Categories

اعلان

Loading…

دولتي چارواکي دې د هديرو له غصبولو او پلورلو لاس واخلي

د هلمند مدني ټولنې مسؤلينو ياده خبره د هغه لسګونه خلکو له شکايت وروسته وکړه چې په سيمه کې د ولسي وګړو پر هديره د ښاروالۍ له لخوا خلکو ته نمرې ورکول کيږي.

د هلمند د مختار مهاجرو کمپ قومي مشران چې شمېر يې تر سلو اوښتو هلمند مدني ټولنې ته د دولتي چارواکو لخوا د دوی پر هديره خلکو ته د نمرو ورکولو په شکايت ورغلي ول.

ياد قومي مشران وايي، د دوی په سيمه کې نږدې اوه زره کورنۍ ميشت دي چې دوی جرېبه هديره لري.

دغه قومي مشران په  دولتي چارواکو په ځآنګړي د هلمند په ولايتي ادارې او ښاروالۍ تور لګوي چې ځينو خلکو ته يې د دوی پر هديره نمرې ورکړي دي.

د مختار د سيمې د اوه زره کورونو قومي استازو هغه اسناد هم رسنيو ته وښودل چې د ولايتي ادارې او ښاروالۍ له لوري د دوی پر هديره خلکو ته نمرې ورکول شوي دي.

قومي مشران وايي چې دوی د هغه خلکو پر وړاندې چې د دوی هديره نمرې کوي ودريږي خو څو ځله د هغوی لخوا وهل شوي او ډبول شوي هم دي.

دوی هلمند مدني ټولنې په انګړ کې له دولت وغوښتل چې د دوی غږ دې واوري او هغه هديره دې نه غصبوي چې د همدې دولت ۴۷ پوليس شهيدان پکې ښخ دي.

د يادو خلکو د شکايت د اورېدو وروسته د هلمند مدني ټولنې مرستيال عبدالستار ستوري رسنيو ته وويل چې دولتي چارواکي دې عامه ځايونه او په ځانګړي ډول د هديرو د غصبولو او پلورلو څخه لاس واخلي.

ستوری وايي، دوی دېرش ثبت شوي تصويري او غږيز ثبوتونه لري چې د دولتي چارواکو لخوا د عام ولس ځمکې پر نورو پلورل کيږي او ويشل کيږي.

د هلمند مدني ټولنې مرستيال د راغلو خلکو سره ژمنه وکړه چې د اړونده ادارو سره به د خبرو له لارې د دوی ستونزه حل کړي.

621 total views, no views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸