Categories

اعلان

Loading…

د نیپال د زلزلې د تلفاتو شمېر تر ۱۸۰۰ تنو واوښت

تاند- د وروستیو راپورونو له مخې د نیپال په زلزله کې تر یو زورو اته سوه (۱۸۰۰)  زیات خلک مړه شوي او ګڼ نور تر کنډوالو لاندې بند پاتې دي.

وېره ده چې د تلفاتو شمېر به تر دې خورا زیات وي.

د امریکا د زلزله پېژندنې د مرکز له راپور سره سم د دې زلزلې، چې شدت یې د ریښتر په حساب ۷ اعشاریه ۸ درجې و، د کتمندو او پوخارا ښار ترمنځ سیمې زیاتې ځپلې دي.

د زلزلې ټکانونه، نه یوازې په هند، بنګله دېش، تبت او مونټ ایفریست کې احساس شوي، بلکې په دې سیمو کې یې د سر و مال تاوانونه پېښ کړي دي.

د نیپال حکومت بیړنی حالت اعلان کړی دی.

1د نیپال د پولیسو یوه ویندوی وویل چې په زلزله کې ۱۸۰۰ تنه مړه شوي او تر ۴۷۰۰ زیات نور ژوبل شوي دي.

تر ټولو زیاته مرګ ژوبله د کتمندو په دره کې پېښه شوې. په دې سیمه کې تراوسه له کنډوالو ۵۳۹ مړي ایستل شوي دي.

د نیپال د اطلاعاتو وزیر وايي چې زلزلې خورا زیات مالي تاوانونه هم اړولي دي.

نیپال د جنوبي اسیا یو کوچنی، غرنی او بېوزله هیواد دی چې د چین او هند ترمنځ پروت دی.

د وروستیو کلونو زورورې زلزلې او تلفات یې:

ایران – بم ښار، ۲۰۰۳ کال – تر ۲۶۰۰۰ زیات کسان مړه شول.

اندونیزیا، ۲۰۰۴ د «اچې» په سوماترا کې ۹ اعشاریه ۱ ریښتر زلزلې، چې د څونامي له کبله وشوه، تر ۲۳۰۰۰۰ زیات خلک مړه کړل.

پاکستاني کشمیر او خیبر پښتونخوا ۲۰۰۵ کال- دې ۷ اعشاریه ۶ ریښتر زلزلې یو لک تنه مړه کړل.

چین، ۲۰۰۸ کال – دې زلزلې نژدې ۹ زره تنه مړه کړل. دا زلزله چې په سیچیان ولایت کې وشوه ۷ اعشاریه ۹ ریښتره وه.

هیتي، ۲۰۱۰، په اووه ریښتره زلزله کې تر ۲ لکه ۲۰ زره زیات خلک مړه شول.

د نیپال په زلزله کې د دغه هیواد یو تاریخي عبادتځای هم نړېدلی، ویدیو

78 total views, 1 views today

enclosure:
http://www.taand.com/wp-content/uploads/2015/04/15.mp4 2479102 video/mp4

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *