Categories

اعلان

Loading…

هغه دې یاد دي که دې هېر دي!/ عزت الله ځواب

د ماشومتوب د ژوند هر څه په ياد نه پاتې کېږي، خو ځينې بوږنونکې او خوږې شېبې وي چې تر ډېره د انسان  په زړه  او ذهن کې ژوندۍ وي

د ماشومتوب رنګینه نړۍ ده او ماشومان لکه د ګلونو ښکلي او پاک دي.

 اپلاتون  وايې چې رښتینې خوښي د ماشومانو ده، ځکه چې له ریا او فریب لېرې وي.

ددې فلسفي لارښوونه ده؛ چې هېڅ کوچنی مه تحقیروئ کېدای شي تر تاسو لوړ او مخکې شي.

  هېڅوک همدغسې غټ نه وي زېږېدلی، چې  له مور پیداکېږي کوچنی وي، مینه ګوري،  رالوېږي او د ژوند خواږه او ترخه څکي.

 هر چاته خپل ماشومتوب لکه خوب داسې ښکاري، چې ځینې شېبې بیا بیا په رایادولو ارزي او ځينې تېروتنې   ځورونکي وي.

هغه دې یاد دي که دې هېر دي

چې ته هلک وې زه شیطانه جلۍ ومه

وايې چې په ماشوم د الله حق نه شته او په ټولو دینونو کې ماشوم ته درناوی شوی، خو له بده مرغه په دې ورستیو کې له ماشومانو سره د تاو تریخوالي پېښې زیاتې شوي.

 له ماشومانو سره زور  زیاتی او تشدد اوسنۍ مسئله نه ده.، یوسف پېغمبر ماشوم و چې ورونو څاه ته وغورځولو.

 فرغون ته الله پاک موسی په کور کې رالوی که.

حضرت محمد(ص) په ماشوموالي کې د پلار مینه نه ده لیدلې، خو خپله یې له  ماشومانو سره ډېره جوړه وه.

 حضرت عایشه وايې چې پېغمبر به ماشوم په غېږ کې کېنولو.

په حدیث کې راځي : اقرع بن حابس له پېغمبر  سره ناست  و، رسول خپل لمسیان ښکل کړل، نو اقرع ورته وویل: تاسې ماشومان ښکلوئ؟

رسول (ص) ورته وویل: هو مونږ ماشومان ښکلوو.

اقرع وویل: زما یوولس بچي دي، ما تر اوسه یو هم نه دی ښکل کړی.

رسول (ص) ورته وویل: دا چې الله تعالی ستا له زړه نه رحمت ویستلی دی، زه څه اختیار لرم چې ستا زړه کې رحمت در واچوم.

ځینې پلرونه خپل اولادونه سخت وهي او ټکوي، چې بیا دوی او ټولنې ته سرخوږی شي.

زمونږ په ټولنه کې لا تر اوسه په ښوونځيو کې ماشومانو ته ښوونکي لښتې خوځوي.

د غزل بابا امیر حمزه شینواري د وهلو ټکولو له لاسه ښوونځی پرېښی ؤ، د ده یوشعر دی:

چې نه شرمېږي بیا وشرمېږي

دا ماشومانې سترګې د تا دي

چې پرې بایللې حمزه خاني ده

هغه خو ګرانې سترګې د تا دي

ماشوم چې لا په خبرو پیل نه وي کړی، هر څه په ژړا غواړي. متل دی،  چې ماشوم ونه ژاړي مور پۍ نه ورکوي.

رحمت شاه سایل وايې:

ماشومان که د مشرق که د مغرب دي

د ژړا  او د خندا انداز یې یو دی

د ماشومانو خپل ادبیات له شعرونو مالا مال دي، خپله مې په ماشومتوب کې اکو بکو او نورې غاړې کړي.

زمونږ په وخت کې بېلابېلې لوبې وې: توپ ډنډه، ډۍ او ډانګ، دمبۍ، سخی، نانځکې یا ګوډیانې، بنګړی مات ، تشلې، ګاټي …

له استاد  ازمون نه مې په يوه مشاعره کې دا شعر اورېدلی و، چې د ماشومانو د ژوند د څو شېبو انځور او ښایسته تابلو ده:

لا واړه  وو چې د لویانو دا پېښې به مو کولې

په سکرو به مو ځانوته تورې برېتې جوړولې

مدرسې نه چې به پټ شو هدېرې پلو به لاړو

ګل به بېرې ته ختلو ما به بېرې ټولولې

د تېرو ټاکنو پر مهال مې د ښوونځي  زده کوونکي وليدل چې دوه ډلې شوي وو، یوې ډلې ویل:

مونږه ډوډۍ نه خورو

له ډوډۍ سره چکني غواړو

مونږ اشرف غني غواړو

او د بلې ډلې هلکانو ځواب ؤ:

مونږه ډوډۍ نه خورو

له ډوډۍ سره بانجان غواړو

مونږه ګل مرجان غواړو

د ماشومانو له خولې مې د لنډ بحر  دا شعر هم اورېدلی:

توبه خدایه توبه

تمبه راولېده

تمبې لاندې پیری ؤ

پیری د خره بچی ؤ

لکه د ماشومانو په دې شعر کې چې پیري ته د خره بچی ویل شوی، دغسې زمونږ ځينې لویان ماشومانو ته کنځلې کوي او  ورزده کوي، په ځېنو سیمو کې چې ماشوم نوی په خبرو راشي ورته وايې، کاکا ته کنځلې وکه او مشران یې په اورېدو خوشالېږي.

غني خان وايې:

کړم قسم چې له جنته به شم ستون

چې کنځل پکې وا نه ورم د پښتون

په خپلو اولادونو باندې سم نوم اېښودل او هغوی په ښه نوم یادول  د ماشوم په مور او پلار حق دی.

 یو چا کیسه کوله:  زه چې ماشوم وم محبت خان وم، چې زلمی شوم محبت شوم او چې واده مې وکه محبتی شوم.

زمونږ په هېواد کې ټول هغه وګړي چې عمرونه يې تر ۱۸ کلنۍ نه وي رسېدلي ماشومان دي.

  ډېرې رسنۍ د ماشومانو لپاره په خپرونو جوړولو کې پاتې راغلي.

 دوی داسې سریالونه خپروي چې په ماشومانو بده اغېزه کوي،  دا کار د ماشومانو له حقونو سرغړاوی دی.

د افغانستان د ژورنالیستانو اخلاقي اصولو کې راغلي، چې د شپې تر ۱۲ بجو مخکې باید وحشت ناکه فلمونه خپاره نه شي.

 د بیان ازادي ده، خو تر هغې چې د بل ازادي تر سوال لاندې نه شي.

په روانه  جګړه کې ډېر ماشومان مړه او ټپیان شو، یتیمان او بې سرپرسته شو، د دوی د حقونو په نوم ډېرې ادارې جوړې شوې، خو ډېرو کمو يې د ماشوم حقونو ته کار  وکړ.

زما د ښار  واړه واړه ماشومان

په لار  روان خلک له  پښو نه نیسي

قومندانان په لنډ کروزر کې ګرځي

خو یتیمان خلک له پښو نه نیسي

په دیارلسو کلونو کې په لسګونو تړلې او خپلواکې رسنۍ رامنځ ته شوي، که دوی په خپلو خپرونو کې ماشومانو ته وخت  ورکړي، ښه کردار ادا کولای شي.

په اوسنیو حالاتو کې د ماشومانو قاچاق او له هغوی نه ناوړه ګټه اخیستنه لويه  ستونزه ده.

په ماشومانو سوال کول،  ځینې رپوټونه شته چې جلال اباد ښار ته له نورو ځايونو ماشومان راوړل کېږي او بیا پرې سوال کوي، چې دا خلکو ته زمونږ  د سیمې خراب تصویر وړاندې کوي.

په دې وروستیو کې  په ماشومانو دجنسي تېرېو رپوټونه خپاره شو.

د ماشومانو ژوند د ډېر ارزښت  وړ دی،  عموماُ غریبه ټولنه ډېر ماشومان زېږوي چې بیا یې سمه پالنه نه شي کولای.

دلته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په  شپږ سرغړونو تمرکز کوي.

وسله والو ځواکونو کې د ماشومانو ګمارل، د ماشومانو وژل او معلولول، په ښوونځیو او روغتونو نو برېدونه،

په ماشومانو جنسي تېری، ماشوم تښتونه او د بشر پاله مرستو مخه نیول، لکه واکسین نه تطبیقول.

جګړو زمونږ په ښوونیز بهیر سیوری غوړولی د زدکړو لپاره سم چاپېریال رامنځته کول د ټولو دنده ده.

د امنیت نشتوالی، فقر او بیوزلي،  مخدره توکو ته اسانه لاس رسی او ځينې کولتوري ستونزې  دي چې د ماشومانو ژوند يې په خطر کې اچولی.

ماشومانو ته ځانګړې پاملرنه اړينه ده.

د  اکثره  پښتنو د زېږېدو نېټه نه  ده لیکل شوې، ځکه چې ډېرو خلکو تعلیم نه درلوده.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق  یونیسف unicef نومېږي، چې له  ۱۹۶۹ راپدېخوا افغانستان کې فعالیت کوي.

 د افغانستان په اساسي قانون کې راغلي چې د ملګرو ملتو کنواسیون به عملي  کوي.

د یونسیف شعار دی:  د ماشومانو لپاره سره یو شئ.

دوی په افغانستان کې لومړیتوب پولیو يا د ګوزن واکسين ته ورکړی،  دا هغه ناروغي ده،  چې شل کاله وړاندې پرې په اروپا کې په زرګونو خلک اخته  وو، اوس په هند کې دا ناروغي له منځه تللې،  زمونږ دنده ده چې دا وایرس ختم کړو.

د ملګرو ملتونو  ارقام   په ګوته کوي، چې په افغانستان کې ۴۰ سلنه ماشومان له خوار ځواکۍ سره مخ دي او په هرو زرو ماشومانو کې ۱۰۲ ماشومان پنځه کلنۍ ته نه رسېږي.

همدارنګه   تر درې میلونو زیات ماشومان له زده کړو پاتې دي او  هره ورځ پنځه ماشومان د افغانستان په جنګونو کې وژل کېږي.

دغسې لا تر اوسه زمونږ  میندې او کوچنيان د زيږون پر مهال مري.

که د ماشومانو په اړه  رپوټ ورکوو، نو له ځانه پوښتنه کوو، که د کورنۍ غړی  مو وای،  عکس العمل به مو څه وای؟

د تېریو د پېښو رپوټ ورکولو کې باید له تصویر اخېستو ډډه وشي او د ماشوم شخصيت ته پام وکړو، پارونکې خبرې خپرې نه کړو،  د ماشوم او د کورنۍ احترام باید وشي.

د دولت مسئولیت دی چې قوانین عملي کړي او د ماشومانو ساتنه  وکړي.

د کلاسيک  ادب موشګاف شاعر حمید مومند د اولاد روزنې ته داسې اشاره کړې :

نازولی زوی نه اخلي ادب

او د سیوري نخل نه نیسي رطب

په غوجل کې باري خر او قچر ښه دی

نه په خونه کې جاهل او بې طلب

خو اوسني  ارواپوهان دا نه  مني  او هغه د چا خبره  دا متل رد شوی،  چې چېرته ډب نه وي هلته ادب نه وي.

لقمان حکیم خپل زوی ته په نصیحت کې وايې چې درې شیان په احتیاط پورته کوه ( قلم، قسم  او  قدم).

د ماشوم زړه د هغې ځمکې په شان دی چې هر څه پرې وکرې هماغه حاصل ورکوي.

 پخه خبره ده، چې په کلي راشه ماشومان وپوښته.

  په لنډیو کې وينو چې مينانو له ماشومانو  د ریبارۍ استفاده کړې.

ما له واړه رېباره ځار کړې

چې يو خبره دوه واري راته کوينه

 د امریکې مشهور  ډانسر مايکل جکسن د ماشومانو په مینه تورن ؤ.

پښتو فلم ( د ځنګل بادشاه) کې ګورو،  چې یو ماشوم په ځنګل کې د زمرۍ په شېدو رالوېږي او بیا د ځنګل بادشاه شي.

 دغسې د ډېرو هندي فلمونو کیسې داسې دي، چې دوه ماشومان سره ملګري وي، ورک شي او په اخره کې سره یو ځای شي.

د سلما شاهین یو شعر نغمې زمزمه کړی:

زه هماغسې وړه وای

ما ګوډیانې لوبولی

باډیوې مې خېژولی

زه په هېڅ نه پوهېدلی

زه هماغسې وړه وای

زما خپل ماشومتوب له ډېرو لوړو ژورو تېر شوی، څه په کلي کې په بې غورۍ او څه د مهاجرت ستونزې او کړاوونه.

چې وړوکی وم  له کوترو ساتلو سره  مې ډېره مینه وه، خو پلار مې راته نه پرېښودې او ډېر وهل مې پرې خوړلي.

ما له باړې نه د پېنډۍ او لاهور له  ګنډو نیولې تر اوسه  ډېرې لارې ستړې کړي.

  زما ماشومتوب د کرکې او مینې   ډکه خزانه ده، چې نه یې شم راسپړلی او  د ځينو صحنو دبيانولو  توان  راسره نشته.

زه  دې  پايلې ته رسېدلی يم، چې اصلي ژوند هماغه د ماشومتوب دی.

په تېرو کلونو کې به مې چې مینه پېښور ته چاپ  لپاره  وړله،   نو  د پولیسو له وېرې به  مې  يو بچی هم له ځان سره بېولو، یو ځل خو مې د ملګري نیاز علي خاکسار  زوی عظمت خان  له لواړګي تر پېښوره ملګری ؤ.

مونږ باید د ماشومانو سمه پالنه وکړو، هغوی پاک وساتو، درانه کارونه پرې ونه کړو، هغوی ته رښتیا ووايو،  د لوبو وخت  ورکړو،  ښه خواړه ورکړو.

همدارنګه  ماشومان د حقونو تر څنګ  مسولیتونه هم لري چې  ور په ګوته کول يې  لازم دي.

نور بايد کوچنيان  د بلاګانو په کیسو  ونه وېروو، خبرو ته یې غوږ کېږدو.

اوس هم زمونږ د هېواد د ډېرو وړو  پلرونه مساپر دي.

زما سلام دعا پرې وایه

بیا ورته وایه ماشومان دې یادوینه

   له  ماشومانو سره  مینه لرم او  ماشومان   مې خوښېږي، ځکه  خو غونډو،  مشاعرو  او چکر  ته ځان سره ماشومان وړم،  زه باوري یم چې د دوی په مینه کې به خپلې مينې ته  ورسېږم.

خدای به دې زلفې په لاس راکړي

ماته د کلي ماشومان دعا کوینه

يادونه: داليکنه د مينې مجلې په ۶۱ مه ګڼه کې چاپ  شوې.

5 total views, 1 views today

1 comment

  1. کظمالی Reply

    څواب صیب په زړه پورې او ګټوره مقا له لیکلې، مبارکي ورته وایم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *