Categories

اعلان

Loading…

د استاد الفت له نظره سيدجمال الدين افغان

سید اصغرهاشمي –

میندې راوړي ډېر زامن ډېر اولادونه

یو یا دوه یې افلاطون او سکندر شي

د خلقت له کارخانې نه کله کله

په جهان پیدا یو بل شانې بشر شي

د منځپانګيز او محتوایيز جوړښت له مخې د استاد الفت شعري کلیات ډېرې په زړه پورې ستاینې لري، چې د سیدجماالدین افغان په ستاینې کې یې دوې تمهیدیه ډوله شعرونه ویلي دي.

د استاد الفت د ستاینو مهمه ځانګړنه دا ده، چې د ممدوح یادونه د تملق په ډول نه کوي او د هغه چا ستاینه کوي، چې په حقیقت کې د ستاینې وړ وي.

که چېرې د یو کس مدح او ستاینه د هغه د علم، پوهې، شاعرۍ، لیکوالي، ښو اخلاقو او خدمتونو په نظر کې نیولو سره وشي او هغه په ښه نوم یاد شي، دې ته ستاینه وایي.

پښتو ادب کې د ستاينې او مدحې تحريري او ليکل شوې لاس ته راغلې بېلګه په لرغونې دوره کې د ښکارندوی غوري ستاينه او مدحه ده.

دغه ستاينه د قصيدې په فورم کې ويل شوې ده او په پښتو ادبياتو کې لومړنۍ ستاينه او دويمه تحريري او ليکل شوې قصيده ده.

ښکارندوی غوري د سلطان غیاث الدين غوري او سلطان شهاب الدين غوري په ستاينه کې خپله قصيده ليکلې ده.

د یوې خبرې يادونه ضروري ده، چې د نړۍ په ادبياتو او پښتو ادبياتو کې له تحريري ادبياتونه د شفاهي او ولسي ادبياتو تاريخچه او شاليد پخوانی دی، د محتوا او منځپانګې له مخې که موږ هر ډول تحريري او ليکل شوي شعرونه لرو، له دې څخه دمخه د ولسي شعرونو ډېرې داسې بېلګې لرو، چې د امکان تر حده به يې تاريخ پخوانی وي.

پښتو ادب کې ډېرې ستاينې او مدحې د ټپو او لنډيو په شفاهي او ولسي ژانر کې شته، چې ډېر امکان لري، تر ښکارندوی غوري پخوا ويل شوي وي، خو د تحقيق او څېړنې د مېتودولوژي د اساساتو پر بنا بايد د څېړنې بحث له لاس ته راغلو هغو موادو ځينې پیل شي، چې ليکوال، د ليکلو وخت او لاس ته راغلې منظومه او منثوره بېلګه څرګنده وي.

د استاد الفت ستاينې دومره په زړه پورې دي، چې د هر ممدوح د ژوند ټول انځور په يوې لنډې ستاينې کې ځای کړې او د سړي زړه نه کېږي، چې د هره ستاينې څو انتخابي بيتونه راوړي، ځکه د ټولې ستاينې په راوړلو هغه ممدوح ډېر ښه پېژندل کېږي.

استاد د نابغه سيد جمال الدين افغان ډېره په زړه پورې ستاينه کړې ده، چې په کلياتو کې يې ساری نه ليدل کېږي او زما په پوهه په لرغونې او دويمې دورې کې د کس (شخص) په ستاينه کې یوله بې جوړې ستاينې ځینې دی، چې څو بیتونه یې دا دي:

بې حسابه څاڅکي توی په بحر و بر شي
له لکونو کروړونو يو ګوهر شي
رنګ په رنګ ګلان پيدا شي غرو رغو کې
په کې يو نيم د ليلی پېکي ته ورشي
مرغلرې ډېرې وځي له دريابه
ځينې ځينې ښکلو پېغلو ته زيور شي

د ستاينې په څو وروستيو بيتونو کې داسې وايي:

د خلقت له کارخانې نه کله کله
په جهان پيدا يو بل شانې بشر شي
چې رڼا يې په ملکونو کې خپرېږي
ټول عالم لره څرګنده لکه لمر شي
د کونړ د لوړو غرونو په لمن کې
نابغه فرزند پيدا د سيد صفدر شي
پښتنه مور هسې زوی واخلي په غېږ کې
چې د دهر او جهان نامي پسر شي
ډېر پوهان ورته سر ټيټ په شاګردۍ کړي
ډېر شاهان يې په تعظيم مخې ته ورشي
همېشه یې قدر کېږي په عالم کې
څوک چې لوی په علم و فضل او هنر شي
هسې نوم هسې نشان يې شي په برخه
چې لوی فخر د ملت او خپل ټبر شي

استاد ګل پاچا الفت چې د چا ستاينه کړې ده، د هغې په اړه يې پوره معلومات او مطالعه درلوده، دده پورته راغلې ستاينه په دې دلالت کوي، چې دې سيد جمال الدين افغان ډېر ښه پېژنده.

استاد ګل پاچا الفت د سيد جمال الدين افغان په باب يوه بله ستاينه هم لري، چې په کلياتو کې د (پښتون سيده) په نامه داسې راغلې ده:

پښتون سيده، د شرق نامداره
د دين او علم، د کور سرداره
تللی وې چېرې، د څه لپاره
د چا له غمه وې ناقراره
توره تياره وه، مړه اولسونه
راپاڅول تا، ويده قومونه
دنيا رڼا شوه، ستا له تنويره
جهان خبر دی، ستا له تاثيره
حق سر اوچت کړ، ستا له تقديره
ستا له تحریره، ستا له ضميره
وښورول تا، غافل فکرونه
څومره خواږه و، ستا بيانونه

استاد الفت په علم او ادب مين و او ډېرې ستاينې يې د هغو عالمانو، شاعرانو، ليکوالانو او پېژندل شوو او تلپاتې څېرو او اشخاصو په اړه دي، چې خپل ولس او نړۍ ته يې خدمتونه کړي دي.

د استاد الفت د ستاينو کاميابي په دې کې ده، چې د هر کس د ژوند په نظر کې نيولو سره دده يادونه يې کړې ده او لوستونکی او اورېدونکی دا فکر کوي، چې استاد ددې هر شخص په باب پوره معلومات درلود. رښتيا هم استاد الفت د ډېرې ښې مطالعې څښتن دی.

د استاد الفت ستاینې په پښتو ادب تاریخ کې بې جوړې او بې سارې ستاینې دي، دی د ځینو درباري شاعرانو په ډول ستاینې نه دې کړي، د دې ستاینې پرځای او پښتو ژبې کې د ستایلو وړ دي.

ماخذونه
  1. هاشمي،سیداصغر،پښتوژبې ادبي سرلاري، ګودرخپرندویه ټولنه، جلال اباد،۱۳۹۰ ل کال .
  2. حبیبي،پوهاندعبدالحی،دپښتوادبیاتوتاریخ،لومړی اودویم ټوک، دانش خپرندویه ټولنه، پېښور۱۳۸۴ ل کال .
  3. هاشمي،سیداصغر، د پښتو نظم تاریخ(لومړی او دویمه دوره)، مومند خپرندویه ټولنه، جلال اباد، ۱۳۹۳ ل کال.
  4. شهرت، ننګیال، د الفت مرغلرې، دانش خپرندویه ټولنه، پیښور، ۱۳۸۷ ل کال.

35 total views, 3 views today

1 comment

  1. احمدشاه-کندهار Reply

    الفت صاحب د سید جمال الدین په اړه په یوه لیکنه چي (سید څوک وو؟) نومېږي او د کابل مجلې په ۱۳۲۳ کال کي خپره سوې وه، یو ځای لیکلي دي:
    هغه وخت چي انسانان په ملکونو او هیوادونه نه مړېده او د عدل ، انصاف، مساوات او حریت نوم هم د زمانې له قاموس نه لوېدلی وو، ده ویل چي باید ټول عالم لکه د یوې مور زامن د ورورۍ ژوند وکړي، ټول په یوه رسۍ منګولي ولګوي او د یوه مقصد رشته په لاس کي ونیسي…. د سید تعلیمونه شفاهي او د ټول عالم د پاره شفا وه، د ده په اشاراتو کي ډېر اسرار حکم پراته وه، چي د لیدونکو ذهنیت او نفسیت به یې منقلب کاوه. هغه څه چي ده ویلي ښایي چي اوس یې نور هم ووایي، مګر هغه تاثیر او انتباه به نه لري….»
    د دوی په ژبو کي د مثبتو تحولونو د راوستلو تاثیر پروت وو، چي متاسفانه نه دی پالل سوی. و هغو آرزوګانو ته د رسېدو په هیله.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *