا دروازه پرانیستله او یو ځل د شپې
د ماښام له خوا چې یو کس به پخوانی و او یو بل کس به ور سره نوی کس و. هغه پخواني کس به دې
نوي کس ته وویل: هغه د نور محمد ترکي استاذ دغه دی. زه به هره ورځ دوه ځله د ترکي د استاذ په
توګه معرفي کېدم.

یوه ورځ یې زه د نظارت رئیس ته ور وستلم او هغه را څخه تحقیق پیل کړ، خو ما ورته ولیکل چې زه
بې ګناه تورن یم زه نه د ترکي استاذ تېر شوی یم او نه زه کومه عیسوي شبکه رهبري کوم او که دغه
شبکه چې چېرته وي او تاسو یې په ماپوري تړئ خو ما ته یې هم ځای را وښایاست چې زه هم په خپله
ګنا په مستدله توګه پوه شم. وروسته له تحقیق څخه زما مدعي ته وویل شول چې د ګناهګار خو ستا له
ادعا کړې ګناه څخه منکر دی، تاسو نور څه شواهد لرئ؟ هغه وویل: زه نور څه شواهد نه لرم. بیا نو
قضاء پر ما باندی د نیولو له نېټې څخه تر پایه پوري دوه میاشتې د تنفیذي قید حکم صادر کړ او چې دوه
میاشتې پوره شوې زه یې خوشی کړم چې په هغه ورځ زه خوشی کړای شوم د طالبانو دولت هم ختم شو.

الحاج مولوي زین الله منلی

11 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *