Categories

اعلان

Loading…

د چارلز ډیکنز د شهکارناول تلخیص/ ډکټر عیسی ستانکزی

 ډیویډ کاپرفیلډ

د بریټانیا نوموتی لیکوال چارلز ډیکنز په ۱۸۱۲ میلادي کال کې په یوې بې وزلې کورنۍ کې وزیږید ، ځکه خو ېې ماشومتوب په کړاو او رنځ کې تیر شو، د دغو ناخوالو اغیز د هغه په اثارو کې له ورایه څرګندیږي… نوموړي په ځوانۍ کې خبریالۍ ته مخه کړه خو خپل لومړنی اثر ېې په ۱۸۳۲ کال کې خپور کړ.

یو کال وروسته ېې د امریکا د ادب مینوال د ټولنې په بلنه دغه هیواد ته سفر وکړ…

ډیکنز خواري کښ او پر ملي ارښتونو ولاړ لیکوال ؤ. هغه به د خپلو اثارو اتلان او کرکټرونه ډیری له بې وزلې پرګنې غوره کول او د هغوي د رواني حالت په سپړلو او تشریح کې ډیر تکړه او حساس ؤ.

د چارلز ډیکنز په اثارو کې د ایلیور ټویسټ، سترې هیلې، زنګونه ، د دو ښارونو کیسې، او ډیویډ کاپر فیلیډ یادولی شو.

کله چې د ډیکنز نوم یادیږي په ذهنونو کې د ډیو کاپرفلیډ کتاب هم مطرح کیږي بې له شکه دغه اثر د بریټانیا کم ساری شاهکار بللی شو.

کره کتوونکي ځکه دغه اثر د ډیکنز شهکار بولي چې ترهر څه وړاندې په خپله لیکوال هغه ډیر خوښوي او دویمه خبره دا ده چې د کتاب ډیره برخه د لیکوال ماشومتوب او ځواني انځوروي، په بله وینا ډیویډ کاپر فلیډ په خپله ډیکنز دی چې له خواریو او بدمرغیو وروسته باالاخره بریالیتوب لوړو پوړیو ته رسیږي او د شهرت په څلي پښه ږدي.

انګریز لیکوال دغه کتاب په ۱۸۴۹ کال کې ولیکه او په ۱۸۵۰ کې خپور شو.

کرکټرونه او اتلان ېې د ولس له منځه انتخاب شوي دي او د هغه د اصلي کرکټر په شان په زړه پورې او عجیبه برخلیک لري په داسې حال کې چې ډیری ېې له کلونو وروسته تر اوسه پورې په دغسې کیسو او اثارو کې د کرکټرونو نمونې دي .

کاپر فیلډ په ځلونو د ډرامې په بڼه د نړۍ په بیلابیلو تیاترونو کې نندارې ته وړاندې شوی دی او څو فلمونه ترې جوړ شوي دي .

چارلز ډیکنز په اته پنځوس کلنۍ کې په ۱۸۷۰ کال کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

ډیویډ کاپر فیلډ…

تندخویه او له کاوړه ډکه ترور مې د مور پر بستر ولاړه وه، مور مې د لنګون له درده زګیروي کول خو ترور به له ځان سره ګورمیده، مور له ډیر درده کریغه کړه خو ترور په خپ غږ وپوښتله :

دا راته ووایه چې د لور نوم به دې څه ږدې؟

مور چې له ډیر درده تکه شنه اوښتې وه ترخه موسکا وکړه او وېې ویل :

زه څه خبره یم چې هلک دی که نجلۍ… البته که نجلي وي …

ترور ېې خبره په خوله کې ور وچه کړه او وېې ویل …

زه پوهیږم چې نجلۍ ده … او غواړم زما نوم پرې کیږدې…پوهیږې دا به « بتسي تروډ ووډ کاپر فیلیډ» وي زه چمتو یم چې دایه ېې شم او د هغې پالنه به هم وکړم… نور وانه ورم چې ستا ماشوم ….

خو چې کله طبیب وویل چې ماشوم هلک دی ، ترور په کاوړ خپله چترۍ ورواخیستله او ډاکټر ېې پرې پر سر وواهه او له دې پرته چې څه ووايي په خپله لاره ولاړه او له دې شیبې وروسته هیچا هم ونه لیده.

اوس چې د د تیرو وختونو په هکله د خاطرو کتابچه ګورم پوهیږم چې د ژوند په لومړیو کلونو کې مو د بې پلارۍ له امله څومره ناخوالې ګاللي دي… کله چې زه وزیږیدم مور مې ځوانه وه ، ښکلی اندام او څیره ېې درلوده، خو ناروغه او کمزورې وه، زما د پاللو زیار د داېې «پګوتي »په غاړه ؤ… زه پرې ډیر ګران وم… زه ډیره مودبه او خوږ وم دې تل غوښتل چې په غیږکې مې ونیسي خو له دې چې ډیره چاغه وه په سختۍ به غیږ راکولی شواي.

یوه ورځ په یکشنبه د انګړ زنګ وګړنګید زه او دایڼه په خوشالۍ سره د دروازې په لور روان شو، د دروازې په پرانستو سره مې یو سړی د مور په خوا کې ولید چې تور ویښتان او ګڼ بریتونه ېې ؤ… مور زه ورته وروپیژندلم خو کله چې نا پیژدان کس لاس را اوږد کړ چې روغبړ وکړي ، نه پوهیږم ولې زما کرکه ترې وشوه…. د ښي لاس په ځاي مې کیڼ لاس ور اوږد کړ او له جبره او په نه زړه مې لاس ورکړ… نا پیژاند کس له ورایه زما په خپګان پوه شو او وروځې ېې پورته کش کړې…

د ښاغلي«مور داسټون» یا د همغه نوي اشنا اړیکې له مور سره ورځ تربلې ژورې او ښې کیدلې تر دې حده سره نیژدې شول چې ما هم د خپلې کورنۍ د یو غړي په سترګه ورته کتل.

د څو ورځو په مخه رخصتۍ وې او زه ېې په « برموت » کې د خپلې دایڼې کور ته واستولم… چې کله بیرته کورته ستون شم هر څه بدل شوي وو. په همدې ورځ پګوتي خبر کړم چې پلار مې پیدا کړی او دغه پلار ښاغلی «مورډا سټون» ؤ، له دې وروسته باید هغه ته درناوی وکړم او د کور د واکمن په سترګه ورته وګورم.

خپله حیراني او عصبانیت نه شم بیانولی… له اوښکو په ډکو سترګو او رنګ الوتې څیرې مې چیغه کړه :

نه غواړم دغه سړی وګورم …

بیا په ژړا د خپلې کوټې په لور وځغاستم… ما د مور کمزوری نفس ښه درک کولی شواي او پوهیدم چې دغه سړی په هره پریکړه کې زما مور له ځان سره غږمله کولی شي.

له همغې ورځې زه او ناسکه پلار چاړه او غوښه شو… د ژوند په ټولو چارو او حتي زما په زده کړه کې ېې مداخله کوله… یوه شپه چې د ناسم طبیعت له امله مې درس ښه نه ؤ ویلی په متروکه ووهل شوم ، په خپله ېې زما سر په دواړو لاسونو کلک نیولی ؤ او مزدور ته ېې وویل چې په متروکه مې ووهي، له درد او سوي به پر ځان راتاو شوم له ډیر درده مې د هغه لاس سخت په غاښ کړ، نو له کاوړه ېې پر متروکو سر بیره امر وکړ چې څو ورځې مې په یوې تیارې کوټې بندي کړي…له دې سمدستي وروسته ېې د کالیو بکس په لاس کې راکړ او په څیرمه ښار کې ېې ځانګړي ښونځي ته واستولم.

هلته په لومړۍ ورخ د ناسکه پلار په سپارښته د ښونځي مدیر په غاړه کې په یوې ځوړندې لوحې راته ولیکل « ترې ځان ساتئ … دغه هلک غاښ لګوي».

د هغه درد او کړاو اندازه نه شم لګولی چې د ټولګیوالو د ملنډو او سپکاوي له امله مې زغملی وو، ځینو سپی بللم، او ځینو به د دې لپاره چې د چا پښه ونه داړم یوه ګوله ډوډۍ رواچوله… ټولو راپورې خندل او نه رانیژدې کیدل.

د ښونځي مدیر ډیر ظالم او توند سړی ؤ، د رحم او عاطفې په نوم ېې هیڅ نه پيژندل تر خپله وسه ېې ځورولم، په دې نوم چې تربیه کوي مې له دې پرته چې زما روحېې ته پام وکړي د پلندر ټول امرونه ېې ټکي په ټکي پلي کول…

ښوونځي ته له ورتګه مې لا څه موده نه وه تیره شوې چې مور مې وفات شوه ، مجبوره شوم کورته ستون شوم او بیرته ښوونځي ته ورنه غلم.

کور د وحشت او ترهې په مرکز بدل شوی ؤ نو ما به ډیر وخت له کوره بهر د پګوتي له کورنۍ سره تیراوه ، هلته یو ماشومه وه چې «امیلي» ېې بلله او دایڼې راته ویلي ؤ چې پلار ېې کلونه وړاندې په سمندر کې ډوب شوی ؤ. دې کوچنۍ او مهربانې نجلۍ په خپلو معصومو شنو سترګو ډیر ژر زما زړهّ ته لار وموندله. ما به کتل چې د بګوتي له پلار پرته چې مهربانه او زړه خوږی انسان ؤ بل هیچا هم هغې ته پام نه کاوه او هغه هم زما په شان بې کسه وه… له دې امله به مې سختې شپې ورځې له هغې سره په چمنونو او د ونو په منځ کې په ګرځیدا سره تیرولې او لوبې به مو سره کولې… کله نا کله به مو په مرغانو او پتنګانو پسې منډې وهلې او د زړهّ له تله به مو سره خندل…

«پګوتي » له یوه ګاډیوان سره چې «باکیز » نومیده واده وکړ او په خپله مخه لاړه خو په همغې لومړۍ ورځ ېې ډاډ راکړ چې د جونګړې دروازه به ېې تل زما پر مخ پرانیستې وي او کله چې مې زړه په کور کې په تنګ شې هغې ته ورتللی شم…

موده وروسته پلندر لندن ته واستولم چې هلته د هغه په فابریکه کې کار وکړم. د تګ په ورځ مې ورته ډیرې زارۍ وکړې او لمن مې ېې ونیوله چې د سخت کار په ځاي دې ما ښوونځي ته واستوي خو ګټه ېې ونه کړه …

زه په یوې اشرافي کورنۍ کې زیږیدلی وم خو اوس مجبوره وم چې په ورځ کې یو وخت ډوډۍ ونه خورم او یا په نیم نس وچه ډوډۍ وخورم تر څو بل وخت نسبتاً سمه ډوډۍ وخوړلی شم.

شپې به مې د« میکابر» په نامه د یو کس په نمجنه کوټه کې تیرولې، هغهّ سور مخ او ګنجی سر درلود خیرنې او زړې جامې به ېې اغوستې… خو تل به ېې د اشرفانو په شان سپين اهاړ شوې غاړه تر ستوني تاو وه ، سلینډرشپو خولۍ به ېې په سر ، لکړه به ېې په لاس وه او په ستوني کې به غږیده ،میرمن ېې هم په زړو جامو کې ترې کم سارې نه وه ، زیړه څیره او خوار وجود ېې متحرک مړي ته ورته وه له دې سره سره ېې یوه شیبه هم خپل ماشوم له غیږې نه لیرې کاوه. له دې سره سره چې «میکابر» د لندن په وروسته پاتې سمیې کې اوسیده او ډیر خوار او بې وزله ؤ خو تل ېې دعوا کوله چې یوه ورځ به شتمن او د ښه نوم او نشان خاوند شي… د ده کنډوالې ماڼۍ ته یوازې پوروړي راتلل چې له سهاره تر ماښامه به ېې د خپلو پورونو د تر لاسه کولو لپاره نارې سورې وهلې …

مفلسي او سخت ژوند نور راته د زغملو نه ؤ… یوه ورځ مې د خپل ناسکه پلار منحوسه فابریکه پريښوده او د لندن په زړه تنګي او خپ ښار کې لالهانده شوم… یوه شپه چې له سړو مې هډوکې سوزیدل او له لوږې مړ کیدم   ترور راپه زړهّ شوه او پریکړه مې وکړه چې هرډول وي باید هغه پیدا کړم او مرسته ترې وغواړم…له پنځه ورځني مزل او  د لوږې او ستړیا له ګاللو وروسته د « ډوور» په سیمه کې د هغې کلي ته ورسیدم، له ډیر لټون وروسته مې په یوې کروندې کې د هغې جونګړه پيدا کړه… د میرمن « تراټ ووډ» پوښتنه مې وکړه… لومړی یوې پیغلې سر تر پایه معاینه کړم او بیا دننه کور ته ننوته… وروسته مې عمه چې تیره چاړه ورسره وه له کړکۍ سر بهر راویست او چیغه ېې کړه :

ای لوچکه ورک شه دلته د سړیو لپاره ځاي نه شته …

ما له له اوږده مزله او د کړاونو له زغملو وروسته د ترور د مینې او مهربانۍ تمه درولوده خو لار رانه ورکه شوه او څو شیبې هک پک پاتې شوم، نه پوهیدم څه ځواب ورکړم باالاخره مې سل زړونه یو کړ او ومې ویل :

ترور جانې اجازه راکړه ځان در وپيژنم… زه …

چیغه ېې نوره هم اسمان ته پورته شوه :

وایم ورک شه ګنې په دې چاړه به دې …

ما ورغبرګه کړه : عمه جانې اجازه راکړه زه ستا وراره ، ډیویډ کاپر فیلډ یم…

زما په دې خبرې ېې چیغه کړه او چاړه ترې ولویده …

یوه شیبه ېې راته حیران حیران وکتل… بیا بهر راووتله او د دروازه په خوا کې ودریدله، شیبه ېې راته وکتل او بیا ېې له لاسه ونیولم او کور ته ېې دننه کړم… تر دې وړاندې چې له ما سره خبرې وکړي د المارۍ دروازه ېې پرانستله او او دوه بوتله ېې ترې رواخیستل او یو ېې په زوره زما په خولې کې تش کړ… باوري یم چې ترور له بیړې غلط بوتلونه راخیستي وو… یو ېې د سرو بانجانو کیچ اپ او بل ېې د کبانو تیل وو چې زړهّ ېې رابد کړ بیا ېې د یوه زنګ پړۍ را کاږه او یوې ښکلې نجلۍ ته چې مزدوره ېې ښکاریده وویل:

ښاغلي« ډیک » ته خبر ورکړه چې غواړم ژر تر ژره ورسره وګورم… بیا ېې له لاسه ونیولم او د هغه د کوټې په لور ېې رهي کړم…

یو بوډا په قهروړي اندا په کرسۍ ناست ؤ او څه شی ېې لیکل ،سړي چې وروسته پوه شوم ترور له مرستون څخه راوستی ؤ چې د هغې ساتونکی وي او مجلس ورسره وکړي خپل سره ورو را پورته کړ او ما ته ېې وکتل، ترور ورته وویل :

ښاغلی ډیګ خپل وراره ډیویډ کاپر فیلډ در پيژنم!… په دې حالت کې زما پوښتنې ته راغلی دی اوس ته راته ووایه چې زه څه ورسره وکړم ؟

ښاغلي «دیک» له څو شیبو فکر کولو ورسته وویل :

هغه حمام ته واستوه چې پاک شوی نه وي څه نه شم ویلی !

ترور د نوکرې په لور روانه شوه او نارې ېې کړې :

جنیت… ژر کوه حمام ګرم کړه…

له همغې شیبې له ښاغلي ډیګ سره ملګری شوم، علت ېې دا ؤ چې خپل ډیر وخت به ېې د کاغذ پران په جوړولو تیراوه او ما به ورسره مرسته کوله چې په هوا ېې کړو، هغه به تل خپلې خاطرې لیکلې چې هیڅکله پاي ته نه رسیدې ځکه چې پریکړه ېې نه شواي کولی چې څه ولیکي او بله دا چې هیچا ېې لوستلو ته ګروهنه نه درلوده.

کله چې دلته راغلم ترور مې ناسکه پلار ته لیک واستاوه او ورته ېې ولیکل چې زه له دې سره یم، دوه ورځې وروسته مې ناسکه پلار له خپلې توندګۍ خور سره راغلل.

په سر کې وارخطا شوم چې ښايي ترور ما وروسپاري خو له نیکه مرغه په خپلو کې ېې نورې ډیرې شخړې وي تر دې حده چې کنځلو ته سره ورسیدل.

ښاغلی« مورډاسټون »مجبوره شو په کاوړ له خپلې خور سره بیرته ستون شي. کله چې هغوي لا ړل او زه یوازې شوم، ترور اجازه راکړه چې د هغې کورنی نوم پر ځان کیږدم او له هغه وروسته د تل لپاره ورسره ژوند وکړم.

ترور د زده کړو د بشپړولو لپاره په « کانټر بوري » ښار کې د ډاکټر «سټرانګ» ښونځي ته واستولم، ښوونځي لیله نه درلوده نو د ترور وکیل ښاغلي «ویک فیلډ» په خپل کور کې ځاي راکړ او له همدې ځایه د هغه له لور «اینزهِ» سره بلد شوم ، اینزه ښکلی ، مینه ناکه او پاک زړې نجلۍ وه او له هغه وروسته چې ېې مور وفات شوې وه د خپل پلار پالنه ېې کوله. په همدې چاپریال چې د « اوریا هیپ» په نامه له یوه ځوان شره د اشنايی مقدمه برابره شوه…

اوریا بدرنګه او عجیب سړی ؤ، سترګې ېې مړاوې او باڼه ېې نه درلودل، د ویښتانو رنګ ېې سور او اوږده او ډنګره ونه ېې وه ډینګ او اوږد سړی ؤ، وروځې ېې نه درلودې او کله چې ما په لومړي ځل ولید حیران پاتې وم چې څنګه به ویدیږي!

په غالب ګمان به د شپې تر ناوخته ویښ ؤ او کتابونه به ېې لوستل، د اشنايۍ له لومړۍ ورځې مې ترې کرکه وشوه… راته ویل ېې غواړي په حقوقو کې زده کړې وکړي او بیا له ښاغلي «ویک فیلډ» سره شریک شي او وروسته به ېې له لور سره واده کوي، په کومه ورځ ېې چې دغه خبره راته وکړه خلق مې دومره په تنګ شو چې بې اختیاره مې په مخ سخت سوک ورکړ، زما له ګوزار سره له چوکۍ ښکته ولوید… په تمه وم چې راپورته به شي او راسره ښکیل به شو خو له پاڅیدا سره سم ېې په ملا وډبولم او وېې ویل :

که څه هم له ما سره دې دغه زیاتی وکړ خو پر ما ګران ېې او زه دې بخښم…

د دغه کال د اوړي په اوږدو ورځو کې ترور اجازه راکړه چې د ښونځي له چاپریاله لږ بهر شم او ښار ته په چکر لاړ شم…هلته تصادفاً د « سټیر فورټ» په نامه یو کس ولید، چې ښه چورت مې وواهه راپه زړه شول چې د « سالم» په ښار کې په لومړني ښونځي کې زما ټولیګوال ؤ… دا هغه څوک ؤ چې کله به نورو هلکانو سپی بللم د ده به زړه بد شو او مهرباني ېې را سره کوله، ملګري مې د خپل ځان او کورنۍ د مقام او منزلت په هکله ډیرې خبرې وکړې او خپل لوکس کور ېې چې د مور جایداد ېې ؤ هم ټول راوښود…

دوه درې ورځې وروسته زما د دایڼې «پګوتي» خبره یاده شوه او په خبرو خبرو کې مې د هغې د کتلو لیوالتیا وښوده… کله چې مې خپل ملګري ته کیسه وکړه چې د دایڼې په کلي، او د هغوي په کورنۍ کې د امیلي په نوم یوه نجلۍ وه چې د ماشومتوب پاکه مینه مې ورسره کړې وه ،« سټیر فورډ » دلچسپي پيدا کړه چې راسره سفر وکړي…

دواړه په ډیره مینه د منزل په لور روان شو… چې د بګوټي کور ته ورسیدو ومو لیدل چې میړه ېې «بارکیز » ناروغه دی… کله چې ېې زه ولیدم ډیر ېې ونازولم خپلې میرمنې ته ېې وویل چې ښه خواړه راته برابر کړي… کله چې ټول له کوټې بهر شول زه ېې یو کونج ته کړم او له کټه په ډیرې خوارۍ را کوز شو ،ځان ېې په خواریو د کوټې بل کونج ته ورساوه او له ېوې صندقچې ېې نیم لیره ېې سکه را واخیستله او زما په لاسونو کې ېې کیښودله…. وېې ویل :

ته ښه هلک ېې دغه سکه زما له لوري تا ته ډالۍ ده او هر هغه څه دې چې زړه غواړي پرې واېې خله …

په بله ورځ  چې د پګوټي دوي په یوې بیړۍ کې په چکر وتلي وو ناببره مې امیلي ولیده… د امیلي ښکلا ته ګوته په غاښ شوم ، هغه نوره هم ښکلې شوې وه، ښکلې او ګل اندامه چې د سړي سترګې ترې نه اوښتلې… کتل مې چې د «سټیر فورډ» طبیعت هم بدل شوی دی او په ډیرې مینې زما پخوانۍ ملګرې امیلي ته ګوري… همغلته مې واوریدل چې دې ښکلې نجلۍ د بګوتي له یوه کارکوونکي سره چې « هام» نومیده کوزده کړې … د دې خبرې په اوریدو سره سخت خوابدی شوم… خو زما ملګري دې مسلې ته هیڅ توجه ونه کړه او په ټوکو او مسخرو سره ېې د هغې ساعت ورتیرکړ…

په پيل کې زما نیت دا ؤ چې له دوو درې ورځو زیاتې تیرې نه کړو خو سټیر فورډ مخالفت کاوه او ویل ېې:

څه بیړه دې ده چې له دې ځایه لاړ شو… دا ښه کار نه دی چې د سمندر د غاړې له دغو ښکلو منظرو او د دې کورنۍ له دې مهربانۍ همداسې تیر شو او په بیړه له دې ځایه راون شو…

ما هم د هغه وړاندیز ومانه او پاتې شوم… له دې سره سره مې احساس کاوه چې له امیلي سره د سټیر فورډ نیژدې اړیکې « هام» او د کور نور کارګران ځوروي… نو مجبوره شوم په پنځلسمه ورځ بیرته ښار ته ستون شم… د ستنیدا په وخت سټیر فورډ څو ځله زما لاس ټینګ کړ او وېې ویل :

ډیویډه … له ما سره ژمنه وکړه که کومې پيښې زه او ته سره بیل کړو زما نوم به په نیکۍ یادوې او د پخوا په شان به سره ملګري واوسو…

***

د بګوتي له کوره چې ستون شوم د ترور په سپارښتنه د « سپنلو » په نوم د ښونځي  د مشر په کور کې میشت شوم او دلته مې د خپل ژوند تر ټولو لویه پیښه تجربه کړه… او په لومړۍ اونۍ کې د لومړي ځل لپاره مې د ژوند لویه مینه احساس کړه او د ښوونځي د مشر پر لور« ډورا» مین شوم… بیخي ېې لیونی کړی وم او په هیڅ نه پوهیدم… زه په ژوند کې هیڅکله داسې ژر او دومره سخت نه وم مین شوی … دې ګل اندامې په خپلومینه ناکو سترګو او ښه خوي زړه رانه وړی ؤ… هر چیرته چې به وم بل هیڅوک مې نه لیدل او هیڅ مې نه اوریدل، تر هغه به ګنګس وم چې ډورا به مې ولیدله او خبرې به مې ورسره وکړې نو سم به شوم… خو نه پوهیږم چې څه پرې شوي ؤ چې زما ټول لیکونه ېې خپل پلار «سپنلو » ته ور ښودل …. کله چې ېې پلار خبر شو نو امر ېې وکړ چې له کوره ېې ووځم او راته وویل شول چې نور حق نه لرم د هغې د لور نوم یاد کړم خو دغه خبره مې ونه منله …. زما او د ډورا د پلار مقابله پيل شوه خو طبیعي خبره وه چې بایلونکی به زه وم…. ځکه چې خبره ډونډوره شوه او له بلې خوا ترور مې دیوالیه شوه او زما د تعلیم لپاره ېې پیسې نه درلودې…. نو مجبوره شوم د ماشومتوب د وخت له ښوونکي سره د منشي په توګه دنده پيل کړم …

ورسره مې لیکوالۍ ته هم مخه کړه خو چې څومره ډیر به مې لیکل هومره به مې عاید کمیده او د لیکنو پيریدونکي به مې کمیدل … پوهیدم چې « ډورا » ډیره راباندې ګرانه ده او باید خپل ځانته یو شخصیت او مقام پيدا کړم تر څو هغه ځانته واده کړاي شم…مجبوره شوم شپې مهال ډیر کار وکړم او زیار وکاږم… ژر لیکل او شارټ کټ لیکل مې زده کړل…چې ځان یو ځاي ته ورسوم … په محکمو کې کار پيل کړم او هلته به مې ویناوې او اعلامیې لیکلې…. موده وروسته په خپلې دایڼې او دهغې په مهربانه خاوند پيسې خپه شوم … سمدلاسه مې رخصتي واخیسته او «بارموټ» ته روان شوم…هلته له رسیدا سره سم خبر شوم چې امیلي ورکه شوې ده او چا چې غولولې او له ځان سره ېې بولي زما ملګری «سټیر فورټ » دی…« هام» قسم کړی ؤ چې په هره بیه وي زما خاین او ناځوانه ملګری به پيدا کړي او وبه ېې وژني! … له دې سره په یو وخت زما د دایڼې ورور «ښاغلي بګوتي» هم ملا تړلې وه چې په هره بیه وي غولیدلی نجلۍ په پيدا کوي او خپل نامزاد ته به ېې سپاري.

ښار ته چې ستنیدم عجیبه خبرې مې واوریدې… یوه پکې دا وه چې زما د کور خاوند او زما پخواني او بې وزلې ملګري « میکابر» زما له یوه پخواني ټولګیوال « اوریا هیپ» سره کار پیدا کړی ، زما دغه ملګري دارالوکاله درلوده… خو تر ټولو عجیبه خبره دا وه چې «اوریا» د « ویک فیلډ» په جعلي امضا د هغه د بانک ټوله شتمني لوټلې او یوه برخه جایداد ېې هم خرڅ کړی دی دا په داسې حال کې ده چې « اوریا» د پاک لمنۍ او صداقت دعوا کوله . هغه په دې هم بسنه نه وه کړې او زما له ترور څخه ېې چې له مخکې ېې ورسره اشنايي وه هم په جعلي اسنادو د هغې ټوله شتمني لوټلې او تښتیدلی دی.

د هغه د نیولو لپاره پراخ فعالیتونه پيل شول… په دې منځ ومان کې «میکابر» ډیر په تکلیف ؤ… بالاخره خبر راغی چې پولیسو څو تنه غله چې نیت وو شپې مهال کوم بانک ولوټي نیولي دي، په دغو غلو کې یو هم « اوریا هیپ» ؤ…

له «ډورا» سره مې مینه ورځ تر بلې زیاتیدا تر دې حده چې له هغه پرته راته ژوند نا شونی شو… په وروستیو کې زما مالي حالت هم ښه شوی ؤ او له ظاهري پلوه هم بدل شوی وم، باالاخره ښاغلي« سپناډ» ومنله چې له لور سره ېې واده وکړم او په همدې مناسبت یوه پرتمینه میلمستیا هم جوړه شوه… د ښاغلي «رویک فیلډ» لور « اینز» هم واده ته راغلې وه او د ناوې تر شا کلیسا ته راغله…په لومړیو شپو ورځو کې مې باور نه کیده چې « ډورا» مې په نصیب شوې او له ما سره ېې واده کړی دی خو نه پوهیږم ولې له همغو لومړیو ورځو « ډورا» رانه وغوښتل چې «کوچنۍ میرمن » ېې وبولم او که کله کومه غلطي وکړي وېې بخشم… په لومړۍ میاشتې کې په دې راز پوه شوم… ډورا ناروغه او کمزورې وه او تر دې عجیبه خو دا وه چې د کور او خپل ژوند په چارو کې بې وسه وه…. په پیسو او حساب کتاب ېې سره نه خلاصیده… زما لیکوالي هم ورته بې ځایه او احمقانه کار ښکاریده… له دې سره سره په خپله هم پوهیده چې بې ذوقه ده او په هیڅ نه پوهیږم ویل به ېې :

« که تا یوې هیلۍ ته لیک لوست ورزده کړاي شو ، نو ما به هم سمه کړې ».

دغه عجیب حالت کړولم … خو ما څه کولاي شواي… ځکه چې له زړه راباندې ګرانه وه او هیله مې دا وه چې دواړه نیکمرغه شو…پوهیدم چې مهربانه او ساده نجلۍ ده او زه هم پرې ګران یم … خو همدغسې پیدا او روزل شوې ده… ښه مې په یاد دي چې یوه ورځ زما یو کتاب چاپ شوی ؤ او د لومړي کتار په لیکوالانو او ناول لیکوونکو کې راغلی وم له خوشالۍ ېې له سترګو اوښکې بهیدې او په عین حال کې حیرانه وه چې زما خپرندوي ولې زما دغه اثر خوښ او چاپ کړی دی …

له ډورا سره زما اړیکې بیخي بل ډول شوې وې… هغې له ما ځان لیرې کاوه او ویل به ېې:

« زه ستا لپاره یوه ښه میرمن نه شم کیداي… راځه له دې ورسته سره خور او ورور شو او یوازې د دو ملګرو په شان ژوند وکړو.»

له بده مرغه « ډورا » ډیر ژر په رواني ستونزې اخته شوه او لنډوه موده وروسته د مرګي کندې ته پریوته!

له مړینې وروسته ېې درې کاله له انګلستانه بهر شوم … چې ستون شوم نه پوهیږم څنګه مې فکر وکړ چې « اینز» لا هم زما په تمه ده … یوه ورځ مې له هغې سره د تیرو وختونو په هکله خبرې وکړې، ورته مې وویل چې په د ې نړۍ کې څومره یوازې یم له دې خبرې سره ېې سترګې له اوښکو ډکې شوې او وېې ویل :

ته پوهیږې زه پر تا له هغه وخته مینه وم چې زموږ په کور کې دې سبق وایه، کله چې دې واده وکړهڅه مې وکړه چې د مینې اور په خپل زړه کې غلی کړم … خو ګټه ېې نه کوله …. له هغې ورځې چې له دې ځایه تللی ېې خپل مخ مې هیچا ته نه دی ښودلی… تر هغه چې بیرته راغلې او تا ولیدم !…

له لاسه وتې خوشالي بیرته راستنه شوه او ما له « اینز» سره نوی او نیکمرغه ژوند پيل کړ…

په لندن کې نوی خبر د خلکو په خولو کې ګرځیده … امیلي ښاغلي بګوتي ته یو لیک لیکلی ؤ اوله هغه ېې هیله کړې وه چې کورنۍ ېې ګناه ور وبخشي او اجازه ورکړي چې بیرته هغوي او خپل کړیدلي نامزد « هام» ته ستون شي هغې لیکلي ؤ چې «سټیرفورټ » بل هیواد ته بولې وه ، څه موده ېې ورسره ساعت تیر کړی ؤ  او بیا ېې په خپل حال پریښې او ترې تللی ؤ. د بګوتي ګورنۍ او په خپله «هام » په خپلو کې له مشورو وروسته ورسره ومنله او له راتګ سره ېې موافقه وکړه او په دې ډول په سر خوړلې اوښایسته امیلي بیرته په پښیمانۍ سره خپل کور ته ستنه شوه.

« هام» ېې په لیدو دومره خوشاله او هیجاني شوی ؤ چې د هغې ټولې ګناوې او خپل پخواني ټول رواني کړاونه ېې هیر شول… هڅه ېې کوله چې له رواني پلوه امیلي تسکین کړي … ما هم په خپل وار کوشش وکړ چې امیلي ته ډاډ ورکړم او د دوي اړیکې بیرته ورغوم… په دې ډیر خوشاله شوم چې پخواني مینان مې بیرته د یو بل تر څنګ لیدل…

خو قسمت تل خپلې لوبې کوي او هر وخت یوه پیښه رامنځته کوي… یوه شپه په بارموټ کې سخت توپان شو، سمندري ماڼو ګانو خبر ورکړ چې بندر ته نیژدې توپان یوه کشتۍ راګیر کړې او د ژغورنې لار ورته نه شي موندلی… پاک زړی او تکړه ځوان « هام» په خپله خوښه چمتو شو چې په خپلې بیړۍ او څو دانو سمندرې څراغونو سره دغه بیړۍ وژغوري… له دې سره سره چې ځینو هڅه وکړه د ده د لیونتوب مخه ونیسي… خو «هام» په کم سارې میړانې د مرګ لور ته ودانګل… ډیر موده ورته په تمه کیناستل خو بیرته ستون نه شو… سهار مو مو ویروونکی خبر واورید چې غوني ېې را زیږه کړل…هام د انساندوستۍ او بشر دوستۍ په لار کې سر ښندنه کړې وه … خو بندر ته څیرمه بیړۍ چې « کوچنۍ امیلي » نومیده یوازې یو مسافر درلود او هغه زما خاین ملګری او د « امیلي» چلباز مین « سټیرفورټ» ؤ … هغه هم د مستو څپو قرباني شو او سمندر ډوب کړی ؤ.

ډیر کلونه تیر شول … او د بریټانیا ارام او بې جنجاله ژوند د بګوتي او امیلي د کورنیو او دغه راز د میکابر او د هغه د میرمنې په شمول ډیر دوستان او یاران په تنګ کړل اونوې کشف شوي هیواد او د دغه هیواد د حکومت له لوري مهاجرو ته د امتیازاتو ورکولو د خلکو ذهنونه بوخت کړي وو…نا څاپه ټولو د تګ لپاره کډې بار کړې او د کورونو او کروندو له خرڅولو وروسته ېې نوې نړۍ ته د تګ تابیا وکړه… خو زه خپل ګران هیواد کې پاتې شوم او له خپلې ګرانې میرمنې سره مې د لیکوالۍ کار ته دوام ورکړ… ډیر ژر مې کتابونه او ناولونه په خلکو او د ادب په مینوالو کې مشهور شول… خپرندویان یو په بل پسې زما دفتر ته راتلل او په دې ډول په ادبي نړۍ کې مشهور او پیژندل شوی کس شوم.

یوه ورځ نا ببره له خپل يوه پخواني ملګري سره مخامخ شوم… د پخوانیو ملګرو او استرالیا ته د مهاجرت کیسه یاده شوه… د هغوي حال مې وپوښت او پوښتنه مې وکړه چې ایا « میکابري» ځانته کوم کار پيدا کړی دی که نه؟ او د ښکلې « امیلي» ژوند څنګه دی؟

هغه څه چې زما ملګري وویل هم ېې حیران او هم خوشاله کړم… هغه وویل میکابري په استرالیا کې د بریالیتوب او شخصیت جوړونې لپاره ښه ډګر پيدا کړی ، یوه موده ېې وکالت کړی او له دې چې په بیلابیلو محکمو کې ېې بریالتوبونه ورپه برخه شوي دي خلکو ورته ډیره توجه کړې او اوس د څارنوالۍ مقام ته رسیدلی دی…

خوښکلې « امیلي » له دې وروسته چې په خپل ژوند کې له غمیزې سره مخامخ شو او په یوه شپه ېې خپل مین او هم خپل نامزاد له لاسه ورکړل له روحي پلوه بدله شوې وه، پخوا مسته او بې پروا وه خو اوس درنه او سنګینه میرمن وه… اوس امیلي داسې میرمن ده چې پر ټولو ګرانه ده او له خلکو سره له مرستې او خواخوږۍ پرته بل کار نه لري.

په دې ډول قمست په څو لوبو سره د ډیرو کسانو د ژوند لوری بدل کړ، ځینې ېې ناکامه او زړه توري کړل او د مرګ کندې ته ېې ټیل وهل او د ځینو عاقبت ېې ښه کړ او خپلو هیلو او ارمانونو ته ېې ورسول…

پاي

54 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *