Categories

اعلان

Loading…

د کتاب نړيواله ورځ او “د سترګو چاودې مې خوږېږي”/ سيدشاه سقيم

دور مامد کاکا په خپل زوی د نيکه او غور نيکه د نوم له ايښودلو سره مخالفت کاوه او دليل يې دا وايه چې تر اوسه مو ليدلي چې کوم پر ستره څوکۍ ناست کس دې ماټ نومېږي. يا دې کوم پياوړی ډاکټر تاويز نومېږي او يا دې هم د ښه غټ مامور نوم ټوټ وي؟

ښه يې ويل. ښه نوم تر منزله د رسېدو لپاره د مزل يوه لويه برخه رالنډوي، خو که نوم بې‌خونده وي، دغه لاره په پيل کې لا د چا ساه ايساروي.

بدمرغي دا ده چې بې خونده نومونه يوازې د پښتنو په ماشومانو نه ايښودل کېږي، بلکې له نوي زېږېدلي ماشومه نيولې، تر دوکان، شرکت او کتاب پورې د پښتنو د هر څه نومونه داسې ښکاري لکه په خوله چې ورغلي او پسې ورباندې تپلي يې دي.

په تېر اوړي کې جلال اباد ته تللی وم. موټر له ښاره لږ ګوښې ته ووت، پر يوه دېوال يې ليکلي وو. “لمر د يخي جوړولو فابريکه” تر ډېره مې دا فکر کاوه چې دا لمر نوم به يې نو په کوم اساس د يخي جوړولو په فابريکه ايښی وي. خدای شته، کوم ځواب قانع نه کړم.

وړمه ورځ مې زړه غوښتل ځينې کتابونه وپېرم. د کابل کتاب ښار ته لاړم، خو هلته چې مې د ځينو کتابونو نومونه وليدل، پر لمر د يخي جوړولو فابريکه مې شکر وکيښ.

نن د نړۍ په شاو خوا سلو هېوادونو کې کتاب ليکونکي، کتاب لوستونکي او کتاب چاپوونکي د کتاب لوستلو ته خلک هڅوي. د کتابونو د کيفيت پر ښه والي خبرې کوي او ليکوالان تشويقوي چې لا نور هم په زړه پورې کتابونه وليکي.

په نوره نړۍ کې اوس کتاب ليکوالان سر ټکوي چې انټرنيټ يې بازار سوړ کړی دی، خو په افغانستان کې لا د انټرنيټ لاسونه د کتاب ليکوال تر ګرېوانه نه دي رسېدلي، بلکې کتاب ليکوال په لوی لاس تر خپل ستوني د لټۍ او ټمبلۍ پړی تاو کړی.

د دور مامد کاکا خبره، که څوک درته ووايي چې ټوټ، تاويز يا ماټ ستاسې ليدو ته راغلی، ستاسې زړه يې ليدو ته نه غورځي، لومړی خو همالته ځواب ورکوئ چې پوښتنه ورڅخه وکړه، څه کار يې بند دی. يا که ورسره وينئ، ځينې عادي کارونه هم د ټوټ تر ليدو مهم ګڼئ او ليدنې ته ټال ورکوئ. خو که درته ووايي، چې ډاکټر حامد، انجينر ميرويس يا ښاغلی محمود درسره ويني، سمدستي خپلې جامې سموئ او هرکلي ته يې مخې ته ورځئ.

په فېسبوک کې، د عاشقان بې سرحد، دل باخته‌ګان کابل، مرګه تاته انتظار يم، ملک د پوختو دی، غريبي ده خيال کوه، راشه ماما زوی دې لېونی دی، حقه پيره، ملنګانو سره مه چېړه، غټې سترګې دومره غوسه، عبدالحيم ايوبي کاروان، د يار نوم د زړه په سر ليکمه، ياران او دوستان، د جانان يادونه او شډل پوختون، په نومونو د پرېمانه ګروپونو تر ليدو وروسته په زړه کې راتېره شوه چې کېدای شي د پېښور ټرک ډرايورانو فېسبوک ته مخه کړې وې، خو کتاب ته ښار ته تر تلو وروسته دې پایلې ته ورسېدم چې زموږ ليکوالان هم که د پېښور تر ټرک ډرايورانو زيات نه دي، نو کم يې هم مه بولئ.

 د پښتو هر دويم کتاب ليکوال او کتاب چاپوونکی هره دويمه خبره همدا کوي چې پوختانه غټه غوخه اخلي، خو کتاب نه اخلي. پوختانه په مېلو او منظرو پېسې ورکوي، خو کتاب اغستو ته يې ملا ماته ده. پوختانه د لوبو شيزونه اخلي خو کتاب نه پېري، خو څوک پيدا نه شو چې ورته ووايي، الکه لومړی خو ملامتيا ټوله په کتاب پېرونکي کې نه ده، نيم ته هم ملامت يې چې داسې څه نه ليکلای او نه چاپولای شې چې د لوستونکي اړتيا پوره کړي او په دې سربېره چې ستا پر کتاب باندې د ټرک ډرايور ماټ، تاويز يا ټوټ نوم ايښی وي، نو څوک لېونی دی چې په لوستلو يې پيسې هم له ځانه پسې ورکړي؟

پښتانه وايي، خواړه هم له رنګه خوړل کېږي، خو د پښتو کتاب چې،

“دا له مرګ سره جنګ دی، يو خوب وو چې رښتيا شو، دوه کتابونه، ستا کوڅې ته به درځمه، لمن دې ونیسه چې زړه درواچومه، د ښکلا پر لور، پايښت شعري ټولګه، تر هغې به مې ليدلو ته خپلوان راشي، د باز پرواز، د سپوږمۍ شپه، هيلې او اوښکې، کارتوس، د خاورو ښاپېرۍ، خزان وهلی ګل، ويرونو انځورونه، د دوو بنو ښکار، د واده پر سبا، د غزلونو ماښام، مسلمانانو ويښ شئ. د مينې ښار کې سترګې سرې ولې دي، سپېره کلی، د واده شپه، ستا دوه سترګې دوه جهان، سياسي غوبل، د ستورو ټپې، شفق پر ګلابونو، سپرلی په خال کې، کرجي بابا، د سمندر جزيره، يوازې ستا په نوم، لوړې او ځوړې په غزل کې، راشه زما جانانه، توندې سيلۍ، مټکور، سپوږمۍ ژاړي، د سپوږمۍ شپه، که راته ګورې درته ګورم، له ياده نه وځې، زخمي زړه پټ رازونه، زما له خياله ستا تصوير نه وځي، په کاڼي زړه کې تنده، زه لا ناست يم ستا په ياد کې، لوڅه څنګل، ستړی ژوند، د مينې شعرونه، د شپې کيسې، د سترګو چاودې مې خوږېږي او اې د حسن لېونيه “نومېږي، نو خاورې به يې لوستلو او پېرلو ته څوک زړه ښه کړي.

راشئ لومړی خپلو کتابونو ته اسانه، خوږ، موزون، ښايسته، لنډ، داسې نوم وټاکو چې پر مغزو ښه ولګېږي، له لوستلو سره سم زړه ته کښته شي، له محتوا سره اړخ ولګوي، ژبه يې په لوستلو ستړې نه شي او د لوستونکي پام ځان ته ور واړولای شي، بيا وګورو چې خرېدار يې څنګه نه پيدا کېږي.

تر څو چې د پښتو کتابونو نومونه د پېښور ټرک ډرېوران ټاکي او پاڼې يې د پاکستاني موټر د باډيو او تشنابونو په شعرونو تورې وي، له لوستونکيو څخه د کتاب نه پېرلو ګيله د کتاب ليکوالو او کتاب چاپوونکيو درېيمه تېروتنه ده.

سيدشاه سقيم

59 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *