Categories

اعلان

Loading…

د تصوف او فلسفې ترمنځ اړیکې/ مصطفی صفا

موږ تل په خپل ځان کې یو مبهم غږ اورو… زموږ د ژوند زیاته برخه بې معنا ده او په شک، وېره او عبث والي کې ضایع کېږي؛ موږ له هغو بې نظمیو سره په جګړه کې یو، چې ځینې په موږ کې دننه او ځینې له موږ څخه د باندې دي؛ خو موږ داسې ورسره احساسوو، چې که چېرې خپله اروا راوسپړو، په هغو کې به یو مهم او معنادار شی ځان راوښيي. موږ په شیانو باندې د پوهېدلو په لټه کې یو، زموږ لپاره د ژوند معنا دا ده، چې خپل ځان او هر هغه شی، چې موږ ورسره مخامخ کېږو، ځانته روښانه کړو…

موږ غواړو د هغو شیانو شکل او ارزښت د خپل نظر په تله کې وتلو، چې زموږ سترګې ورسره مخامخ کېږي، ترڅو په دغه ډول خپل ځانونه د ورځنیو پېښو له توپان څخه وژغورو.

موږ غواړو مخکې له دې چې راباندې ناوخته شي، ځینې واړه مسایل رالوی کړو … موږ غواړو د ستونزو او کړکېچونو پروړاندې خپله خوښي له لاسه ورنکړو او ان د مرګ پرمهال هم پرشونډو موسکا ولرو. موږ غواړو کامل او بشپړ ووسو، خپل ځواکونه او استعدادونه وآزمویو او هغه ته نظم، ترتیب او همغږي وبښو.(۱)     «تاریخ فلسفه، ویل دورانت»

هر انسان د زړه له تله غواړي، په هغه څه وپوهېږي، چې له ده نه پټ دي. د رازونو د سپړلو معنا په حقیقت کې پوهېدل دي، په تېره بیا د ژوندانه او نړۍ په اړه په حقیقت پوهېدل، هر چا ته پر زړه پورې دي. ځکه د ژوندانه برخلیک ورسره تړلی دی او هرڅو ک غواړي، چې په هرځای کې ښه ژوند وکړي او ښه برخلیک ولري(۲) «فلسفه د جنون او جانان»

انسان له د خپلې پوهې په رڼا کې غواړي د ژوند په هره لحظه کې یوه معنوي تکیه ګاه ولري، دغه معنوي تنده هغه د عبادت او پرستش خواته رابولي او له انساني وجود ورها خوا د یوه بل داسې وجود مشاهدې ته دده په زړه او ذهن کې ځای ورکوي.

د پوهانو په باور که چېرې انسان هېڅ ډول معنوي باور ونه لري او یا د کائناتو او ژوند د اصلي منبع لوری ورنه ورک شي، نو خپل ژوند په یوه لویه خالیګاه کې تېروي او هره شېبه د بې معناتوب احساس کوي. د انسان د دا ډول تشې د ډکولو په موخه بېلابېلې هڅې په بېلابېلو مذاهبو او فکري نظامونو کې د تصوف پیدایښت ته لاره پرانیزي.

د تار يخ په اوږدو کي د بېلا بېلو مذاهبو خلکو د خپل نفس د پاکوالي او د روح د تسکين او اطمينان لپاره د وضع کړل شوو مذهبي عباداتو سربيره په غوره توګه د خدای پيژندنې او نفس د پاکوالي لپاره د روحاني لارو چارو څخه کار اخیست، دغه عمل ته بيا ځينو خلکو د تصوف يا طريقت نوم ورکړی دی او ځينو عرفان ورته ويلی دی.
که څه هم دتصوف د ټکي په اړه بيلا بيل پوهان بيلا بيل نظرونه لري، خو په اصطلاحي توګه ټول پردې موافق دي، چي د تصوف له لارې د نفس تزکيه او تصفیه کيږي او په دې سره انسان خپل خالق او اصل پيژني او هغه ته ځان ور نژدې کوي.

څرنګه چې د انسانانو پخواني معنوي او فکري شتمني موږ ته تر دې وخته پورې د فلسفې او لیکلو کتابونو په پاڼو کې راپاتې ده، نو که چېرې موږ د تصوف او تصوفي افکارو په باب په پخوانیو مذاهبو او تاریخونو کې سپړنه کوو، نو اړ یو چې ترهرڅه وړاندې د فلسفې پاڼو ته پناه یوسو. دا چې نن سبا فلسفې ته د علومو د مور خطاب شوی، په همدې بنسټ د انسان د معنوي تندې د ماتولو څرک هم چې د تصوف، عبادت او روحاني مفکورو له لارو چارو ډک دی په فلسفه کې ګورو.

موږ په بشپړ ډول نه شو ویلی، چې تصوف فلسفه ده او فلسفه تصوف دی. فلسفه د علومو او په مجموع کې د فکري، معنوي، روحاني او کلتوري تمایلاتو ا و نظریاتو یو ګډیال او مخلوط ده. له دې مخې موږ دا انکار هم نه شو، کولی، چې فلسفه او تصوف هېڅ ډول ګډې پولې نه لري. که په لنډه توګه ووایو، فلسفه د علومو یوه داسې مجموعه ده، چې د هغو په پاڼو کې د تصوف څرکونه هم لیدلی شو.

د ساري په ډول موږ که د یونان د خورا پخواني فیلسوف (سقراط)، ژوند، مفکورې او په زهرو باندې د هغه مړینه په پام کې ونیسو. نو له شکه پرته د تصوفي چلندونو یوه نه هېرودونکې وړانګه مو پکې ترسترګو کېږي.

سقراط یو له هغو فیلسوفانو څخه ؤ، چې په خپلو افکارو کې یې د اخرت او بلې نړۍ په باب سپارښتنې کولې. د اخرت په باب فکر، د اخرت لپاره هلې ځلې، د خپلو اعمالو په اړه د حساب د ورځې په شتون باور، د تصوف یوه ترټولو لویه موضوع جوړوي.

د سقراط دا وینا ډېره مشهور ده، چې وايي:(د نېکانو لپاره دویمه نړۍ یو نعمت ده!)

سقراط سپارښتنې کوي، چې په ژوند کې نېکۍ وکړئ، ترڅو د حساب په ورځ مو د اعمالو په تله کې د نېکیو خوا درنه وخېژي. ده یو ځای د نیکۍ په هکله ویلي:

(نیکان هغه نه دي، چې یوازې د نېکۍ ښوونه کوي، بلکې هغه دي، چې په خپله نېک دي او نیکي کوي.)

هغه مهال چې په سقراط تور ولګېد او وویل شول، چې سقراط زموږ له خدایانو انکار کړی او د ښار په واټونو کې ځوانانو ته ویناوې اوروي او د هغو اخلاق خرابوي… دغه وخت سقراط ۷۰ کلنۍ ته رسېدلی ؤ. په همدې اساس نوموړی محاکمې ته کش کړ شو او هلته په مرګ محکوم شو…

کله چې محاکمه پیل کېږي، ځینې خلک هڅه کوي، دی له مرګه وژغوري او دده پروړاندې مرګ یوه خطرناک شی وښيي، خو دی ټولو ته وايي، چې مرګ د لمر لوېدلو په شان دی، دلته لوېږي او بل ځای راخیژي، یعنې ژوند پای نه لري. سقراط په همدې وخت کې هم د خلکو ناسمو باورونو ته اور اچوي او د حقیقت په لوري ګام اخلي.

په همدې بنسټ، یوه اصیله فلسفه انسان ته د اشیاؤ د ذاتي پېژندنې په موخه د هغو له حقایقو او مبادیو څخه پرده پورته کوي. فلسفه پر پوهې عمل دی. فلسفه هغه فکري خوځښت دی، چې د انسان او جهان ترمنځ جوړجاړي راولي. فلسفه د کایناتو د موندلو لپاره یوه بشري هڅه ده. فلسفه له مجهولاتو څخه د معلوماتو په لور د انسان د بېولو وسیله ده.

او تصوف هم د مذهبي او دیني چارو د ښې اجرا ترڅنګ هڅه کوي، چې انسان ته د کائناتو د رازونو او د خدای د خلقتونو په باب مفکوره ورکړي. موږ که د زیاتره متصوفینو اثار ولولو، نو له شکه پرته په هغو کې یو ډول فیلسفانه او عارفانه مفکوري یو او بل ته ځای پرېږدي. د مثال په ډول دغه شان تمایلات موږ د پښتو ادب د یوه متصوف شاعر (امیرحمزه شینواري) په اثارو کې زیات لیدلی شو. حمزه شینواري د یوه متصوف په توګه د یوه فیلسوف انداز خپلوي او د ژوند او کائناتو په هکله خورا جالبې څرګندونې کوي. نوموړی عدم او نیستي، د هغه هستۍ زېږنده بولي، چې پخپله موجودیت لري. دی د وحدت او کثرت صوفیانه مفکوره هم همدلته راپاڅوي او لیکي:

پټ دا کاینات په هـسې رنګ وو، په نقطه کې

څنګه چې د ونې لوی وجـــود وي په دانه کې

جوړ یې چې قانون کړ، بیا شو پټ پکې پخپله

بیـــــا ارتقــــــا ته حرکت وکـــــړ، چې ځــــغله

په لنډ ډول ویلی شو، فلسفه یو خورا لوی نوم دی، چې مختلف علوم په خپله لمن کې رانغاړي. د فلسفې په پاڼو کې موږ د پوهنو د نورو څانګو ترڅنګ، د تصوف ځینې څرکونه هم لیدلی شو، خو سل په سلو کې په دې ټکي هم د تائید مهر نه شو لګولی، چې تصوف د فلسفې یوه مستقله څانګه ده. د تاریخ په اوږدو کې د ځینو فیلسفوفانو چلند، متصوفینو ته ورته شوی او د ځینې متصوفینو افکار، فلسفې ته ورته شوي دي، چې موږ یې په په سلګونو مثالونه راوړلی شو.

5 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *