Categories

اعلان

Loading…

ځانمرګى بريد ګر هدف ته تر رسيدو مخکي ونيول سو

خبرپاڼه

 

نېټه: ١٣٩٤-١-۳‍‍۱

کندهار، افغانستان- د کندهار ملي امنيت رياست يو تن ځانمرګی بريدګر هدف ته تر رسيدو مخکي ونيوی.

د ملي امنيت رياست منسوبينو يو تن ځانوژونکی بريدګر چي غوښتل يې د کندهار پر امنيه قومندان ډګرجنرال عبدالرزق ځان وژونکي بريد ترسره کړي، ونيوی.

د ياد کس هويت په دې ډول دى، بازمحمد مشهور په (هلال او محمدالله) د لعل محمد زوى د ګل محمد لمسى اصلي او فعلي دبلخ ولايت دشولګري ولسوالۍ دسياه آب دکلي اوسيدونکى چي په پاکستان کي د دولت ضد وسله والو مخالفينو د انفجاري او ترهګريزي شبکي مسئول حاجي لالا له لوري ځان وژونکي بريد ته چمتو سوى وو.

ياد نيول سوی کس د ملي امنيت د ويښو او بيدارو منسوبينو له لوري هدف ته تر رسيدو مخکي ونيول سو، چي نوموړي پر خپل جرم اعتراف هم کړى دی.

وسله وال ترهګر هڅه کوي چي د ترهګريزو کړنو په مرسته په خلکو کي وېره خپره کړي او افغانان د غم پر ټغر کښېنوي. خو افغان ملي امنيتي ځواکونه به تل هڅه کوي چي د شپې او ورځي د ولس خدمت وکړي او خپل ولس د وسله والو له ظلمونو خلاص کړي.

24 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *