Categories

اعلان

Loading…

د افغانستان نخبه ګان اروپا او امریکې ته په تیښته دي

خبریال: میرویس جلالزی – د طالبانو تر څنګ اوس د داعش ډله د افغانستان سیاسي نظام او په تېره بیا افغانانو ته په یوه نوي ګواښ د بدلیدو په حال کې ده او دغې ویرې اوس ډیری عام او نخبه افغانان دې ته اړ ایستلي چې له خپله ملکه پښې سپکې کړي.

په تیرو دیرشو کلونو کې په ملیونونو افغانانو له خپل هیواد څخه د جنګ جګړو له کبله نورو ملکونو ته کډې کړي وې لیکن په غټ شمیر کې دغه کوچیدلي افغانان د طالبانو د واکمنۍ له ړنګیدو وروسته بیرته را په کور شوي ول.

د سویلي اسیا لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د کمشنرۍ د راپور له مخې چې تیر کال سوريې هیواد څخه ډير خلګ د جنګ جګړو له کبله تښتیدلي ول چې ورپسې بیا هم افغانستان په دوهم ځای کې وو.

د م.م. په رپوټ ویل شوي چې د نویمي لسیزې پر مهال نږدې شپږ ملیونه افغانان له خپله هیواده تښتیدلي ول چې دا شمیره د نړۍ په کچه پر یوه وخت له یوه هیواد د ډیرو کډه شویو کسانو غټه شمیره ثبت کړای شوې ده.

ملګري ملتونه وايي کم شمیر هغه افغانان لږ تر لږه ناچیز مالي امکانات لري چې اروپا او امریکا ته تښتي.

په دغه ډله خلکو کې د بهرنیو موسسو افغان کارکوونکي، اکاډمیک شخصیتونه، د مطبوعاتو کارکوونکي او یو شمیر نور متخصص افغانان شامل دي.

شرمیلا هاشمي یوه له هغو با سوادو افغانانو ښودل شوې چې اوس یې له خپل خاوند سره یو ځای جرمني ته پناه وړې ده.

هغه په هرات ولایت کې د ولایت د مقام ویانده وه او خاوند یې هم د یوه تعلیمي مرکز ښوونکی وو.

شرمیلا وايی چې دا د خطرناکو کسانو او دولت ضد عناصرو له ویرې او پر له پسې ګواښونو وروسته په ډیره خطرناکه لاره دوه کاله دمخه له هرات څخه نه پوهیده چې لومړی چیرته او بیا چیرته وړل شوې او بالاخره جرمني ته راورسیده.

د راپورونو پر اساس اوس ډیری هغه افغانان هم له ملک څخه په تیښته دي چې له بهرنیانو سره یي کار کړی په داسي حال کې چې یو شمیر دغه بهرني هیوادونه د دوی لپاره د ویزې اسانتیاوې نه برابروي او دا ډله افغانان د خپل سر او مال د خونديتوب په اړه شدیده اندیښنه لري.

ویل کیږي چې اوس په افغانستان کې د بل هر وخت په پرتله د ملکیانو او دولتي او غیر دولتي مامورینو پر وړاندي ګواښونه ډير دي.

د ملګرو ملتونو یو راپور کاږی چې په ۲۰۱۴ کال کې د تیر هغه په پرتله د ملکیانو تلفات ۲۲ سلنه زیات شوي ول.

د نړیوال بانک د راپور له مخې چې ۳۶ سلنه افغانان د فقر د کرښي لاندي ژوند کوي او فقر یو بل لوی لامل دی چې ډیری افغانان دې ته هڅوي څو په خطرناکو لارو اروپا او امریکا ته روان شي.

تیر کال په لسګونو افغانان اروپا ته پر لاره د یونان په اوبو کې ډوب شول .

10 total views, 1 views today

1 comment

  1. جنرال حبيب الله جلالزوي2 Reply

    دوستانو بورتنی رابور ياځیړنيز خبر او راپورنه دی که چیری په غور سره مطالعه او تحلیل شی دا دتروريزم دوه غيری انسانی ترو ريزم, او تر هګری ده چه به مظلومو اوبی دفاعو انسانانو که غواری آو که نه غواری عملی کیزی زما دتشریح وروسته قضآوت ستاسی به غاړه چه دتاید مهر به لږوی که ووايوچه دتروريزم ریشی او .عاملين څوک دی.
    اول ; مثال افغانستان راوړم.
    تاسی تول شاهد او ستاسی دسترکو روز مره جريانات دی چه هره ورځ په سل هاوو انسانان شځی اونران کوچنی , ماشومان او تنکی ځوانان دواړه خوا په قتل رسيږی داچه يو خوا اوبل خوا په هر نامه قتليزی خو په اصل او خټه افغانآن دی
    ددی حالتو مرګونو ته تر هګری او يا تروريستی قتلونه, او عاملينو ته ئ تر هګر او توريستان وائ .
    دوهم :

    هغه خوک چه لږ مادی قدرت پيدا کړی اول د او لآد او بيا دخپل ځان دنجات په لټه کی دی.داولي چه غټ او واړه ددغی تپل شوی وضع په اساس بر علاوه دنورو پرابلومونو او امراضو تر څنګ سل په سلو کی دروحی تکليف په امراضو اخته شوی .
    داخلق مجبوريږی چه دځان او دفاميل لپاره دنجات لاره ولټوی يګانه دنجات لاره هجرت او کډوالی ده .
    داچه افغانستان دولت دډير قديمه دملل متحد غړی دی نونه پوهيږم,خپل اقتصادی حق العضويت سآلانه ملل متحد ته ادا کړی دی .
    دريم ;
    کله چه دامظلوم اوبيچاره کډوالی ته مجبورېږی.۱:اقتصادی پرابلم ۲: دسفارتو له خوا دويزی نه ورکول ۳:په غيری قانونی ځان يو ځای ته رسول اوبياهلته داروپائ او غربي دولتو ځخه د ډير شديدو او غيری انسانی قيو داتو لاندی نيول او په کلو ,کلو په لاګرو کی بی سر نوشته ژوندکول او بالا خره دبشری حقوقو دپايملولو تر څنګ دابير ته خپل وطن ته ليږل .هم اقصادی ضربه او هم تکليف او رنج په ځان ګالل اوهم ئ اولادونه ددرسی پرابلمو سره مخامخ کیدل او بی سواده کیدل ،
    روحی تکاليف چه مخکی لرل دوچند کيدل بالا خره مصاب دعقلی او عصبی کيدل ليونی کيدل په کور او کوڅو کی په ګدائ شروع کيدل بالا خره مرګ ته تسليميدل .؟
    اوس قضاوت وکری .؟بيائ نتيجه زما دقضاوت سره مقایسه يامی محکوم اويا زما تر شا ودريزی ددی لارو دخلاصون دپاره مبارزه وکړۍ .
    نتيجه ؟
    ۱/ توريزم او تر هګری هغه ده چه بالفعل دجا ريحه او نورو ګرمو او تخنيکی ,او زهروی سلاح وو په ذريعه عملی کيزی او انسآنان په کی تباه کيږی چه دی ته غيرانسانی،ترهګری او ترور يزم ويل کيږی .
    ۲/دا بل نوعه عصری ترو ريزم چه داروپا يانو او غربيانو له خوا دبشر دوستۍ تر پردی لاندی خصمانه ربړول او زوريدل په لاګرو او بنديخانو کی په کلو,کلو اجول او بالاخره بی له کومه جرمه چه پناهندګی ددوی قانونی حق دی محرومول او لاس آو پخی ورتړل په وهلو او ټکولو په سترګو تړلو سره داولاده او يو تعداد بی له اولاده دوباره اولنی ټاټوبي دتروريزم ژآلی ته چه دوی ورڅخه تښتيدلی وه دهغو منګلو ته دوژلو په خاطر ليګل.؟
    دی ته وائ اروپائ او غربی تروريزم چه دافغانی دترو ريزم څخه سل چنده بدتره او انسان وژونکی ترور دی.
    داوه زما ليکنه قضاوت ستاسی په غاړه ما واقيعت وليکه او قربانی ته حا ضر شوم دحق او عدالت په لاره کی قربانی تاريخی افتخار او خدمتګذاری ده ومن الله توفيق،
    ۲۵/۴/۲۰۱۵

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *