Categories

اعلان

Loading…

د پښتو ژبې اړتيا او موږ/ زاهد خليلي

       د پوهنتون په څلور کلنه دوره کې به کله نا کله د ښار کتابخانو ته تلم څو د خپلې رشتې (تاريخ) اړوند کتابونه واخلم، که پيسې به راسره وې نو همغه مهال به مې واخيستل، کنه نو په نښه به مې کړل بيا به چې کله پيسې راسره پيدا شوې ورپسې به راغلم او وابه مې خيستل. څرنګه چې موږ په پوهنځي کې د نړۍ د ډېرو هېوادونو تاريخونه لوستل؛ نو د يوه هېواد ټول تاريخ به کله په يوه او کله په دوه څپرکو (چيپټرونو) کې ليکل شوي وه؛ خو دغو معلوماتو بسنه نه کوله او موږ مجبور وو چې د لا زياتو معلوماتو لپاره نوره مطالعه هم وکړو. په کتابخانو کې به د افغانستان تاريخ اړوند کتابونه ډېر وه؛ خو بيا هم هغه موضوعات چې موږ به يې په اړه کتابونه غوښتل په پښتو ژبه به موجود نه وو. د نورو هېوادونو اړوند تاريخي کتابونه خو ډېره لرې خبره وه چې په پښتو ژبه دې پیدا شي. خو خير څلور کاله مو په همدې د کتابونو په نشتون کې تېر کړل او يوازې د افغانستان تاريخ اړوند مو څه نا څه زده کړل، نوره نړۍ رانه پاتې وه.

     په دې څلورو کلونو کې چې به هر وخت کتابخانو ته تلو نو هر وخت به د شعر، ټپيزو، غورچاڼونو، کيسو او ناولونو کتابونه مخې ته راتلل. په دوی کې داسې کسان هم وو چې د مسلک له لحاظه به د طب ډاکټر، انجينر، اقتصاد پوه، تاريخپوه او يا هم حقوق پوه وه؛ خو ليکلي به يې ناولونه او کيسې وې يا به يې د نورو زلفې او شونډې يادې کړې وې.

   هر يوه به يې شعري ټولګې او د ناولونو يا کيسو کتابونه درلودل؛ خو په خپل مسلک کې به يې يوه کرښه هم نه وه ليکلې، د دوی دې کار به زه ډېر خفه کړم. دا نه، چې دوی ولې شعر يا ناول ليکي، بلکې په دې يې خفه وم چې لږ تر لږه په پينځو کتابونو کې خو يو کتاب د خپل مسلک او رشتې اړوند وليکئ يا يې وژباړئ… ښه دومره ډېر شاعران او ناولونه به موږ څه کړو..

موږ چې د ستر فرهنګي فقر سره مخ يو او د نورو ژبو کتابونو ته مراجعه کوو، اصلي لامل يې هم همدا دی، چې مونږ خپل مسلک ته ژمن نه يو، خپل مسلک مو پرېښی دی او بله لار مو خپله کړې ده، که شعر ليکئ، ناول يا هم کيسه ليکئ، وليکئ خو ستاسو اصلي دنده څه ده…

   … څلورم ټولګي ته چې راورسېدو او د مونوګرافونو د ليکلو وخت شو؛ نو زموږ په ټولو پينځه څلوېښتو کسانو کې ايله اته يا نهو کسانو مونوګراف په خپله وليکه او دوی هغه کسان وو چې په فارسي يا هم په اردو ژبه پوهېدل او د هغوی د اثارو نه يې استفاده وکړه، نور پاتې کسان چې د پښتو ژبې پرته په نورو ژبو نه پوهېدل، تيار مونوګرافونه يې په پيسو باندې واخيستل او په استادانو يې ومنل او په دې ډول يې ځانونه له څلور کلن پوهنځي نه فارغ کړل…او دا يوازې زمونږ د رشتې يا پوهنځي د محصلينو حال نه دی، د هېواد دننه د ټولو پوهنتونونو د پښتنو محصلينو همدا حال دی…

   او اوس هم چې په ننګرهار او نورو پوهنتونونو کې د مونوګراف ليکلو وخت دی او محصلين لګيا دي په پيسو باندې مونوګرافونه اخلي، لامل يې څه دی او ګناه د چا ده؟؟ هماغه د طب ډاکټر، هماغه انجينر، هماغه حقوقپوه او تاريخپوه چې خپلې رشتې يې پرېښي دي او شعر او ناول ته يې مخه کړې ده، که دوی د شعر او ناول تر څنګ په خپل مسلک کې په کال يا شپږ مياشتو کې لږ تر لږه يو يا دوه کتابه وليکي يا يې وژباړي؛ نو هغه فرهنګي فقر چې مونږ ورسره مخ يو، لږ څه به ترې خلاص شو او ولې به يو پښتون محصل دې اړ وي چې هغه دې په تيار جوړ شوي مونوګراف باندې پيسې ورکړي او څلور کلن سند دې په دې ډول واخلي، په داسې حال کې چې هغه په پوهنتون کې څلور کاله د همدې سند په قانوني ډول اخيستو لپاره تېروي؛ خو په پای کې يې د همدې ذکر شويو خلکو له لاسه په غلا او دوکې له لارې اخلي.

   دلته يوازې ذکر شوي خلک ملامت نه دي، بلکې د پوهنتون هغه استادان چې هر مياشت تنخواوې اخلي او چې يوه مياشت تنخوا ورنکړل شي؛ نو بيا د پوهنتون د تړلو ګواښونه کوي، دوی له نورو ډېر ملامت دي، دوی ايله دې ته تکړه دي، چې د رتبې اخيستو لپاره په دريو کلونو کې څو کرښې وليکه چې يو پينځه زره افغانۍ تنخوا دې لوړه شي او زر د پوهاند لوړه علمي رتبه ترلاسه کړې؛ نور درې کاله خپل استراحت او خوبونه کوه.. که چېرته د پوهنتون استادان د خپل تدريس او د رتبې د اخيستو د رسالې پرته نور کتابونه هم وليکي يا يې وژباړي؛ نو پښتو ژبه به د لا ډېرو اثارو لرونکې شي او د دغه موجود ستر فرهنګي فقر نه به خلاص شو.

   او دا يوازې د خپلې رشتې (تاريخ) خبره نه کوم، که تاسو د ښار کتابخانو ته لاړ شئ، وبه ګورئ چې د طب، انجينری، حقوقو، زراعت او نورو پوهنځيو محصلين کتابخانو ته راځي اود هرې کتابخانې نه چې د خپلې موضوع اړوند د کتابونو غوښتنه کوي؛ نو منفي ځواب اوري او بېرته تش لاس ستنېږي…

   هغه ملګري چې په فيسبوک کې يې د شاعرانو پسې راخيستې، فکر کوم يوازينی لامل به يې همدا وي، چې زياترو يې خپل مسلک پرېښی دی او شاعرۍ ته يې مخه کړې ده. هو شاعري مسلک نه دی؛ خو هغوی چې بېخي يې خپل مسلک پرېښی دی او ټول ژوند يې شعر، ټپيزو، ناولونو او کيسو ته وقف کړی دی، ايا دوی کوم بل کار هم لري او کنه؟؟

   ما ته يو چا وويل چې د هغه فلاني خو ادبيات ډېر خوښېدل؛ خو کورني فشار مجبوره کړ چې هغه پرېږدي او بل څه ووايي. د هغه ځواب به زه له همدې ځايه ورکړم، چې اوس خو يې د خپلې خوښې رشته نه ده ويلې او مسلک يې بل څه دی؛ خو دی د همدې ويل شوي اوسني مسلک له لارې پيسې ګټي، بهرني سفرونه کوي او دندې په همدې اوسنی ډګرۍ ترلاسه کوي؛ خو ليکل بيا د شرق او غرب په اړه کوي، سياست او ادب کې لګيا دی. خپل مسلک يې پريښی دی، يوه کرښه ليکل هم په کې نه کوي او يوازې د پيسو ګټلو ذريعه يې ګرځولې ده… ښه نو ده چې د ولس په پيسو يې سبق ويلی دی، ايا دا ولس پرې هېڅ حق نه لري، د دې ولس بچيان پرې هېڅ حق نه لري، په نورو موضوعاتو ليکل کولای شې؛ خو خپلې رشتې اړوند موضوعاتو ليکلو ته دې ملا ماته ده او يوازې د پيسو ګټلو ذريعه دې ګرځولې ده.

   په پای کې به دومره ووايم، دلته چې د کوم مسلک يا يې د خاوندانو ذکر شوی دی، هدف ترې د چا مسلک يا کار ته په سپکه کتل نه دي او نه هم د پوهنتونو ټول استادان يو ډول دي، بلکې هغه څه چې ليکل شوي، د داسې پښتنو محصلينو غږ دی، چې غواړي څه زده کړي، په علم ځان سمبال کړي، له نورو ډېر څه زده کړي، په خپلو ټاکل شويو رشتو کې ځانونه ورسوي؛ خو کله چې کتابخانو ته ځي؛ نو بېرته تش لاس راګرځي او څلور کاله وروسته چې فارغيږي؛ نو ايله يې په خپله رشته د پخوانيو معلوماتو څخه ډک شپېته زاړه چيپټرونه لوستي وي…

   هغه محصل چې د لرې پرتې سيمې نه راغلی دی او په پښتو پرته په کومه بله ژبه نه پوهيږي؛ مګر غواړي ډېر څه زده کړي؛ خو چې فارغ شي، بيا بې سواده وي، حتی په خپله رشته کې هم معلومات نه لري… په دوی هماغه څوک ملامت دی، چې شعر ته تکړه وي، باڼه ستايلی شي، ناول ته تکړه وي، حالات انځورولای شي؛ خو په خپله رشته کې دوه کرښې نه شي ليکلای…

   او هغو ملګرو چې د داسې شعر ويونکو، ناول ليکونکو، کيسه ليکونکو پر ضد راپاڅېدلي دي، له دوی هيله کوم چې د داسې خلکو مخالفت دې نور هم زيات کړي…ځکه همدوی د پښتون قوم د علمي، ذهني او ساينسي وروسته پاتې والي اصلي عاملين دي او ټوله پړه په همدوی ده…

   او د دوی دې کارونو زما په زړه کې د شعر، کيسې، ناول ماول او د ليکوالو سره يې کينه پېداکړې ده، په تېرو څلورو کلونو کې مې نه يادېږدي چې ما دې په کومه شعري ټولګه يا د کيسو په کوم کتاب پيسې ورکړې وي او يا مې دې په فيسبوک کې د چا شعر لوستی يا لايک کړی وي… او نه مې د شعر حتی د يوه بيت د يادولو کوښښ هم نه دی کړی…

   تاسو داسې فکر ونکړئ، چې د دې کرښو ليکوال کوم کتاب ژباړلی يا يې ليکلی دی؛ نو دی به فکر کوي چې ما ډېر ستر کار کړی دی؛ نه، بلکې دا د ژوند تر پايه د هر چا دنده ده چې خپلې ژبې ته خدمت وکړي….

زما پورتنۍ خبرې به ډېرو ته ګډې وډې ښکاره شوې وي؛ خو دا د هغه پښتون محصل ګډوډ غږ دی چې په پښتو ژبه نه پوهېږي او يوازې دې ته پروت دی چې په څلورو کلونو کې د پوهنتون زاړه او د پخوانيو معلوماتو نه ډک فصلونه ولولي او بس خلاص….

خپلې ژبې ته د حق د اداء کولو په هيله

زاهد خليلي

206 total views, no views today

1 comment

  1. رفیع نظری Reply

    زاهد خلیلی ورور ډیری ښی موضوع ته ګوته نیولی ده . د فرهنګی فقر د له منځه وړلو لپاره د هر پښتون دنده ده چی یو څه په پښتو ولیکی . اوس د انترنت آسانتیاوی هم شته . که څوک په انګلیسی یا کومی بلی خارجی ژبی بلد وی ، کولای شی د محصلینو لپاره د دوی درسی کتابونه په پښتو وژباړی. د پوهنتون له استاده ډیره ګیله هم نده پکار ، ځکه هغه بیچاره به نوی درسی او یا کومکی مواد چی د انګلیسی په اصطلاح آپډیټ شوی وی ، له کومه کړی.
    دا د افغانستان د دولت او خصوصا د لوړو زده کړو وزارت او د افغانستان د علومو اکادمی دنده ده چی د وخت له غوښتنی سره سم د ګرانو محصلینو، د پوهنتون استادانو ، محقیقینو ، څارنوالانو ، انجنیرانو ، اقتصاد پوهانو او سیاست پوهانو لپاره تر ټولو ښه او مفید کتابونه له نړیوالو کتاب پلورنځیو نه په نقدو پيسو واخلی ، د مولف په اجازی سره دی په پښتو وژباړی او د افغانستان د محصلینو او نورو پوهانو د ضرورت په اندازی د چاپ او دولتی کتابتونونو ته د ورکړی .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2