Categories

اعلان

Loading…

د پکتيا په دوه جلا پېښېو کې ۱۹ تنو ته مرګ ژوبه واوښته

خبریال نور محمد حیران: د پکتیا د مرکز ګردېز په سروړي سيمه کې د توغندي د لګېدو له امله ۱۵ تنه کارګر ټپيان شول.

دې کارګرو د ګردېز په سروړي سيمه کې په یوه ودانۍ کې تعميراتي کار کاوه چې د وسله والو توغندی پرې ولګېد.

د پکتيا امنيه قومندان پاسوال زلمی اورياخېل پېښه تائيدوي او وايي چې له امله يې ۱۲ تنه سرسري ټپيان شوي چې ځیني له درملنې وروسته له روغتونه رخصت شوي دي.

خو د پکتيا د ملکي روغتون مشر ډاکټر حياګل پکتين وايي، د پېښې له ځايه ورته ۱۳ ټپيان ور وړل شوي چې له ډلې يې د درې تنو حالت د اندېښنې وړ دی.

د پېښې له ځايه دوه نور ټپيان د ۲۰۳ تندر قول اردو نظامي روغتون ته لېږدول شوي چې د هغوی روغتيايي حالت هم نازک ښودل شوی دی.

تر اوسه کوم چا د دې پېښې په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

1د يو بل خبر له مخې د احمداباد ولسوالۍ په مچلغو سيمه کې په رېنجر موټر د ماين چاودنې له امله ۴ پوليس ټپيان شوي دي.

امنيه قومندان پاسوال زلمی اروياخېل د پېښې پخلی کوي او وايي چې د مچلغو بند ۴ پوليس يې سرسري ټپيان کړي دي.

خو وسله والو طالبانو رسنيو ته په يو لنډ پيغام کې د پېښې مسؤليت منلی او وايي چې د ياد بند ۵ ساتونکي يې وژلي دي.

د مچلغو د بند جوړېدا د پکتیا د خلکو یوه اساسي غوښتنه ده او تل یې له حکومت څخه غوښتي چې دا بند ورته جوړ کړي څو له یوې خوا د پکتیا د کرنیزو مځکو په اوبولو کې ترې کار واخیستل شي او له بلې خوا پکتیا ولایت له برېښنا برخمن شي.

د افغانستان دوه ګاونډي هیوادونه ایران او پاکستان تل د طالبانو په وسیله د بندونو د جوړېدو مخه نیولې څو د دوی خاورو ته پرېمانه اوبه وبهېږي.

تر دې پخوا یې د هرات پر سلمان بند، د فراه پر بخش اباد، د نیمروز پر کمال خان، د ننګرهار د کامې بند او پر کونړ سین د بندونو د جوړېدو مخه نیولې ده.

4 total views, 1 views today

1 comment

  1. رازمحمد حنانزی Reply

    خدای دی دې وطن ړنګونکو ته هدایت وکړی ایران او پاکستان خو تل د افغانستان په ړنګولو کی خپلی ګټی سنجولې دی که د هدایت وړ نه وی خدای دی دوی هلاک او بر باد کړی دا تیری څو لسیزی خو افغانستان ددوی له لاسه تبا برباد شو

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *