Categories

اعلان

Loading…

د خوست او غلام خان سړک حقیقي وضعیت

د خوست او غلام خان ټرانزیټي سرک په چارو کې سلهاوو زره ډالره فساد شوي له همدې امله یې چارې په ټيټ کیفیت پرمخ روان دي، چې ولایتي شورا او سیمه وال یې دکار دبندیدو ترڅنګ دمرکزي دولت څخه دڅیړنې غوښتنه کوي.

دخوست او غلام خان پنځه ویشت کیلومتره سرک، چې چارې یې په دریم لاس د یوافغاني شرکت له لوري پرمخ بیول کیږي څو میاشتې وړاندې یې دپاخه والي کارونه پیل شوي، چې دسیمې مشرانو په وړاندیز سره دخوست ولایتي شورا وکیلانو دخپل کاري طرزاالعمل له مخې دفوایدعامې ریاست له انجینرۍ ټيم سره دنوموړي سرک روانې چارې و ارزولې ،چې په ترڅ کې یې ګڼ شمیر ستونزې موجودې او چارې یې په ټیټ کیفیت سره ترسره کیږي . دسرک په اوږدو کې هیڅ ډول شولډرې ( پياده راوونه ) نه دې جوړ شوي ، په لوړو او ژورو ځایونو کې لښتي نه دي کیندل شوي او سنګکاري نه ده شوي، چې د سیلابي اوبو د راوتوپرمهال سرک بې له ځنډه ویجاړ کیږي. همداشان دسرک لومړۍ اولاندې طبقه سر له اوسه تخریب شوي او بې کیفیت قیر پکې استعمال شوی دی او پلونه او چکونه یې نه دي رغول شوي، چې له دې نظارت څخه ولایتي شورا وکیلان او فواید ریاست اړونده مسلکي ټیم دې نتیجې ورسیدو چې پدې سرک د ولایتي ادارې دمشرتابه له لوري ژورفساد ترسره شوی ځکه چې ددې سرک دریمه برخه کار مخ په خلاصیدو دی ویل کیږي چې دغې سرک دامریکا متحده ایالاتودپوځی لخوا ۳۲ میلیونه ډالره لګښت ورکول کیږي ، چې تردې دمه دنوموړي سرک ترسره شوي چارې دولایتي ادارې له لوري نه دي ارزول شوي اوپه یاده شوي ټرانزیټي سرک تراوسه پورې باروړونکو موټرو هیڅ ډول تګ راتګ نشته ځکه چې په شمالي وزیرستان کې عملیات روان دي له همدې امله له پاکستان سره پدې لاره سوداګریزې چارې په ټپه ولاړ دي دکار پوهانوپه وینا چې که چیرې پدې سرک عادي موټر تګ راتګ هم وکړي په ډيره لږ موده کې به تخریب شي.

ددې ترڅنګ دوې میاشتې وړاندې دخوست ښار څخه دکاروان سرای پورې شپږ کیلومتره ډبل سرک چې چارې د اکبر نصرت شرکت ۷۴ میلیونو افغانیو په لګښت دفواید وزارت له لوري ترسره شوي او دخوست والي له لوري ګټې اخیستني ته سپارل شوی دولسونو په غوښتنه ولایتي شورا دخپل نظارت په ترڅ کې سرک له نږدې وکوت چې دامهال ویجاړیدو په لوري روان دی او سیمه وال غوښتنه کوي چې د ولایت مقام مشرتابه د نوموړي سرک په اړه خوستوالوته حساب ورکړي. او مرکزي دولت د بې ځنډه پدې برخه کې ژوره پلټنه وکړي ترڅو مفسد چارواکي دقانون منګولې ته وسپارل شي.

قمر علي لکڼوال

46 total views, 1 views today

3 comments

  1. sayedrahman.ziarmal Reply

    تاند ته ! ولیکه ولیکه ولیکه بیا هم حزف شی دومره حوصله له کومه کیږی ؟ سهار وچه ډوډی او شین چای
    ډیر ښکلی مطالب ټول حقایق می لیکلی وو او نشر نشول حزف شول
    لنډبه ولیکم ! دجنایاتو منبع دخوست دهری برخی دپرمختګ ضد او په توهینولو او دکدرونو په ټکولو البته هغه کدرونه چه سازش کاره او زمینه سازه نه و دقاضیان او څارنوالانو تر خپل نفود لاندی راوستل دجبر ظلم زمینه مساعده وول میدیاوی تر خپل تسلط لاندی راستل دقانون خلاف دقراردادونو کول دعلمی او فر هنګی مرکزونو په ضد بازی کول بااخره دخوستوالو په بی عزتی کی مهم رول لوبول دده دنده وه مرکزی حکومت یی نه منلو هر څه دده په فرمان تر سره کیدل خدای دتباه کړی

  2. اسدالله Reply

    تاند ته: په ډیر تاسف سره،چې د افغانستان سیاسی کشمکش اوفساد تر دی حده رسیدلی ‏چی لوړ پوړې چارواکی سم کار نا سم او خراب کار سم وړاندی کوی، او رسنۍ هم پرته ‏له کره شواهدو هغه نشرکوی.‏
    د خوست غلام خان سړک په جوړه ونه کی چی75سلنه کار یی بشپړ شوی او لاهم ترکار ‏لاندی دی هیڅ ډول فساد نه ده شوی ، ټول کارونه یی په نړی وال سټنډرد سره ترسره ‏کیږی، ددی پروژې قیمت د 32میلونه ډالروه ددریمې برخی څخه هم کم ده. ددغه سړک ‏کارونه چی دتیر یوه کال راهسی پیل سوی دی بودیجه یی دامریکا متحده ایالاتودپوځ ‏دانجینری ګروپ لخوا ورکول کیږی اوهم یی کارونه ددوی تر نظارت لاندی تر سره ‏کیږی.‏
    څرنګه چی د سړک درغونې کار جریان لری شاید ځیني تخنیکی ستونځې به ولری خو ‏دا په دی مانا نه ده چی دادی هم داسی نیمګړی پاتی شي دا پروژه تربشپړیدا وروسته ‏یوکال ورنټی لری اوقردادی یی ټول مسولیت په غاړه اخیستۍ دی .‏
    د سړک 9کیلومتره ټول کارونه بشپړشوی دي چی8.6متره قیرزی عرض لری او دواړو ‏طرفونو ته دوه دوه متره اساسی ګریول اوږې (شولډر) جوړې شوې دې اودا ډول بشپړتیا به د ‏ټول 25کیلو متره لپاره وشی . هیره د نوی چی ددغه 9کیلومتره سړک دواړوغاړوته د ‏قراردادي په شخصی لګښت ونې کرل شوی دي. ‏
    دسړک ټول سترکچرونه (استنادی دیوالونه پلچکونه…) د قرار داد شوې نقشې څخه ‏زیات اوپه لوړ کیفیت سره جوړ اویاهم ترکار لاندی دی.‏
    څرنګه چي د سړک ډیره برخه په غریزه علاقه کې غزیدلې ده قراردادی کوشش کړی ‏چې دسړک عرض نظرنقشی ته ډیر پراخ اوډیره پریکونه (کټینګ) و کړی اوټول ‏تخنیکي مسايل یی په نظرکی نیول شویدي.‏
    ستاسو د لا اطمینان لپاره هر څوک کولای شی د تخنیکی انجینیر په صفت دپروژی څخه ‏لیدنه وکړی اوټول شوې کارونه نظر قرارداد ته ارزیابي او کیفیت یی وګورې

    1. تاند Reply

      تاند تل ویلي چې د لیکوالو د لیکنو د کره توب او بې پرې توب مسوولیت په غاړه نه اخلي. هماغسي چې مو د دې لیکنې د لیکوال لیکنه خپره کړې دا ده ستاسو تبصره هم پرې خپروو.
      تاند تل ویلي چې د لیکوالو له نظر سره د تاند د دریځ یووالی ضروري نه دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *