Categories

اعلان

Loading…

گران و هڅاند ليکوال هوتک صاحب!/ پوهاند مجاور احمد زیار

تر انگليسي راته خپله سياله تربره پارسي زياته غوره مخبېلگه ده!!؟
تر هرڅه له مخه د يوه ((وفادار)) شاگرد په توگه زماد سپين سترگي استاد دا لنډه گيله درواخله، په دې ډول:

تا درې کاله له مخه په لندن کې زما د ۷۵ يمې کاليزې د ۱۲۰بنډاروالو پر وړاندي څه ناڅه په دې ټکو او(ي گانو) منښته وکړه: (( که تاسي گرد ښاغلي او اغلي هسي د يوه سپينږيري عالم په توگه وپوهاند زيار ته استاد واياست، خو زما رښتينئ استاد دئ او څلور کاله مي ورته د شاگردۍ گونډه وهلي. داچي کله ناکله مي ورسره د معياري پښتو پر سر شخړه نيمه کړي او نوکي مي له سپين سترگۍ کاراخيستئ، ستاسي پر وړاندي ورڅه بخښنه غواړم!))

او ما دې هم په همدې پاروپاس په مالمو کې د نمانځغونډې په پلمه خپل پور در پرې کړ اوله دې غونډلې سره مې درته راپيل کړه: استاد محمد معصوم هوتک د پښتني ادب وفرهنگ د وياړلوسټو(محمد هوتک او صالح محمد هوتک) د پليوني په توگه د څو پوهنځيو دروازې و ټکولې او دوه درې کاله همداسې ټکنی پاتې وو، خو په پای کې دهغوی سيوريو د ژبو او ادبياتو پر پوهنځي راوسپاره!

له دې ناخبره چې د هغو تاريخي- فرهنگي سټو دوديزه لاره رَوده پرېږدي او بيا يې ماپسې راخلې او ليکې: ((په معياري انگرېزي کي ئې ددې دوولهجوتوپيرونه يو مخيزه نفی کړي نه دي، بلکي ترزياتي اندازې ئې په رسميت منلي دي .

داتوپيرونه چي تاسي به ئې وروسته ولولئ، دپښتودنرمي اوزېږې لهجې ترتوپيرونو ډېرزيات دي . دپښتوددوو سترو لهجوتوپيرونه که په سړه سينه اود لوړتياغوښتني اوانحصا ريت له هيجاني قضاوته پرته مطالعه سي، دومره نه دي چي دمعيارپه لارکي دي خنډ سي. .. ))

له ورايه راڅرگندېږي چې د روستۍ غبرگغونډلې موخه دې زه يم، نو که ماته هم دارښته راکړې او ووايم، هو ((لوړتياغوښتنه، هيجاني قضاوت…)) نه ،خو ((يوڅا نگپوهيز انحصاريت)) ، کټ مټ ، لکه يو بيالوجېست په دې درزبادوم چې پر هېوا دني او جهاني کچ د ژبپوهنې لوړترين لاسوند( بي- ډاکتر ډېگري) لرم او دا نيمه پېړۍ له پرلپسې نويو نويو تيوريو په راخپلونه په څلورو ژبو ليکنې څېړنې پرمخ وړم، او دپښتو آبۍ د سرڅڼې او سيالۍ لپاره يې پرکاراچوم.

همداخبره ده چې له څلورو پوهنتونونو څخه له کورناستي (تقاعد) سره سره په دې زړبوډۍ کې د ورځې ۸-۱۰ ساته کمپيوټر ته ناست يم او او تر هرڅه مخکې د بنسټيزو لوست کتابونو (پښو يې، وييپوهنې، د پښتواو پښتنو تاريخ د ژبپوهنې په رڼاکې…) له کرونو او زياتو نوسره، دويم، درېيم او څلورم چاپ ته سپارم، له دې ننگونې سره، چې که تا را يا نورو ښا غلو اغلو يې دوبلېکېټ (همرنگ غبرگاوی) راپيداکړ، ياد ژبني ساينس دويم رښتينی بډ و سيال ، نه هسې پېښاوواو اماتور،چې د تاريخي- پښتني پازوا لي(مسؤوليت) راسره ووېشلای شي، يا مې گړسره ځنې اوږې راسپکې کړای شي، په طالب لاڅه، چې ان پر داعش جلاد مې وسپارئ!

که نه، ماته به هم د دې نيوکې اجازه راکړې چې ته په کوم سند و قواله ځانته دا حق ور کوې چې د اېتنالوجېست ډاکتر پالوال، پېداگوگ ډاکتر گلجنان، هارون خپل… تش د انگرېزۍ پوهېدا په پلمه له داسې ځانغټاوي، هيجاني قضاوت، گواښنې ، کينې او کنايې کاراخلې، هغه هم د معياري پښتو، يا زموږ د څلوېښت کلن غورځنگ په نومونه د((يوې يوازېنۍ کره ليکنۍ پښتو)) په تړاوچې په لومړي گام کې يې له تيو ريکي او پراکتيکی ژبپوهنې پرته هواری ناشونی دی.دانگرېزي گړدودي توپيرونو څېړنه ژباړنه دې هم د نورو ليکنو څېړنو غوندې له متنپوهنې پرته بل څه نه ده او د پښتو معياري ربړې د هواري لپاره کومه مخبېلگه(ماډل) کېدای نه شي. ان د نژدې خپلوانې تربرې پارسي هم راته مخبېلگه کېدای نه شي چې تا ترې دومره اوږد ټوپ اچولی او انگرېزي راته په سترگو کې راننباسې.

هرگوره، ما دې بياهم دا هڅه د يوه ۱۸۰ درجو شاگرځ په توگه يو نوی شگوم وگاڼه . په دې مانا چې تر پرونه دې د ارواښاد استاد رشاد له بولۍسره سم دخپل مورني نيکه له مهاله راهيسې د منل شوي ((غورچاڼ)) د ننگونې مورچل- له توکمپوه ډاکتر پال سره هممهاله راټينگ کړی، او په دې ليکنه ژباړنه کې دې د خپلې((نرمې)) پښتو ترڅنگه ((زيږه)) خوارکۍ هم راملگرې کړه!

۱) انگرېزۍ او ورسره د نړۍ پېنځه نورې لوړکچې(super major languages ) ژبې (چيني،روسي، سپانيي، فرانسي او عربي) چې اړوند هېوادونه يې د ويونکيو د ډېري له لامله د نړيوال سازمان په لوړترين اورگان(امنيت شورا) کې دايمي غړيتوب او ويتو رښته ترلاسه کړي، پېړۍ پېړۍ پخوايې د سوسيولنگوېستيکي آر له مخې د ليکني معيار بنسټ اېښوول شوی. په نورو ټکو، د هغو يو يوازېنيو گړدودو سره يې پيلامه رانښلول شوې چې په لوړو ټولنوټيزو(اجتماعي-اقتصادي)، سياسي او فر هنگي منځيو يا مرکزو (پلازمېنو) يې اړه درلودلی وه، که هغه لندن او واشېنگتن ول، که پېکن ، پترسبورگ، مادريد، پاريس او … . همداسې د دويمې پوړۍ ژبې او په دې لړکې زموږ هندو آرياني دا درواخله.

۲) هغه درست گړدودي توپيرونه چې د نورو پېنځو ژبو غوندې تا د انگررېزۍ په تړاو له تيارو شتو لارښودونو او ډېکشنريو راخېستي او راژباړلي، د پښتو هغو هومره کوم ژور او بېخبنايي ادلون بدلون نه رامنځته کوي، خو د دې لپاره چې پر نړيوال کچ تر نورو يادو ژبو خورا لوړه سياسي، اقتصادي او فرهنگي برواله او امتياز لري، د هرې اړوندې ټولنې وگړي يې د زده کړې اوان پر پوره پېچلي لیکدود ياسپېلېنگ د لاسبري په پار ټولې ستو نزې پرځان گالي، هم يې د آرې مورنۍ ژبې په توگه او هم د راخپلې کړې او يادويمې ژبې په توگه.

۳) پښتو له دغه پلوه د سترو سترو ژبو لا څه چې ان د نژدې تربرې پارسۍ پر وړا ندې، لږترلږه پرهېوادني کچ، ورته کابو هېڅکله نه ده ترلاسه کړې. نو له دې پرته چې د دوو نه، بلکې د څلورگونو گړدودي ډلو ټپلو يو ه هراړخيز غورچاڼ ته اړتيا لري او د همدغې يواز ېنۍ شونتيا په موخه له څلورو لسيزو راهيسې زموږ معياري غور ځنگ پر مخ درو مي.

هراړخيز په دې ماناچې ترهرڅه له مخه مو تيوريکي ژبپوهنېز آرونه پر نسېپونه په پام کې نيولي او بيا مو په څېرمه ډول پراکتيکي يا سوسيولنگو ېستېک هغه. څنگه چې دا هرڅه مو په سلگونو ليکنو او بيا ليکلار ښودونوکې وړاندې کړي، نو دلته يې په بياراغبرگونه ستا او نورو مينه والو سر نه خوږوم. هرگوره په نوې کتنه کې يې دالاندې دوه توکه(مادې) له پوښتنې سره مخامخ دي:

۴) لرغونوالی (ارکاييزم ) د پسرغښتي ليد توگې پر بنسټ له دې روسته آر سره په ټکر کې راځي؛ که څه هم دغه ليدتوگه ما وار له مخه د رغښتي ژبپوهنې په رڼا کې راخپله کړې او وړا ندې کړې وه :

ليکنۍ ژبې ورځ تر ورځې د پرلپسې نويو نويو رامنځته کېدونکيو علمي، فرهنگي، تخنيکي جاجونو (مفاهيمو) له نه درېدونکي څپان (د اوبو توپان) سره مخ دي، نو د دې لپاره چې دغه زور و فشار يې يوڅه را کم کړی اوسي، په کار ده، دهرې ژبې نا هممهالي (دايکرو نيکي) بڼې پرځای هممهالې(ساينکرونيکي) هغه ډېره په پام کې ونيول شي. په نورو ټکو، تر وسې وسې يې اوسنۍ(گړنۍ) رغاونيزه (stractural) بڼه راټينگه کړشي او زړه هغه ترې وغورځول شي، هغه هم له پرلپسې رغښتي او ليکد ودي سمونونو (ريفور مونو) سره. خو پر وړاندې يې په وييپانگيزه (lexical) بڼه کې ارکاييزمونه (زړويزونه) او ان هېستورېزمونه (تېرويزونه يا متروک وييونه) راونغښتل شي او ترڅنگ يې دايلېکتېزمونه(گړ ويزونه)،بيا نيولو جېزمونه (نو ويزونه) او تر ټو لو روسته اداپتېز مونه ( پورويزونه يا مستعار، دخيل وييونه) او انټرنېشنلېزمونه (نزويزونه ياگډ نړيوال وييونه). نو که ته زما په تازه ليکنو مرکو او د وييپوهنې او وييرغا ونې د نوي چاپ په سريزو کې راوړې بېلگې تر يو ځغلندې کتنې تېرې کړې يا رسنيو ته مخ و سترگې او غوږنه ورواړوې، درته به زباده شي چې څنگه تر پور ويزونوڅخه، د نويزونو ، گړويزونو او بيا زړويزونو دودونې ته هڅه پرلپسې پر زياتېدو ده او له دې سره څلورگونی انډول پر مخ درومي: ارکاييزمونه (وياړ، يون، اند،جاج، ويی، وييونه، مانا…)؛کمپېښي دايلېکتېزمونه( ستونزه، ستونزمن، موخه، برم، پرتم،اکر، وکر، اکروکر، ربړه، ناورين، ناتار،نوماند، لامَل، نهيل، نهيلي، سکته، بخوله، هرگوره، ژمنه، گړدود، څنگلوری …) ؛نيولوجېزمونه (لېونتون، زېر متون، پيوستون، پاڅون، لاريون، غورځنگ، لاسرسی، رسنۍ، مهالنۍ، چارواک، ټولټاکنې، بيارغاونه، لنډ مهال، اوږدمهال،نومهال، وسمهال، هممهال، خپلمنځي… يا دورزشکارانو له خوا لوبغاړی، لوبغالی، لوبډله، وزلوبه، پايلوبه، منځلوبه… او بيا زرکلن پارسي- عبري ورځنومونه ( شنبه، يکشنبه، دو شنبه… پر (پيلنۍ، يونۍ، دونۍ…) راړول ماته هم ناببره او هېښنده واېسېدل!

(۴) تاد راخپل کړي ((دراني)) گړدود له غوښتنې سره سم په سرچپه ډول، ټول زور پر گرامري ارکاييزم اچولی چې دپالوال په پليونۍ دې دوه غبرگ کتابونه دهمدې زاړه آر ښکارندوی دي. له څلورگونو وييپانگو څخه دې هم تر دغې اوسنۍ ليکنې ژباړنې، پرادا پتېزم او بيا د زړو استادانو پر پليونۍ ((عربېزم)) راټينگ کړی دی. هغوی خو بياهم ترڅنگ د درېگونې پښتو پانگې په پلټنه او دودونه کې هم خپله ونډه تر سره کړې او تا داکار هم نه دی کړی!

په دې توگه ستا سوېل لويديزه گړدودي ډله د درو نورو پر وړاندې له بې کچه ارکاييکي رغاونيز سېستم سره پورتنی هومره معياري چانس نه لري او ځنې تېر ېدوکی هم نه يې. خو منځنۍ له دويم (دادېما جی ده)، سوېل ختيزې له درېيم (اېميژمېرو پلور) او ان شمال ختيزې ډلې د (ځ، څ، ژ، ږ، ښ) د ورکاوي تربريده له څلورم تاريخي- جغرا فيايي غږ ونج (فونېتيکي بدلون) سره سره څه ناڅه يو رادود شوی ټوليز ليکدود هومره راخپل کړی دی. خو تاسې له يوې نيمې بېلگې ( زرغونه راغلل ←زرغونه راغله) پرته، باور نه کوم، له بېخرته ارکاييزم او بيا د (يوې- يواز ېنۍ کره ليکنۍ پښتو) په پار له يوه ځانتني (منحصر بفرد) اکسنتولوجۍ څخه لاس واخلئ چې رابرسېرونه او نومېرنه او بيا اغېزښندنه يې زما د وياړونو يوه برخه ده!

له دغې خجيز سېستم سره تړلی خپلواکونج (واوېلي بدلون)، لکه (زور پر زورکي)، (ی پر ئ، (ې پر ي)،( اوږد-و پر لنډ-و) چې د نوې ژبپوهنې سرلارو، دارمستېتر، گايگر، مور گنستيرن،مکنزي…يې په آرياني اوبيا تاريخي-پرتليزې غږپوهنه او آرپوهنه کې يې څرک نه دی لگولی او په دې توگه يې په کندهارۍ پښتوکې يوه نوې پېښه بللې، او ما مکنزي ته تر مړينې څلورکاله له مخه په ايراني پارسۍ کې ورته پېښه ور پرگو ته کړه، لکه: شير (شودې، زمری) دواړه په لنډه (ي) ادا کوي،نو دبېلتون لپاره يې دا بيت ويل شوی دی: يکي شير است اندرباديه وآن ديگر شير است در باديه، لومړۍ باديه (اوږدړی دېگ) او دويمه (دښت) مانا کېږي؛ دغلته تنکېري (ی) هم (ي) ويل کېږي او داپېښه په افغاني او تاجيکي گړدودوکې نه ده رامنځته شوې. هېښنده داچې استاد مکنزي او استاد بېنوا د(ې-ي) د التباس څه ناڅه ورته بېلگې راښوولې او هغه د دويم او درېيم وگړي، يا په ملايي نومونه د(مخاطب او غايب) التباس دی، لکه: (ته وينې او دئ ويني) دواړه (پر لنډه-ي) پايته رسوي!

پايله يې داچې څو څوقاعدې په غږپوهه، گړپوهه ،غونډله پوهه او ان په وييپوهه کې سرباري کېږي او له دې سره د معياري مادې، (باقاعده والي)، (لنډوالی)، (اسا نوالی) او(دويونکيو ډېروالی) هم له پوښتنې سره مخ کېږي او په هېڅ ډول يې پردرو نورو گړدودي ډلو منلای او سهلای نه شئ. په پای کې به خبره د نارويژي ژبې غوندې د شمال و جنوب ((ډبل ستاندرډ)) ته ورسي او له پښتنو سره د يوه يوازېنيورته دولتي او اقتصا دي زور اوبله کومه شونتيا نشته، پاتې لا ددوو غبرگو معياري پښتووو سمبالتيا!

له تربرې پارسي ژبې سره د سيالۍ او برابرۍ رغنده ملي هاندوهڅې ربړې اوخنډونه
(۱) دا ترخه رښتيا اله ماله بايد ومنو چې پارسي له يوې سمتې زرۍ، ټيک له هغه را هيسې، چې تر عربي راروسته د دويمې اسلامي ژبې په توگه پر ټوله سيمه منل شوې، که څه هم راروسته يې دويمه عجمي ژبه تورکي هم خپل پېر تېرکړی خوځا يناستې شوې نه ده او له پوروييونو پرته يې د پيوندي ژبې په توگه کوم پښوييز يا رغاونيز اغېز پر پښتو نه دی راکښېباسلی؛ همداسې پخپله عربي هم درواخله چې له درست گروهيز ځواک او بيا وييپانگې او سپېڅلو متنو سره سره يې رغښتي اغېز نه دی راښندلی. خو پارسي پرې تر دې دمه له هره پلوه لا هغسې برلا سې او واکمنه (dominant) پاتې شوې ؛ کټ مټ لکه ښکېلاک پس ملي ژبې چې د اړوندو ښکېلا کي ژبو له لاسه سر راپورته کولای نه شي او خپل شتون او شتمني يې پر وړاندې ور زبادولای نه شي.

زموږ د غورځنگ لومړی شعار هم داووچې: (( د پښتو پانگې ترويج ،تصفيه نه بلل کېږي!)) او پايله يې هم دلمر په څېر روښانه او همداسې روانه ده! که باور دې نه را ځي، د هغه مهال يوه ليکنه، خپرونه يا کتاب له نننيو دې سره پر تله کړه. دغلته خبره يوازې پر درېگونې نږه وييپانگه نه ، بلکې د خورا اړينو پښو ييزو توکو، گړنو- څر گندنو او ورسره ورسره د سلگونو وييرغاونيزو مخبېلگو پر نويو نويو نومېرنو (تشخيصونو) او رابرسېرونو هم راڅرخي!

د دغو ترخو رښتياووپه پام سره ترهرڅه له مخه پر هېوادني کچ ، له تربرې (پارسي دري) سره دملي سيالۍ او برابرۍ لپاره خپلې هاندې هڅې بايدله بنيادي ژبپوهنيزو ( لنگوېستيکي) سيالۍ او ورپورې تړلو ربړو راپيل کړو. ځکه دايوه يوازېنۍ او بنسټيزه لاره چاره ده چې په واک کې يې لرو او تر سياسي- فرهنگي هغې يې راته راکابو کول هم اړين دي او هم شوني او هممهاله سوليز او سوله ييز.

(۱) داربړه چې ناپښتانه لږه کي د مورنۍ ژبې ترڅنگه پښتو نه، بلکې پارسي راخپلوي او بهرنيان هم تر پښتو، پارسي زده کړې ته ډېره مخه کوي(په تېرو لس دولس کلو کې دنيواکگرو د پښتو زده کړې انگېزه هم نوره پايته ور سېده)، او له بده بتره داچې پخپله د پښتنو پرلپسې پرسنايزېشن هم مخ پر بره درومي او داهغه څه دي چې بشپړ ډېری پښتانه، په تېره ځوان کمپيوټري پښت د خپلو ځوانوتودو ولولو له مخې د نه برابرۍ پړه پر بلواکو او بيا ((پښتني)) چارواکو اچوي. خو دا سوچ نه کوي چې که همدانن له کومې اسماني معجزې سره اوسنی اېمپرالېستي- جهادي دولت له تش په نامه دروگونو ځواکونو سره دېته چمتو شي چې پښتو يوازېنۍ ملي- رسمي ژبه اعلان کړي، بيابه هم ناکامه وي او د علامه طرزي او بيا ۴۰ کاله راروسته د ډا کتر صمد حامد اوږد مهالي پلان و پروژې ته به ورستنېږو چې:((لو مړی زده کړه بيا کوزده کړه!)).

(۲) پارسي له رغاونيز- پښوييز پلوه، هغه هم له ډېر ليکني کارونگ سره انگرېزي هو مره ساده شوې، او دا تر گردو غټ لامل دی چې پښتو ورسره په سيالۍ او برابرۍ کې پاتې راغلې ده.

(۳) له پېړيو راهيسې يې څه له سياسي، ټولنوټيز او څه له فرهنگي بروالې له لامله يې يوه-يوازېنۍ-کره ليکنۍ بڼه موندلې يا ورکړشوې او ور سره ورسره د پياوړې ايراني- دولتي پشتوانې او بيا ناروا لاسوهنو او لمسونو زموږ پښتو د گړنگ پر ژۍ درولې ده. او ستره بخوله داچې موږ لا دا لږه کی فرهنگ هم راخپل کړی نه دی چې سره يو دبل څانگې ته درناوی ولرواو په دې لړکې ژبپوهنې او ژبپوه ته . د کابل د ليکوالو ټولنې رانيولې تر جلاوطنو پارسي ژبو ليکوالو او پوهانو راسره د خپلې ژبې ستونزې شريکې کړې، خو پښتانه ليکوال او پوهان زما تيوريکي ژبپوهنيزې هاندو هڅې راننگوي، په دې پلمه چې((پښتو خو په ټولو پښتنو اړه لري، ولې يې يوازې زيار انحصاره کړي!)) ، که له نورو سرټکونه نه کوم، له تاخو به يې هرو مرو کوم، ځکه له دوسته کېږي نه له پردي څخه!

(۴) وييپانگيزه برواله او داهم د سترې ايراني پشتوانې له بروبرکته د اتياکلن فر هنگيستان له لارې يې يوازې نيولوجېزمونه (نو واژه ها و دانشواژه ها) تراوسه تر ميلونونو رسدلي دی. په داسې ترڅ کې چې پښتو دا د امير شيرعليخانه تر دې دمه تر پېنځلس زرو تېری نه کوي. يوه بېلگه يې کمپيوټري نوې رغاونې دي چې د مايکرو سافت (انټرنېټي کمپنۍ) له سپارښتنې او مرستې سره ايرانيانو گرد شپږلکه او شپږويشت زره وييونه، وييغونډونه او غونډلې راپارسي کړې او پښتو ورسره په هماغه يوه ((لس ژبني گروپ)) کې مټې درې زره زما او استاد صميم له خوا رامنځته شوې، هغو هم د کرزي فرهنگي سلاکار له ناغېړۍ د دودونې کابو ترهغې و نه شوه موندلای چې د وينډوز د پښتوانډول (کړکۍ)پرځای پار سي(پنجره) ،د دوتنې پرځای (پرونده) …رادود شوې نه وه!

(۵) په وييرغاونه کې کله ناکله تر اروپايي خپلوانو او بيا هندي څخه پارسي مخبېلگې او بيا د شريکو سټو ريښو له پلوه له پښتو دې سره ښه ترا اړخ لگولای شي. لکه له (رس-) ريښې څخه د پارسي (رسانه) بېلگې له مخې پښتو(رسنۍ) يا د (دسترس، دسترسی) له مخې (لاسرسی). نه د استاد الهام (لاسته راوړنه) د (دست آورد) تړنگ د پورژباړې (loan translation) په توگه چې نورو ډېرو((غلط مشهورو)) په لړ کې رسنيو بېځايه رادود کړی، ځکه پروړاندې يې تيار بېلنگونه يا اشتقاقونه (بريا، برياينه) لرو(← پق). همداراز ايرانيانو د(-لوگي، -لوژي) انډول زياتره(-شنا سی) رادود کړی او(-دان) له فيزيک دان، اقتصاد دان او بل يونيم پرته دومره کار نه دی اخېستی، ځکه ترجاج و مانا يې خوږغږي غوره گڼلې، خو پښتو انډول زموږ پخو انو استادانو په آر جاج رادود کړی؛ بياهم راروسته ليکوالو، لکه روهي په پارسي پېښو(_پېژندنه) بې کوم دک و دليله غوره گڼلې چې هم له اروپايي سره اړخ نه لگوي او هم يې يوه څپه زياته ده.

(۶) د سيالۍ او برابۍ پر وړاندې يو خنډ، پر پښتو باندې نه پوخلا کېدونکې يا نه راخپلېدونکې ناوړې پارسي ښوييزې(دستورې) اغېزې دي چې له درېيمې اسلامي پېړۍ راهيسې راپيل شوې او پرلپسې له خپلو ويونکيو څخه لرې کېږي او چې لابيا ورسره تر شومې کرښې ورآخوا له نيم ېپېړۍ راهيسې – انگرېزي پېښې او اغېزې هم غاړه غړۍ شي، تر اردو هم بتره گډوله ژبه جوړېږي: بره خوا تش د دوو پارسي وييکو(از- تا) له بېځايه پېښو(له-څخه کتنه/ هېواد ته راستانه شئ ترڅو پرمخ ولاړ شي…) او لره خوا مو د اردو-انگرېزي اړيکنومځرو(کوم چې، چاچې) پښتو څومره کړکيچو کړې، چې که د داسې ورته وړو غټو اغېزو مخنيوی يې ونه شي، نه يوازې يې معياريوالی پر خوب و خيال بدلېږي چې هممهاله ورسره ورسره ، خدای مکړه، د پښتنو څوزرکلن ملي – تاريخي اکر وکر(هويت) ورو ورو د کورنيو او بهرنيو له هيلو او ارمانو سره سم د مسخېدنې گړنگ ته ور نژدې کېږي. نو راشه، د پاچاخان د يو والي نارې ته غوږ غوږ شو: ليا به يو کېږو، ليابه ورکېږو!

مينه او مننه – ستا او نورو ټولو خواخوږی زيار

13 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *