Categories

اعلان

Loading…

په سیمه کي د سُني او شیعه روان مخالفتونه مذهبي نه بلکي سیاسي دي

 سرچینه The Guardian

Ian Black Middle East editor

April 06-2015

ژباړونکی: سړبنی افغان

څه وخت مخکي په عربي نړۍ کي دغه پوښتنه چي ته څوک یې ، ستا دین او مذهب څه دی؟ یوه سپین سترګې پوښتنه ایسېده. حتی که د چا د نامه، د وینا د لهجې، د کوم خاص ځای، د عباداتو د کولو څخه او یا پر دېوالو باندي د راځوړو تصویرونو او لوحو څخه به هم نه معلومېده، چي دغه څوک سني یا شیعه مسلمان او یا هم عیسوی دئ، چا به دا پوښتنه او یادونه ضروري نه بلله.

تر استعمار لاندي د ناخپلواکو عربي هیوادونو د مبارزو په وخت کي کوښښ کېدئ، چي د عربو د پېژندګلوی، معرفت او ملي یووالي د پاره یو پل جوړ سي. سوریې د مختلفو مذهبي ډلو لکه سني، علويان[1]، دروزیان[2] او ډېرو عیسوي ټولنو په درلودلو سره د عربیزم د مخکښ او تپاند زړه حیثیت درلود. حتی د لبنان په حکومتي سیسټم کي د مختلفو ډلو د یو ځای کېدو په خورا قوي اداره کي هم د هر چا شخصيات د هغو شخصي مسائل او په هغه کس پوري مربوط بلل سوي وه. د مختلفو عقیدوي ډلو تر منځ ودونه لا هم عام ول.

په بغداد او دمشق کي د « بعث» د ګوند اساس ایښوونکی هم یو عیسوی د « مایکل افلق» په نامه وو. د فلسطین دوه سخت دریځ رهبران «جورج حبش او نایف حواتیمي» او همداسي د عربي نشنلیزم مشهور تاریخ پوه « جورج انتونیوس» هم عیسویان ول .

په عراق کي د انګرېزانو پر لاس د جوړو سوو درو عثماني ولایاتو ها خوا غریب، د ښارو څخه لیري، شیعه ډېرکی، سني لږکي او کُردان د سیمي با نفوذه ډلي وې. «صدام حسین»، چي خپله هم سني وو، هڅه یې وکړل دغه ټولي ډلي سره متحدي او په اداره کي یې شاملي کړي. ( که څه هم غربي ممالک هغه ته د فشار لاندي سیسټم په سترګه کتل.)

په ۱۹۷۹ کي د اېران اسلامي انقلاب پېښېدل په منځني ختیز کي یو لوی تغیر راوستی او په دې سره د سیمي تاریخي سیر ته یې تغیر او په هر ځای کي یې یوازي د شیعه ګانو د حمایې ږغ پورته کړ. په ۱۹۸۰ کي پر اېران د صدام حسین حملې ته د عربو او پارسیانو د جنګ رنګ ورکول سو او په دې توګه د خلیج د عربو پیسې پر را ماتي سوې. په ۲۰۰۳ کي چي صدام حسین له منځه ولاړ، عراقي شیعه ګانو دغه ورځ ولمانځل او هغه ته یې د ۶۸۰ م. کال په کربلا کي (د دوی په اصطلاح د سنیانو په لاس ) د امام حسین د شهادت سره تړاو ورکړ.

په ادیانوکي تفاوتونه وي او دغه متفاوتي ډلي یو له بل سره جلاوالی لري، خو د دغسي فرقونو څخه همېشه د تفوق طلبۍ، منابعو او پراخوالي په خاطر استفاده سوې ده. په بحرین کي سني شاهي کورنۍ پر شیعه اکثریتو، بېله دې چي دوی ته په سیسټم کي ځای ورکړي، پر دوی پاچاهي کوي او «ماناما» د بحرین زیاتېدونکې ناآرامي د تهرانه انګېري. همداسي سعودي عربستان هم په ختیزو برخو کي هلته چي شیعه ګان ډېر دي، د ناآرامیو عامل اېران بولي. په دواړو صورتونو کي پر یو بل باندي پړه اچول په سیمه کي خورا اساسي مشکلات جوړ کړي دي.

په سوریه کي د تېرو څلورو کلونو راهیسي روان خونړی جنګ مذهبي تفاوتونو ته په پراخه توګه لمن وهلې ده او دا تفاوتونو ته یې لا قوت ورکړی دئ، چي د علویانو درېدل د بشارالاسد په پلوي او د مخالفو سره یې د سنیانو همکاري د دې خبري ښه مثالونه دي او په لبنان کي د اېران په ملاتړ مسلح ګوند حزب الله د دې خبري ښه ښکارندویي کوي. لکه چي وویل سول، په ادیانو کي تفاوتونه سته او دغه تفاوتونه او په دغسي مواردو کي و خپلو مقاصدو ته د رسېدو په خاطر هغو ته بل ډول رنګ ورکول کېږي او له هغو څخه نوري استفادې کېږي.

[1] – علویان د شیعه دوولس امامه یو څانګه ده، چي علي (کرم الله وجهه) ته تر حد تېر درناوي په خاطر علویان بلل سوي دي. موسس یې ابن نُصیر وو، چي کله کله نُصیري هم ورته ویل سوي دي. د تاریخ په اوږدو کي دغه عقیده پټه پالل سوې ده، چي له دې امله د دوی په باب مختلف نظرونه سته.

[2] – د شیعه مذهب یو پخوانی ښاخ، چي د نورو ادیانو تاثیر هم پکښي لیده کېږي.

7 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *