Categories

اعلان

Loading…

ّهند افغانستان ته ۳ پوځي هیلي کوپترې ورکړې

تاند – هند ته د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني تر سفر مخکې دغه هیواد افغانستان ته درې (Cheetal) چیتال پوځي هیلي کوپترې له پرزو او اضافي وسایلو سره ورکړې.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان ولسمشر روانه اوونۍ هند ته سفر وکړي. دا به له کله چې محمد اشرف غني د افغانستان ولسمشر شوی دی، هند ته د ده لومړنی سفر وي.

د هندي خبري رسنیو د راپور له مخې د هند د دولت لپاره دفاع وزیر راو اندرجیت سینګ د یوې پوښتنې په ځواب کې د دغه هیواد ولسي جرګې یا لوک سبا ته وویل:«دا هیلي کوپترې د اپریل په نهمه افغانستان ته ولېږل شوې. پر هغو افغان پېلوټانو د اپریل په پنځلسمه ازمېښتي الوتنې وکړې او خوښې یې شوې.»

دا هیلي کوپترې په لوړو ځایونو او دغه راز غرنیو سیمو کې د عملیاتو لپاره مناسبې دي. افغان پېلوټان د همداسي ځایونو لپاره روزل شوي دي.

د هند د دولت لپاره دفاع وزیر دا هم وویل چې دا څرخکې د دوو هیوادونو د موافقې پر اساس افغانستان ته سپارل شوي دي.

18 total views, 1 views today

2 comments

  1. M Ibrahim Reply

    Daa baa dey khsira saraa birta paa Pakistan kharsay shee.

  2. shakir Reply

    د هند حکومت لخوا افغغنستان ته د جنګی الوتکو(څرخی هلیکوپترو) ورکول پر پاکستان بیا په ځانګړی توګه پر تورمخیوی پنجاپی نظامیانو او آی اس آی باند لوی ګذار دی.، پداسی حال کی چی موږ جګړه نه عواړو خو د پاکستان لخوا نا اعلام شوی او ظالمانه جګړه چی نږدی څلویښت کاله یی په افغانستان کی ګرمه ساتلی ده موږ بله لاره نه لرو بی له دی چی د جګړی لپاره وسایل ولرو د .همدارنګه موږ د افغانستان له حکومت څخه عواړو چی پاکستان د افغانستان په وړاندی د اعتبار وړ ندی باید د داسی لارو چارو کار واخستل شی چی د پاکستان لاسونه د افغانستان څخه لنډ شی، نو یوه ښه لار به دا وی چی د افغانستان حکومت پر استخبراتو ډیره سرمایګذاری وکړی یوازی قوی استخبرات کولای شی تر څو د آی اس آی په وړاندی مقابله وکړی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *