Categories

اعلان

Loading…

نبي زړونه هم وگټل/ مطیع الله عابد

څوک پیسې گټي څوک کیسې گټي. چا سره د نام غم وي او چا سره د مقام .څوک عزت بایلي او دولت گټي .یو سر بایلي او خولی ساتي.

زموږ د کرکټ د ملي ټیم کپتان محمد نبي هغه ځوان دی چې هم ېې میدان گټلی، هم افغانستان ،هم ېې ځان ساتلی او هم وجدان.

هغه په داسې یو دوران کې د مقام نه استعفا ورکړې په کوم دور کې چې خلک هر څه نه تیریږي، خو چوکۍ نه نه، د کرکټ اتل محمد نبي ثابته کړه ،چې کله پوه شوې چې نور د قیادت بار نشي وړی، نو د چا په اوږو بار کیږې مه . چې کله پوه شوې چې نور د بل نوبت دی،نو شخیږې مه او چې کله خبر شوې چې په خلکو غمیږې ،نو دریږې مه.

نبي جان د کرکټ په میدان کې چې ځلیده، نو د خلکو خوښیده، چې کپتان شو نو نور هم په خلکو گران شو. چې ټیم ېې گټله، نو د ده په نوم تمامیدله. چې جام ېې راوړه ،انعام ېې راوړه. نو د ملک سره ېې ده ته هم نام راوړه.

خو چې کله د ده قدم بند شو، د لاس وار ېې خطا شو. د قیادت بار سره ېې سم قدم اخیستی نشو. خپل هغه زړو کمال ېې ساتلی نشو. نو زر ېې فیصله وکړه. چې بس دی. زه د مقام تږی نه یم. زه د نام وږی نه یم. زه هغه نه یم چې خلک وايي چې ځه او زه ناست یم. زه هغه نابللی میلمه نه یم. چې خلک وايي چې پاسه او زه ملاست یم.

محمد نبي نه مقام غوښتی و، نه ېې سوال کړی او نه ېې کوم جنجال. ریس احمدزي سره لوبیده. د نوروز منگل سره ېې هم پالله او اوس به د اصغر سره ځي . خو دا به ورته څوک ونه وايي چې نبي ته به کله ځې.

ماته هغه ورځ ښه یاده شي، چې د ویسټ انډیز په ټرینیډاډ ښار کې د بنگله دیش نه مو د کرکټ شل اوریز ټورنامنټ وگټه. محمد نبي د لوبو غوره لوبغاړی شو. غیږ ېې د انعامونو او جامونو نه ډکه وه. نو ما ورته ویل چې زړه دې نه غواړي چې کپتان شې. نو وې خندل. عابد جانه ،همداسې آزاد دې نه یم خوښ ؟.

بیا په نبي غږ شو چې راشه کپتان شه.هغه د قیادت په بند پابند شو. د ټول قام مسولیت ور په غاړه شو. بیا چې څه موده پس د کرکټ نړیوال جام ته د رسیدو زیری مو واورید. نو محمد نبي همدا ویل چې دا ټول کمال د ټولو دی. د هغو ټولو چې د کرکټ نوم ېې د کچه گړۍ نه نړۍ ته رسولی دی.

محمد نبي مې بنگله دیش کې ولید. چې کله افغانستان بنگله دیش ته ماتې ورکړه. نو ویل ېې چې اصغر او سمیع راته لوبه گټلې ده. نبي کله هم دا نه دې ویلي چې ما داسې ویل .زه داسې کوم . تل ېې د ټیم نوم اخیستی. د چا چې حق کیده ،د هغه نوم ېې اخیستی.

محمد نبي هغه وخت هم کپتان و ،چې پلار ېې حاجي صاحب خوبی د ده د سترگو تری تم شو. د ده په سترگو تور تم شو. محمد نبي د هغه وطن دپاره شمله او عزت گټه،کوم وطن کې ېې چې د ده د پلار عزت نه سر سلامت نه و. هغه په یو زړه د نورو قامونو سره جنگ کوه او په همدې زړه د بې درکه پلار غم کوه. محمد نبی د هر امتحانه او هر میدانه کامیاب راوتی. ځکه خو په ټولو گران دی. د هر چا نبي جان دی.

محمد نبي به نه یوازې د کرکټ په میدان کې د خپلې غوره لوبې. د کپتان په صفت د خپل قیادت او د میدان نه بهر په خپل صفت یادیږي. بلکې ترڅو چې کرکټ کیږي او افغانستان پکې یادیږي،نو د محمد نبي عیسي خیل نوم به هم لکه د سر خیل ځلیږي.

ځکه چې هغه په خپله میړانو نه یوازې میدانونه گټلي، بلکې میلونو زړونه ېې هم گټلي دي.

هغه زړونه چې د کلونو جنگونو، غمونو او دردونو نه ډک دي. محمد نبي ورته زیري او خوشالۍ راوړي. هغه ورته د نړۍ نه گلونه گیډۍ گیډۍ راوړي. نو قام به هم هغه نه هیروي. د هغه د هر کار صفت به کوي. عزت به کوي. ځکه چې نبي ورته د میدان د گټلو ،د افغانستان د پاللو او په عزت د وتلو هنر ښودلی.

592 total views, 2 views today

3 comments

  1. د . ا . عثمان . ر Reply

    هو، بالکل همداسې ده. مونږ پر نبي جان باندې ویاړو. نبي جان تل ښه لوبه کړې، ښه کیپتاني یې کړې او همدارنګه ښه او پر ځای تصمیمونه یې نیولي دي. نبي جان تل د خپل ټيم او همدارنګه د خپل هېواد لپاره لوبه کړې ده، نه د خپل ځان لپاره. هیڅوک هم له نبي جان نه شکایت نه لري. نبي جان د هېواد ځوانانو او نویو نسلونو ته د اخلاقو او شرافت یوه ژوندې بېلګه ده. نوموړي نن پدې کار سره یو ځل بیا هم خپله درجه او کلاس په ثبوت ورسولو. نبي جان عیسی خېل نن پدې کار سره نه یوازې د کرېکټ ملي لوبډلې ته د عبرت یو لوی درس پرېښود، بلکې د هېواد په سیاسي ډګر کې یې هم سیاستوالو، دولتي مقاماتو او کوماندان صاحبانو ته لوی درس ورکړ. نبي جان د خلکو زړونه ډېر پخوا لا ګټلي او د ټولو خلکو دعاګانې او ملاتړ به تل تر تله ور سره وي. الله دې بریالی او سرلوړی لري. په درنښت.

  2. افغان منم Reply

    هم پر نبي جان او هم پر تا ویاړو

    مننه د دا ښکلې لیکنې

Leave a Reply to fazal khaliq sehra Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2