Categories

اعلان

Loading…

د خپل ځان محاسبه وکړئ/ استاد انجینر نورالله خان احمدزی

هر انسان ته پکار دې چې د خپلو اعمالو محاسبه وکړي او دا سوچ وکړي چې ما په تیر وخت کې څه کړي او د راتلونکي لپاره څه پلان او نیت لري، که موږ مسلمانان دا کار وکړو نو زموږ په ژوند کې به ډیر ژور بدلونونه راشي او دا به زموږ د دنیا او آخرت په ګټه وي. که د نړۍ قومونه ځان لپاره پلان جوړوي او د منجمنټ د اصولو مطابق ژوند کول او غواړي هغه ژوند ته د بریالیتوب عمل وایي، خو موږ او تاسو ته دا کړنلارې او ښودنه د الله تعالی په کلام او د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په احادیثو کې لا ډیر پخوا بیان شویدي. هر انسان ته پکار دي چې هره ورځ او هره شپه د خپل ځان، اولاد، وروڼو او د کور  په هکله فکر وکړي چې نن ورځ یا نن شپه موږ یا زموږ کورنۍ کوم کارونه مثبت یا ښه کړي او کوم کارونه یې د شریعت خلاف ترسره کړیدي دارنګه موږ باید  خپلو ګاونډیانو او خپل خپلوانو او ملګرو په اړه هم داسې نیت او عمل ولرو دا  ځکه که موږ پخپله ښه کار کوو خو زموږ خپلوان، ګاونډیان او نور ملګري په بله لار روان دي، نو طبیعي ده چې د هغوی بد او ناوړه اعمال او کړنلارې به پر موږ هم منفي تاثیر کوي.

حَمْزَةُ بْنُ عَبْدِ اللهِ بْنِ عُمَرَ أَنَّهُ سَمِعَ ابْنَ عُمَرَ ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا يَقُولُ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم : إِذَا أَنْزَلَ اللَّهُ بِقَوْمٍ عَذَابًا أَصَابَ الْعَذَابُ مَنْ كَانَ فِيهِمْ ثُمَّ بُعِثُوا عَلَى أَعْمَالِهِمْ.[صحیح البخاری 7108]

ژباړه: حمزه بن عبدالله بن عمر فرمایی: ما د ابن عمر(رض) څخه واوریدل چې رسول اکرم (ص) وفرمایل: کله چې الله پاک پر یوقوم باندې عذاب نازل کړي، نو ټول پرې ونیسي، وروسته بیا دوی پر خپلو اعمالوباندې را حشر کیږي.

تشریح: یعنې کله چې دالله پاک عذاب راشي، نو ګناهګار  اوبې ګناه  دواړه  پرې اخته کیږي، خوکله  یې چې الله تعالی بیا په قیامت کې را حشرکړي، نو د هر یوه سره  د هغه د اعمالو موافق محاسبه کوي، یعنې که یې ښه کارونه کړي ول  او الله تعالی  یې د ځانه څخه خوشحاله کړی وو، نو الله ور ته عفو او جنت په برخه کوي، اوکه یې بدکارونه کړي ول او الله تعالی یې ځانته په قهرکړی وو، نو الله تعالی  ور ته عذاب او جهنم ورکوي.

اوس ستاسو پام دغو لاندې اړینو ټکو ته را اړوم تر څو موږ پرې عمل وکړو او دا اصلاح کړو.

اذان: په اسلامی شعارونو کې یو د فضیلت له اعمالو څخه دی ـ د اذان کولو په شوق کې موږ د هغه له احکامو او آدابو څخه ډېر  وروسته پاتې یو حتی چې د دغه ستر او عظیم الشان عمل لپاره د ږیرې پرېښودل هم اړین نه ګڼل ګڼل کیږي ــ خو د سنت مطابق د یوه موټي یا قبضې په اندازه ږیره لرل د هر مسلمان لپاره واجب دي همدارنګه د یوه عالم څخه د اذان کلمې نه تصحیح کول هم یو لازمي امر نه ګڼل کیږي ــ په دغو کارونو کې د غفلت ګناه د مسجد په کمیټې   (شورا) باندې هم ده او په دې کې ډېره پاملرنه ضروري ده ــ

د مسجد خادمان: شریعت کې د امامت ډېر قدر او لویه مرتبه ده ــ اوسني وخت کې د مساجدو د امامانو او خادمانو چې کوم حالت ده له موږ ټولو پټ نده ــ آیا کله مو هم دا سوچ کړئ چې د امام تنخا دومره کمه ده چې هغه په ټولنه کې د منځنۍ درجې ژوند تېر کړي او په عزت سره د خپل کور  نظام وچلوي؟  لکه دنیوي زده کړې لپاره ماشومان  ښوونځیو او کالجونو ته لیږل کیږي ــ همداسې ماشومان باید دیني مدرسو ته واستول شي ترڅو دیني علوم زده کړي ــ  که خپلو ماشومانو ته کور کې زده کړه ورکوو او که بهر یې استوو خو کومه تنخا چې موږ د انګریزي ژبې ښوونکي ته ورکوو آیا دقرآن کریم په زده کړه مو ورته انډول ساتلي او آیا دیني ښوونکي ته مو پوره حق ورکړی؟ ددې پایله دا  جوړیږي چې د قرآن کریم قدر او عزت د خلکو په منځ کې کمیږي او لکه د نورو مضامینو ورته کتل کیږي چې آخر هم دغه کس په ډول ډول سوچونو کې اخته کیږي او د قرآن عزت او منزلت یې په زړه او دماغ کې نه پاتې کیږي  ــ تاسو باور وکړئ! کچیرې د قرآن کریم په یوه توري باندې چې کومه نیکي ملاویږي که موږ ته پرې مطلوب اعتقاد په برخه شو نو د قرآن کریم د معلم او د مساجدو آئمه او خادمانو ته چې لږ تر لږ د هغوی هغه جائز حقوق خو ورکړو تر څو زموږ د بچیانو په ذهنو کې دین، قرآن، لمونځ او نورو امورو ځای پیدا شي او بلخوا زموږ  دنیا او آخرت هم روښانه شي.

221 total views, 2 views today

3 comments

  1. Dr.HamidUllah Zrrlver Sapi Reply

    سلامونه،
    ورور انجنیر صاحب نورالله خان احمدزی ،السلام علیکم و رحمت اله و برکاته،ستا د لیکنې عنوان او سریزه ډیره ښه وه، خو وروسته دې دخپل ځان محاسبه کې د ملا جان او خادم (حرمین شریفین!!) د تنخواګانو او د آذان مسایل راوستي ؟؟ زه په دې اړیکو پوه نه شوءم. زما په نظر ،ستا د عنوان په تآیید ، لومړی باید همدوی علماء د خپلو ځانو سره مهاسبه وکړي له مسجد الحرام نه نیولې تر زمونږ قاضی القضاتانو، حضرتانو،پیرانو،مولانا ګانو، مولویانو، ملایانو، چړیانو، طالبانو،ا.د.ن. چې آیا دهرې ورځې کړنې او ویناوې د دوی د اسلام ،انسانیت، افغانیت او پښتونولئ د امر او نهی سره څومره اړخ لګوي؟. آیا هغه معاشونه چې د دې غریب ولس او دولت له جیبونو ېې اخلي دا ېې حلال کړي، که نه لا نور هم پسې غواړي؟؟. آیا دا وروستنیو کالونو کې چې په دنیا کې دومره بې ګناه وینې توېېږي خصوصن افغانانو کې ، دوی کله هم د والصلح خیر، او یا دخیر في سبیل الله ږغ پورته کړی؟ . بهتره به دا وي چې اول مشران ،بیا دا نور وګړي له بیځایه خواهشات نفساني څخه د امت مسلمه په خیر تیر شي. آغه د ډ. صاب نثار صمد خبره” ڼن د عمل ورځ ده بې حسابه، خو سبا به د حساب ورځ وي بې له عمله” . الله دې ټولو ته د خیر ښېګڼې توفیق ورکړي. آمیییین.

  2. محمدعبدالرحیم حکیم Reply

    قدرمنه لیکنه له یو پاک احساس نه شروع شوی ده دقدر اوقیمت انداز لری چی لو لوستل شی مونږ به دعمر رضی الله عنهما دغه قول باندی اکتفا وکړو چی وایی وَيُرْوَى عنْ عُمَرَ بنِ الْخَطَّابِ قَالَ: حَاسِبُوا أَنْفُسَكُمْ قَبْلَ أَنْ تُحَاسَبُوا وَتَأهبوا لِلْعَرْضِ الأَكْبَرِ وَإِنَّمَا يَخِفُّ الْحَسَابُ يَوْمَ القِيَامَةِ عَلَى مَنْ حَاسَبَ نَفْسَهُ في الدُّنْيَا . (ابن كثير وغيره)
    له عمر بن الخطاب رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دی چي هغه ْوفرم ايل : له خپلو ځانونو سره په دنياكي حساب ْوكړئ مخكي له دې چي له تاسوسره په اّخرت كي حساب ْوكړل شي ، او تياري ْوكړي د الله تعالى حضورته دلوئي وړاندي کېدلو لپاره او په ريښتيا چي د قيامت په ورځ به حساب د هغه چا لپاره سپك اواسانه وي چاچي په دنيا كي له ځان سره حساب كړی وي .

  3. محمدعبدالرحیم حکیم Reply

    زما په اند که چیری دغه ایت دلته دتطبیق ته وړاندی شی کیدای شی چی دټولنی لپاره سالم سمون او سالم بدلون عملی شی اوټولنه له ټولو مشکلاتو خلاصه شی ان شاءالله فَلَوْلَا كَانَتْ قَرْيَةٌ آمَنَتْ فَنَفَعَهَا إِيمَانُهَا إِلَّا قَوْمَ يُونُسَ لَمَّا آمَنُوا كَشَفْنَا عَنْهُمْ عَذَابَ الْخِزْيِ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَمَتَّعْنَاهُمْ إِلَى حِينٍ (سورة يونس الاية ٩٨)
    ژباړه : نو ولي داسي نه وي چي ديوه کلي خلګ دي ايمان راوړي بيا دي ګټه ورته ورسوي . مګر ديونس علیه السلام قوم چي ايمان راوړى موږ ددوى څخه عذاب ليري کړى چي سپکونکى وو ددنيا په ژوند کي او ژوند مو ورکړ دوى ته تر يووخت پوري.
    يونس علیه السلام د ماهي په نس کي
    يونس علیه السلام چي کله دخپل قوم څخه روان سو په سفر يې پيل وکړى ترداسي بريده چي ددرياب يوې څنډي ته ورسېدى په درياب کي يوه کښتۍ وه خلګ پکښي سپاره وه ده دخلګو څخه وغوښتل چى دى هم په کښتۍ کي سپور کړي خلګو دى يو نېک سړى وباله په کښتۍ کي يې سپور کړى کښتۍ چي حرکت وکړى او ددرياب منځته ورسېده کښتۍ طوفاني سوه او دهلاکېدو بېره يې سوه خلګو وويل : زموږ سره په کښتۍ يو ګنهګاره کس سته راسي قرعه کشي وکړو دهر چا نوم چي راوختى هغه به درياب ته واچوو خلګو چي قرعه کشي وکړه ديونس علیه السلام نوم راوختى خلګو دده څخه دحال پوښتنه وکړه ده پوره قصه ورته وکړه ، خلګ حيران پاته سوه چي دا خو نېک او صالح انسان دئ څنګه دده نوم راوختى بيا يې زړه باندي وسواځي او ددې څخه تېر سوه چى دى درياب ته واچوي . ده اشاره ورته وکړه چي ما درياب ته واچوى ددې لپاره چي دالله جل جلاله قهر ارام سي ګوندي پر ما ورحميږي خلګو هم دى درياب ته واچوى کله چي درياب ته ولوېدى يو لوى ماهى راغلى دى يې تېر کړى . الله جل جلاله ماهي ته امر وکړى چي دده دغوښو څخه استفاده ونه کړي او نه دده هډوکو ته کوم تاوان ورسوي. يونس علیه السلام ماهي دځان سره په نس کي ددرياب بيخ ته بوتى په تورو تياريکيو کي وو ، ژوندى دالله جل جلاله تسبيح يې ويلي الله جل جلاله يې بيان داسي کوي :

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *